• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنې د اوکراین لپاره د ۱۰۶ ملیارد ډالرو له سود پرته پور سره موافقه وکړه

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۰

د اروپايي ټولنې مشرانو د اوکراین لپاره د ۱۰۶ملیارد ډالرو له سود پرته د پور ورکړې سره موافقه وکړه. یادې شورا ویلي چې دا پور به د راتلونکو دوو کلونو لپاره د اوکراین پوځي او اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې،د اروپايي ټولنې مشرانو د جمعې په سهار په بروکسل کې په یوه غونډه کې اوکراین ته د لوی پور سره موافقه وکړه، مګر د فنډونو د تمویل لپاره د روسیې د کنګل شویو شتمنیو په کارولو سره موافق نه شول.

د اروپايي ټولنې د هیوادونو اوه کلنه بودیجه اوس مهال د پور لپاره د اساس په توګه کارول کیږي.

اروپایي شورا مشر انتونیو کوستا پر ایکس خواله رسنۍ لیکي«موږ یوې موافقې ته رسیدلي یو. د ۲۰۲۶-۲۰۲۷کال د ملاتړ لپاره اوکراین ته د ۹۰ملیارد یورو (۱۰۶ملیارد ډالرو) د ورکولو پریکړه تصویب شوې ده.»

د اسوشیټیډ پریس په وینا، د اروپايي ټولنې مشرانو د رایې ورکولو څخه مخکې تر نیمې شپې پورې هڅه وکړه چې بلجیم قانع کړي چې له پور ورکړې سره موافقه وکړي.

بلجیم مخکې ویلي وو چې د روسیې د غچ اخیستنې په اړه د اندیښنو له امله به اوکراین ته لوی پور ورنکړي. د اروپايي ټولنې نورو مشرانو بلجیم ته د روسیې د احتمالي غچ اخیستنې څخه د ساتنې لپاره تضمینونه وړاندې کړي دي، چې دا یې خپل وروستي موخې ته نږدې کوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ د امریکا د ګرین‌کارټ پچې اچونې پروګرام ودراوه

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګرین‌کارټ د بچې اچونې پروګرام درولی. د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د تاوتریخوالي په څو پېښو کې ښکېلو کسانو د همدغه پروګرام له لارې په امریکا کې د اوږدمهاله مېشتېدنې اسناد ترلاسه کړي وو.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرېستي نوم ویلي، دغه پروګرام هرکال تر ۵۰زره پورې وېزې ورکولې او اوس د ملي امنیت د ساتنې په موخه درېدلی دی. نوموړې ټینګار کړی، چې د دغه پروګرام دوام کولای شي د امریکایانو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

دغه اقدام د ټرمپ د حکومت له‌خوا د کډوالۍ د محدودولو په لړ کې نوی ګام بلل کېږي. تر دې وړاندې هم د امریکا حکومت د تاوتریخوالو تر پېښو وروسته، د افغانستان په ګډون د «درېیمې نړۍ» هېوادونو څخه پر کډوالۍ پراخ محدودیتونه لګولي وو.

ورته مهال د امریکا کانګرس ۶۱ غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په لیک کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ټرمپ د اقداماتو په غبرګون اعتراض کړی. دوی ویلي، د ټرمپ حکومت د ملي ګارد پر سرتېرو د یوه افغان د برید له پېښې «ناوړه ګټه» اخیستې او په ډله‌ییز ډول یې افغان کډوال مجازات کړي.

  • یادو استازو د افغان پناه‌غوښتونکو نه‌منل او په افغانستان کې د امریکا پخوانیو پوځي همکارانو ته د پناه نه‌ورکول «نه جبرانېدونکې تېروتنې» بللې دي. د دوی په وینا؛ دغه ډول اقدامات امریکا د یوه بې‌باوره هېواد په توګه معرفي کوي.

د کانګرس ۶۱ غړو د افغان پناه‌غوښتونکو پر وړاندې د ټرمپ حکومت پر اقداماتو نیوکه وکړه

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۰

د امریکا د کانګرس ۶۱ غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته یوه لیک کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ټرمپ پر اقداماتو اعتراض کړی دی.دوی ویلي، د ټرمپ حکومت د ملي ګارد پر سرتېرو د یوه افغان د برید له پېښې «ناوړه ګټه» اخیستې او په ډله‌ییز ډول یې افغان کډوال مجازات کړي.

یادو استازو د افغان پناه‌غوښتونکو نه‌منل او په افغانستان کې د امریکا پخوانیو پوځي همکارانو ته د پناه نه‌ورکول «نه جبرانېدونکې تېروتنې» بللې دي. د دوی په وینا، دا ډول اقدامات امریکا د یوه بې‌باوره هېواد په توګه معرفي کوي.

ډيموکراټ استازو د امریکا د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په لیک کې لیکلي: «له یوې تراژیدۍ ناوړه ګټه اخیستل، ویره او نفاق پارول، د امریکا له امنیت سره مرسته نه‌کوي.»

یادو استازو ویلي، چې په واشنګټن کې د ملي ګارد پر ځواکونو د ډزو له پېښې وروسته د ټرمپ حکومت نه‌یوازې د افغانانو د پناه‌غوښتنې د دوسیو څېړنه درولې، بلکې د هغو افغان پناه‌غوښتونکو د دوسیو بیاکتنه یې هم پیل کړې، چې مخکې منل شوي و.

د دوی په وینا، د ټرمپ حکومت ان امریکا ته د هغو افغانانو د ننوتلو مخه نیولې، چې د کډوالۍ ځانګړي ویزې لري او په افغانستان کې یې د امریکا له حکومت او پوځ سره کار کړی دی.

د ټرمپ حکومت په تازه اقدام کې افغانستان او ۱۴ نور هېوادونه د بشپړ سفر بندیز په لیست کې شامل کړل او په دې سره د دغو هېوادونو وګړي حق نه‌لري چې امریکا ته سفر یا د پناه غوښتنه وکړي.

په تازه فرمان کې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې (اېس‌ای‌وي) لرونکي هم د امریکا د حکومت د سفر بندیز له استثنا څخه اېستل شوي دي.

د کانګرس استازو د ټرمپ دغه سیاست «ټولیزه سزا» بللې ده.

هغوی خبرداری ورکړی، چې دا اقدامات د بې‌ګناه او قانون‌ پالونکو خلکو په ځانګړي توګه هغه کسان چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې ژوند له خطر سره مخ کوي.

د هغوی په وینا، «د یوه فرد ویجاړونکي اقدامات باید د ټولو هغو افغانانو د انځور د خرابولو لپاره ونه‌کارول شي، چې غواړي په امریکا کې په قانوني توګه ژوند وکړي.»

د ټرمپ د حکومت اقداماتو په امریکا کې د افغان کډوالو په منځ کې ویره زیاته کړې ده. د کالیفورنیا ایالت د ساکرامنټو سیمه کې د افغان کډوالو ټولنې ویلي، چې د کډوالو ادارې د افغانانو د نیونې بهیر پراخ کړی دی.

اسوشېتد پریس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د لیندۍ له پنځمې راهیسې شاوخوا ۲۴ افغان کډوال، چې زیاتره یې د شمالي کالیفورنیا اوسېدونکي دي، نیول شوي دي. یوازې په تېره اوونۍ کې لږ تر لږه ۹ افغان نارینه هغه مهال ونیول شول، چې د کډوالۍ او ګمرک ادارې ته د خپل وضعیت د څېړنې لپاره مراجعه کړې وه.

لېنډسي ګراهام د جرمونو نړۍوالې محکمې پر دوو قاضیانو له بندیزونو ملاتړ وکړ

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۷ GMT+۰

امریکایي سناتور لېنډسي ګراهام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له هغې پرېکړې ملاتړ کړی چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې (ای‌سي‌سي) پر دوو قاضیانو یې بندیزونه ولګول. نوموړي ویلي، دغه قاضیان په دوامداره توګه اسراییل په نښه کوي.

سناتور ګراهام په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د جرمونو نړۍواله محکمه د دې لپاره جوړه شوې، چې بد عاملین او یاغي هېوادونه تعقیب کړي، نه دا چې د اسراییل په څېر هېوادونه په نښه کړي؛ هغه هېواد چې «د نړۍ له پیاوړو او خپلواکو قضایي نظامونو څخه یو دی.»

نوموړي ټینګار کړی چې ای‌سي‌سيد اسراییل په تړاو «ښکاره تعصب» لري او د یوازني یهودي دولت او د هغه د مشرانو پر وړاندې له څرګندې دښمنۍ کار اخلي. د ګراهام په وینا، پر اسراییل د دې محکمې فشار ښایي د امریکا پر وړاندې د احتمالي برید لپاره یوه پیلامه وي.

تر دې وړاندې، روبیو د پنجشنبې په ورځ په یوې رسمي اعلامیه کې وویل، امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې دوه قاضیان، ګوچا لوردکیپانیدزه چې د جورجیا وګړی دی او همداشان منګولیایی اردنېبالسورن دامدین د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ میاشتې لاسلیک شوي اجرایي فرمان له‌مخې تحریم کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، یادو قاضیانو په مستقیم ډول هڅه کړې چې د جرمونو نړۍوالې محکمې له لارې د اسراییلي وګړو د پلټنې، نیولو، توقیف او محاکمې بهیر پر مخ یوسي، په داسې حال کې چې اسراییل د دغو اقداماتو لپاره رضایت نه‌دی ورکړی.

روبیو ټینګار کړی چې امریکا او اسراییل دواړه د جرمونو نړۍوالې محکمې غړیتوب نه‌لري او واشنګټن دا ډول اقدامات د خپلو متحدینو پر ضد د منلو وړ نه‌بولي.

د راپور له مخې، هغه بندیزونه چې امریکا د روان کال په فبرورۍ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې پر ځینو چارواکو لګولي، د اړوندو کسانو د احتمالي امریکایي شتمنیو کنګل کېدل او امریکا ته د هغوی او د هغوی د کورنیو د غړو پر سفر بندیزونه رانغاړي.

د عراق پخوانی ولسمشر د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنر په توګه غوره شو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۰

ملګرو ملتونو د عراق پخوانی ولسمشر برهم صالح د کډوالۍ د عالي کمېشنر په توګه وټاکه. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) دغه ټاکنه پرته له رایې ورکولو تایید کړه.

برهم صالح چې د صدام حسین د واکمنۍ پر مهال له سیاسي ځورونې تښتېدلی و، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش له‌خوا د دې دندې لپاره نوماند شوی و. هغه د فیلیپو ګراندي ځای ناستی کېږي، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې مشري کوله.

د ملګرو ملتونو د پرېکړې له‌مخې، برهم صالح به د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه خپله پنځه کلنه کاري دوره پیل کړي.

نوموړی له دې وړاندې د عراق د ولسمشرۍ تر څنګ د دغه هېواد د لومړي وزیرۍ او د کردستان د سیمې د لوړپوړو سیاسي دندو تجربه هم لري.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ اداره د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د جګړو، تاوتریخوالي او ناورینونو له امله بې‌ځایه شویو میلیونونو خلکو ته بشري مرستې برابروي.

داعــ.ش په استرالیا کې د یهودیانو پر مراسمو برید «د ویاړ وړ» بللی،خو مسوولیت یې نه‌دی منلی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۰

داعــ.ش د استرالیا د سېډني په بونډای ساحل کې د یهودیانو حنوکا د مراسمو پر مهال د خونړي وسله‌وال برید په اړه په خپاره کړي پیغام کې یاد برید «د ویاړ وړ» بللی دی. داعــ.ش د پنجشنبې په ورځ په خپل ټېلېګرام کې د دې برید مسوولیت نه‌دی منلی.

دا برید د تېرې یکشنبې په ماښام (د لیندۍ ۲۳مه) شوی او په‌کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د نیو ساوټ وېلز ایالت د پولیسو مشر مال لانیون ویلي و، چې د سېډني د بونډای ساحل په سیمه کې د ۲۴ کلن بریدګر نوید اکرم له موټر څخه د داعــ.ش دوه لاسي جوړ شوي بیرغونه او د سړک غاړې بمونه موندل شوي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ لا هم د دې فاجعې د انګېزې څېړنه کوو او دا به روانه وي.»

له دې خونړي برید وروسته د استرالیاحکومت د کرکې خپرولو پر وړاندې د نویو قوانینو له جوړولو خبر ورکړ، خو په ورته وخت کې د اصلي شکمن کس پر وړاندې د درنو تورونو د لګېدو له امله د استرالیا پر لومړي وزیر کورني او نړۍوال فشارونه زیات شوي دي.