• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خُرم: د «اریانا سینما» عمر له ځینو هغو هېوادونو ډېر و چې موږ یې په سل زارۍ ویزې ترلاسه کوو

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۲ GMT+۰

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ددفتر رییس او د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر عبدالکریم خُرم د اریانا سینما پر نړولو خواشنیي ښودلې او وايي، له دې وړاندې د پارک سینما هم په دې نامه ونړول شوه، چې هلته سوداګریز مارکېټ جوړیږي. خُرم وايي، سمبولونه نړیږي او پرځای یې جګې ودانۍ جوړیږي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ددفتر رییس عبدالکریم خُرم د دوشنبې په ورځ پر خپل ایکس د کابل په پښتونستان واټ کې د اریانا سینما نړولو ته په غبرګون کې ویلي، چې څو کاله مخکې پارک سینما ونړول شوه او هغه مهال وویل شول چې پر ځای به یې د ښځو لپاره یو سوداګریز مرکز جوړ شي او اوس اریانا سینما هم ونړول شوه، چې ګواکې هلته هم یو بل مارکېټ جوړ شي.

کریم خُرم په خپل یادښت کې ویلي، « هر هېواد او ملت تاریخ لري، هویت لري او دا هویت یې ښارونه او کلي خلکو ته ورښيي. که د فلم او سینما له بحثه تېر هم شو، چې خپله فلم او سینما هم مهم دي او هم هنر دی، یوازې که د خپل ښارد تاریخي او فرهنګي ارزښت له مخې وګورو، نو دا د خواشینۍ ځای دی چې زموږ سمبولونه او ودانۍ، چې د خلکو د ژوند د بېلابېلو پړاوونو کیسې کوي، یو په بل پسې نړېږي او پر ځای یې جګې ودانۍ جوړېږي».

خُرم وايي، چې د اریانا سینما عمر د ځینو هغو هېوادونو له عمره هم زیات و، چې نن یې افغانان ویزې په سل زارۍ ترلاسه کوي.

نوموړي یادونه کړې، چې همدغه هېوادونه هم په سختو هڅو کې دي، چې کومه نښه او یا ځای ومومي چې تاریخي قدامت یې وښيي، خو په افغانستان کې دا شته نښې هم له منځه وړل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې په پښتونستان څلورلاره کې د اریانا سینما ودانۍ ونړوله. د یادې سیمې کسبکارانو ویلي، طالبان د سینما پرځای د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو پلان لري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

•
•
•

نور کیسې

حنفي: په کوم نظام کې چې امربالمعروف اداره نه وي هغه اسلامي نظام نه دی

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې «په کوم نظام کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر اداره نه وي، هغه اسلامي نظام نه بلل کېږي». هغه ادعا کوي، چې د طالبانو له ادارې پرته په هیڅ بل هیواد کې امر بالمعروف اداره نشته.

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر خالد حنفي دا څرګندونې نن د دوشنبې په ورځ، د مرغومي پر لومړۍ نېټه، ددې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خپرې کړې دي.

په دې لنډ غږیز کلیپ کې خالد حنفي ویلي، چې امربالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي نظام اساسي بنسټ دی.

حنفي وایي، چې دې ډلې په خپل نظام کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر اداره رامینځته کړه خو ددې وزارت له اعلانېدو سره ځینو کړیو جدي تخریب پیل کړ.

نوموړی زیاتوي، « په کفري نړۍ کې خو د امربالمعروف، نهی عن المنکر اداره نشته خو په اسلامي نړۍ کې هم نشته او که وي هغه تش په نوم ده».

حنفي په خپلو څرګندونو کې وايي، چې کفري نړۍ له دوه شیانو یو له«جهاد او بل له امربالمعروف، نهی عن المنکر» څخه وریږي.

د طالبانو دغه وزیر وايي، چې که «جهاد وي مسلمانان به وي او که امربالمعروف، نهی المنکر وي نو اسلامي نظام به وي».

خالد حنفي ووبل:« کوم نظام چې د اسلامي نظام دعوا لری او په هغه کې امربالمعروف، نهی عن المنکر نه وي هغه نظام ته اسلامي نظام نه ویل کېږي.»

د طالبانو دې وزیر له دې وړاندې هم په بلخ کې یوې غونډې ته ویلي و، چې د اسلامي همکاریو سازمان ۵۷ غړي هېوادونه لري، خو په غوڅ اکثریت کې یې د امربالمعروف او نهی عن المنکر اداره نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوال د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له ناسم چلند څخه شکایت لري او یاد وزارت د خلکو په شخصي چارو کې په مداخلې او د انساني ازادویو په محدودولو تورنوي.

قانت: د ټرمپ اداره نه غواړي امریکا د تېر په څېر پر نورو هیوادونو خپل نظامونه وتپي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس وايي، چې د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتیژي په نښه کوي، چې د ټرمپ اداره نور نه غواړي امریکا د تېر په څېر پر نورو هیوادونو نظامونه وتپي. عبدالحی قانت زیاتوي، چې نور به امریکا له هیوادونو سره په ګډو مشترکاتو کار وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت نن دوشنبه، د مرغومي پر لومړی نېټه پر خپ اېکس په یوه یادښت کې ولیکل، چې د امریکا نوې ستراتیژي تر ډېره په دې بحث کوي چې د تېرې مودې د ملي امنیت په ستراتیژۍ کې خلاوې په نښه کړي او بیا د خپلو ظرفیتونو مطابق خپل لومړیتوبونه وټاکي.

قانت په خپل یادښت کې لیکلي، چې د ترورېزم په نوم هغه پدیده چې تېر ۲۵ کاله امریکا ته مستقیم خطر و، نور د دوی په ستراتیژۍ کې مهم ځای نه لري، ځکه دده په وینا، اوسمهال نورې لویې ننګونې شته چې امریکا غواړي له هغو سره په ښه توګه تعامل وکړي.

نوموړی وايي، لومړۍ او له ټولو مهمه موضوع چې دغه ستراتیژي یې په نښه کوي دا ده، چې د ټرمپ اداره نور نه غواړي امریکا د تېر په څېر په نورو هیوادونو خپل نظامونه وتپي.

دده په وینا، واشنګټن به له دې وروسته په نورو سیمو کې د حکومتونو له څرنګوالي سره کار نه لري او هڅه به کوي چې له هیوادونو سره په ګډو مشترکاتو کار وکړي.

نوموړی وايي، د امریکا په دې ستراتېژۍ کې د افغانستان په اړه هېڅ ذکر نشته.

قانت په دې باور دی، چې امریکایان به هڅه کوي چې د افغان لوري د مثبتې ارادې په نتیجه کې له افغانستان سره داسې تعامل وکړي لکه له نورو ډېرو عادي هیوادونو سره یې چې کوي.

قانت د یادښت په پای کې لیکلي، سره له دې، چې دا د افغانستان لپاره له یو اړخه مثبت خبر دی خو نورې لویې ننګونې شته چې باید طالبان یې په جدي ډول وڅېړي خو نوموړي د طالبانو پر وړاندې شته ننګونو ته روښانه اشاره نه ده کړې.

د طالبانو د ادعا برعکس دامهال ۷ خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۰

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې اوس مهال د طالبانو په زندانونو کې ۷ افغان خبریالان بندیان دي. له دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي ویلي و، چې دمګړۍ په افغانستان کې هیڅ بندي خبریال نشته.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي نن دوشنبه، د مرغومي پر لومړۍ نېټه وویل، چې د طالبانو استخباراتو او امربالمعروف ۷ تنه افغان خبریالان نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې طالبان د زنداني خبریالانو د نیول کېدو لاملونه، نه روښانه کوي او نه هم د هغوی د دوسیو په اړه رسنیو ته معلومات ورکوي.

عبیدي نیوکه کوي، چې د طالبانو دا کړنه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف کار دی او د دوی دوسیې د مسلکي کمیسیونونو له لارې نه څېړل کېږي.

دی په دې لړ کې زیاتوي، چې د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت د رسنیو کمیسیون هیڅ واک نه لري او د رسنیو او خبریالانو اړوند ټولې پرېکړې د طالبانو استخبارات او امربالمعروف کوي.

د بې‌سرحده خبریالانو سازمان (ار‌اېس‌اېف) په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ژورنالېزم د سخت سانسور له امله چوپ کړل شوی دی.

د یاد سازمان په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر ۱۶۵ ډېر د رسنیو فعالان نیول شوي دي.

یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۵خبریالان نیول شوي دي.

د طالبانو د کار وزارت وايي په افغانستان کې د بېکارۍ له ستونزې انکار نه شي کېدای

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې بېکاري یوه جدي او نه‌انکارېدونکې ستونزه ده، خو ټینګار کوي چې د دې ستونزې د راکمولو لپاره د بېلابېلو پروګرامونو د پلي کېدو هڅې روانې دي. نړیوال بانک په خپل تازه رپوټ کې د افغانستان د بیکارۍ کچه ۲۵ سلنه ښودلې ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت معیین نن د دوشنبې په ورځ، د مرغومي پر لومړۍ نېټه د یادې ډلې د سکټوري وزارتونو او ادارو د همغږۍ په ناسته کې وویل، چې په هېواد کې د بېکارۍ له ستونزې انکار نه‌ شي کېدای، خو دوی په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت، ژمن دی چې د بېکارۍ د کچې د راټیټولو لپاره د بېلابېلو برنامو د تطبیق له لارې اغېزناک ګامونه واخلي.

په دې ناسته کې د صنعتکارانو او راستنېدوکو کډوالو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکو د وېش د څرنګوالي، داخلي او بهرنیو وګړو ته د کار د جواز او نورو مسایلو په تړاو خبرې وشوې.

د یادې ناستې پرمهال د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري ویلي چې له راستنېدونکو کډوالو متخصص او د کار وړ کسان د وزارت په معلوماتي بانک کې ثبت شوي او هغه کسان چې له زده کړو پاتې دي، د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو، مدرسو او ښوونځیو ته د مسلک او زده کړې د ترلاسه کولو په موخه ورپیژندل شوي دي.

د شنونکو په باور، د طالبانو د سیاستونو له امله، چې بانکي سسټم او را کړې ورکړې له ستونزو سره مخ دي، افغانستان د کاري فرصتونو له کمښت او د خلکو د عایداتي سرچینو له محدودېدو سره مخ دی. د کاري فرصتونو نشتوالی د دې لامل شوی، چې ګڼ افغانان د ژوند د ښه والي په هیله له هېواده د وتلو خطرناکې لارې وټاکي او یا هم پر ناقانونه لارو د ګاونډیو هېوادونو پر لور مهاجرت ته مخه کړي.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بېکارۍ کچه شاوخوا ۲۵ سلنې ته رسېږي، چې دا کچه د هېواد د اقتصادي وضعیت د خرابوالي ښکارندویي کوي.

له بلې خوا، پر طالبانو نیوکې کېږي، چې د دولتي ادارو دندې تر ډېره خپلو پلویانو او نږدې کسانو ته ورکوي او د شفافې استخدامي پروسې نشتوالی د دې لامل شوی، چې ډېر مسلکي او لوستي کسان له کاره بې‌برخې پاتې شي.

سره له دې، د طالبانو د کار وزارت ټینګار کوي، چې د فني او حرفوي زده کړو، د کارموندنې د ثبت سیستمونو او د بېلابېلو پراختیایي پروګرامونو له لارې به د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

په پنجشېر کې د زمرودو ۱۷ سوه کانونه تثبیت شوي دي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې تر دې دمه د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې د زمردو ۱۷ سوه کانونه نثبیت شوي دي، چې له دې ډلې ۷ سوه کانونو کې استخراج روان دی. د یاد وزارت ویاند وايي، چې په پنجشېر کې د زمردو ټول کانونه په قانوني ډول استخراج کېږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې په پنجشېر ولایت کې د زمردو په کانونو کې شاوخوا ۱۵ زره کسان پر کار بوخت دي.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان ملي ټلوېزیون ته ویلي چې له دغو کانونو استخراج شوي زمرد دلیلام د یوه راڼه بهیر له لارې پلورل کېږي او د طالبانو حکومت خپله ټاکل شوې برخه ترې ترلاسه کوي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه پورې ۳۳ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

خو په ورته وخت کې د کانونو د برخې شنونکي او اقتصادي متخصصان د طالبانو د کان‌کېندنې پر څرنګوالي جدي نیوکې کوي.

د دغو شنونکو په باور، طالبانو په غیر معیاري او غیر مسلکي ډول د کانونو استخراج ته مخه کړې، چې د چاپېریالي زیانونو، د طبیعي زیرمو د ضایع کېدو او د اوږدمهاله اقتصادي تاوان لامل کېدای شي.

د کانونو د برخې یو شمېر کارپوهان وایي، چې د افغانستان د کان‌کېندنې ډېری مسلکي او تخنیکي متخصصان له هېواده وتلي او دا چاره د دې لامل شوې، چې استخراج د نړیوالو معیارونو پر ځای د لنډمهاله عوایدو پر بنسټ تنظیم شي. د دوی په وینا، د مسلکي کدرونو نشتوالی د کانونو د خوندي مدیریت او دوامدارې پراختیا مخه نیسي.

شنونکي همدارنګه د شفافیت د کچې په اړه پوښتنې راپورته کوي او وایي، چې د کانونو د قراردادونو بشپړ جزئیات، قانوني چوکاټ، د عوایدو د وېش څرنګوالی او د څار میکانېزمونه لا هم له ابهامه ډک دي.

له بلې خوا، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د خپل حکومت د عوایدو د زیاتولو لپاره د طبیعي سرچینو پر استخراج او پلور تمرکز کړی دی. خو اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي، چې که د کان‌کېندنې بهیر د نړیوالو معیارونو، علمي پلان جوړونې او شفافو قراردادونو پر بنسټ تنظیم نه شي، نو دا به نه یوازې د افغانستان طبیعي شتمنۍ له خطر سره مخ کړي، بلکې چاپیریالي او نورې ستونزې به هم ترشا پریږدي.