• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: ګرینلنډ باید د امریکا برخه شي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، چې ګرینلنډ باید د متحده ایالاتو اړوند شي. نوموړي وویل، دغه سیمه د معدني زېرمو لپاره نه‌غواړي، بلکې د ملي امنیت لپاره ورته اړتیا لري. د ټرمپ دغې غوښتنې یو ځل بیا د ډنمارک او ګرینلنډ نیوکې راپارولې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د لوزیانا ایالت والي جېف لېنډري د ګرینلنډ لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

د ټرمپ دغې پرېکړې یو ځل بیا د ډنمارک او ګرینلنډ نیوکې راپارولې دي.

ټرمپ بیاځلي ولسمشرۍ ماڼۍ ته له رسېدو سره سم د ګرینلنډ سیمې ته سترګې نیولې دي، ځکه له معدني زېرمو بډایه سیمه ده.

د یادونې وړ ده، چې ګرینلنډ د شمالي امریکا په لویه وچه کې موقعیت لري، خو له سیاسي پلوه د ډنمارک تر واک لاندې یوه خودمختاره سیمه ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

•
•
•

نور کیسې

هېګسټ: د امریکا پوځ به یو ځل بیا د ځواکمن او مخنیوی‌کوونکي ځواک په توګه بیا رغول کېږي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۷ GMT+۰

د امریکا د متحده ایالاتو د جګړې وزیر پیټ هېګسټ وایي، چې واشنګټن د خپل پوځ د بیا رغونې په لړ کې د غښتلي مخنیوي‌کوونکي ځواک سیاست بېرته پیاوړی کوي، څو د کورنیو او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې اغېزناک ځواب ولري.

هېګسټ ویلي، د امریکا مخنیوی‌کوونکی سیاست (بازدارندګي) به په بېلابېلو برخو کې ټینګ شي؛ که هغه د هېواد په پولو کې وي، که د «طلایي ګنبد» دفاعي سیستم له لارې او که د هغو پوځي عملیاتو په بڼه چې نوموړي د «نیمه‌شپې چکش» په نوم یاد کړل.

د امریکا د جګړې وزیر همداراز ټینګار کړی، چې ایران د دغو اقداماتو پیغام ترلاسه کړی او واشنګټن به د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد د سمندري بېړیو پر وړاندې او همداراز د یمن د حوثي وسله‌والې ډلې پر ضد خپلو پوځي اقداماتو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې د دغو عملیاتو هدف د نړۍوالو سمندري لارو بیا پرانیستل او د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ‌راتګ ټینګول دي.

هېګسټ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې امریکا د سیمې او نړۍ په بېلابېلو برخو کې د خپلو پوځي حضور او دفاعي ستراتیژیو د بیا ارزونې بهیر پیل کړی دی.

ټرمپ د «امریکا لومړی» تګلارې په چوکاټ کې شاوخوا ۳۰ امریکایي ډېپلوماټان بېرته راغواړي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۳ GMT+۰

د ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان کړی، چې نږدې ۳۰ سفیران او نور لوړپوړي مسلکي ډېپلوماټان به له بهرنیو ماموریتونو څخه بېرته واشنګټن ته وغواړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د امریکا سفارتونه د «امریکا لومړی» له تګلارې سره سم فعالیت کوي.

خو منتقدان وایي، دا پرېکړه به په نړۍواله کچه د امریکا اعتبار کمزوری کړي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو ډېپلوماټانو د نوملړ له خپرولو ډډه کړې چې بېرته غوښتل شوي دي. د دغه وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې دا اقدام «په هره اداره کې یو عادي بهیر» دی، خو منتقدان دا ادعا ناسمه بولي.

یاد چارواکي وویل: «سفیر د ولسمشر شخصي استازی وي او دا د ولسمشر حق دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې په بېلابېلو هېوادونو کې داسې کسان لري چې د امریکا لومړی اجنډا پر مخ یوسي.»

د موضوع له جزییاتو خبر کسانو ویلي، چې شاوخوا ۳۰ لوړپوړي ډېپلوماټان د هغو کسانو له ډلې دي چې ورته واشنګټن ته د ستنېدو امر شوی. د دوی په وینا، دغه ډېپلوماټان په هغو کوچنیو هېوادونو کې ګومارل شوي وو، چې هلته په دودیز ډول د امریکا تر ټولو لوړ استازی د بهرني خدمت له مسلکي کارکوونکو څخه وي؛ هغه کسان چې له کوم سیاسي ګوند سره تړاو نه‌لري.

یو بل امریکایي چارواکي زیاته کړې، چې بېرته غوښتل شوي ډېپلوماټان هڅول شوي چې د بهرنیو چارو وزارت دننه دې نوې دندې ولټوي.

امریکا ناقانونه کډوالو ته د داوطلبانه وتلو لپاره ۳ زره ډالره او وړیا ټکټ ورکوي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم اعلان کړی، چې د ناقانونه کډوالو د داوطلبانه وتلو د هڅولو لپاره یو نوی تشویقي پروګرام پلي کېږي، چې له‌مخې به یې کډوالو ته نغدي مرسته او وړیا ټکټ ورکړل شي.

د نوموړې په وینا، د دې نوې طرحې له‌مخې چې «د رخصتۍ مرسته» بلل کېږي، هغو کډوالو ته به چې په خپله خوښه د امریکا پرېښودو اقدام وکړي، د ۱۰۰۰ ډالرو پر ځای ۳۰۰۰ ډالر ورکړل شي او د هغوی د اصلي هېوادونو پر لور د تګ لپاره وړیا د الوتنې ټکټونه هم ورکوي.

کریسټي نوم د دوشنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه یوه ویډیو خپره کړې، چې په دې ویډیو کې یې یادې څرګندونې له «فاکس اېنډ فرېنډز» له پروګرام سره په مرکه کې کړې دي او ټینګار یې کړی، چې هغه کډوال چې په داوطلبانه ډول له امریکا ووځي، په راتلونکې کې به د قانوني بېرته راتګ امکان ولري، خو که څوک ونیول شي او په جبري ډول وشړل شي، نو د تل لپاره به امریکا ته د ننوتلو حق له لاسه ورکړي.

د نوموړې په وینا، دا وړاندیز د روان میلادي کال تر پایه اعتبار لري او پر ټولو کسانو تطبیقېږي، که نیول شوي وي او که جنايي دوسیه هم ولري.

دا اقدام د ډونالد ټرمپ د دویمې دورې د سختو تګلارو برخه ده چې موخه یې د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه دا ده چې کډوال «پر وخت، د کرېسمس تر رارسېدو مخکې خپلو کورونو ته واستول شي».

ایران کې هرو دوو ساعتونو کې یو اعدام؛ یوه میاشت کې لږ تر لږه ۳۳۸ کسان اعدام شوي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د بشري حقونو بنسټونه وایي، چې د ایران په بندخونو کې د اعدامونو کچه بې‌سارې لوړه شوې او یوازې د لیندۍ په میاشت کې لږ تر لږه ۳۳۸ بندیان اعدام شوي دي.

د بشري حقونو وېب‌سایټ هرانا د خپل تازه میاشتني راپور له‌مخې ویلي، چې په لیندۍ میاشت کې یې ټول ۲۹۶راپورونه ثبت کړي، چې پکې ۳۳۸ د اعدام عملي کېدل، ۲۱ د اعدام حکم صادرېدل او شپږ د اعدام حکم تایید شامل دي. د دې شمېرو پر بنسټ، په ایران کې په منځنۍ توګه هره ورځ نږدې ۱۲کسان او نږدې هرو دوو ساعتونو کې یو کس اعدام شوی دی.

د راپور له مخې، له اعدام شویو کسانو څخه دوه تنه په عام محضر او د خلکو د سترګو پر وړاندې اعدام شوي دي. تر دې وړاندې، د ایران د روان‌پوهانو علمي ټولنې د قضايیه قوې مشر ته په یوه لیک کې د عام محضر اعدامونو د ناوړه رواني او ټولنیزو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او د دې کړنلارې د سملاسي بندېدو غوښتنه یې کړې وه.

د هرانا د معلوماتو څېړنه ښيي، چې په وروستیو کلونو کې د لیندۍ میاشت کې د اعدامونو شمېر په څرګند ډول ډېر شوی دی. د بېلګې په توګه په ۱۳۹۸ کال کې یوازې ۳۰ کسان اعدام شوي وو، خو دا شمېر په ۱۴۰۴ کال کې ۳۳۸ ته رسېدلی چې ۱۱ برابره زیاتوالی ښيي.

راپور زیاتوي، چې د قضايیې دستګاه له لوري د معلوماتو پټ ساتلو او د ډېرو اعدامونو پټ ترسره کېدو له امله دا شمېرې یوازې لږ تر لږه اټکل کېږي او ډېرې پېښې وروسته د بشري حقونو د سازمانونو له‌خوا ثبتېږي.

پاکستان د لیبیا پر پوڅ د څلور میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات پلوري

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۰ GMT+۰

پاکستان د لیبیا له ملي پوځ سره د څه باندې څلور میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د پلورلو تړون کړی دی. دغه تړون تېره اونۍ د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر او د لیبیا د ملي پوځ د مرستیال قوماندان صدام حفتر ترمنځ له لیدنې وروسته نهایی شوی.

په تړون کې د جې ایف ۱۷ جنګي الوتکو او سوپر مشاق روزنیزو الوتکو د پلور ترڅنګ د ځمکنيو، سمندري او هوايي تجهیزاتو برابرول هم شامل دي.

د لیبیا د ملي پوځ رسنیو ویلي، چې له پاکستان سره د پوځي همکاریو نوی پړاو پیل شوی، چې ګډې روزنې او پوځي تولیدات هم پکې شامل دي.

دا تړون په داسې حال کې کېږي، چې پر لیبیا د ملګرو ملتونو د وسلو بندیز لا هم پر ځای دی، خو د ملګرو ملتونو وروستي راپورونه ښيي چې دغه بندیز عملي اغېز نه لري.