جرمني په کابل کې طالبانو ته یو بل مجرم افغان سپارلی دی

جرمني د سېشنبې سهار په لومړیو ساعتونو کې یو بل افغان، چې « مجرم» ګڼل شوی، افغانستان ته استولی دی. د جرمني فوکس رسنۍ ددغه هېواد د کورنیو چارو فدرالي وزارت د معلوماتو له مخې ویلي، چې یاد افغان وګړي په بایرن ایالت کې څو ځله د بند سزاوې تېرې کړې وې.





