• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان سوداګر: پاکستان غواړي سوداګریزې لارې پرانیزي خو طالبان «قوي تضمین» غواړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو له امله د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو شاوخوا ۱۶ زره کانټینره وارداتي توکي بند پاتې دي. افغان سوداګر وایي، چې هره ورځ لسګونه زره ډالره زیان ور اوړي.

د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو په بند پاتې کانټینرونو کې غوړي، بوره او نور خوراکي او غئر خوراکي توکي بار دي. سوداګر په تمه دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له نرمېدو وروسته به یاد سوداګریز توکي افغانستان ته ولېږدول شي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو تر رامنځته کېدو مخکې د افغانستان د سوداګرۍ لویه برخه د پاکستان له لارې ترسره کېده، خو اوس هر څه په ټپه ولاړ دي.
یو افغان سوداګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وایي: «دا توکي زموږ د شخصي پانګې حاصل دي. هر کانټینر تر ۳۰ زره ډالرو یا تر دې هم زیات ارزښت لري، خو په دې دوه نیمو میاشتو کې د هر کانټینر نږدې نیمه بیه یوازې په ډمرچ کې ولاړه ده. که همداسې دوام وکړي، موږ به سراسر تاوانیان شو».

100%


افغان سوداګر وایي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو او سیاسي مخالفتونو له امله یې سوداګریزې چارې له جدي زیان سره مخ شوې دي. د هغوی په وینا، د سوداګریزو لارو بندېدل، د توکو اوږدمهاله ځنډ او د بندرونو او ګمرکونو اضافي لګښتونه د دې لامل شوي، چې هره ورځ ورته مالي تاوانونه واوړي او د سوداګرۍ عادي بهیر یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
یادو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې پاکستان د سوداګریزو لارو د پرانېستلو لپاره چمتووالی ښودلی، خو افغان طالبان د سوداګریزو لارو د پرانېستلو په بدل کې له پاکستان څخه د «قوي ضمانت» غوښتنه کوي.
یو بل افغان سوداګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي: «طالبانو موږ ته ویلي دي چې پاکستان باید داسې تضمین ورکړي، چې که د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول درنه جګړه رامنځته شي او یو پر بل توغندي او راکېټونه وولي، بیا هم باید سوداګریزې لارې بندې نه‌شي.»
د یاد سوداګر په وینا، طالبان پر پاکستان ټینګار کوي چې د تېرو دوه نیمو میاشتو په موده کې د لارو د بندېدو له امله د افغان سوداګرو ټول مالي زیانونه جبران کړي.
افغان سوداګرو ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د بېرته فعالولو په موخه یې خپلې غوښتنې او ستونزې د ملا هبت‌الله په ګډون د طالبانو تر لوړپوړو چارواکو رسولي، خو لا هم د حل په اړه هېڅ څرک نه ښکاري: «موږ دا موضوع تر وزارتونو، ملا برادر او د ملا هبت‌الله تر دفتر پورې رسولې، خو تر اوسه یې عملي حل نه دی موندل شوی. اوس نه پوهېږو چې څه وکړو.»
د پاکستان په کراچۍ بندر کې د توکو په بند پاتې کانټینرونو کې ډېره برخه د کندهاري سوداګرو ده. دوی ویلي، چې د تېرو دوو میاشتو په موده کې د اوښتي زیان سربېره، ولایتي ادارې لا هم د دوی غږ نه دی اورېدلی.

100%


کندهاري سوداګر وایي، پاکستان اجازه نه‌ورکوي چې د توکو بار بند پاتې کانټینرونه دې بېرته چابهار بندر ته انتقال او له هغه لارې افغانستان ته وارد کړي.
یو کندهاري سوداګر چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ذکر شي، وایي: «موږ ته ویل کېږي چې کانټینرونه باید همدلته پاتې شي، ځکه چې افغانستان ته د انتقال امکان یې د پاکستان او طالبانو د ستونزو له امله نه شته او پاکستان یې بېرته شاته نه پرېږدي.»
افغان سوداګرو زیاته کړې، چې د لارو بندښت د پاکستان په زیان دی خو که لارې پرانېستل شي د دواړو لوریو سوداګر به ګټمن شي.
د لارو د بندښت له امله د روانو زیانونو په اړه یو افغان سوداګر افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي:«زموږ حساب دا دی چې ۱۰ سلنه زیان افغان سوداګرو ته رسېږي، خو ۹۰ سلنه زیان بیا د پاکستان اقتصاد او سوداګرو ته اوړي، د ډیمرچ پیسې هم د پاکستان حکومت ته نه رسېږي، بلکې ټولې یې بهرنۍ کمپنۍ اخلي.»
افغان سوداګرو ویلي، چې اوس یې د پاکستان پر ځای د ایران، ازبکستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو سره د بدیلو لارو په توګه سوداګري زیاته کړې ده، خو یادې لارې د پاکستان په پرتله اږدې او لګښتونه یې ډېر دي.
په ورته مهال طالبانو ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو بندښت په افغانستان کې پر خوراکي او نورو توکو هېڅ ډول منفي اغېز نه‌دی کړی. د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي، چې د پاکستان له لارې واردېدونکي ځینې خوراکي توکي د پخوا په پرتله په نسبي ډول ګران شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

ستنېدونکي افغان کډوال: په تورخم کې هم د پولیسو له لوري لوټل کېږو

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۵ GMT+۰

پاکستان له څو میاشتو راهیسې په یو اړخیز ډول د افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړی او لا هم روان دی. یو شمېر ستنېدونکي افغانان د پولیسو له ناوړه چلند او د پیسو غوښتنې سره مخ دي او وايي، چې د خپل وطن پر لور د تګ لپاره هم د تورخم پولیس له دوی څخه پیسې اخلي.

له څو میاشتو راهیسې د خېبر غرنیو لارو پر دوړو ډک سړکونه، د کورنیو له کډو بار موټر او پر سر یې ناست وېرېدلي ماشومان او د پاخه عمر کسانو لیدل اوس یو عادي منظر ګرځېدلی دی، خو د دغو مساپرو لپاره بېرته خپل وطن ته ستنېدل د خوښۍ سفر نه، بلکې د یوې نوې سختۍ پیل دی.

له دغو کډوالو د تورخم په دروازې او د ډیورند کرښې په څو قدمۍ کې هرکلي ته هغه پولیس ولاړ دي، چې لا هم یې سترګې د کډوالو جېبونو ته نیولي دي.

دغه ستنېدونکي افغانان وايي، د تورخم د نادرا دفتر یا د نفوسو ادارې کارکوونکي او پولیس په ښکاره د پیسو غوښتنه کوي، ګنې ورته ډول ډول ستونزې جوړوي او دغه بې‌وسه کډوال ځوروي.

یو له دغو ستنېدونکو افغانانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي: «پولیس په تورخم کې په هر څو قدمۍ کې د افغانانو د ځورونې او ورڅخه د پیسو د اخیستو لپاره ولاړ دي. دغه پولیس د ستنېدونکو افغانانو په اسنادو کې هسې ستونزې راپیدا کوي.»

یو بل افغان بیا وايي: «موږ ته وايي، کاغذونه دې غلط دي یا راجسترېشن نېټه ختمه شوې او یا هم نوم مو په ډېټابېس کې نشته».

افغانستان ته ستنېدونکی بل افغان عبدالولي چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې په پاکستان کې ژوند کړی او اوس بېرته هېواد ته ستنېدونکی دی، وايي چې په تورخم کې د نادرا دفتر کارکوونکي په بېلابېلو پلمو ورڅخه د پیسو غوښتنه کوي او په دې ناچارۍ کې اړ دي چې ځايي پولیسو ته پیسې ورکړي.

عبدالولي زیاتوي: «د نادرا سنټر مخې ته دوه پولیس اهلکار پر څوکیو ناست و او زه یې وغوښتم، چې ورنږدې شوم نو یې د تذکرې غوښتنه وکړه، ما ټول اسناد وړاندې کړل، خو سره له دې پولیسو بېلابېلې پلمې جوړې کړې، کله یې پر کاغذونو اعتراض کاوه او کله یې د نورو پلټنو په نوم انتظار ته پرېښودم او پیسو ته یې لاره جوړوله».

هغه همداراز څرګنده کړه: «پولیسو راته ویل، که تلل غواړې زر روپۍ راکړه او ما هم د سخت مجبوریت له امله ١٠٠٠ روپۍ ورکړې، د پیسو تر ورکولو وروسته پرته له کومې پوښتنې موږ ته د تګ اجازه راکړل شوه».

له دې سره سم، په تورخم کې د ویلچر چلوونکی هم د افغانانو د دغو ستونزو او ننګونو له تاییدۍ سره وايي، کله چې موږ له افغانانو سره مرستې کوو او وسایل یې تر کرښې وړو، نو په لاره کې پولیس افغانان سخت ځوروي او په ښکاره د پیسو غوښتنه ترې کوي.

دغه کس چې په دې راپور کې یې مستعار نوم وقاص دی، وايي: «له موږ سره د یوه افغان کډوال سامان و او هغه کډوال ناست و، کله چې د پولیسو خوا ته ورسېدو نو موږ یې ودرولو او پوښتنه یې وکړه دا څوک دی؟ له تا سره څوک دی؟ ما وویل دا کډوال دي، نو په ښکاره یې له افغان څخه د ٢٠٠٠ روپیو غوښتنه وکړه او افغان هم اړ و، پیسې یې ورکړې».

د نوموړي په وینا، په تورخم کې هره ورځ په بېلابېلو پلمو سره له افغان کډوالو پیسې اخېستل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې دغه وضعیت یوازې په تورخم کې نه‌دی، بلکې په ټول پاکستان کې له افغانانو سره ورته چلند کېږي او په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې له افغان کډوالو د لسګونه زره پیسو غوښتنه کېږي او که چېرې ورنه‌کړل شي، نو له نورو ستونزو جوړولو سربېره د اېستنې مرکزونو ته یې لېږدوي.

د ویلو ده، چې د پاکستان د نادرا دفتر او پولیسو د دغو څرګندونو په تړاو تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

بلوچستان کې د یوې ترافیکي پیښې له امله ۹ افغانان مړه شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان ایالت په چاغي ولسوالۍ کې د یو مساپر وړونکي موټر او تېلو د ټانکر د ټکر په پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون ۹ تنه افغانان مړه شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

د بلوچستان ایالت ځايي چارواکو ویلي، چې د تېلو ټانکر او مساپر وړونکي موټر د ټکر له امله د موټر چلوونکي په ګډون ۹ افغان مړه شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکو ويلي، چې د افغان مساپرو موټر ایران ته پر لاره و.

ځايي سرچینو ویلي، په پېښه کې ټپي شوي کسان یې روغتون ته انتقال کړي دي.

واشنګټن پوسټ: د امریکا د شکمنو ترهګرو په ۱۸ زره کسیز نوملړ کې یوازې یو افغان شامل و

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۰

یوې استخباراتي سرچینې واشنګټن‌پوسټ ته ویلي چې له تازه دریو نیول شویو تورنو افغان پناه‌غوښتونکو څخه دوه کسان امریکا ته تر داخلېدو وروسته بنسټپاله شوي دي. د دې سرچینې په وینا، په «ترهګرۍ د شکمنو کسانو» په ۱۸ زره کسیز نوملړ کې یوازې یو افغان شامل و.

د امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې د مرکز مشرجو کِنت د ډسمبر په ۱۱مه د کانګرس له غړو سره په یوه غونډه کې وویل چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د واکمنۍ پر مهال «شاوخوا ۱۸ زره په ترهګرۍ مشکوک کسان» امریکا ته داخل شوي دي.

امریکايي چارواکي په واشنګټن ډي‌سي کې پر ملي ګارډ ځواکونو د ډزو له پېښې وروسته د احتمالي ګواښونو د پېژندلو لپاره دغه لېست بیا ارزوي.

په هغو کسانو کې چې له دې بهیر څخه تېر شوي، جان‌شاه صافی هم شامل دی.

د امریکا د ملي استخباراتو د دفتر د یوه چارواکي په وینا، جان‌شاه صافی له هغو «دوو زرو افغانانو» څخه دی چې له ترهګرو سازمانونو سره د اړیکو په تړاو پرې شک کېږي.

دغه چارواکي زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې مرکز «د جان‌شاه صافي اړوند معلومات د کورني امنیت وزارت او د کډوالۍ او ګمرک ادارې ته لېږلي».

هغه نیویارک‌پوسټ ته هم ویلي: «سره له دې چې یاد مرکز زرګونه کسان له ترهګرۍ سره د اړیکو په تړاو پېژندلي، ځینې نور افغانان، د ملي ګارډ پر ځواکونو د برید کوونکي لکڼوال په ګډون، د امریکا دننه افراطي شوي دي».

د همدغه چارواکي په وینا، رحمان‌الله لکڼوال د امریکا د ترهګرۍ ضد مرکز په ۱۸ زره کسیز لېست کې نه و.

همداراز، د ټکساس ایالت یو بل افغان پناه‌غوښتونکی محمد داوود الکوزی هم په دغه لېست کې نه و.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې تریشیا مک‌لافلین نیویارک‌پوسټ ته ویلي: «جان‌شاه صافی یو ناقانونه بهرنی ترهګر دی چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۸مه د بایډن حکومت د متحدینو د هرکلي د عملیاتو تر پروګرام لاندې امریکا ته داخل شو».

تر دې وړاندې د امریکا د ملي استخباراتو مشر فاکس‌نیوز ته ویلي وو چې د افغان متحدینو د بېړنۍ تخلیې پر مهال، د بایډن حکومت چارواکو د شالید د ارزونې او څېړنې په بهیر کې ناغیړي کړې ده.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر کسان امریکا ته داخل شول.

سناتور رنډ پال، چې د امریکا د سنا د کورني امنیت د کمېټې مشر دی، نیویارک‌پوسټ ته وویل: «زه د هغو کسانو د لا دقیقې ارزونې پلوی یم چې په هغه وخت کې داخل شوي وو. حقیقت دا دی چې کېدای شي ډېری دغه کسان که په افغانستان کې پاتې شوي او خپل هېواد یې جوړ کړی وای، ښه وضعیت به یې درلود».

پخواني افغان سرتېري پر طالبانو نیوکه کوي چې په دولتي ادارو کې د کار اجازه نه ور کوي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۷ GMT+۰
•
عبدالله همیم

په سویلي ولایتونو کې د تېر نظام یو شمېر پخوانیو سرتیرو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکوي او دوی د خپلو کورنیو د ساتلو لپاره له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته، زرګونه پخواني سرتیري له دندو ګوښه او یو شمېر یې له هېواده بهر لاړل، خو ګڼ پخواني نظامیان چې د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت په ادارو کې یې دنده ترسره کوله، په هېواد کې پاتې شول، مګر اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

افغانستان انټرنشنل ته له کندهار او هلمند څخه یو شمېر پخوانیو نظامیانو شکایت کړی، چې طالبان په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د عادي دندې ترسره کولو اجازه هم نه ور کوي.

د علي محمد په نوم د تېر نظام د ملي پولیسو یو سرتیری چې د کندهار ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې یې دنده ترسره کوله، وايي:«کله چې نظام سقوط شو، خپله وسله او ټول وسایل مې طالبانو ته وسپارل. ما ته طالبانو وویل، چې تاسې بېرته خپلې دندې ته رابولو، خو بیا یې زه ور ونه غوښتلم. څو ځله مې ځان ته بل ځای دنده پیدا کړې ده، خو طالبان چې کومې فورمې راکوي، امنیه قومانداني او استخباراتو ریاست کې زما فورمې نه امضا کوي او وايي، چې ته خو پخوانی چارواکی یې».

د تېر نظام دغه پخوانی سرتیری وايي، چې د کار په لټه کې یې له غیر قانوني لارو یو ځل پاکستان او بیا ایران ته سفر وکړ، خو ونه توانید، چې د خپل ژوند د ښه کولو لپاره امکانات چمتو کړي.

علي محمد وايي:«کله چې پاکستان ته ولاړم د ګلستان په سیمه کې مې د مڼو په یو باغ کې کار کاوه، هلته مو دوه میاشتې کار وکړ، خو په دغه موده کې طالبانو دوه ځله زموږ کور تلاشي کړی و او دوی داسې فکر کاوه، چې زه د کوم منفي فعالیت لپاره پاکستان ته تللی یم». هغه زیاته کړه، « زه بېرته کندهار ته راغلم، ځان مې طالبانو ته سپین کړ. بیا ایران ته ولاړم، هلته مې په یوه فابریکه کې کار کاوه، خو تر څلورو میاشتو وروسته بېرته کندهار ته راستون شوم».

نوموړی زیاتوي، چې پاکستان او ایران ته یې د کار په لټه کې سفرونه کړي وو، خو طالبانو څو ځله د یادو سفرونو په تړاو تحقیقات ور څخه کړي دي.

پخوانی نظامي علي محمد
100%
پخوانی نظامي علي محمد

د علي محمد په څېر د تېر جمهوري نظام یو شمېر نورو پخوانيو سرتیرو هم افغانستان انټرنشنل ته له کړاوونو د خپل ډک ژوند په تړاو شکایتونه کړي دي.

د مصطفی اڅکزي په نوم د تېر جمهوري نظام یو بل سرتیری چې دمګړۍ په ایران کې اوسېږي وايي، په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست دایمي څار او څیړنو دې ته اړ کړ، چې کندهار پریږدي.

نوموړی وايي، طالبانو د کندهار له پخوانیو چارواکو سره د اړیکو په تور څو ځله زنداني کړ.

مصطفی زیاتوي:« د نظام له سقوط وروسته ماته کندهار کې هېڅ کار او روزګار نه پیدا کېده، زما موبایل او زما ټول فعالیتونه څارل کېدل. تر سقوط وروسته شاه ولیکوټ ولسوالۍ ته ولاړم، د انځرو په باغ کې مې کار کاوه. هلته د ولسوالۍ طالبانو طعنه او پیغور راکاوه، زه مجبور شوم چې خپل اولادونه پرېږدم او ایران ته ولاړ شم».

یاد پخوانی نظامي وايي، چې په ایران کې د پاتې کېدو لامل یې د طالبانو له خوا ځورول او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکول و.

د تېر جمهوري نظام د پولیسو سرتیری، مصطفی اڅګزی
100%
د تېر جمهوري نظام د پولیسو سرتیری، مصطفی اڅګزی

په ورته وخت کې په هلمند کې هم د تېر نظام پخواني نظامیان له ورته ستونزو سره مخ دي او وايي، په ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي.

د وحیدالله په نوم یو پخوانی نظامي افسر وايي، چې له ښوونځي او عالي دارالمعلمین څخه په لوړه درجه فارغ شوی او وروسته یې په ترکیه هېواد کې نظامي زده کړې کړې دي.

نوموړی وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د پولیسو په ۵۰۵ بست زون کې د پولیسو اکاډمۍ کې د استادۍ دنده لرله، خو د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته بېکاره شو.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د دندې ترلاسه کولو لپاره یې ډېرې هڅې کړې، خو د استخباراتو او امنیه قوماندانۍ له لوري یې د دندې ترلاسه کولو تصدیق پاڼې نه د مينل شوې.

وحیدالله وايي:« په ادارو کې د دندې ترلاسه کولو لپاره ځینې باید د امنیه قوماندانۍ، استخباراتو او ځینو نورو ادارو له خوا باید تصدیق شي. خو زما دغه پاڼې امنیه قوماندانۍ او استخباراتو تصدیق نه کړې».

د تېر جمهوري نظام د پولیسو افسر وحیدالله
100%
د تېر جمهوري نظام د پولیسو افسر وحیدالله

سره له دې چې نوموړی په نظامي برخه کې تجربه او زده کړې لري، خو اوس یې په لښکرګاه ښار کې د سوپ جوړولو کار ته مخه کړې ده.

طالبانو په ځلونو د عمومي عفوې او په دولتي ادارو کې د مسلکي کسانو د ګومارلو ژمنې کړې دي، خو ډیری کسان په دې باور دی، چې د طالبانو دغه ډول ژمنې یوازې شعاري بڼه لري او په حقیقت کې پخوانیو نظامیانو ته د دوی په ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي.

د څه کم دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل شوې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه ګډون پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارد او ۹۰۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې.

کابل ښاروالۍ نن د یکشنبې په ورځ، د لېندۍ ۳۰مه وویل، چې پر ۹۰۶۶۳ متر مربع ځمکه جوړ د شهرنو پارک د کابل له پخوانیو تفریحي پارکونو څخه ګڼل کېږي، چې د معیاري امکاناتو د نشتوالي او د زیربناوو د له منځه تلو له امله یې اساسي بیارغونې ته اړتیا درلوده.

یادې ښاروالۍ ویلي چې نن یې د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکېټ، تر ځمکې لاندې مارکېټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکېټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې او د دریو کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د شهرنو پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپیریال ساتنې سیستم، پوښلو او ازادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ زیاته کړې، چې ښاریان به د یادې پروژې په بشپړېدو سره د شهرنو پارک عمومي برخو ته په وړیا توګه لاس رسی ولري.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي دي، چې په دې موده کې به د پارک له سوداګریزو تاسیساتو ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نه لري.

د طالبانو تر واک لاندې ښاروالي داسې مهال د خصوصي سکتور په مرسته ددغه پارک د جوړولو خبر ور کوي، چې دې ډلې تېره اونۍ په پښتونستان واټ کې پخوانۍ اریانا سینما ونړوله او وايي، چې پرځای یې مارکېټ جوړوي.