رانا ثناءالله: پيټيای مذاکرات نه غواړي، د بغاوت او ګډوډۍ اجنډا لري

د پاکستان د لومړي وزير سياسي سلاکار رانا ثناءالله ویلي، چې تحریک انصاف د مذاکراتو اراده نهلري او د دې ګوند اجنډا بغاوت، ګډوډي او د سیاسي مخالفینو لهمنځه وړل دي.

د پاکستان د لومړي وزير سياسي سلاکار رانا ثناءالله ویلي، چې تحریک انصاف د مذاکراتو اراده نهلري او د دې ګوند اجنډا بغاوت، ګډوډي او د سیاسي مخالفینو لهمنځه وړل دي.
رانا ثناءالله له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، دا خبره ناسمه ده چې د تحریک انصاف لپاره د خبرو ټولې لارې تړل شوې دي. هغه زیاته کړه، چې لومړي وزیر څلور ځله د مذاکراتو د پیل هڅه کړې، خو د تحریک انصاف دریځ هماغه د بغاوت او مخالفت پر لور پاتې شوی دی.
هغه وویل، یو مشخص ګروپ هڅه کوي چې په هېواد کې ګډوډي او فتنه خپره کړي، خو که قانون په خپل لاس کې واخېستل شي، نو بیا به قانون هم خپل مسیر وټاکي.
د رانا ثناءالله په وینا، که د مقابل لوري د مبارزې بڼه بدلېږي، نو د حکومت چمتووالی به هم ورسره سم بدلون ومومي.


د پاکستان دیني عالمانو په یوې غونډه کې له افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. دغو دیني عالمانو د یوه لس مادهییزې اعلامیې په خپرولو سره له دواړو لوریو غوښتي، چې د ښه ګاونډيتوب د اصولو پر بنسټ د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.
د پاکستان دیني عالمانو د دوشنبې په ورځ (د مرغومې لومړۍ) د «پاکستان امت یووالي» په نوم غونډه کې له داخلي مسایلو سربېره د افغانستان او پاکستان تر منځ پر اوسني ترینګلي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه.
دوی د غونډې په پای کې په یوې ګډې اعلامیه کې په ډاګه کړه، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوسنی کړکېچ د دواړو هېوادونو په ګټه نهدی او په وینا یې ګټه یې یوازې د اسلام دوښمنانو ته رسېږي.
اعلامیه کاږي: «د قومونو او ملتونو ترمنځ ستونزې د جګړې له لارې نههوارېږي، بلکې دا د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کېدای شي. اړینه ده چې د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي د یو بل اندېښنې واوري او د تاوتریخوالي پر ځای د سولې، ورورولۍ او همکارۍ لاره خپله کړي».
دغې اعلامیه کې همداراز له دواړو لوریو غوښتل شوي، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ دوام لپاره هم زمینه برابره کړي.
له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د پاکستاني پوځيانو او افغان طالبانو تر منځ له څو ځلي جګړو سره سم، پر ډيورند کرښه ټولې لارې تړل شوي او ورسره له مساپرو سربېره سوداګري په بشپړ ډول بنده شوې ده.
له دې سره سم، د جمعیت علمای پاکستان مشر مولانا فضلالرحمان هم په دې غونډه کې د ستونزو د حل لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو پر بیا پیلېدو له ټينګار سربېره په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر چلند هم نیوکې وکړې.
مولانا فضلالرحمان زیاته کړه، پاکستان شکایت لري چې له افغانستان څخه ورتلونکي وسلهوال پرې بریدونه کوي او پاکستان هم ټول زور له افغان کډوالو باسي او په یو مخیز ډول او بېرحمۍ سره یې د اېستنې پرېکړه کړې ده.
هغه همداراز وویل، په پاکستان کې د وسلهوالو فعالیت د علماوو د تایید وړ نهدی او پاکستان هم باید له افغان کډوالو سره له ناسم چلنده لاس واخلي.
پاکستان له څو میاشتو راهیسې له دغه هېواده د ټولو افغان کډوالو اېستنې ته ملا تړلې او تر اوسه یې سلګونه زره افغانان اېستلي او لا هم دغه بهیر دوام لري.
د یادونې وړ ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ له څو ځلي مخامخ جګړو وروسته د دواړو لوریو تر منځ د سولې په موخه په قطر، ترکیې او سعودي عربستان کې خبرې وشوې، خو له اوربند پرته بله هېڅ پایله یې نهدرلوده.

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې یو لوړپوړی غړی نیولی او ترکیې ته یې انتقال کړی دی.
د ترکیې انادولو خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي، چې د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان له خوا عملیاتو کې د نیول شوي کس نوم محمد ګورین دی او د یحی په نوم مشهور و.
نیول شوي کس د داعش په روزنیزو کمپونو کې فعاله ونډه درلوده او ورو ورو لوړ مقام ته رسیدلی و او د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو مسول و.
په راپور کې نیول شوی کس تورن یاد شوی او وايي، چې نوموړي منلي ، چې په افغانستان، پاکستان، ترکیه او اروپا کې یې پر ملکي وګړو بریدونه کړي دي.
په راپور کې د امنیتي سرچینو په حواله ویل شوي، چې نیول شوي کس له ترکیې څخه د افغانستان ـ پاکستان سیمو ته سفر کړی و او په پاکستان د داعش پر پټنځاینو بریدونو کې ژوندی پاتې شوی و.
په راپور کې د یحی د نیول کېدو د مشخص ځای او سیمې یادونه نه ده شوې او دا هم نه ده څرګنده چې د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان سره په یادو عملیاتو کې سیمه ییزو ځواکونو هم ونډه لرله او که نه.
سرچینو ویلي، چې نیول شوی کس ابو یاسر الترکي په نوم د داعش غړي سره په ګډه فعالیت کاوه،
ابو یاسر الترکي هم څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې تر نیول کېدو وروسته ترکیي ته انتقال شو.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په چاغي ولسوالۍ کې د یوه مساپر وړونکي موټر او تېلو د ټانکر د ټکر په پېښه کې ۱۱ افغانان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي. ځایي چارواکي وایي، یادو افغانانو د انساني قاچاق کوونکو د یوې منظمې شبکې په مرسته د ایران له لارې په ناقانونه لارو اروپا ته د تګ هوډ لاره.
د ځایي چارواکو په وینا؛ ۲۱ افغانان د ایران لهخوا جوړ شوي «زامیاد» ډوله موټر کې سپاره وو، چې د قاچاق کوونکو لهخوا کارېدونکې لارې څخه پاکستان ته داخل شوي وو چې د تېلو له ټانکر سره یې ټکر وکړ.
د نوکنډي ولسوالۍ روغتون طبي افسر ډاکټر نادر خان وویل:« موږ ته ۱۱ مړي او ۹ ټپیان راوړل شوي وو. د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.» د پولیسو په وینا؛ له موټر چلوونکي پرته د پېښې ټول مړه شوي او ټپیان افغانان وو، چې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته د یادو افغانانو مړي او ټپیان د طالبانو سرحدي چارواکو ته سپارل شوي دي.
له بل پلوه ایران وايي، چې ۲زره او ۱۰۶تنه ناقانونه افغانان چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې د واورو له امله بند پاتې وو، د ایران د وسلهوالو ځواکونو په هڅو ژغورل شوي دي. د ایران د تایباد څارنوال وايي، یاد کسان تر درملنې او د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته طالبانو ته سپارل شوي دي. له دې وړاندې هم یوشمېر افغانان له ایران سره پر پوله په واورو کې د بند پاتې کېدو له امله مړه شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال ګڼ افغان ځوانان د بېکارۍ او امنیتي ستونزو له امله په ناقانونه لارو ایران ته او له هغه ځایه نورو هېوادونه ته ځي؛ خو د انساني قاچاق، یخنۍ، لوږې او ناامنو لارو له کبله له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي، چې ګڼ یې په دغه خطرناکو لارو مري.

د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان د پاکستان د پوځ او دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر ته د پاچا عبدالعزیز د ممتاز درجې مډال ورکړ. عاصم منیر ته دغه مډال د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا په برخه کې د هڅو له امله ورکړل شوی دی.
خالد بن سلمان د یکشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۳۰مه) په خپله اېکسپاڼه په دې تړاو وویل: «دغه مډال د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د سعودي ـ پاکستان اړیکو د پرمختګ لپاره د هغه [عاصم منیر] د ارزښتناکو هڅو د ستاینې په موخه ورکړل شوی دی».
سعودي عربستان او پاکستان د روان کال په وږي میاشت کې په ریاض کې ستراتیژيک دفاعي تړون لاسلیک کړ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هغه وخت کې (د وږي په ۲۸مه) وویل، دغه تړون د دواړو هېوادونو امنیت تضمینوي او پر بنسټ یې پر یو له دغو هېوادونو برید پر بل هېواد برید ګڼل کېږي.
خالد بن سلمان وايي، په دې کتنه کې یې د سعودي عربستان او پاکستان تر منځ تاریخي اړیکې او د دواړو هېوادونو تر منځ د دفاعي برخې ستراتیژیکه همکاري هم ارزولې ده.
ویل کېږي، په دې کتنه کې د نړۍوال امنیت او سولې د ټینګښت د هڅو او نورو ورته مسایلو هم خبرې شوې دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو له امله د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو شاوخوا ۱۶ زره کانټینره وارداتي توکي بند پاتې دي. افغان سوداګر وایي، چې هره ورځ لسګونه زره ډالره زیان ور اوړي.
د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو په بند پاتې کانټینرونو کې غوړي، بوره او نور خوراکي او غئر خوراکي توکي بار دي. سوداګر په تمه دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له نرمېدو وروسته به یاد سوداګریز توکي افغانستان ته ولېږدول شي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو تر رامنځته کېدو مخکې د افغانستان د سوداګرۍ لویه برخه د پاکستان له لارې ترسره کېده، خو اوس هر څه په ټپه ولاړ دي.
یو افغان سوداګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وایي: «دا توکي زموږ د شخصي پانګې حاصل دي. هر کانټینر تر ۳۰ زره ډالرو یا تر دې هم زیات ارزښت لري، خو په دې دوه نیمو میاشتو کې د هر کانټینر نږدې نیمه بیه یوازې په ډمرچ کې ولاړه ده. که همداسې دوام وکړي، موږ به سراسر تاوانیان شو».

افغان سوداګر وایي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو او سیاسي مخالفتونو له امله یې سوداګریزې چارې له جدي زیان سره مخ شوې دي. د هغوی په وینا، د سوداګریزو لارو بندېدل، د توکو اوږدمهاله ځنډ او د بندرونو او ګمرکونو اضافي لګښتونه د دې لامل شوي، چې هره ورځ ورته مالي تاوانونه واوړي او د سوداګرۍ عادي بهیر یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
یادو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې پاکستان د سوداګریزو لارو د پرانېستلو لپاره چمتووالی ښودلی، خو افغان طالبان د سوداګریزو لارو د پرانېستلو په بدل کې له پاکستان څخه د «قوي ضمانت» غوښتنه کوي.
یو بل افغان سوداګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي: «طالبانو موږ ته ویلي دي چې پاکستان باید داسې تضمین ورکړي، چې که د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول درنه جګړه رامنځته شي او یو پر بل توغندي او راکېټونه وولي، بیا هم باید سوداګریزې لارې بندې نهشي.»
د یاد سوداګر په وینا، طالبان پر پاکستان ټینګار کوي چې د تېرو دوه نیمو میاشتو په موده کې د لارو د بندېدو له امله د افغان سوداګرو ټول مالي زیانونه جبران کړي.
افغان سوداګرو ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د بېرته فعالولو په موخه یې خپلې غوښتنې او ستونزې د ملا هبتالله په ګډون د طالبانو تر لوړپوړو چارواکو رسولي، خو لا هم د حل په اړه هېڅ څرک نه ښکاري: «موږ دا موضوع تر وزارتونو، ملا برادر او د ملا هبتالله تر دفتر پورې رسولې، خو تر اوسه یې عملي حل نه دی موندل شوی. اوس نه پوهېږو چې څه وکړو.»
د پاکستان په کراچۍ بندر کې د توکو په بند پاتې کانټینرونو کې ډېره برخه د کندهاري سوداګرو ده. دوی ویلي، چې د تېرو دوو میاشتو په موده کې د اوښتي زیان سربېره، ولایتي ادارې لا هم د دوی غږ نه دی اورېدلی.

کندهاري سوداګر وایي، پاکستان اجازه نهورکوي چې د توکو بار بند پاتې کانټینرونه دې بېرته چابهار بندر ته انتقال او له هغه لارې افغانستان ته وارد کړي.
یو کندهاري سوداګر چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ذکر شي، وایي: «موږ ته ویل کېږي چې کانټینرونه باید همدلته پاتې شي، ځکه چې افغانستان ته د انتقال امکان یې د پاکستان او طالبانو د ستونزو له امله نه شته او پاکستان یې بېرته شاته نه پرېږدي.»
افغان سوداګرو زیاته کړې، چې د لارو بندښت د پاکستان په زیان دی خو که لارې پرانېستل شي د دواړو لوریو سوداګر به ګټمن شي.
د لارو د بندښت له امله د روانو زیانونو په اړه یو افغان سوداګر افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي:«زموږ حساب دا دی چې ۱۰ سلنه زیان افغان سوداګرو ته رسېږي، خو ۹۰ سلنه زیان بیا د پاکستان اقتصاد او سوداګرو ته اوړي، د ډیمرچ پیسې هم د پاکستان حکومت ته نه رسېږي، بلکې ټولې یې بهرنۍ کمپنۍ اخلي.»
افغان سوداګرو ویلي، چې اوس یې د پاکستان پر ځای د ایران، ازبکستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو سره د بدیلو لارو په توګه سوداګري زیاته کړې ده، خو یادې لارې د پاکستان په پرتله اږدې او لګښتونه یې ډېر دي.
په ورته مهال طالبانو ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو بندښت په افغانستان کې پر خوراکي او نورو توکو هېڅ ډول منفي اغېز نهدی کړی. د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي، چې د پاکستان له لارې واردېدونکي ځینې خوراکي توکي د پخوا په پرتله په نسبي ډول ګران شوي دي.