• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونسيار: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۸ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یونسیار) اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، نږدې ۲.۸ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

یونسیار ویلي، د افغان کډوالو پراخه بېرته ستنېدنه د دې ادارې پر سرچینو لا ډېر فشار راوستی، په داسې حال کې چې افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او د بشري حقونو د وضعیت خرابېدو، اوږدمهاله اقتصادي ستونزو، پرله‌پسې طبیعي پېښو او بنسټیزو خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله دغه ناورین لا پسې ژور شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ټینګار کوي چې ډېری افغانان په افغانستان کې له جدي امنیتي او حقوقي ګواښونو سره مخ دي، چې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې ډلې یې ښځې او نجونې دي.

د راپور له مخې، د اپرېل له لومړۍ نېټې تر دسمبر ۱۳ پورې ۹۳۱ زره او ۷۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۳۵ زره او ۲۰۰ تنه په جبري ډول ایستل شوي دي. ډېری بېرته ستانه شوي کسان بې‌اسناده وو، خود دغې ادارې د راپور پر بنسټ د ثبت کارت لرونکي او پناه غوښتونکي هم پکې شامل دي.

د کډوالو عالي کمیشنرۍ همداراز ویلي چې د افغانستان د وضعیت لپاره ځانګړې شوې بودجه په جدي ډول کمه ده او تر اوسه یوازې ۳۷ سلنه له اړینو مرستو ترلاسه شوې ده.

دې ادارې په نوي غوښتنلیک کې د ۲۵۸.۶ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

ورته مهال، د خیبرپښتونخوا ایالت چارواکو د کډوالوپه ځینو مېنوخدمتونه کم کړي، څو افغان کډوال ستنېدو ته اړ شي.

تر دې وړاندې تیره میاشت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي وه چې په پاکستان کې د افغانانو د نیونو او جبري ایستنو لړۍ په بې‌سارې توګه لوړه شوې ده.

د دوی د راپور له مخې همداراز ویل شوي وه چې یوازې سږکال تر ۱۰۰ زرو ډېر افغانان نیول شوي، او تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې د چاغۍ، کوټې او په پنجاب کې د اټک په سیمو کې شوې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

نورالحق انور: په ټول هېواد کې د افغانۍ بشپړه کارونه د اقتصادي خپلواکۍ څرګنده نښه ده

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې مشر نورالحق انور، وایي چې په ټول افغانستان کې د راکړې ورکړې لپاره د افغانۍ بشپړه کارونه د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ، ولسي باور او سرتاسري حاکمیت څرګنده نښه ده.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي په ایکس لیکلي چې د طالبانو د اوسني واکمنۍ پر مهال، دا لومړی ځل دی چې «په ټول هېواد کې، که هغه ښارونه وي که کلي، حکومتي معاملې وي که عادي، لویې وي که کوچنۍ، ټولې په افغانیو تر سره کېږي».

هغه یادونه کړې چې په تېرو څلورو لسیزو کې، په ډېرو ولایتونو کې بهرنۍ کرنسۍ، په ځانګړي ډول پاکستانۍ کلداره، په پراخه کچه کارېده او په ځینو سیمو کې خو د افغانۍ کارونه «عرفاً ممنوع او ناچل» وو.

د نوموړي په وینا، په تېرو شلو کالو کې په لویو ښارونو کې زیاتره لویې معاملې په امریکایي ډالرو ترسره کېدې.

د چارو ادارې مشر زیاتوي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د افغانۍ پرته د بلې کرنسۍ یادونه هم د خلکو له جدي غبرګون سره مخ کېده، چې دا د ملي اسعارو پر وړاندې د ولسي حساسیت څرګندونه کوي.

د نورالحق انور په باور، په ټول هېواد کې د خپلو ملي اسعارو چلند «د بشپړې خپلواکۍ، سرتاسري حاکمیت، اقتصادي کفایت، ولسي باور او د اقتصادي چارو د سالم مدیریت» له مهمو نښو څخه دی.

پزشکيان له افغانستان سره د ایران د همکاریو بهیر پر چټک کېدو ټينګار وکړ

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۰ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، چې دغه هېواد به هڅې وکړي، څو په سرحدي سیمو کې له افغانستان سره «اړیکې او تعاملات پیاوړي او چټک» شي. هغه دغه خبرې له افغانستان سره پر پوله پروت سویلي خراسان ولایت ته د خپل سفر په پای کې وکړې.

د ایران ولسمشر وویل، د سویلي خراسان والي ته صلاحیت ورکړل شوی، چې له افغانستان سره د اړیکو او تعامل بهیر ګړندی کړي.

ایران هڅه کوي افغانستان ته صادرات زیات کړي ځکه چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې تړلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري صفر ته رسیدلې ده.

ایران تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه‌دی پېژندلی او د دواړو لورو ترمنځ د هلمند سیند د اوبو د حق، د کډوالو د داخلېدو او د نوي حکومت د جوړښت په څېر موضوعاتو په تړاو اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي. له دې سره سره ایران په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی او له طالب چارواکو سره منظمې اړیکې لري.

ایران تېره اوونۍ په تهران کې د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د استازو په ګډون د یوې غونډې کوربه و. طالبانو دغې غونډې ته د استازي له لېږلو ډډه وکړه.

طالبانو د ایران په پوله کې د افغان کډوالو مړینه تایید کړه

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۷ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل د راپور له خپرېدو وروسته د هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند د ایران په پوله کې د څو کډوالو د مړینې پېښه تایید کړه. محمد یوسف سعیدي وویل، چې درې افغانان دکُهسان په پوله کې په «ناقانونه ډول ایران ته د کډوالۍ» د هڅو پرمهال د یخنۍ له امله مړه شوي دي.

تر دې مخکې د هرات ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د ایران پر لور د افغان کډوالو روانه یوه ډله د سختې یخنۍ له امله د دې هېواد په خاوره کې مړه شوي دي.

د دغو سرچینو په وینا، د شاوخوا ۱۵ کسانو مړي د هرات ولایت کُهسان او ادرسکن ولسوالیو ته لېږدول شوي دي.

خو د هرات د والي ویاند د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، یوازې ۳ کسان ایران ته د ناقانونه تګ د هڅو پر مهال د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.

افغانستان انټرنشنل تر دې مخکې له یوه افغان کډوال، چې د ایران د خراسان رضوي ولایت د «مزار شهدا» او تایباد روغتون له سړوخونو لیدنه کړې وه، مرکه کړې او هغه ویلي و، چې د مړه شویو افغان کډوالو شمېر تر ۴۰ زیات دی.

سرچینو همدارنګه ویلي، چې یو شمېر افغان کډوال د ایران د پولې په اوږدو کې لادرکه شوي هم دي. د دوی په وینا، په وروستیو ورځو کې سلګونه افغانان د ایران پر لور د تګ لپاره سرحد ته تللي و، خو په لاره کې له سختې یخنۍ سره مخ شوي دي.

د سرحدي سیمو د هوا وضعیت واورین، باراني او ډېر سخت یخ ښودل شوی دی. سرچینې وايي، د قربانیانو کورنۍ د خپلو عزیزانو د جسدونو د موندلو لپاره سرګردانه دي.

تر اوسه د دې پېښې د قربانیانو کره شمېر مشخص شوی نه‌دی. طالبانو په وروستیو میاشتو کې د سلګونو هغو افغانانو د نیولو خبر ورکړی، چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته لاړ شي.

د ایران له‌خوا د افغان کډوالو د یو مخیزې اېستلو او د ویزو له محدودېدو وروسته، یو شمېر افغانان اړ شوي، چې له قاچاقي او مرګونو لارو بېرته ایران ته ځانونه ورسوي.

طالبان حضوري چمن په کباړ پلورنځيو بدلوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۲ GMT+۰

له کابل څخه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته رسېدلي معلومات ښيي، چې د کابل ښاروالۍ لپاره طالب چارواکو پر کباړ پلورنځيو د حضوري چمن د بدلولو چارې پیل کړې دي. فرهنګپالو پر دې کار په نیوکو سره ویلي، که طالب چارواکي دا شاړ شوی تاریخي چمن سمسورولی نه‌شي، کباړ پلورنځي دې هم په‌کې نه‌جوړوي.

د فرهنګپالو په وینا، د طالبانو د دې پرېکړې د تطبيق دوام به د دغه چمن د لرغونتوب تر څنګ د ښار ښکلا ته هم تاوان واړوي.

د کابل ښاروالۍ لپاره د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ويلي، خو په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو يوه ملاتړي رحیم سکندر دا پرېکړه ستايلې او زیاته کړې یې ده، چې افغانان تر تفریح او سپورټ د «خېټو» مړولو ته ډېره اړتيا لري.

حضوري چمن د ارګ ماڼۍ او کابل سیند ته په څو کيلو مترۍ کې پروت دی، چې لرغونتوب یې ۱۶مې زيږديزې پېړۍ ته رسیږي.

په هند کې د مغولي امپراتورۍ بنسټګر بابر شاه په خپل اثر« بابر نامه» کې د دې سیمې له ښايسته منظرو يادونه کړې ده.

د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر نسکورېدو په حضوري چمن کې پراخ جشنونه، کنسرټونه، سپورټي سيالۍ او تفریحي پروګرامونه جوړېدل.

د جهادي تنظیمونو د خپلمنځيو جګړو پر مهال له دې چمن څخه د پوځي هدفونو او د طالبانو د تېرې او اوسنۍ واکمنۍ پر مهال له دې تاریخي چمن څخه د شرعي حدودو د تطبيق په نوم د تورنو کسانو د مجازاتو نندارې ته د خلکو د را ټولولو کار اخیستل شوی دی.

څو ورځې مخکې د کابل ښاروالۍ لپاره د طالبانو چارواکو د اريانا پخوانۍ سینما هم ويجاړه او پر ځای یې د یوه سوداګريز مرکز له جوړولو خبر ورکړ.

په کالیفورنیا کې د نن سهار وختي ډزو کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۵ GMT+۰

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په اوکلېنډ ښار کې په یوې وسله‌واله پېښه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. ځايي پولیسو د دغې پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې پیل کړي، خو د وژل او ټپي شویو کسانو د هویت په اړه څه نه‌دي ویلي. ځايي افغانانو بیا ویلي، چې دغه متضررین افغانان دي.

د اوکلېنډ پولیسو د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) ویلي، دغه پېښه نن سهار وختي رامنځته شوې او په لومړي سر کې دوه ټپي کسان یې موندلي چې په مرمیو لګېدلي و.

د پولیسو په وینا، له ټپیانو څخه یو یې روغتون ته له رسېدو مخکې مړ شو، خو بل ټپي لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغیتايي وضعیت یې هم ښه ښودل شوی دی.

د اوکلېنډ د پولیسو د څېړنو څانګې په دې تړاو خپلې پلټنې پیل کړي او لا تر اوسه یې د وژل او ټپي شويو کسانو د هویت په تړاو څه نه‌دي ویلي.

ځايي افغانان بیا وايي، چې دغه متضررین افغانان دي، خو لا تر اوسه هم په کره توګه روښانه نه‌ده او پولیس هم وایي، چې څېړنې دوام لري او د پېښې په تړاو به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.