• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د څه کم دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل شوې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه ګډون پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارد او ۹۰۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې.

کابل ښاروالۍ نن د یکشنبې په ورځ، د لېندۍ ۳۰مه وویل، چې پر ۹۰۶۶۳ متر مربع ځمکه جوړ د شهرنو پارک د کابل له پخوانیو تفریحي پارکونو څخه ګڼل کېږي، چې د معیاري امکاناتو د نشتوالي او د زیربناوو د له منځه تلو له امله یې اساسي بیارغونې ته اړتیا درلوده.

یادې ښاروالۍ ویلي چې نن یې د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکېټ، تر ځمکې لاندې مارکېټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکېټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې او د دریو کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د شهرنو پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپیریال ساتنې سیستم، پوښلو او ازادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ زیاته کړې، چې ښاریان به د یادې پروژې په بشپړېدو سره د شهرنو پارک عمومي برخو ته په وړیا توګه لاس رسی ولري.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي دي، چې په دې موده کې به د پارک له سوداګریزو تاسیساتو ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نه لري.

د طالبانو تر واک لاندې ښاروالي داسې مهال د خصوصي سکتور په مرسته ددغه پارک د جوړولو خبر ور کوي، چې دې ډلې تېره اونۍ په پښتونستان واټ کې پخوانۍ اریانا سینما ونړوله او وايي، چې پرځای یې مارکېټ جوړوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

•
•
•

نور کیسې

په کونړ کې پر ډیونډ کرښه د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۰

په کونړ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له تېرو درېو ورځو راهیسې د دغه ولایت په دانګام او شلتن ولسوالیو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په وقفه يي ډول نښتې شوې دي. د طالبانو سرچینو ادعا کړې، چې په دې نښتو کې یې پاکستاني لوري ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د طالبانو د کونړ امنیه قوماندانۍ کې هم سرچینو نن یکشنبه، د لیندۍ ۳۰مه تایید کړه، چې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان او طالبانو د ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي خو ددې نښتو په اړه له زیاتو معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

تر اوسه طالبانو او پاکستان د کونړ ددې وروستیو نښتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه هم د ولسي خلکو د مرګ ژوپلې په اړه کوم راپور ورکړل شوی.

د یادونې وړ ده، چې په کندهار کې د طالبانو چارواکو د لیندۍ پر ۱۴مه خبر ورکړی و، چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني لوري تر منځ دوه نیم ساعته جګړه شوې وه.

څو ورځې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې هغه څه چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند په نوم یادېږي، باید یو دودیز اوربند ونه بلل شي.

د هغه په وینا، د دې تفاهم موخه دا وه چې د هغو وسله والو بریدونو مخه ونیول شي چې دده په وینا، د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کېږي.

د دوو ورځو له تېرېدو وروسته هم په هرات کې قطع شوې وارداتي برېښنا لا نه ده نښلول شوې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۰

د دوو ورځو په تېردو سره لا هم د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت په دې نه دی توانېدلی چې چې د ترکمنستان د وارداتي برېښنا پرې شوي مزي له هرات سره ونښلوي. په هرات کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي هڅه کوي د هرات د وارداتي برېښنا پرې شوې مزي ونښلوي.

د یاد دفتر په وینا، د برېښنا شرکت تخنیکي ډله هڅه کوي چې د دوشنبې په ورځ په هرات کې د ترکمنستان د وارداتي برېښنا پرې شوي مزي ورغوي.

د راپورونو له مخې، هرات ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا مزي د لېندۍ پر ۲۹مه د شپې شاوخوا ۲:۳۰ بجې د رباط سنګي ولسوالۍ په بندر بغرچر سیمه کې د درنو واورو له امله پرې شوي دي او له تېرو دوو ورځو راهیسي د هرات خلک هېڅ برېښنا نه لري.

پر همدغه مهال د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې په هرات کې د سختو ورښتونو او واورو له امله، د ترکمنستان ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا لېږد مزی له تخنیکي ستونزو سره مخ شوی او د برېښنا جریان پرې شوی دی.

د دوی د معلوماتو له مخې، د ترکمنستان د وارداتي برېښنا ۳۱ مه شمېره مټه ویجاړه شوې، ۲۸ مه کږه شوې او پنځه مزي پرې شوي دي.

د برېښنا شرکت ویلي، چې پر سړي هوا او ناسمو شرایطو سربیره تخینکي ډلې هڅه کوي چې ژر تر ژره د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوي مزي ونښلوي.

ټرمپ په ۲۰۲۶ کال کې د کډوالۍ خلاف لاسختو اقداماتو ته تیاری نیسي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۴ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال لپاره د کډوالۍ پر ضد د لا سختو اقداماتو لپاره تیاری نیسي. په دغه پلان کې د میلیاردونو ډالرو نوې بودجې، پراخې چاپې او د ناقانونه کډوالو د نیولو او ایستلو د ظرفیت چټک پراخوالی شامل دي.

دا اقدامات په داسې حال کې پلانېږي چې د راتلونکي کال له منځمهالو ټاکنو تر مخه سیاسي مخالفتونه او ولسي اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.

د ټرمپ ادارې له وړاندې د کډوالۍ فدرالي ځواکونه لویو ښارونو ته لېږلي؛ هلته یې د مېشتو سیمو پلټنې کړې او له اوسېدونکو سره یې نښتې هم شوې دي. که څه هم سږکال پر سوداګریزو مرکزونو ځینې محدودې چاپې اچول شوې، خو حکومت تر ډېره پر هغو سکتورونو له فشار راوړلو ډډه کړې چې د ناقانونه کډوالو په کار متکي دي. دا تګلاره اوس د بدلون په حال کې ده.

د جمهوري‌پالو تر کنټرول لاندې کانګرس د جولای په میاشت کې د لګښتونو یوه ستره کڅوړه تصویب کړه چې له مخې یې کډوالۍ او سرحدي ادارو ته تر ۲۰۲۹ کال پورې ۱۷۰ میلیارد ډالر اضافي بودجه ځانګړې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو ادارو اوسنۍ کلنی بودجه شاوخوا ۱۹ میلیارد ډالره ده.

د ادارو چارواکي وايي، دا پیسې به د زرګونو نویو مامورینو پر ګومارلو، د توقیف د نویو مرکزونو پر پرانیستو، له محلي زندانونو څخه د لا زیاتو کسانو پر راټولولو او د خصوصي شرکتونو په مرسته د ناقانونه کډوالو پر تعقیب وکارول شي.

دا پراخ پلانونه د سیاسي مخالفت له زیاتېدو سره هم‌مهاله دي.

په میامي ښار کې، چې د ټرمپ د کډوالۍ د سخت سیاست له امله تر ټولو اغېزمنو ښارونو کې شمېرل کېږي، رایه‌ورکوونکو نږدې درې لسیزې وروسته لومړی ډیموکرات ښاروال وټاکه. منتخب ښاروال دا پایله تر یوه بریده د ولسمشر د تګلارو پر وړاندې غبرګون بولي.

نورې ټولپوښتنې او سیمه‌ییزې ټاکنې هم ښيي چې د سختو امنیتي تکتیکونو په اړه د رایه‌ورکوونکو اندېښنه لوړه شوې ده.

سیاسي شنونکي خبرداری ورکوي چې دا وضعیت د جمهوري‌پالو لپاره ستونزې جوړولی شي.

منځلاري جمهوري‌پال ستراتیژېسټ مایک مادرید ویلي: "خلک نور دا یوازې د کډوالۍ مساله نه ګڼي، بلکې د حقونو، عادلانه قانوني بهیر او د سیمو د پوځي کولو موضوع یې بولي."

د معلوماتو له مخې، د کډوالۍ په اړه د ټرمپ د عامه ملاتړ کچه هم راټیټه شوې ده. دا کچه د مارچ په میاشت کې ۵۰ سلنه وه، خو د ډسمبر تر نیمایي پورې ۴۱ سلنې ته راکمه شوه.

د ولسمشر د سرحدي چارو سلاکار ټام هومن ویلي چې حکومت د تاریخي کچې د اخراج ژمنه عملي کړې او ټینګار یې کړی چې د نوې بودجې په رارسېدو سره به د نیونو شمېر په چټکۍ لوړ شي.

هغه ویلي: “زه فکر کوم راتلونکی کال به شمېرې په بې‌ساري ډول زیاتې شي.” هومن دا هم تایید کړې چې د کارځایونو پر ضد اقدامات به د پلان مهمه برخه وي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو او اقتصادپوهانو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

شنونکي وایي چې پر کارځایونو چاپې به د کار ځواک کم کړي او لاسباړې به لوړې شي.

د حکومتي معلوماتو له مخې، د نیونو ترکیب هم بدل شوی دی. د نومبر تر پایه په نیول شویو شاوخوا ۵۴ زره کسانو کې ۴۱ سلنه داسې وو چې د کډوالۍ له سرغړونې پرته یې بله جرمي سابقه نه لرله.

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي په روان کال کې د ۲۳۸ مدرسو او ښوونځیو ودانۍ جوړوي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، چې په روان کال کې د ۲،۵ میلیارد افغانیو په لګښت د ۲۳۸ ښوونځیو او مدرسو لپاره د نویو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد وزارت په وینا، دغه ودانۍ له عادي بودجې او د همکارو بنسټونو په مالي ملاتړ جوړیږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه نن یکشنبه، د لیندۍ ۳۰مه ددې ډلې اړوند رسنۍ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ښوونځیو او مدرسو د ودانیو ډېره برخه چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د کابل په ګډون په ۱۹ ولایتونو کې د ۲۳۸ ښوونځیو او مدرسو ودانۍ جوړیږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند دا نه ده روښانه کړې، چې په دې شمیر کې څومره د ښوونځیو او څومره د مدرسو ودانۍ جوړیږي.

له دې وړاندې د طالبانو پوهنې وزارت خبر ورکړی و چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه پورې د ۲مېلیارده او۱۷۷میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷۹ښوونخیو او شپږو دیني مدرسو لپاره ودانۍ جوړې کړې دي.

په دې وروستیو کې نشنل انټرېسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د مدرسو شمېر اوس له ۲۳ زرو اوښتی دی.

طالبانو له ایران سره د خوراکي توکو او درملو د تنظیم عملي پلان لاسلیک کړی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۰

طالبانو له ایران سره د خوړو، درملو او روغتیايي توکو د چارو د تنظیم یو تطبیقي پلان لاسلیک کړی، چې له مخې یې افغانستان ته په لوړ کیفیت د خوندي او ګټورو درملو د واردولو زمینه پراخیږي او د قاچاقي او بې کیفیته درملو د واردېدو مخه نیول کیږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د یاد وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د ایران د عامې روغتیا وزارت له مرستیال او د خوړو او درملو د ملي ادارې له رییس ډاکټر مهدي پیر صالحي سره د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم په برخه کې یو عملي تطبیقي پلان لاسلیک کړی دی.

د طالبانو په وینا، له ایران سره د دغه ګډ عملي پلان په چوکاټ کې به د ایراني کمپنیو او اړوندو اقلامو د ثبت او ارزونې پروسې معیاري چټکتیا، د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د وارداتو لا ښه تنظیم، د درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق پر وړاندې ګډه مبارزه، په افغانستان کې د ایراني کمپنیو پانګونه، د بېلابېلو برخو د ظرفیت لوړونه، د تنظیمي چارو ډیجیټلي کول او د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول شامل وي.

همدارنګه، د دواړو هېوادونو د لابراتوارونو ترمنځ تخنیکي همکارۍ هم د دې پلان برخه بلل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو او د ایران د عامې روغتیا وزارت ترمنځ د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید او وارداتي بهیر د سمون په موخه د ۱۴۰۲ لمریز کال د غويي په میاشت کې یو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی و، چې نن یې د عملي کېدو لپاره د تطبیقي پلان لاسلیک شو.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د دغه ګډ پلان په لاسلیک سره به افغانستان ته د لوړ کیفیت، خوندي او ګټورو درملو د برابرولو زمینه نوره هم پراخه شي او د قاچاقي او بې‌ کیفیته درملو د واردېدو مخه به ونیول شي.

دا تړون په داسې حال کې لاسلیکېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو له امله د کابل او اسلام ابادترمنځ هر ډول سوداګري درول شوې ده او طالبان هڅه کوي اړتیا وړ درمل او نور اساسي توکي د ایران په ګډون له نورو هېوادونو افغانستان ته وارد کړي.