• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قانت: د ټرمپ اداره نه غواړي امریکا د تېر په څېر پر نورو هیوادونو خپل نظامونه وتپي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس وايي، چې د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتیژي په نښه کوي، چې د ټرمپ اداره نور نه غواړي امریکا د تېر په څېر پر نورو هیوادونو نظامونه وتپي. عبدالحی قانت زیاتوي، چې نور به امریکا له هیوادونو سره په ګډو مشترکاتو کار وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت نن دوشنبه، د مرغومي پر لومړی نېټه پر خپ اېکس په یوه یادښت کې ولیکل، چې د امریکا نوې ستراتیژي تر ډېره په دې بحث کوي چې د تېرې مودې د ملي امنیت په ستراتیژۍ کې خلاوې په نښه کړي او بیا د خپلو ظرفیتونو مطابق خپل لومړیتوبونه وټاکي.

قانت په خپل یادښت کې لیکلي، چې د ترورېزم په نوم هغه پدیده چې تېر ۲۵ کاله امریکا ته مستقیم خطر و، نور د دوی په ستراتیژۍ کې مهم ځای نه لري، ځکه دده په وینا، اوسمهال نورې لویې ننګونې شته چې امریکا غواړي له هغو سره په ښه توګه تعامل وکړي.

نوموړی وايي، لومړۍ او له ټولو مهمه موضوع چې دغه ستراتیژي یې په نښه کوي دا ده، چې د ټرمپ اداره نور نه غواړي امریکا د تېر په څېر په نورو هیوادونو خپل نظامونه وتپي.

دده په وینا، واشنګټن به له دې وروسته په نورو سیمو کې د حکومتونو له څرنګوالي سره کار نه لري او هڅه به کوي چې له هیوادونو سره په ګډو مشترکاتو کار وکړي.

نوموړی وايي، د امریکا په دې ستراتېژۍ کې د افغانستان په اړه هېڅ ذکر نشته.

قانت په دې باور دی، چې امریکایان به هڅه کوي چې د افغان لوري د مثبتې ارادې په نتیجه کې له افغانستان سره داسې تعامل وکړي لکه له نورو ډېرو عادي هیوادونو سره یې چې کوي.

قانت د یادښت په پای کې لیکلي، سره له دې، چې دا د افغانستان لپاره له یو اړخه مثبت خبر دی خو نورې لویې ننګونې شته چې باید طالبان یې په جدي ډول وڅېړي خو نوموړي د طالبانو پر وړاندې شته ننګونو ته روښانه اشاره نه ده کړې.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د ادعا برعکس دامهال ۷ خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۰

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې اوس مهال د طالبانو په زندانونو کې ۷ افغان خبریالان بندیان دي. له دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي ویلي و، چې دمګړۍ په افغانستان کې هیڅ بندي خبریال نشته.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي نن دوشنبه، د مرغومي پر لومړۍ نېټه وویل، چې د طالبانو استخباراتو او امربالمعروف ۷ تنه افغان خبریالان نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې طالبان د زنداني خبریالانو د نیول کېدو لاملونه، نه روښانه کوي او نه هم د هغوی د دوسیو په اړه رسنیو ته معلومات ورکوي.

عبیدي نیوکه کوي، چې د طالبانو دا کړنه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف کار دی او د دوی دوسیې د مسلکي کمیسیونونو له لارې نه څېړل کېږي.

دی په دې لړ کې زیاتوي، چې د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت د رسنیو کمیسیون هیڅ واک نه لري او د رسنیو او خبریالانو اړوند ټولې پرېکړې د طالبانو استخبارات او امربالمعروف کوي.

د بې‌سرحده خبریالانو سازمان (ار‌اېس‌اېف) په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ژورنالېزم د سخت سانسور له امله چوپ کړل شوی دی.

د یاد سازمان په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر ۱۶۵ ډېر د رسنیو فعالان نیول شوي دي.

یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۵خبریالان نیول شوي دي.

د طالبانو د کار وزارت وايي په افغانستان کې د بېکارۍ له ستونزې انکار نه شي کېدای

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې بېکاري یوه جدي او نه‌انکارېدونکې ستونزه ده، خو ټینګار کوي چې د دې ستونزې د راکمولو لپاره د بېلابېلو پروګرامونو د پلي کېدو هڅې روانې دي. نړیوال بانک په خپل تازه رپوټ کې د افغانستان د بیکارۍ کچه ۲۵ سلنه ښودلې ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت معیین نن د دوشنبې په ورځ، د مرغومي پر لومړۍ نېټه د یادې ډلې د سکټوري وزارتونو او ادارو د همغږۍ په ناسته کې وویل، چې په هېواد کې د بېکارۍ له ستونزې انکار نه‌ شي کېدای، خو دوی په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت، ژمن دی چې د بېکارۍ د کچې د راټیټولو لپاره د بېلابېلو برنامو د تطبیق له لارې اغېزناک ګامونه واخلي.

په دې ناسته کې د صنعتکارانو او راستنېدوکو کډوالو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکو د وېش د څرنګوالي، داخلي او بهرنیو وګړو ته د کار د جواز او نورو مسایلو په تړاو خبرې وشوې.

د یادې ناستې پرمهال د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري ویلي چې له راستنېدونکو کډوالو متخصص او د کار وړ کسان د وزارت په معلوماتي بانک کې ثبت شوي او هغه کسان چې له زده کړو پاتې دي، د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو، مدرسو او ښوونځیو ته د مسلک او زده کړې د ترلاسه کولو په موخه ورپیژندل شوي دي.

د شنونکو په باور، د طالبانو د سیاستونو له امله، چې بانکي سسټم او را کړې ورکړې له ستونزو سره مخ دي، افغانستان د کاري فرصتونو له کمښت او د خلکو د عایداتي سرچینو له محدودېدو سره مخ دی. د کاري فرصتونو نشتوالی د دې لامل شوی، چې ګڼ افغانان د ژوند د ښه والي په هیله له هېواده د وتلو خطرناکې لارې وټاکي او یا هم پر ناقانونه لارو د ګاونډیو هېوادونو پر لور مهاجرت ته مخه کړي.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بېکارۍ کچه شاوخوا ۲۵ سلنې ته رسېږي، چې دا کچه د هېواد د اقتصادي وضعیت د خرابوالي ښکارندویي کوي.

له بلې خوا، پر طالبانو نیوکې کېږي، چې د دولتي ادارو دندې تر ډېره خپلو پلویانو او نږدې کسانو ته ورکوي او د شفافې استخدامي پروسې نشتوالی د دې لامل شوی، چې ډېر مسلکي او لوستي کسان له کاره بې‌برخې پاتې شي.

سره له دې، د طالبانو د کار وزارت ټینګار کوي، چې د فني او حرفوي زده کړو، د کارموندنې د ثبت سیستمونو او د بېلابېلو پراختیایي پروګرامونو له لارې به د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

په پنجشېر کې د زمرودو ۱۷ سوه کانونه تثبیت شوي دي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې تر دې دمه د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې د زمردو ۱۷ سوه کانونه نثبیت شوي دي، چې له دې ډلې ۷ سوه کانونو کې استخراج روان دی. د یاد وزارت ویاند وايي، چې په پنجشېر کې د زمردو ټول کانونه په قانوني ډول استخراج کېږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې په پنجشېر ولایت کې د زمردو په کانونو کې شاوخوا ۱۵ زره کسان پر کار بوخت دي.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان ملي ټلوېزیون ته ویلي چې له دغو کانونو استخراج شوي زمرد دلیلام د یوه راڼه بهیر له لارې پلورل کېږي او د طالبانو حکومت خپله ټاکل شوې برخه ترې ترلاسه کوي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه پورې ۳۳ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

خو په ورته وخت کې د کانونو د برخې شنونکي او اقتصادي متخصصان د طالبانو د کان‌کېندنې پر څرنګوالي جدي نیوکې کوي.

د دغو شنونکو په باور، طالبانو په غیر معیاري او غیر مسلکي ډول د کانونو استخراج ته مخه کړې، چې د چاپېریالي زیانونو، د طبیعي زیرمو د ضایع کېدو او د اوږدمهاله اقتصادي تاوان لامل کېدای شي.

د کانونو د برخې یو شمېر کارپوهان وایي، چې د افغانستان د کان‌کېندنې ډېری مسلکي او تخنیکي متخصصان له هېواده وتلي او دا چاره د دې لامل شوې، چې استخراج د نړیوالو معیارونو پر ځای د لنډمهاله عوایدو پر بنسټ تنظیم شي. د دوی په وینا، د مسلکي کدرونو نشتوالی د کانونو د خوندي مدیریت او دوامدارې پراختیا مخه نیسي.

شنونکي همدارنګه د شفافیت د کچې په اړه پوښتنې راپورته کوي او وایي، چې د کانونو د قراردادونو بشپړ جزئیات، قانوني چوکاټ، د عوایدو د وېش څرنګوالی او د څار میکانېزمونه لا هم له ابهامه ډک دي.

له بلې خوا، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د خپل حکومت د عوایدو د زیاتولو لپاره د طبیعي سرچینو پر استخراج او پلور تمرکز کړی دی. خو اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي، چې که د کان‌کېندنې بهیر د نړیوالو معیارونو، علمي پلان جوړونې او شفافو قراردادونو پر بنسټ تنظیم نه شي، نو دا به نه یوازې د افغانستان طبیعي شتمنۍ له خطر سره مخ کړي، بلکې چاپیریالي او نورې ستونزې به هم ترشا پریږدي.

طالبان په خوست کې د پخواني حکومت پاتې مامورین د ږېرې کمولو په پلمه له دندو شړي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۴ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

په خوست ولایت کې د بېلابېلو دولتي ادارو یو شمېر پخواني مامورین وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست له لوري د ږېرو د بڼې له امله لومړی ۲۴ ساعته زنداني کیږي او بیا یې په دې پلمه له له دندو ګوښه کوي، چې ږیرې یې د «سنت مطابق» نه دي.

دوی زیاتوي، چې په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف نوی ټاکل شوی رییس هڅه کوي، پخواني مسلکي مامورین په بېلابېلو پلمو له دندو لرې کړي.

یاد پخواني مامورین وايي، د همدې ریاست محتسبان د رییس په لارښوونه په دفترونو ګرځي او د پخوانیو مامورینو پلټنې کوي.

په خوست کې د ګڼو ادارو کارکوونکي وایي، چې یوازې د ږېرو د کموالي له امله ورسره سپکاوی کیږي، ګواښل کیږي او ترټل کیږي، حال دا چې دوی ملکي مامورین دي او هېڅ جرمي سابقه نه لري.

دوی همدارنګه وایي، هر هغه مامور چې ږیره یې د امربالمعروف د رییس له خوښې سره سمه نه وي او یا ورسره شخصي اړیکې ونه لري، د فشارونو له امله له دندې ګوښه کېږي.

یو پخواني مامور وویل: «پخواني مامورین په قصدي ډول هدف ګرځول کېږي. د طالبانو ښکاره نیت دا دی چې موږ د همدې پلمو له لارې لرې کړي او پر ځای یې خپل کسان وګوماري».

د عیني شاهدانو په وینا، د طالبانو د بېلابېلو ریاستونو مامورین د امربالمعروف د ادارې له لوري د ۲۴ ساعتونو لپاره د قوماندانۍ محبس ته لېږدول کېږي. یاد مامورین دا چلند لوی تحقیر بولي.

دوی زیاتوي، که یو مامور له ۲۴ ساعته بند وروسته د دوی په وینا «اصلاح»نه شي، نو درې ورځې نور هم بندي کېږي او وروسته محکمې ته معرفي کېږي، چې ځینې مامورین له یوې میاشتې تر شپږو میاشتو پورې په بند محکوم شوي دي.

د طالبانو د مخابراتو ریاست یو پخواني مسلکي مامور وویل: «موږ ته ویل کېږي چې ږیره باید په موټي وتلې وي او د غوږ لاندې برخې یې بشپړې پرېښودل شوې وي».

د مامورینو په وینا، دا بهیر د خوست ښاروالۍ، د مخابراتو ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو کې روان دی.

دا نیوکې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې تر دې وړاندې په کندهار ولایت کې هم د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست له لوري په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۱۵ تنه ځوانان له رستورانتونو او خوړنځایونو څخه یوازې د دې لپاره وړل شوي، چې ږیرې یې لنډې یا خرېیلې وې.

طالبانو په کابل کې ۱۱ کسان په دُرو وهلي دي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې یې ۱۱ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د نشه‌یي ټابلېټو (ذیکپ، ټابلېټ کا)، شیشې، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق» په تور په دُرو وهلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو کسانو ته یې له ۷ میاشتو څخه تر ۳ کلونو تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ؛ یاد کسان «د نشه‌یي توکو د کارو بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»

د خبرپاڼو له مخې؛ دغه کسان په ننګرهار، خوست، فراه، پکتیا، فاریاب، پروان، غور، لوګر، جوزجان، تخار، غزني، بلخ، کابل، لغمان، میدان‌وردګ، پکتیکا، کاپیسا او زابل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي.