• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ په ۲۰۲۶ کال کې د کډوالۍ خلاف لاسختو اقداماتو ته تیاری نیسي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۴ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال لپاره د کډوالۍ پر ضد د لا سختو اقداماتو لپاره تیاری نیسي. په دغه پلان کې د میلیاردونو ډالرو نوې بودجې، پراخې چاپې او د ناقانونه کډوالو د نیولو او ایستلو د ظرفیت چټک پراخوالی شامل دي.

دا اقدامات په داسې حال کې پلانېږي چې د راتلونکي کال له منځمهالو ټاکنو تر مخه سیاسي مخالفتونه او ولسي اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.

د ټرمپ ادارې له وړاندې د کډوالۍ فدرالي ځواکونه لویو ښارونو ته لېږلي؛ هلته یې د مېشتو سیمو پلټنې کړې او له اوسېدونکو سره یې نښتې هم شوې دي. که څه هم سږکال پر سوداګریزو مرکزونو ځینې محدودې چاپې اچول شوې، خو حکومت تر ډېره پر هغو سکتورونو له فشار راوړلو ډډه کړې چې د ناقانونه کډوالو په کار متکي دي. دا تګلاره اوس د بدلون په حال کې ده.

د جمهوري‌پالو تر کنټرول لاندې کانګرس د جولای په میاشت کې د لګښتونو یوه ستره کڅوړه تصویب کړه چې له مخې یې کډوالۍ او سرحدي ادارو ته تر ۲۰۲۹ کال پورې ۱۷۰ میلیارد ډالر اضافي بودجه ځانګړې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو ادارو اوسنۍ کلنی بودجه شاوخوا ۱۹ میلیارد ډالره ده.

د ادارو چارواکي وايي، دا پیسې به د زرګونو نویو مامورینو پر ګومارلو، د توقیف د نویو مرکزونو پر پرانیستو، له محلي زندانونو څخه د لا زیاتو کسانو پر راټولولو او د خصوصي شرکتونو په مرسته د ناقانونه کډوالو پر تعقیب وکارول شي.

دا پراخ پلانونه د سیاسي مخالفت له زیاتېدو سره هم‌مهاله دي.

په میامي ښار کې، چې د ټرمپ د کډوالۍ د سخت سیاست له امله تر ټولو اغېزمنو ښارونو کې شمېرل کېږي، رایه‌ورکوونکو نږدې درې لسیزې وروسته لومړی ډیموکرات ښاروال وټاکه. منتخب ښاروال دا پایله تر یوه بریده د ولسمشر د تګلارو پر وړاندې غبرګون بولي.

نورې ټولپوښتنې او سیمه‌ییزې ټاکنې هم ښيي چې د سختو امنیتي تکتیکونو په اړه د رایه‌ورکوونکو اندېښنه لوړه شوې ده.

سیاسي شنونکي خبرداری ورکوي چې دا وضعیت د جمهوري‌پالو لپاره ستونزې جوړولی شي.

منځلاري جمهوري‌پال ستراتیژېسټ مایک مادرید ویلي: "خلک نور دا یوازې د کډوالۍ مساله نه ګڼي، بلکې د حقونو، عادلانه قانوني بهیر او د سیمو د پوځي کولو موضوع یې بولي."

د معلوماتو له مخې، د کډوالۍ په اړه د ټرمپ د عامه ملاتړ کچه هم راټیټه شوې ده. دا کچه د مارچ په میاشت کې ۵۰ سلنه وه، خو د ډسمبر تر نیمایي پورې ۴۱ سلنې ته راکمه شوه.

د ولسمشر د سرحدي چارو سلاکار ټام هومن ویلي چې حکومت د تاریخي کچې د اخراج ژمنه عملي کړې او ټینګار یې کړی چې د نوې بودجې په رارسېدو سره به د نیونو شمېر په چټکۍ لوړ شي.

هغه ویلي: “زه فکر کوم راتلونکی کال به شمېرې په بې‌ساري ډول زیاتې شي.” هومن دا هم تایید کړې چې د کارځایونو پر ضد اقدامات به د پلان مهمه برخه وي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو او اقتصادپوهانو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

شنونکي وایي چې پر کارځایونو چاپې به د کار ځواک کم کړي او لاسباړې به لوړې شي.

د حکومتي معلوماتو له مخې، د نیونو ترکیب هم بدل شوی دی. د نومبر تر پایه په نیول شویو شاوخوا ۵۴ زره کسانو کې ۴۱ سلنه داسې وو چې د کډوالۍ له سرغړونې پرته یې بله جرمي سابقه نه لرله.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي په روان کال کې د ۲۳۸ مدرسو او ښوونځیو ودانۍ جوړوي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، چې په روان کال کې د ۲،۵ میلیارد افغانیو په لګښت د ۲۳۸ ښوونځیو او مدرسو لپاره د نویو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد وزارت په وینا، دغه ودانۍ له عادي بودجې او د همکارو بنسټونو په مالي ملاتړ جوړیږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه نن یکشنبه، د لیندۍ ۳۰مه ددې ډلې اړوند رسنۍ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ښوونځیو او مدرسو د ودانیو ډېره برخه چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د کابل په ګډون په ۱۹ ولایتونو کې د ۲۳۸ ښوونځیو او مدرسو ودانۍ جوړیږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند دا نه ده روښانه کړې، چې په دې شمیر کې څومره د ښوونځیو او څومره د مدرسو ودانۍ جوړیږي.

له دې وړاندې د طالبانو پوهنې وزارت خبر ورکړی و چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه پورې د ۲مېلیارده او۱۷۷میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷۹ښوونخیو او شپږو دیني مدرسو لپاره ودانۍ جوړې کړې دي.

په دې وروستیو کې نشنل انټرېسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د مدرسو شمېر اوس له ۲۳ زرو اوښتی دی.

طالبانو له ایران سره د خوراکي توکو او درملو د تنظیم عملي پلان لاسلیک کړی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۰

طالبانو له ایران سره د خوړو، درملو او روغتیايي توکو د چارو د تنظیم یو تطبیقي پلان لاسلیک کړی، چې له مخې یې افغانستان ته په لوړ کیفیت د خوندي او ګټورو درملو د واردولو زمینه پراخیږي او د قاچاقي او بې کیفیته درملو د واردېدو مخه نیول کیږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د یاد وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د ایران د عامې روغتیا وزارت له مرستیال او د خوړو او درملو د ملي ادارې له رییس ډاکټر مهدي پیر صالحي سره د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم په برخه کې یو عملي تطبیقي پلان لاسلیک کړی دی.

د طالبانو په وینا، له ایران سره د دغه ګډ عملي پلان په چوکاټ کې به د ایراني کمپنیو او اړوندو اقلامو د ثبت او ارزونې پروسې معیاري چټکتیا، د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د وارداتو لا ښه تنظیم، د درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق پر وړاندې ګډه مبارزه، په افغانستان کې د ایراني کمپنیو پانګونه، د بېلابېلو برخو د ظرفیت لوړونه، د تنظیمي چارو ډیجیټلي کول او د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول شامل وي.

همدارنګه، د دواړو هېوادونو د لابراتوارونو ترمنځ تخنیکي همکارۍ هم د دې پلان برخه بلل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو او د ایران د عامې روغتیا وزارت ترمنځ د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید او وارداتي بهیر د سمون په موخه د ۱۴۰۲ لمریز کال د غويي په میاشت کې یو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی و، چې نن یې د عملي کېدو لپاره د تطبیقي پلان لاسلیک شو.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د دغه ګډ پلان په لاسلیک سره به افغانستان ته د لوړ کیفیت، خوندي او ګټورو درملو د برابرولو زمینه نوره هم پراخه شي او د قاچاقي او بې‌ کیفیته درملو د واردېدو مخه به ونیول شي.

دا تړون په داسې حال کې لاسلیکېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو له امله د کابل او اسلام ابادترمنځ هر ډول سوداګري درول شوې ده او طالبان هڅه کوي اړتیا وړ درمل او نور اساسي توکي د ایران په ګډون له نورو هېوادونو افغانستان ته وارد کړي.

افغان هندوانو او سیکانو له طالبانو غوښتنه کړې چې غصب شوي جایدادونه یې ور وسپاري

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۴ GMT+۰

د افغان اهل هنودو او سیکانو استازو د طالبانو د چارو ادارې له چارواکو سره په کتنه کې د خپلو غصب شویو ځمکو او جایدادونو د بېرته ور سپارلو غوښتنه کړې ده. په دې لیدنه کې یادو استازو د وکالت خط موضوع، یوناني درملتونونو او خپلې سراسري شورا اړوند مسایلو په اړه هم خبرې کړې دي.

د طالبانو چارو ادارې نن یکشنبه، د لیندۍ ۳۰مه وویل، چې د یادې ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رییس محمد رباني ناصح د افغان اهل هنودو او سیکانو له استازو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د اسلامي نظام په چوکاټ کې د هېواد د ټولو وګړو عزت ځان، مال او حقوق خوندي دي او ټول کولای شي د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په ازادانه ډول ژوند وکړي.

محمد رباني ناصح ویلي، چې یاد ریاست د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو د ستونزو د حل په موخه نږدې سل ناستې ترسره کړې دي او د امکان تر بریده یې ستونزو ته رسېدنه شوې ده.

په دې ناسته کې د افغان هندوانو او سیکانو استازو له طالبانو غوښتنه کړې، چې غصب شوي جایدادونه یې بېرته ور وسپارل شي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان ډېری هندوان او سیکان د امنیتي ګواښونو له امله له هېواده وتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته د خپل لومړني سفر پرمهال له افغان هنودو او سیکانو سره په لیدنه کې هغوی ته بلنه ورکړې وه، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي او ویلي یې و، چې طالبان د دوی د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.

طالبان وايي چې د کډوالۍ د «دایمي حل» لپاره پر یوې طرحې کار کوي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو وزیر په مشرۍ د دې ډلې د پوهنې، کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو، عامې روغتیا وزارتونو، افغان سرې میاشتې او د کابل ښاروالۍ معینانو د کډوالۍ دایمي حل د طرحې د مسودې په اړه ناسته کړې ده. عبدالکبیر وايي، دا طرحه به له حکومتونو او نړیوالو سازمانونو سره شریکه شي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه، د لیندۍ ۳۰مه اعلان وکړ، چې د یاد وزارت وزیر عبدالکبیر ویلي، د کډوالۍ د دایمي حل او د داخلي بیځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په برخه کې به د کډوالۍ د دایمي حل طرحه اغیزناکه واوسي او د اړوندو حکومتي او نړیوالو ادارو تر منځ به پر همغږۍ سربېره د مرستو جلب، د اړتیاوو پيژندل او کاري ساحه روښانه کړي.

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، د یادې مسودې د بډاینې په موخه جوړې شوې کمیټې ته دنده وسپارل شوې، چې د مسودې متن له ادارو سره شریک کړي او د راتلونکې ناستې لپاره چمتووالی ولري.

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو وزیر وايي، چې ددې ډلې له بیا واکمنېدو راپه دې خوا ۶،۸ میلیونه افغانان له ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو په جبري او داوطلب ډول راستانه شوي او دغه شمېر د لوړېدو په حال کې دی او همدارنګه په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ۱،۳ میلیونه افغانان د طبیعي پيښو له امله په داخل کې بیځایه شوي دي.

عبدالکبیر ادعا کوي، چې ددې ډلې له «بري» وروسته بهر ته د کډوالو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

دغه ادعا داسې مهال کیږي، چې ایران تازه اعلان کړی ۲۰۰۰ هغه افغان کډوال یې طالبانو ته بېرته وسپارل چې له افغانستان نه ددغه هېواد پولو ته اوښتي او په واورو کې بند پاتې وو.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپل اېکس لیکلي، چې تېره ورځ شنبه، د لیندۍ ۲۰مه له یران او پاکستان څخه له بېلابېلو لارو افغانستان ته ۹۴۱ کورنۍ چې ۵ زره ۴۱۲ افغان کډوال کیږي، را ستانه شوي دي.

ایران وايي په واورو کې بند پاتې ۲۰۰۰ افغان کډوال یې ژغورلي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۰

ایران وايي، چې دوه زره او ۱۰۶تنه ناقانونه افغانان چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې د واورو له امله بند پاتې شوي وو، د ایران د وسله‌والو ځواکونو په هڅو ژغورل شوي دي. د تایباد څارنوال وايي، یاد کسان تر درملنې او د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته طالبانو ته وسپارل شول.

حجت صدیقي د یکشنبې په ورځ ایرنا خبري اژانس ته وویل چې دغه ناقانونه افغانان د درنې واورې او سخت واورین توپان له امله په دغو سیمو کې بند پاتې شوي وو.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دا ناقانونه اتباع د ایران خاورې ته له ننوتلو مخکې، د ایران او افغانستان په پوله کې په پېچلو سیمو کې وسله والو ځواکونو تعقیب کړي وو.

هغه زیاته کړه چې د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې، هغو افغانانو ته چې یخ او شدیدې سړې هوا ځپلي وو، د درملنې او هوساینې خدمات برابر شول او درملنه یې شوې ده.

د نوموړي په وینا، یاد کسان تر درملنې او د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته طالبانو ته وسپارل شول.

له دې وړاندې هم یو شمېر افغانان له ایران سره پر پوله په واورو کې د بند پاتې کېدو له امله مړه شوي وو.