• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مارکو روبیو: پاکستان غزې ته د ځواکونو لېږلو لپاره چمتووالی ښودلی

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې پاکستان غزې ته د ځواکونو د لېږلو لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی. روبیو پرون خبریالانو ته وویل چې پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې غواړي د غزې لپاره د سوله ساتو په نوم د ځواکونو په ماموریت کې په خپله خوښه برخه واخلي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روبیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا واشنګټن په غزه کې د سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه د پاکستان رضایت تر لاسه کړی، وویل: «امریکا د پاکستان له هغه وړاندیز څخه ډېره منندویه ده چې په خپله خوښه یې غوښتنه کړې چې په دې ماموریت کې برخه واخلي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو ځواکونو په ترکیب کې د پاکستان رول مهم بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې سوله ساتي ځواکونه، چې د «ای ایس ایف»په نوم یادېږي، د امریکا او اسراییل له خوا په ګډه پلان شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه ندي ويلي خو شنونکي باور لري چې پاکستان د سیمې په کچه د خپلو استخباراتي موخو د ترلاسه کولو لپاره هر ډول پرېکړو ته غاړه ږدي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

مرزایف: افغانستان باید په سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کې فعاله برخه ولري

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۶ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف د "منځنۍ اسیا + جاپان" لومړنۍ سرمشریزې ته په وینا کې د افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره د ګډو اقداماتو اهمیت یاد کړ او د جاپان له اوږدمهاله مالي او پراختیایي ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

د ازبکستان ولسمشر شاوکت میرزایف د جاپان په توکیو کې د "منځنۍ اسیا جمعه جاپان" لومړنۍ سرمشریزې پر مهال وویل چې د منځنۍ اسیا هېوادونه غواړي افغانستان په سوله ییز، مستحکم او پراختیايي لوري کې وویني.

هغه د جاپان له دوامداره موقف څخه قدرداني وکړه چې د افغان ولس د ملاتړ په برخه کې یې د کلونو راهیسې مهم رول لوبولی دی.

میرزایف زیاته کړه: «زه باوري یم چې زموږ ګډې هڅې به د افغانستان د خلکو د ژوند کیفیت، د بنسټیزو زیربناوو او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم مثبت اغیز ولري او دغه هېواد به په سیمه ییزو اقتصادي پروژو کې فعال ګډون ولري.»

ولسمشر د منځنۍ اسیا د هېوادونو او جاپان تر منځ د همکارۍ د پراختیا لپاره د څو کلونو پلانونه وړاندې کړل، چې پکې د اقلیم ساتنې، انرژۍ بدلون، ترانسپورت او ښوونې برخې شاملې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د جاپان صنعتي او ټیکنالوژیکي ظرفیتونه د سیمې په پراختیایي پروژو کې د پام وړ اغیز لرلی شي او د سیمه ییزو اقتصادي همغږیو د پیاوړتیا لپاره به د ګډو ابتکاراتو ملاتړ وشي.

ولسمشر میرزایف پای کې وویل چې د دې اقداماتو عملي کول به د منځنۍ اسیا او جاپان تر منځ د ډیالوګ کیفیت لوړ کړي او د هېوادونو او خلکو د ګډ پرمختګ لپاره به زمینه برابره کړي.

فرانسوي رسنۍ: د واشنګټن له برید وروسته افغانان په ناڅرګند وضعیت کې دي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۰

فرانسوي رسنیو راپور ورکړی، چې د یو افغان له خوا د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو له برید وروسته، افغانان د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او ګڼ شمېر یې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

فرانس ۲۴ په نامه رسنۍ په خپل خپرو کې راپور کې ویلي، هغه افغانان چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې یې د امریکایي ځواکونو تر څنګ کار کړی، یو وخت ورسره ژمنه شوې وه چې په امریکا کې به خوندي ژوند ولري او د طالبانو له سخت‌دریځۍ به وژغورل شي. اوس دوی وېرېدلي چې ښایي بېرته هغه هېواد ته واستول شي چې د طالبانوله لوري اداره کېږي.

راپور زیاتوي چې ډېری افغانان له ۲۰۲۱ کال راهیسې اوږدې امنیتي پروسې تیرې کړې او وروسته له کمپونو او دریمو هېوادونو څخه امریکا ته رسېدلي دي.

تېره میاشت په واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو سرتېرو برید وشو، په دغه برید کې د لوېدیځ ورجینیا ۲۰ کلنه سرتېرې سارا بکسټروم د «کمین‌ډوله برید» له امله ووژل شوه او بل سرتېری، اندرو وولف، ټپي شو.

تر دې پېښې یوه ورځ وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې له هغو هېوادونو څخه چې ده «درېیمه نړۍ» وبلله، د افغانانو په ګډون ټوله کډوالي به وځنډوي.

ولسشمر ټرمپ همدارنګه د ۱۹ هېوادونو د شاوخوا ۱.۶ میلیونه کسانو د اوسیدلو اسنادو د بیاکتنې اعلان یې وکړ.

د مسکو د برید بریدګر په ترکیې او افغانستان کې روزل شوي وو

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۷ GMT+۰

د روسیې دولتي خبري اژانس د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د تېر کال د مسکو په څنډه کې د «کروکوس» تالار پر مرګوني برید تورن کسان له روسیې بهر، د ترکیې او افغانستان په ګډون، ځانګړې پوځي روزنې ترلاسه کړې وې.

د راپور له مخې، یادو بریدګرو د وسلو په مسلکي کارولو کې لوړه وړتیا لرله. د روسیې د پوځي محکمې یوه سرچینه وايي چې ټول تورن کسان روزل شوي وو او د برید لپاره یې بشپړ چمتووالی درلود.

په راپور کې ویل شوي چې له تورنو څخه یو، شمس‌الدین فریدوني، د برید د همغږۍ، د ځای د پېژندنې، د موټر د برابرولو او د وسلو د ترلاسه کولو مسوولیت درلود.

همدارنګه ویل شوي چې بریدګر د مالي انعام ژمنه هم ترلاسه کړې وه.

دغه برید د تېر کال وري میاشتې په ۳مه د مسکو په څنډه کې وشو، چې پکې ۱۴۹ کسان ووژل شول او له ۶۰۰ډېر ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت هغه مهال داعش ډلې منلی و.

د دې پېښې قضايي بهیر له اوړي راهیسې پیل شوی وه او اصلي تورن کسان اوس محکمې ته حاضر شوي دي.

ډونالډ ټرمپ: په سوریه کې به له داعـــ.ش څخه سخت غچ واخلو

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۰ GMT+۰

ټرمپ په سوریه کې د داعـــ.ش پر وړاندې د امریکا د پراخو پوځي عملیاتو پیل ته په اشارې سره وویل: «لکه څنګه چې ما ژمنه کړې وه، امریکا به له داعـــ.ش ترهګرو څخه ډېر سخت غچ واخلي.» ټرمپ زیاته کړې، امریکا به په سوریه کې د داعـــ.ش پټنځایونه په کلکو ګوزارونو سره په نښه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټينګار وکړ، که داعـــ.ش له‌منځه یووړل شي، سوریه به روښانه راتلونکې ولري.

سنتکام: امریکا په سوریه کې د داعــ.ش پر ضد ستر پوځي عملیات پیل کړل | افغانستان انټرنشنل پښتو

نوموړي ویلي:«د سوریې حکومت، د هغه سړي تر مشرتابه لاندې دی، چې د دغه هېواد د عظمت بیرته راګرځولو لپاره سخت کار کوي، په بشپړه توګه زموږ ملاتړ کوي.»

ټرمپ ټولو «هغو ترهګرو» ته، چې پر امریکایانو برید کوي خبرداری ورکړ: «که په هر ډول پر امریکا برید وکړئ یا یې وګواښئ، نو تر بل هر وخت به سخت هدف وګرځول شئ.»

پزشکيان له افغانستان سره د ایران د همکاریو بهیر پر چټک کېدو ټينګار وکړ

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۰ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، چې دغه هېواد به هڅې وکړي، څو په سرحدي سیمو کې له افغانستان سره «اړیکې او تعاملات پیاوړي او چټک» شي. هغه دغه خبرې له افغانستان سره پر پوله پروت سویلي خراسان ولایت ته د خپل سفر په پای کې وکړې.

د ایران ولسمشر وویل، د سویلي خراسان والي ته صلاحیت ورکړل شوی، چې له افغانستان سره د اړیکو او تعامل بهیر ګړندی کړي.

ایران هڅه کوي افغانستان ته صادرات زیات کړي ځکه چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې تړلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري صفر ته رسیدلې ده.

ایران تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه‌دی پېژندلی او د دواړو لورو ترمنځ د هلمند سیند د اوبو د حق، د کډوالو د داخلېدو او د نوي حکومت د جوړښت په څېر موضوعاتو په تړاو اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي. له دې سره سره ایران په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی او له طالب چارواکو سره منظمې اړیکې لري.

ایران تېره اوونۍ په تهران کې د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د استازو په ګډون د یوې غونډې کوربه و. طالبانو دغې غونډې ته د استازي له لېږلو ډډه وکړه.