د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن وایي، کله چې له افغانستان څخه د وسلهوالو د فعالیتونو په اړه نیوکې کېږي، باید دا پوښتنه وشي چې دغه جنګیالي له کومه راټوکېدلي دي.
فضلالرحمن ویلي، په تېرو شلو کلونو کې دا د پاکستان ادارې وې چې وسلهوال یې افغانستان ته لېږل.
مولانا فضلالرحمن ویلي، په تېرو شلو کلونو کې دا خپله د پاکستان ادارې وې چې وسلهوال جنګیالي یې افغانستان ته د جګړې لپاره هڅولي او لېږلي دي. د هغه په وینا، که نن د افغانستان د ناامنۍ او د وسلهوالو ترهګرو ډلو په اړه خبرې کېږي، نو د دې وضعیت د رامنځته کېدو ریښې باید وڅېړل شي.
هغه زیاته کړه، چې دا د پوځ جنرالان وو، چې وسله وال جنګیالي یې له ټوپک څخه د مزاییلو تر کارونې وروزل او افغانستان ته یې د جګړې لپاره واستول، خو اوس چې له هغه ځایه بېرته راځي نو ګیله ولې؟.
د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر ټینګار کړی چې د افغانستان جګړه یوازې د افغانانو داخلي مساله نه وه، بلکې د سیمې د سیاستونو، تګلارو او مداخلو پایله ده. هغه زیاته کړې چې د دغو پالیسیو پایلې نن خپله پاکستان هم اغېزمن کړی دی.
مولانا فضلالرحمن همداراز د افغان طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې له ظاهر شاه څخه تر اشرف غني پورې، افغان طالبان یوازینی حاکمیت دی چې تل د پاکستان ملاتړی بلل شوی دی.
د پاکستان د پوځ په اړه په خپلو څرګندونو کې، مولانا فضلالرحمن ویلي چې پر کابل برید پر اسلاماباد د برید په څېر دی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ناامنۍ ته باید د پاکستان د امنیت له زاویې هم وکتل شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي بنسټونه ادعا کوي چې ټيټيپي او نورې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې او خوندي پټنځایونو او د طالبانو په ملاتړ، د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي، خو طالبان دا ادعاوې تل ردوي.
د پاکستان دفاع وزیر ویلي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني طالبانو پر مرکزونو ترسره شوي بریدونه د هند له هغو بریدونو سره پرتله کول، چې په بهاولپور او مریدکې کې یې وکړل، «په بشپړ ډول ناسم او نامناسب» کار دی.
خواجه اصف د سې شبې په ورځ پر اېکس په یوه یادښت کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه هم د افغان طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «ترهګرۍ د ودې» په اړه اندېښمن دي او دا چې هره ورځ دده په وینا، له افغانستان نه پاکستان ته تلونکې وسله والې ډلې د دې حقیقت ثبوت دی.
د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې چې هند تر اوسه د پهلګام د پېښې په تړاو هېڅ ډول معتبر شواهد نه دي وړاندې کړي، په داسې حال کې چې پاکستان د دې پېښې لپاره د بې پرې نړیوالو پلټنو وړاندیز هم کړی دی.
د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو له لوري خپور شوی رپوټ هم دا روښانه کوي چې «د هند یرغل غیرقانوني او بېاساسه و او د پاکستان ځواب بشپړ قانوني او مشروع و».
د پاکستان د دفاع وزیر په وینا، هېواد به یې د خپل ملي امنیت د ساتنې لپاره هر قانوني او اړین ګام ته دوام ورکړي.
د پاکستان دفاع وزیر، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو په ورځو کې یې وخت ناوخته څرګندونې کولې، په دې وروستیو کې خپل اېکس پوستونه او څرګندونې کم کړي دي.
د شهاب الدین دلاور په لاسلیک لومړي مکتوب کې چې ددې ډلې د تقویم پر بنسټ، د ۱۴۴۷ قمري کال د درېیمې میاشتې پر ۲۹ مه نېټه خپور شوی دی، شکرالله شاکر لومړی د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عمومي ریاست دفتر له اجرايي امریت څخه تبدیل او ددې ټولنې د کارکوونکو چارو ریاست د رییس په توګه ټاکل شوی دی.
په دوهم سند کې د شهاب الدین دلاور زوم شکرالله شاکر په خپل لاسلیک خپل ځان د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کارکوونکو چارو له ریاست څخه ځان تبدیل کړی دی او په لومړي بست کې یې ځان د خپل خسر شهاب الدین دلاور د رییس دفتر په توګه ګومارلی دی.
په درېیم مکتوب کې چې د طالبانو د تقویم پر بنسټ، د ۱۴۴۷ قمري کال د شپږمې میاشتې پر ۱۲مه نېټه لاسلیک شوی دی، د شهاب الدین دلاور زوم شکرالله شاکر د سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس له ریاست دفتر څخه تبدیل شوی او ددې ادارې د حوادثو عمومي ریاست د رییس په توګه ګومارل شوی دی.
د سندونو له مخې دغه تغییر او تبدیل د درې میاشتو په موده کې شوی دی.
د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شهاب الدین دلاور، چې د کانونو او پټرولیم وزیر و، خپل زوم یې د یاد وزارت رییس دفتر مقرر کړی و.
له وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو سندونو کې ښودل شوي، چې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور خپل څو تنه نژدې کسان له کانونو وزارت نه بېولي او په دې ټولنه کې یې مقرر کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، « د خپلوي او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري».
په دغه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلی و، ویل شوی وو، چې «د خپلوۍ له مخې د اشخاصو ګومارل د "الله د نارضایتۍ او عذاب سبب کیږي».
تر طالبانو مخکې د جمهوریت دورې د ګومارنو پر بهیر هم نیوکې دا وې چې د وزیر په بدلېدو سره د اړوند وزارت مختلف چارواکي په تېره د وزیر له دفتر سره نږدې کسان بدلېږي او اړوند چارواکي په خپله شاوخوا کې خپل د راز او نیاز کسان ګوماري.
دغه چاره د اداري فساد د زیاتېدو یو مهم لامل هم بلل کېده.