پاکستانی سناتور: پاکستان کې مېشت افغانان د پولیسو ځورونې او جبري ستنولو له فشار سره مخ دي
پاکستانی سناتور جان محمد بلیدي وایي، پاکستان کې مېشت افغانان د کورنیو چارو وزارت محدودیتونو او د پولیسو د ځورونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغه ویلي، دغه افغانانو د طالبانو د غچ اخیستونکو اقداماتو له وېرې پاکستان ته پناه وړې او باید د نړۍوالو قوانینو پربنسټ ورسره چلند وشي.
جان محمد بلیدي له دغه افغانانو سره په ناسته کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته په افغانستان کې د روښان فکره او پرمختللي ذهنیت لرونکو خلکو ژوند خورا ستونزمن شوی دی.
نوموړي ویلي، چې ګڼې افغان کورنۍ او په ځانګړې توګه هغه کسان چې له رسنیو، زدهکړې او روزنې سره تړاو لري؛ د وېرې له امله کډوال شوي او پاکستان ته یې پناه وړې ده. بلیدي وویل: «ډېری افغانان د ویزو په ترلاسه کولو پاکستان ته راغلي؛ خو د بشري چلند پر ځای هغوی د پولیسو او کورنیو چارو وزارت لهخوا ځورول کېږي او د بډې اخیستنې غوښتنې ترې کېږي.»
هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې له بشري چلند کار واخلي او د هغوی کورنۍ خوندي وساتي او د ماشومانو د زدهکړې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي. په دغه ناسته کې د افغان کورنیو استازو چې مشري یې نور مرجان کوله، د هغو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې چې بېرته ستنې شوې کورنۍ او په پاکستان کې مېشت افغانان ورسره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې او جبري ستنونې لړۍ په چټکۍ سره روانه ده. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ویلي، چې د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې نږدې ۲.۸ مېلیونه افغانان له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي.