• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: موږ د ایران له حکومت سره ژور او بنسټیز اختلافات لرو

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، چې امریکا د ایران له حکومت سره ډېر ژور او بنسټیز اختلافات لري او ایران د نړۍ له تر ټولو ډېر بندیز لګول شویو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

روبیو په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د امریکا ستونزه د ایران له حکومت سره یوازې سیاسي نه‌ده، بلکې د دغه حکومت د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې، د ترهګرۍ ملاتړ او د خپل ولس پر وړاندې چلند د اندېښنې اصلي لاملونه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ایران او اسراییل تر منځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته په ایران کې د ځپنې او اعدامونو پر زیاتېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د تهران واکمنان د خپلو خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.

روبیو زیاته کړه: «زه په نړۍ کې داسې بل هېواد نه‌پېژنم چې د هغه حکومت او ولس تر منځ دې دومره ژور واټن موجود وي. د ایران اوسنی حکومت د دې هېواد د خلکو استازیتوب نه‌کوي، حال دا چې د ایران ولس د لرغوني، ویاړلي کلتوري میراث او د ویاړ ډک تاریخ څښتن دی.»

هغه د ایران حکومت «روحاني او افراطي» وباله او ویې ویل، چې دغه واکمنان د هېواد شتمني د خلکو د هوساینې، د راتلونکي د تضمین او یا هم د کافي اوبو او برېښنا د برابرولو پر ځای، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د «ترهګرو» ډلو د مالي ملاتړ لپاره لګوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره څرګنده کړه، چې دا ډول تګلاره نه‌یوازې د ایران د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز لري، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته هم جدي ګواښ پېښوي.

ایران لا تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په کالیفورنیا کې د نن سهار وختي ډزو کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۵ GMT+۰

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په اوکلېنډ ښار کې په یوې وسله‌واله پېښه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. ځايي پولیسو د دغې پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې پیل کړي، خو د وژل او ټپي شویو کسانو د هویت په اړه څه نه‌دي ویلي. ځايي افغانانو بیا ویلي، چې دغه متضررین افغانان دي.

د اوکلېنډ پولیسو د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) ویلي، دغه پېښه نن سهار وختي رامنځته شوې او په لومړي سر کې دوه ټپي کسان یې موندلي چې په مرمیو لګېدلي و.

د پولیسو په وینا، له ټپیانو څخه یو یې روغتون ته له رسېدو مخکې مړ شو، خو بل ټپي لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغیتايي وضعیت یې هم ښه ښودل شوی دی.

د اوکلېنډ د پولیسو د څېړنو څانګې په دې تړاو خپلې پلټنې پیل کړي او لا تر اوسه یې د وژل او ټپي شويو کسانو د هویت په تړاو څه نه‌دي ویلي.

ځايي افغانان بیا وايي، چې دغه متضررین افغانان دي، خو لا تر اوسه هم په کره توګه روښانه نه‌ده او پولیس هم وایي، چې څېړنې دوام لري او د پېښې په تړاو به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د نیویارک د ښاروال ممداني د دفتر یوې چارواکې د یهود ضد څرګندونو له امله استعفا کړې

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د نیویارک د نوي ښاروال زهران ممداني، چې یو مسلمان ډيموکراټ سیاستوال او د ډونالډ ټرمپ مخالف دی د دفتر یوې چارواکې د هغه له ټاکل کېدو څخه یوازې یوه ورځ وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې د «یهود ضد» څرګندونو د بیا خپرېدو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه.

کاترین المونټ دا کوسټا د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) د ممداني په دفتر کې د نیویارک ښاروالۍ د ګومارنې دفتر د رییسې په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه.

دا اقدام وروسته له هغې وشو، چې د نیویارک او نیوجرسي د یهود د بدنامۍ پر وړاندې ټولنې د ۲۰۱۱ کال پورې اړوند د هغې د ټولنیزو رسنیو د یهود ضد پوسټونو پر بیا خپرېدو نیوکه وکړه.

یادې ادارې وویل، چې دغه پوسټونه د «یهود ضد دودیزو کلیشو» انعکاس دی او د هغې یو پوسټ چې د «یهودیانو د پیسو خوښوونکي» په اړه و «د دفاع وړ نه» وباله.

دا کوسټا په خپل د استعفا لیک کې بښنه غوښتې او د خپلو پخوانیو څرګندونو له امله یې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

هغې زیاته کړه: «زه چې نن یم دا څرګندونې زما د نن استازیتوب نه کوي.»

انتونیو ګوترېش: د غزې کړکېچ رښتیني او دوامداره اوربند ته اړتیا لري

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، د غزې کړکېچ رښتیني او دوامداره اوربند ته اړتیا لري.د هغه په خبره، دغه ترینګلتیا د انساني ټاکنو له لارې حل کېدلی شي. د اکتوبر په ۱۰مه د وروستي اوربند له پلي کېدو وروسته لا هم د اسراییل په بریدونو کې د فلسطینیانو د وژنې راپورونه خپرېږي.

ګوترېش د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) د غزې د جګړې اړوند په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کړکېچ د انساني‌ ټاکنو له لارې هغه مهال حل کېدای شي، چې عمل او سیاسي اراده موجوده وي.نوموړي ټينګار کړی، چې دا «ناوړه او اوږدمهاله کړاو» باید پای ته ورسیږي.

ګوترېش ویلي، چې دا هر څه دوامداره اوربند ته اړتیا لري.

د راپورونو له‌مخې، د روان کال د اکتوبر په ۱۰مه د وروستي اوربند له پلي کېدو وروسته د اسراییل په بریدونو کې د فلسطینیانو د وژنې راپورونه لا هم خپرېږي. اسراییل ادعا کوي، چې دا بریدونه د «اوربند سرغړونو» په غبرګون کې ترسره کېږي.

جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د اسراییل په سوېلي برخه کې د حماس له برید سره پیل شوه، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او د حماس جنګیالیو ۲۵۰ نور یرغمل ونیول. نږدې ټول یرغمل شوي کسان یا د دوی جسدونه اوس بېرته اسراییل ته سپارل شوي دي.

معلومات ښيې، چې د اکتوبر په ۷مه د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له پیل راهیسې په غزه کې لږ تر لږه ۳۵۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

دواړه لوري یو بل د اوربند پر ماتولو تورنوي.

اسراییلو ایران ته د جاسوسۍ په تور یو روسي وګړی نیولی دی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د اسراییل د داخلي امنیت سازمان «شینبت» د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې یو روسي وکړی یې د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور نیولی دی. د ویتالي زوباګینتسف په نوم نیول شوی روسی ۳۰ کلن دی او په اسراییل کې یې د کارګر په توګه کار کاوه.

د راپورونو له مخې، زویاګینتسف د لېندۍ میاشت په لومړیو کې د اسراییل د دفاع وزارت او د داخلي امنیت سازمان د ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

د اسراییل د داخلي امنیت سازمان ویلي، چې یاد روسي وکړي د خپلو فعالیتونو لپاره ډیجیټلي پیسې ترلاسه کړي، د اسراییل چارواکو پر نوموړي تور پورې کړی، چې د ایران د استخباراتي ادارو په لارښونه یې د اسراییل په بېلابېلو بندرونو کې د زیربناوو او کښتیو انځورونه اخیستي دي.

د ایران او اسراییل ترمنځ تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته اسراییل هڅه کوي، چې په خپله خاوره کې ایران ته منسوب جاسوسي فعالیتونه په نښه کړي. د اسراییل حکومت تردې وړاندې د لړم په ۲۹مه د خپل یو فعال سرتیري په ګډون درې نظامیان ایران ته د جاسوسۍ په تور ونیول.

پر همدغه مهال ګارډین ورځپاڼې په چنګاښ میاشت کې په خپل یو امنیتي راپور کې ویلي، چې د ایران حکومت د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د اسراییلو وګړو د جذب په موخه له لیکلو پیغامونو استفاده کوي او ورسته بیا اسراییلي وګړو ته د خبرو کولو بلنه ورکوي. په راپور کې ویل شوي، چې د ایران له خوا دغه ماموریتونه په لومړیو کې ډېر ساده وه، خو وروسته په چټکۍ سره ډیر پراخ شول.

د روان کال په غبرګولي میاشت کې د ایران او اسراییلو ترمنځ جکړه ډېره ګرمه شوه او دواړو لوریو ته پکې مرګ ژوبله واوښتله.

له یادې جګړې وروسته ایران هم په خپله خاوره کې له اسراییل سره د همکاری او جاسوسۍ په تور یو شمېر کسان له نیولو وروسته زنداني او ان اعدام کړل.

پوتین: د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو طرحه په ښکاره ډول غلا ده

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اروپايي ټولنې پر هغې جنجالي طرحې سختې نیوکې کړي چې غواړي د مسکو کنګل شوې شتمنۍ د اوکراین په ګټه وکاروي. هغه ویلي، د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو طرحه په ښکاره ډول غلا ده.

ولسمشر پوتین دا کار په ښکاره توګه غلا وبلله او خبرداری یې ورکړ چې د دې طرحې احتمالي پلي کېدل به د غلو لپاره جدي پایلې ولري.

هغه زیاته کړه چې که اړتیا وي روسیه به د خپلو ګټو د دفاع لپاره په دې برخه کې له قضایي لارو کار واخلي.

د اروپايي اتحادیې مشرانو د لیندۍ په ۲۸مه په بروکسل کې پر دې هوکړه وکړه چې اوکراین ته به د ۱۰۶میلیارده ډالرو بې‌سود پور ورکړي، خو د دې سرچینو د برابرولو لپاره د روسیې د کنګل شوو شتمنیو د کارولو په اړه خبرې ناکامې شوي دي.