• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عراق پخوانی ولسمشر د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنر په توګه غوره شو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۱ GMT+۰

ملګرو ملتونو د عراق پخوانی ولسمشر برهم صالح د کډوالۍ د عالي کمېشنر په توګه وټاکه. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) دغه ټاکنه پرته له رایې ورکولو تایید کړه.

برهم صالح چې د صدام حسین د واکمنۍ پر مهال له سیاسي ځورونې تښتېدلی و، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش له‌خوا د دې دندې لپاره نوماند شوی و. هغه د فیلیپو ګراندي ځای ناستی کېږي، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې مشري کوله.

د ملګرو ملتونو د پرېکړې له‌مخې، برهم صالح به د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه خپله پنځه کلنه کاري دوره پیل کړي.

نوموړی له دې وړاندې د عراق د ولسمشرۍ تر څنګ د دغه هېواد د لومړي وزیرۍ او د کردستان د سیمې د لوړپوړو سیاسي دندو تجربه هم لري.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ اداره د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د جګړو، تاوتریخوالي او ناورینونو له امله بې‌ځایه شویو میلیونونو خلکو ته بشري مرستې برابروي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

داعــ.ش په استرالیا کې د یهودیانو پر مراسمو برید «د ویاړ وړ» بللی،خو مسوولیت یې نه‌دی منلی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۰

داعــ.ش د استرالیا د سېډني په بونډای ساحل کې د یهودیانو حنوکا د مراسمو پر مهال د خونړي وسله‌وال برید په اړه په خپاره کړي پیغام کې یاد برید «د ویاړ وړ» بللی دی. داعــ.ش د پنجشنبې په ورځ په خپل ټېلېګرام کې د دې برید مسوولیت نه‌دی منلی.

دا برید د تېرې یکشنبې په ماښام (د لیندۍ ۲۳مه) شوی او په‌کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د نیو ساوټ وېلز ایالت د پولیسو مشر مال لانیون ویلي و، چې د سېډني د بونډای ساحل په سیمه کې د ۲۴ کلن بریدګر نوید اکرم له موټر څخه د داعــ.ش دوه لاسي جوړ شوي بیرغونه او د سړک غاړې بمونه موندل شوي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ لا هم د دې فاجعې د انګېزې څېړنه کوو او دا به روانه وي.»

له دې خونړي برید وروسته د استرالیاحکومت د کرکې خپرولو پر وړاندې د نویو قوانینو له جوړولو خبر ورکړ، خو په ورته وخت کې د اصلي شکمن کس پر وړاندې د درنو تورونو د لګېدو له امله د استرالیا پر لومړي وزیر کورني او نړۍوال فشارونه زیات شوي دي.

هند په څلورو میاشتو کې افغانانو ته ۵۰۰ ویزې صادرې کړې دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۰

د هند حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هېواد یې په تېرو ۴ میاشتو کې د هند ویزه غوښتونکو افغانانو ته ۵۰۰ ویزې ورکړي، چې یوازې څه باندې ۲۰۰ یې روغتیايي ویزې دي.نوموړي زیاته کړې، هند په اپرېل میاشت کې د افغانانو لپاره د ویزې ورکړې په سیسټم کې بدلونونه راوستي‌ دي.

هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغان ناروغانو د درملنې له مهمو ادرسونو څخه و او هره ورځ له کابل او یو شمېر ولایتونو څخه نوي ډیلي ته څو الوتنې کېدې. خو د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته هند افغانانو ته د ویزې ورکړې بهیر په بشپړ ډول ودراوه او ان هغه ویزې یې هم لغو کړې وې، چې تر دې مخکې صادرې شوې وې.

دغه هندي چارواکي همدارنګه وویل، چې هېواد یې په دې وروستیو کې د افغانستان د روغتیايي زیربناوو په برخو کې څو مهمې پروژې منظورې او عملي کړې دي.

هندو ورځپاڼې د دغه هېواد د روغتیا وزارت د یوه چارواکي له نوم ښودلو پرته د هغه په حواله لیکلي، چې په دې پروژو کې په پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پنځو زیږنتونونو او روغتیایی کلینیکونو جوړول، په کابل کې د ۳۰ بستریز روغتون جوړول او همداراز د سرطان او د سختو ټپونو د درملنې مرکزونه، د طبي تشخیص مرکز او په کابل کې د تلسیمیا د درملنې مرکز په څېر د مهمو تاسیساتو جوړول او پیاوړي کول شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د روغتیا سکتور د لا زیات ملاتړ لپاره نورې طرحې هم تر ارزونې لاندې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو او هند د روغتیا وزیرانو په وروستۍ لیدنه کې نوي ډیلي یو ځل بیا له افغانستان سره د روغتیايي همکاریو او بشري مرستو د دوام ژمنه تکرار کړه.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د روغتیا په برخه کې روانې همکارۍ وڅېړلې او د روغتیايي زیربناوو د لا پیاوړتیا، د درملو او طبي تجهیزاتو د برابرولو او د روغتیايي کادرونو د روزنې په اړه یې خبرې وکړې.

د هند د عامې روغتیا وزیر په دې ناسته کې وویل، چې هېواد یې په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ته ۳۲۷ ټُنه درمل او واکسینونه لېږلي دي. همدارنګه د سرطان ناروغانو لپاره ځانګړي درمل او د سي‌ټي‌سکن یو ماشین، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه برابرې شوې د لېږلو لپاره چمتو دي او د روانې میاشتې تر پایه به افغانستان ته وسپارل شي.

د هندي چارواکو په وینا ټاکل شوې، چې د لوړپوړو هندي ډاکترانو یوه ډله هم افغانستان ته د افغان ډاکټرانو د لا روزنې لپاره ولېږل شي.

اسراییلی سفیر: د تهران د نیابتي ډلو له‌منځه وړل د نوي کال له مهمو موخو دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر دني دانون وایي، اسراییل به په ۲۰۲۶ کال کې پنځه اساسي موخې وڅاري چې تر ټولو مهمه یې د ایران د نیابتي ډلو له‌منځه وړل دي.

د دني دانون په وینا، د اسراییل د نویو اهدافو په لړ کې د حماس بې‌وسلې کول، د ایران د نیابتي ځواکونو له‌منځه وړل، د فلسطین خپلواکې ادارې له لوري د جنګیالیو د ملاتړ او مالي تمویل بندېدل، په سوریه کې د لږکیو د حقونو خوندي کېدل او په منځني ختیځ کې د سولې پر بنسټ د یوه نوي نظم رامنځته کول شامل دي.

هغه زیاته کړه، چې اسراییل به هېڅکله اجازه ور نه‌کړي، چې ایران یا د هغه نیابتي ځواکونه بیا پیاوړي شي او د اسراییل پر پولو امنیتي ګواښونه جوړ کړي.

د اسراییل سفیر همدارنګه د استرالیا په سېډني ښار کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو د ترهګریز برید په غبرګون کې وویل، که دا څرګنده شي چې د ایران اسلامي جمهوریت په دغه برید کې رول درلود، نو دا به ورته د حیرانتیا خبره نه‌وي.

د اسراییل دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په سیمه کې سیاسي او امنیتي تاوتریخوالی دوام لري او د منځني ختیځ راتلونکی لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی.

مسعود پزشکیان: خدای موږ د اقتصادي ستونزو له لارې ازمایي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۷ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، چې هېواد یې د اوبو او برېښنا له جدي بحران او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په وینا یې، دا وضعیت باید د یوه جدي خبرداري په توګه وګڼل شي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) د «سویلي خراسان ولایت د پروګرام جوړونې او پراختیا شورا» په غونډه کې د وینا پر مهال وویل: «خدای تعالی موږ ازمایي او غواړي موږ راویښ کړي، څو درک کړو چې نور باید د پخوا په څېر کار ونه‌کړو.»

مسعود پزشکیان ټینګار وکړ، چې د روانو ستونزو پړه یوازې پر یوه لوري نه، بلکې ټول په دې وضعیت کې شریک دي. هغه زیاته کړه: «نه‌غواړم ووایم، چې پړه د چا پر غاړه ده؛ موږ ټولو خپله ونډه لرلې ده او اوس باید دا حالت اصلاح کړو.»

د ایران ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې دغه هېواد له اوږدمهاله اقتصادي ننګونو او د انرژۍ له کمښت سره مخ دی.

د روسیې پوځ خپله یوه لوا په نویو «اورېشنیک» لنډ واټنه توغندیو سمبال کړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۰

د روسیې د پوځ لوی درستیز والري ګیراسیموف ویلي، چې د پوځ یوه لوا یې د «اورېشنیک» په نوم په لنډ واټن ویشتونکو توغندیو سبمال کړې ده. روسیې د یاد توغندي ځواک له اټومي وسلو سره ورته بللی دی.

د روسیې ټاس خبري اژانس د یاد هېواد د لوی درستیز والري ګیراسیموف له قوله راپور ورکړی، چې روسیې په لومړي ځل د اورېشنیک توغندي د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې پر اوکراین توغولي دي.

په ورته مهال د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین ویلي، چې یاد توغندي د اټومي وسلو په څېر ویجاړوونکی ځواک لري، چې مخنیوي او شنډول یې ناشوني دي.

بل خوا لویدیزو کارپوهانو د روسیې د ددغه ډول توغندیو جوړول مبالغه بللې ده.