نوموړي د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، چې د بندیزونو لغو کېدل د درد او کړاو د یوې اوږدې دورې د پای پر لور مهم ګام دی او د کلونو صبر او قربانۍ پایله ده. هغه د دې پرمختګ په تړاو د سوریې خلکو ته مبارکي هم ورکړه.
احمد الشرع زیاته کړه، چې د بندیزونو لرې کېدل د سوریې د خلکو د ارادې او د هغوی د وروڼو او ملګرو د ملاتړ پایله ده. د هغه په وینا، دا پرېکړه د بیا رغونې د یوې نوې مرحلې پیل دی او سوریه به «لاس په لاس د داسې راتلونکي پر لور روانه شي چې د خلکو او وطن لپاره وړ وي.»
د سوریې ولسمشر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه هم مننه وکړه، چې د بندیزونو د لغو کولو پرېکړه یې کړې ده. هغه همدارنګه د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان، د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هڅې او رول هم ستایلي دي.
د راپورونو لهمخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي دفاع د اجازې قانون لاسلیک کړی چې د امریکا په تاریخ کې د جګړې وزارت لپاره تر ټولو لویه کلنۍ بودجه، له ۹۰۰ میلیارده ډالرو زیاته، پکې شامله ده. د همدې قانون لهمخې، د «قیصر قانون» هم لغو شوی، هغه قانون چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې پر سوریه سخت بندیزونه لګولي و.
ټرمپ دا قانون د کانګرس له تصویب وروسته، د رسنیو له پراخ پوښښ پرته لاسلیک کړی دی. دغه قانون د امریکا دفاعي لومړیتوبونه مشخصوي او سپینه ماڼۍ ملکف کوي، چې د څلورو کلونو لپاره کانګرس ته منظم راپورونه وړاندې کړي. په دغو راپورونو کې به د سوریې د حکومت هڅې، د ترهګرۍ او د نشهيي توکو د قاچاق پر ضد مبارزه، د لږکیو د ساتنې او له ګاونډیو هېوادونو سره د سولې بهیر ارزول کېږي.
بلخوا، برېتانوي مجلې «اکونومیست» په خپل کلني ارزونه کې سوریه د «۲۰۲۵ کال هېواد» په توګه معرفي کړې ده. د دې مجلې په وینا، دغه لقب د هېوادونو د واقعي پرمختګ پر بنسټ ورکول کېږي، نه د هغوی د پوځي ځواک یا اقتصادي وزن پر اساس.
اکونومیست د دې انتخاب په وضاحت کې لیکلي، چې سوریه په تېر یوه کال کې داسې بدلونونه تجربه کړي چې د پراخوالي او چټکتیا له پلوه په نړۍواله کچه کمساري دي. دې مجلې د ۲۰۲۴ کال په ژمي کې د بشار اسد د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته رامنځته شوي بدلونونه د سوریې لپاره د یوې نوې لارې د پیل ټکی بللی دی.