• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې ۱۱ کسان په دُرو وهلي دي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې یې ۱۱ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د نشه‌یي ټابلېټو (ذیکپ، ټابلېټ کا)، شیشې، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق» په تور په دُرو وهلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو کسانو ته یې له ۷ میاشتو څخه تر ۳ کلونو تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ؛ یاد کسان «د نشه‌یي توکو د کارو بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»

د خبرپاڼو له مخې؛ دغه کسان په ننګرهار، خوست، فراه، پکتیا، فاریاب، پروان، غور، لوګر، جوزجان، تخار، غزني، بلخ، کابل، لغمان، میدان‌وردګ، پکتیکا، کاپیسا او زابل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

د ایران مرستیال سفیر د طالبانو له والي سره د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په تړاو خبرې کړې دي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۸ GMT+۰

د ایران مرستیال سفیر سید حسین مرتضوي د هرات لپاره د طالبانو له والي مولانا اسلام‌جار سره په کتنه کې د افغان کډوالو ستونزو، د دوه‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په هرات کې د طالبانو د رسنیز دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي مرتضوي په حوالې راغلي، چې ایران له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او ټینګښت لپاره هڅه کوي. نوموړي ژمنه وکړه، چې د افغانانو لپاره د ویزو بهیر به اسانه او ساده کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په یاده ناسته کې د ایران جنرال قونسل علي رضا مرحمتي هم ګډون کړی و. هغه په یادې ناسته کې ویلي، هغه پېښه چې په‌کې یوشمېر افغان کډوال د ایران پر پوله مړه شوي؛ د ایران عدلي محاکمو ته سپارل شوې، ترڅو ټول اړوند اسناد او لاملونه په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د هرات لپاره د طالبانو والي مولانا اسلام‌جار د کډوالو د ستونزو پر وخت رسېدنې لپاره د ایران د لا زیاتو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ او له ایراني چارواکو یې وغوښتل چې د افغانانو لپاره د ویزو پروسه اسانه کړي.

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو حکومت له ایران سره د ښو او تلپاتې اړیکو غوښتونکی دی او د سوداګریزو، ټرانزیټي راکړو ورکړو او د وګړو اړوند چارو اسانتیا د دواړو هېوادونو لپاره مهم دي.

طالبان وایي په کونړ کې د کډوالو د ښارګوټي ودانیزې چارې بېرته پيل شوې

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي هغه ودانیزې چارې چې د وروستۍ زلزلې له امله ځنډېدلې وې؛ بېرته پیل شوې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په یاد ښارګوټي کې دا مهال د سړکونو جوړولو، د اوبو د څاه‌ګانو او د اوبو د نل‌لیکو د غځولو چارې روانې دي، چې موخه یې د راستنو شویو کډوالو لپاره د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغه ودانیزو چارو سره سم به د راستنو شویو کډوالو لپاره د نومرو د وېش بهیر هم پيل شي؛ څو هغوی وکولای شي په منظم ډول له برابرېدونکو اسانتیاوو ګټه واخلي.

یاد زیاته کړې، چې د دایمي مېشتېدنې کمېټې تر مشرۍ لاندې به د کډوالو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې لا چټکې شي او یادې پروژې به په ټاکلي وخت بشپړې شي.

د نجونو پر زده‌کړو له بندیز سره؛ د طالبانو د پوهنې وزارت وایي ۲۳۸نوي ښوونځي او مدرسې جوړوي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۶ GMT+۰

د طالبانو پوهنې وزارت د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د ۲.۵ مېلیارده افغانیو په لګښت د ۲۳۸ نویو ښوونځیو او مدرسو د جوړولو اعلان کړی، خو دا په داسې حال کې ده چې د نجونو پرمخ لاهم د یادې ډلې له‌خوا د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړلې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه ویلي، چې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال لپاره د ۲.۵ مېلیارده افغانیو په لګښت د ۲۳۸ ښوونځیو او مدرسو ودانۍ جوړېږي او د ډېرو ودانیو چارې یې بشپړې شوې هم دي.

هغه زیاته کړې، چې د مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ د ۹۷۰ ښوونځیو ترمیم هم روان دی او د دې لپاره ۱ مېلیارد او ۲۷۰ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. د زده‌کړو برخې فعالان وايي، د طالبانو د بندیزونو له کبله د افغانستان د نجونو د زده‌کړو وضعیت په جدي ډول اغېزمن شوی او دغه اقدام د نړۍوالو ښوونیزو معیارونو او د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دی.

یاده دې وي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې تر اوسه ټول هېواد کې ۱۳۶۸ نوې ودانۍ جوړې شوې او ۳۹۷۰ ودانۍ ترمیم شوې؛ خو د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لاهم پر ځای دي.

طالبان وایي د دوو مېرمنو په ګډون یې یوه شپږ کلنه ماشومه په بدو کې له ورکړې ژغورلې ده

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبینو د پکتیکا په زېړوک، ارګون او وازیخوا ولسوالیو کې د دوو مېرمنو په ګډون یوه شپږ کلنه ماشومه په بدو کې له ورکړې ژغورلې ده.

په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو رییس رحمت الله محق ویلي:« د یادو دوو مېرمنو په ګډون شپږ کلنه ماشومه چې د کورنۍ غړو یې غوښتل په غیر شرعي ډول یې د دښمنۍ د حل په موخه ورکړي، د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه».

نوموړي زیاته کړې، چې ورته مهال یې د دغه ولایت په اووه ولسوالیو کې اته مېرمنې هم له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي.

طالبان داسې مهال د ښځو د حقونو اړوند قضیو ته د رسېدنې او د هغوی د جبري نکاح د مخنیوي خبره کوي، چې په خپله یادې ډلې پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي. د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو هم طالبان د افغان مېرمنو د حقونو په سرغړونې تورن کړي دي.

تېره ورځ نږدې ۴زره کډوال له ګاونډیو هېوادونو په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۹ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۳۰مه) د هېواد له بېلابېلو لارو له ۳۹۰۰ ډېر کډوال چې ټول‌ټال ۷۱۳ کورنۍ کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې له دې ډلې د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۴۴۸، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۸۷۷، د هلمند د بهرامچې له لارې ۴۱۱، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۰۳۱ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۳ افغانان ستانه شوي دي.

راپور کاږي، چې له دغه راستانه شويو افغان کډوالو سره یې لازمې مرستې هم کړې دي. د راپور له مخې؛ دغه اقدامات د راستنېدونکو کډوالو لپاره په هېواد کې د اسانتیاوو د برابرولو او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ویلي، چې د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې نږدې ۲.۸ مېلیونه افغانان له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي.