• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د روغتیا وزیر: هند ژمنه کړې چې په روغتیایي برخه کې به افغانستان پرځان بسیا کړي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، ډیلي ته یې وروستی سفر د روغتیا په برخه کې د افغانستان او هند ترمنځ د نوې همکارۍ د پیل معنا لري او دغه سفر له مهمو لاسته‌راوړنو ډک و. هغه ویلي، هند ژمنه کړې چې په روغتیایي برخه کې به افغانستان پرځان بسیا کړي.

مولوي نورجلال جلالي د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، د هند له روغتیايي چارواکو سره په لیدنو کې د روغتیا په سکتور کې پر پانګونې، د معیاري درملو پر وارداتو او د سنتي طب په برخه کې پر ګډو همکاریو هر اړخیز بحثونه شوي دي.

نوموړي وویل:« هند ته زموږ سفر د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي باب پرانیستلو معنا لري.» هغه زیاته کړه، د هند روغتیا وزیر جګت پراکاش ندا ژمنه کړې چې هېواد یې هڅه کوي افغانستان د روغتیا په برخه کې پر ځان‌بسیا کړي.

د هغه په وینا؛ په یاده لیدنه کې د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو، د روغتیايي تجهیزاتو او واکسینونو د مرستې، افغان ډاکټرانو ته د ویزو د برابرولو او افغان ناروغانو ته د ویزو د اسانتیاوو په اړه هم ژمنې وشوې.

جلالي ویلي، هندي لوري د روغتیايي مرستو په برخه کې د پام وړ مالي او تخنیکي ژمنې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې ده:« هند ژمنه کړې، چې افغانستان ته به د ۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت واکسینونه، د ۳ مېلیونه ډالرو په ارزښت د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د رادیوتراپي ماشین، د یو مېلیون ډالرو په ارزښت د سرطان درمل، د ۳۰۰زره ډالرو په ارزښت سي‌ټي‌سکن ماشین او د ۵۰۰زره ډالرو په ارزښت د تالاسیمیا د درملنې یو مرکز جوړ کړي».

نوموړي همداراز ویلي، چې د افغان ډاکټرانو د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره به ځانګړي پروګرامونه پلي شي، د روغتیا په سکتور کې پانګونه کېږي او په کابل کې به د سنتي طب انسټیټوت او څېړنیز مرکز جوړ شي. هغه دغه پرمختګونه د افغانستان د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، د درملنې د اسانتیاوو د پراختیا او د افغان ناروغانو د ستونزو د کمېدو لپاره مهم ګام بولي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې دغه وزارت او د سټېټ کارپس شرکت ترمنځ د ۲۸.۴ مېلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې تړون لاسلیک شو.

په یادو مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملابرادر هم ګډون کړی و. د طالبانو د ریاست اوزرا اقتصادي معاونیت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، پر یادې پروژې شاوخوا یو مېلیارد او ۸۸۶ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

د یادو مراسمو پر مهال د اوبو او انرژۍ وزارت د تجدیدپذیر انرژیو رییس مولوي عبدالرحمان رحماني ویلي، چې د دغه پروژې له عملي کېدو سره به په یادو ولسوالیو کې نږدې ټولې کورنۍ د برېښنا له خدمتونو برخمنې شي.

نوموړي وویل، چې په دغه پروژه کې د ۸۵.۲۴ کیلومترو په اوږدوالي، د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځول، په قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې د دوه سب سټېشنونو او دوه توزیعي شبکو جوړول شامل دي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

طالبان وایي په غزني کې د کډوالو د دویم ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې دي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د غزني په مرکز کې د کډوالو د دویم ښارګوټي د جوړولو چارې پیل کړې دي. دغه وزارت ویلي، دغه ښارګوټی به د کډوالو د استوګنې بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ښارګوټی په ۱۹۰۶ جریبه ځمکه کې طرحه شوی او ۹۵۶ معیاري استوګنیزې نمرې لري چې د نږدې ۹۵۶۰ کسانو لپاره د استوګنې زمینه برابروي.

خبرپاڼه زیاتوي، د پلان له مخې د سړکونو، عامه تاسیساتو او اړینو خدمتونو اسانتیاوو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکل شوي او ټول تفصیل د ښاري اصولو، مسلکي معیارونو او د نفوس د اړتیاوو پر بنسټ ترتیب شوی دی.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت څرګنده کړې، چې د دغه پلان عملي کېدل به نه یوازې د کډوالو د منظمې استوګنې زمینه برابره کړي؛ بلکې د ښاري پراختیا او ټولنیز ټیکاو په برخه کې هم مهم رول ولوبوي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کندهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شوې او په نورو ولایتونو کې بیا یاده لړۍ چټکه شوې ده.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نه‌شتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

تېره میاشت؛ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۶۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴لمریز کال د لېندۍ په میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۸۴زره او ۱۰۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دغه وزارت ویلي، د دغه انتقالاتو ۱۱۵۸۱ ټنه یې صادرات وو چې ډېره برخه یې وچه مېوه، کاني ډبرې او د انارو جوس جوړوي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په یاده موده کې د حیرتان بندر له لارې ۴۸۹زره او ۶۴۲ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۵۰زره او ۷۵۲ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۴زره او ۸۷۴ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۶۸زره او ۸۳۴ ټنه انتقالات شوي چې ټولټال ۶۸۴زره او ۱۰۲ مټریک ټنه کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی د سوداګرۍ فرصتونه زیاتوي، د ملي عوایدو لوړوالي لامل کېږي، اقتصادي ثبات رامنځته کوي او د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره زمینه برابروي.» یاد وزارت همدارنګه ټینګار کړی، چې هڅه کوي د انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تېره میاشت هم ویلي و، چې د روان ۱۴۰۴لمریز کال د لړم په میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۹۶زره او ۷۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو تر ۲زره زیات افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء خبر ورکړی، د دوشنبې په ورځ (د مرغومي لومړۍ نېټه) د هېواد له بېلابېلو لارو ۴۲۰ کورنۍ چې ټول‌ټال۲۱۶۷ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې له دې ډلې د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۲۰۰، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۶۴، د هلمند د بهرامچې له لارې۲۸۲، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۵۴ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې۶۷ افغانان ستانه شوي دي.

دغه کمېسیون ټینګار کړی، چې ټول راستانه شوي افغانان په خپلو ولایتونو کې ثبت او د اړوندو ادارو له لوري ورته خدمتونه وړاندې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

پاکستانی سناتور: پاکستان کې مېشت افغانان د پولیسو ځورونې او جبري ستنولو له فشار سره مخ دي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۰

پاکستانی سناتور جان محمد بلیدي وایي، پاکستان کې مېشت افغانان د کورنیو چارو وزارت محدودیتونو او د پولیسو د ځورونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغه ویلي، دغه افغانانو د طالبانو د غچ اخیستونکو اقداماتو له وېرې پاکستان ته پناه وړې او باید د نړۍوالو قوانینو پربنسټ ورسره چلند وشي.

جان محمد بلیدي له دغه افغانانو سره په ناسته کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته په افغانستان کې د روښان فکره او پرمختللي ذهنیت لرونکو خلکو ژوند خورا ستونزمن شوی دی.

نوموړي ویلي، چې ګڼې افغان کورنۍ او په ځانګړې توګه هغه کسان چې له رسنیو، زده‌کړې او روزنې سره تړاو لري؛ د وېرې له امله کډوال شوي او پاکستان ته یې پناه وړې ده. بلیدي وویل: «ډېری افغانان د ویزو په ترلاسه کولو پاکستان ته راغلي؛ خو د بشري چلند پر ځای هغوی د پولیسو او کورنیو چارو وزارت له‌خوا ځورول کېږي او د بډې اخیستنې غوښتنې ترې کېږي.»

هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې له بشري چلند کار واخلي او د هغوی کورنۍ خوندي وساتي او د ماشومانو د زده‌کړې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي. په دغه ناسته کې د افغان کورنیو استازو چې مشري یې نور مرجان کوله، د هغو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې چې بېرته ستنې شوې کورنۍ او په پاکستان کې مېشت افغانان ورسره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې او جبري ستنونې لړۍ په چټکۍ سره روانه ده. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ویلي، چې د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې نږدې ۲.۸ مېلیونه افغانان له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي.