• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولانا فضل الرحمن: دا د پاکستان ادارې وې چې ۲۰ کاله یې افغانستان ته وسله‌وال لېږل

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن وایي، کله چې له افغانستان څخه د وسله‌والو د فعالیتونو په اړه نیوکې کېږي، باید دا پوښتنه وشي چې دغه جنګیالي له کومه راټوکېدلي دي. فضل‌الرحمن ویلي، په تېرو شلو کلونو کې دا د پاکستان ادارې وې چې وسله‌وال یې افغانستان ته لېږل.

مولانا فضل‌الرحمن ویلي، په تېرو شلو کلونو کې دا خپله د پاکستان ادارې وې چې وسله‌وال جنګیالي یې افغانستان ته د جګړې لپاره هڅولي او لېږلي دي. د هغه په وینا، که نن د افغانستان د ناامنۍ او د وسله‌والو ترهګرو ډلو په اړه خبرې کېږي، نو د دې وضعیت د رامنځته کېدو ریښې باید وڅېړل شي.

هغه زیاته کړه، چې دا د پوځ جنرالان وو، چې وسله وال جنګیالي یې له ټوپک څخه د مزاییلو تر کارونې وروزل او افغانستان ته یې د جګړې لپاره واستول، خو اوس چې له هغه ځایه بېرته راځي نو ګیله ولې؟.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر ټینګار کړی چې د افغانستان جګړه یوازې د افغانانو داخلي مساله نه وه، بلکې د سیمې د سیاستونو، تګلارو او مداخلو پایله ده. هغه زیاته کړې چې د دغو پالیسیو پایلې نن خپله پاکستان هم اغېزمن کړی دی.

مولانا فضل‌الرحمن همداراز د افغان طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې له ظاهر شاه څخه تر اشرف غني پورې، افغان طالبان یوازینی حاکمیت دی چې تل د پاکستان ملاتړی بلل شوی دی.

د پاکستان د پوځ په اړه په خپلو څرګندونو کې، مولانا فضل‌الرحمن ویلي چې پر کابل برید پر اسلام‌اباد د برید په څېر دی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ناامنۍ ته باید د پاکستان د امنیت له زاویې هم وکتل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي بنسټونه ادعا کوي چې ټي‌ټي‌پي او نورې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې او خوندي پټنځایونو او د طالبانو په ملاتړ، د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي، خو طالبان دا ادعاوې تل ردوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

خواجه اصف: د طالبانو تر واک لاندې ترهګرۍ نه نړیوال او ملګري ملتونه هم اندېښمن دي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر ویلي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني طالبانو پر مرکزونو ترسره شوي بریدونه د هند له هغو بریدونو سره پرتله کول، چې په بهاولپور او مریدکې کې یې وکړل، «په بشپړ ډول ناسم او نامناسب» کار دی.

خواجه اصف د سې شبې په ورځ پر اېکس په یوه یادښت کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه هم د افغان طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «ترهګرۍ د ودې» په اړه اندېښمن دي او دا چې هره ورځ دده په وینا، له افغانستان نه پاکستان ته تلونکې وسله والې ډلې د دې حقیقت ثبوت دی.

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې چې هند تر اوسه د پهلګام د پېښې په تړاو هېڅ ډول معتبر شواهد نه دي وړاندې کړي، په داسې حال کې چې پاکستان د دې پېښې لپاره د بې‌ پرې نړیوالو پلټنو وړاندیز هم کړی دی.

د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو له لوري خپور شوی رپوټ هم دا روښانه کوي چې «د هند یرغل غیرقانوني او بې‌اساسه و او د پاکستان ځواب بشپړ قانوني او مشروع و».

د پاکستان د دفاع وزیر په وینا، هېواد به یې د خپل ملي امنیت د ساتنې لپاره هر قانوني او اړین ګام ته دوام ورکړي.

د خواجه اصف څرګندونې ظاهرا د د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر او مخکښ پاکستاني سیاستوال مولانا فضل‌الرحمان د څرګندونو په غبرګون کې دي.

رحمان په یوه ناسته کې د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر څخه یو لړ سختې او جنجالي پوښتنې مطرح کړې او ویې ویل، چې که پاکستان په دې توجیه پر افغانستان بریدونه کوي چې د دښمن مرکزونه په نښه کوي، نو بیا ولې پر هند اعتراض کوي چېپه بهاولپور او مریدکې کې بریدونه کوي؟

مولانا فضل‌الرحمان دا څرګندونې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۲۱مه، د کراچۍ په لیاري سیمه کې د «تحفظ دیني مدارس کنفرانس» پر مهال وکړې.

هغه وویل: « که تاسې وایاست چې موږ د خپل دښمن مرکزونه ویشتي او دا مشروع عمل بولئ، نو بیا هند هم وایي چې ما په بهاولپور او مریدکې کې پر هغو مرکزونو برید کړی چې پر کشمیر یې بریدونه کول، نو ولې پرې اعتراض کوئ؟».

هغه د پاکستان د پوځ پر تګلارو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان او افغانستان اړیکې د پوځ د ناسمو پالیسیو له امله خرابې شوې دي.

د هبت الله له فرمان څخه نافرماني؛ شهاب الدین دلاور خپل زوم په سره میاشت کې ګومارلی

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د سندونو له مخې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شهاب الدین لاور خپل زوم شکرالله شاکر په خپله اداره کې د یوه کال په موده کې څوځله پر بېلابېلو څوکیو ګومارلی دی. په یوه مکتوب کې لیدل کیږي چې شکرالله شاکر ځان پخپله د خپل خسر د دفتر رییس ټاکلی دی.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې د عمومي رییس شهاب الدین دلاور له خوا د خپل زوم شکرالله شاکر د درې ځله ګومارل کېدو په اړه سندونه ترلاسه کړي دي.

100%

د شهاب الدین دلاور په لاسلیک لومړي مکتوب کې چې ددې ډلې د تقویم پر بنسټ، د ۱۴۴۷ قمري کال د درېیمې میاشتې پر ۲۹ مه نېټه خپور شوی دی، شکرالله شاکر لومړی د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عمومي ریاست دفتر له اجرايي امریت څخه تبدیل او ددې ټولنې د کارکوونکو چارو ریاست د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

100%

په دوهم سند کې د شهاب الدین دلاور زوم شکرالله شاکر په خپل لاسلیک خپل ځان د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کارکوونکو چارو له ریاست څخه ځان تبدیل کړی دی او په لومړي بست کې یې ځان د خپل خسر شهاب الدین دلاور د رییس دفتر په توګه ګومارلی دی.

100%

په درېیم مکتوب کې چې د طالبانو د تقویم پر بنسټ، د ۱۴۴۷ قمري کال د شپږمې میاشتې پر ۱۲مه نېټه لاسلیک شوی دی، د شهاب الدین دلاور زوم شکرالله شاکر د سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس له ریاست دفتر څخه تبدیل شوی او ددې ادارې د حوادثو عمومي ریاست د رییس په توګه ګومارل شوی دی.

100%

د سندونو له مخې دغه تغییر او تبدیل د درې میاشتو په موده کې شوی دی.

د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شهاب الدین دلاور، چې د کانونو او پټرولیم وزیر و، خپل زوم یې د یاد وزارت رییس دفتر مقرر کړی و.

له وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو سندونو کې ښودل شوي، چې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور خپل څو تنه نژدې کسان له کانونو وزارت نه بېولي او په دې ټولنه کې یې مقرر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، « د خپلوي او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري».

په دغه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلی و، ویل شوی وو، چې «د خپلوۍ له مخې د اشخاصو ګومارل د "الله د نارضایتۍ او عذاب سبب کیږي».

تر طالبانو مخکې د جمهوریت دورې د ګومارنو پر بهیر هم نیوکې دا وې چې د وزیر په بدلېدو سره د اړوند وزارت مختلف چارواکي په تېره د وزیر له دفتر سره نږدې کسان بدلېږي او اړوند چارواکي په خپله شاوخوا کې خپل د راز او نیاز کسان ګوماري.

دغه چاره د اداري فساد د زیاتېدو یو مهم لامل هم بلل کېده.

جرمني په کابل کې طالبانو ته یو بل مجرم افغان سپارلی دی

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۰ GMT+۰

جرمني د سې‌شنبې سهار په لومړیو ساعتونو کې یو بل افغان، چې « مجرم» ګڼل شوی، افغانستان ته استولی دی. د جرمني فوکس رسنۍ ددغه هېواد د کورنیو چارو فدرالي وزارت د معلوماتو له مخې ویلي، چې یاد افغان وګړي په بایرن ایالت کې څو ځله د بند سزاوې تېرې کړې وې.

پر نوموړي دا تور هم و، چې د قصدي بدني زیان اړولو هڅه یې کړې ده.

د جرمني چارواکو دغه افغان د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو ځايي مسوولینو ته سپارلی دی.

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر دوبرېنت فوکس ته ویلي، « افغانستان ته شړنې باید په منظم او عادي ډول عملي شي».

هغه زیاته کړې، چې « دا زموږ د ټولنې په ګټه ده، چې مجرمان باید زموږ هېواد پرېږدي. موږ د کنټرول، پایلو، روښانه دریځ او د مجرمانو او امنیتي ګواښونو پر وړاندې د صفر زغم پلوي یو».

دوبرېنت د جولای په میاشت کې اعلان کړی و چې وزارت یې د اخراج اسانه کولو لپاره په مستقیم ډول له طالبانو سره هوکړې غواړي.

داسې ښکاري چې دا هڅه اوس بریالۍ شوې ده. تېره اونۍ هم برلین کابل ته یو مجرام افغان استولی و.

د طالبانو عدلیې وزیر په کابل کې د امام حسین علمي او فرهنګي مرکز تړلی

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۵۷ GMT+۰

د طالبانو عدلیې وزیر دوه ورځې وړاندې د کابل په دارالامان کې د امام حسین علمي ـ فرهنګي مرکز تړلی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه مرکز د شاه‌مردان د تېلو ټانک تر شا موقعیت درلود، شرعي قباله او د فعالیت رسمي جواز یې درلود .

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه مرکز د یکشنبې په ورځ د طالبانو د عدلیې وزیرعبدالحکیم شرعي په امر تړل شوی دی.

د ځایي سرچینو په وینا، یاد مرکز چې د حجت‌الاسلام والمسلمین مبشر په نامه یو تن تر څار لاندې فعالیت کاوه، د فعالیت قانوني جواز درلود او خپلې علمي، فرهنګي او تعلیمي چارې یې په رسمي ډول پر مخ وړلې.

یاد مرکز د کابل په لوېدیزه برخه کې د شیعه فرهنګي فعالو مرکزونو له ډلې شمېرل کېده.

د طالبانو عدلیې وزارت تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.

طالبانو په کابل کې د دوو ښځو په ګډون ۴ کسان په دُرو وهلي دي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې یې د دوو ښځو په ګډون ۴ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د زنا» په تور په دُرو وهلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو کسانو ته یې له يو تر دوو کالو تنفيذي بند او له ۲۵ تر ۳۰ دُرو سزا ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ؛ یاد کسان «د نشه‌یي توکو د کارو بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»

د خبرپاڼو له مخې؛ دغه کسان په ننګرهار، خوست، فراه، پکتیا، فاریاب، پروان، غور، لوګر، جوزجان، تخار، غزني، بلخ، کابل، لغمان، میدان‌وردګ، پکتیکا، کاپیسا او زابل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي.