په هرات کې د قطع شوې وارداتي برېښنا مزي ونښلول شول

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د ترکمنستان ـ هرات وارداتي برېښنا پرې شوي مزي یې په لنډمهاله ډول بېرته ونښلول. په هرات کې د وارداتي برېښنا مزي درې ورځې وړاندې پرې شوي وو.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د ترکمنستان ـ هرات وارداتي برېښنا پرې شوي مزي یې په لنډمهاله ډول بېرته ونښلول. په هرات کې د وارداتي برېښنا مزي درې ورځې وړاندې پرې شوي وو.
د هرات ښار له دریو شپو وروسته نن د دوشنبې په شپه بېرته روښانه شو. د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې د رباط سنګي ولسوالۍ په بندر بغرچر سیمه کې د درنو واورو له امله د برېښنا پرې شوي مزي یې په لنډمهاله بېرته ونښلول.
طالبانو ویلي، چې د برېښنا د پرې شوي مزي نښلول د سختو اقلیمي شرایطو، سړي هوا او درنو ورښتونو له امله وځنډېدل.
طالبانو وړاندې ویلي و، چې د ترکمنستان په همکارۍ یې سیمې ته د مزو د لنډمهاله نښلونې لپاره سیمنټي ستنې لېږدولې دي، خو د پرله پسې ورښتونو، سړې هوا او د مناسبې لارې نشتوالي سیمې ته د تجهیزاتو لېږد او تخنیکي چارې سختې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې وارداتي برېښنا د لېږد مزو د اساسي ترمیم او دوامداره نښلونې لپاره یې ګړندۍ هڅې روانې دي او ډیر ژر به برېښنا په دایمي او باثباته ډول بېرته فعاله شي.


ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې یو لوړپوړی غړی نیولی او ترکیې ته یې انتقال کړی دی.
د ترکیې انادولو خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي، چې د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان له خوا عملیاتو کې د نیول شوي کس نوم محمد ګورین دی او د یحی په نوم مشهور و.
نیول شوي کس د داعش په روزنیزو کمپونو کې فعاله ونډه درلوده او ورو ورو لوړ مقام ته رسیدلی و او د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو مسول و.
په راپور کې نیول شوی کس تورن یاد شوی او وايي، چې نوموړي منلي ، چې په افغانستان، پاکستان، ترکیه او اروپا کې یې پر ملکي وګړو بریدونه کړي دي.
په راپور کې د امنیتي سرچینو په حواله ویل شوي، چې نیول شوي کس له ترکیې څخه د افغانستان ـ پاکستان سیمو ته سفر کړی و او په پاکستان د داعش پر پټنځاینو بریدونو کې ژوندی پاتې شوی و.
په راپور کې د یحی د نیول کېدو د مشخص ځای او سیمې یادونه نه ده شوې او دا هم نه ده څرګنده چې د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان سره په یادو عملیاتو کې سیمه ییزو ځواکونو هم ونډه لرله او که نه.
سرچینو ویلي، چې نیول شوی کس ابو یاسر الترکي په نوم د داعش غړي سره په ګډه فعالیت کاوه،
ابو یاسر الترکي هم څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې تر نیول کېدو وروسته ترکیي ته انتقال شو.

د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان محمد ایوب خالد وايي، چې د طالبانو د ډلې مشر په «ځانګړي شفقت»، د افغانستان په هر نظامي مرکز کي مدرسې جوړې شوې دي. نوموړي د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند نظامي مدرسې په فراغت غونډه کې له طالبانو غوښتي، چې د خپل امیر اطاعت وکړي.
د طالبانو ۲۱۵ عزم قول اردو نه نن دوشنبه په اېکس کې لیکلي، چې د یادې قول اردو له نظامي مدرسې څخه ۱۴۰ تنه له دیني زده کړو فارغ شول.
په دې غونډه کې د طالبانو د هلمند علماوو شورا مشر هم د هبت الله پر اطاعت د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې ددې ډلې نظام د ساتلو لپاره کار وکړي.
د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان په داسې حال کې په هر نظامي مرکز کې د مدرسو له شته والي پرده پورته کوي، چې د طالبانو له بیا ځلې واک ته رسېدو سره دې ډلې په هر ولایت کې جهادي مدرسې هم جوړې کړې دي.
د افغانستان انټرنشنل یو څېړنیز راپور کې ویل شوي، چې دې ډلې په ارګ کې هم مدرسه جوړه کړې ده.
که څه هم طالبانو د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي خو یو شمېر نجونو اوس مدرسو ته مخه کړې ده او هلته یوازې دیني زده کړې کوي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو شاوخوا ۲۳ زره دیني مدرسې جوړې کړې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان ۲۲،۹ میلیونه وګړو بشري مرستو ته اړتیا لرله. سور صلیب وايي، چې د عوایدو محدودو سرچینو، دوامدارې بېکارۍ او روغتیايي خدماتو ته محدود لاسرسي ډېرې کورنۍ له ستونزو سره لاس او ګریوان کړې دي.
د سره صلیب په راپور کې ویل شوي، چې طبیعي پېښو او افغانستان ته د ډېر شمېر کډوالو ستنېدو د بشري اړتیاوو شدت نور هم زیات کړی دی.
سره صلیب ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې زلزلو، وچکالۍ، سېلابونو او اقلیمي بدلونونو حاصلات ویجاړ کړي، کورنۍ بېځایه شوې او کورونه او مهمې زیربناوې زیانمن شوي دي.
د سره صلیب د راپور له مخې، په افغانستان کې بشري ننګونې د اقتصادي بې ثباتۍ، اقلیمي ستونزو، بېځایه کېدو، اقتصادي بندیزونو او د نړیوالو د ښکېلتیا کمېدو له امله رامنځته کېږي.
سره صیلب نړیوالي کمیټې د ژمي موسم له پیل کېدو سره له شدیدې سړې هوا او بېوزلۍ سره د مخ میلیونونه افغانانو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او وايي، چې په افغانستان کې د بشري وضعیت کابو کولو او معیشت رغولو لپاره بیړنیو مرستو ته جدي اړتیا ده.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له پاکستان او ایران څخه تازه راستانه شوي افغان کډوال وايي، چې یوخوا ژمی دی او بل پلو د اوسېدو لپاره ځای او سرپناه نه لري. د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، هڅې روانې دي چې کډوالو ته په ټولو ولایتونو کې دایمي استوګنځایونه جوړ شي.
د ژمي له رارسېدو سره سم، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول سړو سیمو کې د تازه راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.
ډېری هغه کډوال چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي، د استوګنې لپاره دایمي او معیاري سرپناه نه لري او د ژمي سړې هوا، د ژمنیو توکو کمښت او د روغتیايي خدماتو نشتوالي یې ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی.
په بلخ ولایت کې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال وایي، چې د ژمي په سړه هوا کې د استوګنې مناسب ځای نه لري او اوس هم په خېمو کې ژوند کوي. دوی له طالبانو غواړي، چې د تازه راستنېدونکو لپاره دې د کورونو جوړولو لپاره ځمکې وویشي، چې د ژمي سړه هوا، ناروغۍ او د احتمالي مړینې مخه ونیول شي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي وایي، چې په ټولو ولایتونو کې د کډوالو دایمي اوسېدو لپاره د ښارګوټو جوړولو چارې چټکې شوې او د ځمکو د وېش زمینه برابره شوې ده.
نجیبالله حیات حقاني وویل: «موږ هڅه کوو، چې راستنېدونکو ته د استوګنې مناسب، خوندي او باعزته چاپېریال برابر کړو».
دغه وزارت په تازه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ارزګان ولایت کې د کډوالو لپاره ځانګړی ښارګوټی د عامالمنفعه تاسیساتو او لارو په جوړولو سره رسمي پیل شوی دی.
دغه ښارګوټی به د ښاري اصولو او معیاري پلان له مخې جوړ شي او د شاوخوا ۲۳ زره جریبه ځمکې په ساحه کې به د اړمنو کډوالو کورنیو لپاره خوندي استوګنځایونه پکې برابر شي.
خو د چارو شنونکي وایي، که څه هم د ښارګوټو جوړول د اوږدمهاله حل یوه برخه ده، خو د ژمي په رارسېدو سره سړو سیمو ته راستانه شوي کډوال بیړنیو مرستو، موقتي سرپناه، د تودوخې وسایلو او روغتیايي خدماتو ته سملاسي اړتیا لري، چې دا اړتیاوې د روانو پروژو له لارې په لنډ مهال کې نه شي پوره کېدای.
د طالبانو د کډوالو وزیر عبدالکبیر ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۶،۸ میلیونه افغانان له ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو راستانه شوي او دغه شمېر لا هم په لوړیدو دی.
همدارنګه په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ۱،۳ میلیونه افغانان د طبیعي پېښو له امله په کوردننه بېځایه شوي دي.
د شنونکو په باور، د دې لوی بشري بهیر سم مدیریت، د محدودو امکاناتو، د مرستو د کمښت او د منظمې بیا مېشتونې پلان د نشتوالي له امله د طالبانو لپاره یوه ستره ننګونه ده. د هغوی په وینا، د پالیسۍ نیمګړتیاوې او له نړیوالو او کوربه هېوادونو سره د همغږۍ نشتوالی د دې لامل شوی، چې دغه بهیر په وړ ډول مدیریت نه شي او مرستندویه خدمات پر وخت اړمنو ته ونه رسېږي.
د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو تر دې وړاندې څو ځله شکایت کړی، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه نیسي، چې دا چاره د بشري مرستو بهیر اغېزمنوي.
د مرستندویه بنسټونو په وینا، د دې محدودیتونو ناوړه پایلې د کونړ د زلزلې پر مهال ښکاره شوې، چې ګڼو ښځو روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
سره له دې چې طالبان د کډوالو د بهیر په مدیریت کې ځان بریالی بولي، خو د شنونکو په باور، که د ژمي په دې حساسو میاشتو کې نړیوالې خیریه ادارې او مرستندوی بنسټونه د راستنېدونکو کډوالو او بېوزلو خلکو جدي مرسته ونه کړي، د یوه پراخ انساني ناورین د رامنځته کېدو خطر لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ددفتر رییس او د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر عبدالکریم خُرم د اریانا سینما پر نړولو خواشنیي ښودلې او وايي، له دې وړاندې د پارک سینما هم په دې نامه ونړول شوه، چې هلته سوداګریز مارکېټ جوړیږي. خُرم وايي، سمبولونه نړیږي او پرځای یې جګې ودانۍ جوړیږي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي ددفتر رییس عبدالکریم خُرم د دوشنبې په ورځ پر خپل ایکس د کابل په پښتونستان واټ کې د اریانا سینما نړولو ته په غبرګون کې ویلي، چې څو کاله مخکې پارک سینما ونړول شوه او هغه مهال وویل شول چې پر ځای به یې د ښځو لپاره یو سوداګریز مرکز جوړ شي او اوس اریانا سینما هم ونړول شوه، چې ګواکې هلته هم یو بل مارکېټ جوړ شي.
کریم خُرم په خپل یادښت کې ویلي، « هر هېواد او ملت تاریخ لري، هویت لري او دا هویت یې ښارونه او کلي خلکو ته ورښيي. که د فلم او سینما له بحثه تېر هم شو، چې خپله فلم او سینما هم مهم دي او هم هنر دی، یوازې که د خپل ښارد تاریخي او فرهنګي ارزښت له مخې وګورو، نو دا د خواشینۍ ځای دی چې زموږ سمبولونه او ودانۍ، چې د خلکو د ژوند د بېلابېلو پړاوونو کیسې کوي، یو په بل پسې نړېږي او پر ځای یې جګې ودانۍ جوړېږي».
خُرم وايي، چې د اریانا سینما عمر د ځینو هغو هېوادونو له عمره هم زیات و، چې نن یې افغانان ویزې په سل زارۍ ترلاسه کوي.
نوموړي یادونه کړې، چې همدغه هېوادونه هم په سختو هڅو کې دي، چې کومه نښه او یا ځای ومومي چې تاریخي قدامت یې وښيي، خو په افغانستان کې دا شته نښې هم له منځه وړل کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې په پښتونستان څلورلاره کې د اریانا سینما ودانۍ ونړوله. د یادې سیمې کسبکارانو ویلي، طالبان د سینما پرځای د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو پلان لري.