ایران وايي په واورو کې بند پاتې ۲۰۰۰ افغان کډوال یې ژغورلي

ایران وايي، چې دوه زره او ۱۰۶تنه ناقانونه افغانان چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې د واورو له امله بند پاتې شوي وو، د ایران د وسلهوالو ځواکونو په هڅو ژغورل شوي دي. د تایباد څارنوال وايي، یاد کسان تر درملنې او د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته طالبانو ته وسپارل شول.





