د سوریې ولسمشر د امریکا لهخوا د بندیزونو لغو کېدل تاریخي ګام وباله

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د امریکا لهخوا پر سوریې د لګول شویو بندیزونو له لغو کېدو هرکلی کړی او دا یې د خپل هېواد لپاره «یوه تاریخي ورځ» بللې ده. دغه هېواد د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د لویدیځوالو له سختو بندیزونو سره مخ و.





