د ژمي له رارسېدو سره سم، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول سړو سیمو کې د تازه راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.
ډېری هغه کډوال چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي، د استوګنې لپاره دایمي او معیاري سرپناه نه لري او د ژمي سړې هوا، د ژمنیو توکو کمښت او د روغتیايي خدماتو نشتوالي یې ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی.
په بلخ ولایت کې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال وایي، چې د ژمي په سړه هوا کې د استوګنې مناسب ځای نه لري او اوس هم په خېمو کې ژوند کوي. دوی له طالبانو غواړي، چې د تازه راستنېدونکو لپاره دې د کورونو جوړولو لپاره ځمکې وویشي، چې د ژمي سړه هوا، ناروغۍ او د احتمالي مړینې مخه ونیول شي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي وایي، چې په ټولو ولایتونو کې د کډوالو دایمي اوسېدو لپاره د ښارګوټو جوړولو چارې چټکې شوې او د ځمکو د وېش زمینه برابره شوې ده.
نجیبالله حیات حقاني وویل: «موږ هڅه کوو، چې راستنېدونکو ته د استوګنې مناسب، خوندي او باعزته چاپېریال برابر کړو».
دغه وزارت په تازه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ارزګان ولایت کې د کډوالو لپاره ځانګړی ښارګوټی د عامالمنفعه تاسیساتو او لارو په جوړولو سره رسمي پیل شوی دی.
دغه ښارګوټی به د ښاري اصولو او معیاري پلان له مخې جوړ شي او د شاوخوا ۲۳ زره جریبه ځمکې په ساحه کې به د اړمنو کډوالو کورنیو لپاره خوندي استوګنځایونه پکې برابر شي.
خو د چارو شنونکي وایي، که څه هم د ښارګوټو جوړول د اوږدمهاله حل یوه برخه ده، خو د ژمي په رارسېدو سره سړو سیمو ته راستانه شوي کډوال بیړنیو مرستو، موقتي سرپناه، د تودوخې وسایلو او روغتیايي خدماتو ته سملاسي اړتیا لري، چې دا اړتیاوې د روانو پروژو له لارې په لنډ مهال کې نه شي پوره کېدای.
د طالبانو د کډوالو وزیر عبدالکبیر ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۶،۸ میلیونه افغانان له ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو راستانه شوي او دغه شمېر لا هم په لوړیدو دی.
همدارنګه په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ۱،۳ میلیونه افغانان د طبیعي پېښو له امله په کوردننه بېځایه شوي دي.
د شنونکو په باور، د دې لوی بشري بهیر سم مدیریت، د محدودو امکاناتو، د مرستو د کمښت او د منظمې بیا مېشتونې پلان د نشتوالي له امله د طالبانو لپاره یوه ستره ننګونه ده. د هغوی په وینا، د پالیسۍ نیمګړتیاوې او له نړیوالو او کوربه هېوادونو سره د همغږۍ نشتوالی د دې لامل شوی، چې دغه بهیر په وړ ډول مدیریت نه شي او مرستندویه خدمات پر وخت اړمنو ته ونه رسېږي.
د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو تر دې وړاندې څو ځله شکایت کړی، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه نیسي، چې دا چاره د بشري مرستو بهیر اغېزمنوي.
د مرستندویه بنسټونو په وینا، د دې محدودیتونو ناوړه پایلې د کونړ د زلزلې پر مهال ښکاره شوې، چې ګڼو ښځو روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
سره له دې چې طالبان د کډوالو د بهیر په مدیریت کې ځان بریالی بولي، خو د شنونکو په باور، که د ژمي په دې حساسو میاشتو کې نړیوالې خیریه ادارې او مرستندوی بنسټونه د راستنېدونکو کډوالو او بېوزلو خلکو جدي مرسته ونه کړي، د یوه پراخ انساني ناورین د رامنځته کېدو خطر لا هم پر خپل ځای پاتې دی.