• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې د غیر قانوني تګ پر مهال د یخنۍ له امله د مړو شویو افغانانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۲ GMT+۰

محلي سرچینې تاییدوي، چې د سخت ژمي په منځ کې د ایران په لور د غیر قانوني تګ هڅو پر مهال د یخنۍ له امله تر ۴۰ زیات افغان کډوال مړه شوي دي. ددغه افغانانو یو شمېر جسدونه د هرات ولایت کوه‌سان او ادرسکن ولسوالیو ته انتقال شوي دي.

د کډوالو د مړینې تازه راپورونه ښيي، چې مخکې شاوخوا ۳۰ مړي راپور شوي وو، خو د سرحدي سیمو د څېړنو او د افغانستان او ایران د د مړو سړخونو د کتنو وروسته شمېر د ۴۰څخه اوښتی دی.

سرچینې وایي، د پېښو زیاتره قربانیان په سخته یخنۍ کې د ایران پر لور د غیر قانوني تګ هڅو کولو پر مهال مړه شوي دي.

راپورونه وایي، ځینې مړي د هرات ولایت کوه‌سان او ادرسکن ولسوالیو ته د کورنیو او محلي ادارو په هڅو انتقال شوي دي.

دا پېښه د افغان کډوالو د سختو شرایطو او د غیر قانوني تګ د خطرونو بیلګه بلل کېږي، چې د ژمي په موسم کې هېواد پرېږدي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

طالبانو وایي، د اور وژنې عملې یې په کابل کې د خلکو مالي او ځاني زیان مخته نیولې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د منډوي د بوټانو په بازار کې د اورلګېدنې پېښه په وخت د عامه نظم او اور وژنې ځواکونو له خوا کنټرول شوې او د خلکو د مالي او ځاني زیان مخه یې نیولې ده.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د عامه نظم او اور وژنې ځواکونو د منډوي په بوټان بازار کې د اور د خپرېدو پر مهال چټک اقدام وکړ او د ۸ دوکانونو او ۱۰ ګدامونو اور وژنه یې په موثره توګه ترسره کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پېښې د کنټرول په نتیجه کې شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر ارزښت لرونکي مالونه خوندي شوي او نږدې ۱۵۰ میلیون افغانۍ اموال ژغورل شوي دي.

چارواکي د اورلګېدنې د نورو پېښو د مخنیوي لپاره له خلکو غوښتي چې د اور د خوندیتوب تدابیر په پام کې ونیسي او د اور وژنې ادارې لارښوونې په کلکه رعایت کړي.

طالبان وایي د کابل څلورمه حوزه کې یې لسګونه زره نشه‌يي ګولۍ نیولي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند د څلورمې حوزې پولیسو یې د نشه‌يي توکو پر ضد د عملیاتو پر مهال لسګونه زره نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط کړې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل امنیه قوماندانۍ د څلورمې حوزې پولیسو د همدې حوزې په مربوطاتو کې ۳۳ زره د «زیکپ» په نوم نشه‌يي ګولۍ نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نشه‌يي توکي د پولیسو د کشفي عملیاتو پر مهال موندل شوي او په تړاو یې یو کس هم د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق او وېش پر ضد مبارزه به دوام ولري او نیول شوی کس به د قانوني څېړنو وروسته عدلي ارګانونو ته وسپاري.

امریکا او روسیه په فلوریډا کې د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره خبرې کړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۰

د امریکا او روسیې لوړپوړو چارواکو په فلوریډا ایالت کې خبرې وکړې، ترڅو د اوکراین جګړه د یوې ممکنه موافقې له لارې پای ته ورسوي.

د فلوریډا په میامي ښار کې د روسیې ځانګړي استازي کیریل دمیټریېف او د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکوف د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره خبرې وکړې.

د روسي استازي په وینا، خبرې رغنده وې او د سبا لپاره هم دوام لري.

اوکراین د امریکا وړاندیز ملاتړ کړی چې درې اړخیزې خبرې د بندیانو د تبادلې او د دواړو هېوادنو د ولسمشرانو د لیدنو لپاره زمینه برابره کړي.

خو د روسیې حکومت لاهم له نرمښت څخه ډډه کوي او په خپلو غوښتنو ټینګار کوي.

د اوکراین لوړپوړي مذاکره کوونکي روستم عمرېوف وویل، امریکا او اروپایي ټیمونه د ګډو هڅو د دوام پر سر موافقه کړې، او د خبرو نتیجه یې ولسمشر زیلنسکي ته وړاندې کړې ده.

بل پلو مارکو روبیو، د امریکا ملي امنیت سلاکار، وویل چې د کال تر پایه به هڅه وشي څو د دواړو لوریو تر منځ د سولې یوه موافقه رامنځته شي.

په اسلام‌اباد هوايي ډګر کې د قانوني ویزو لرونکو افغانانو د سفر مخه نیول شوې ده

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۱ GMT+۰

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد هوایي ډکر کې یو شمېر افغانانو شکایت کړی چې د قانوني اسنادو سره ورته د سفر اجازه نده ورکړل شوې او الوتنه یې لغوه شوې، دغه مسافرو په سوشل میډیا هغه ويډیوګانې هم خپرې کړي چې د سفر اجازه نه ورکول کیږي.

د راپورونو له مخې، دغه مسافر کې کابل ته یې پراوز درلود، هر یو یې شاوخوا ۵۸ زره پاکستانۍ کلدارې مالي زیان لیدلی.

پاکستاني خبریال طاهر خان هم د افغان مسافرو له قوله لیکلي چې د اسلام‌اباد په هوايي ډګر کې دوی ته، سره له دې چې قانوني ویزې یې لرلې، د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.

دغه پاکستاني خبریال نن یکشنبه(د لیندۍ ۳۰مه)،په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې نن لږ تر لږه ۳۲ افغان مسافر چې د کام‌ایر الوتکې له لارې له اسلام‌اباد نه کابل ته د تګ په حال کې وو، د پاکستان د کډوالۍ ادارې کارکوونکو لخوا اجازه ورنکړل شوه چې الوتکې ته پورته شي. په داسې حال کې چې دغومسافرو قانوني ویزې او د سفر بشپړ اسناد لرل.

طاهر خان په خپل پوسټ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د فدرالي ادارې (FIA) حسابونه هم منشن کړي او غوښتنه یې کړې، چې دا موضوع دې وڅېړل شي.

دا ستونزې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ځمکنۍ لارې تړلې دي او افغانان یوازې له هوایي لارې، د سختو شرایطو، لوړو لګښتونو او محدودیتونو سره، تګ راتګ کولی شي.

ملا عبدالغني برادر: هوسا افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۰

د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د ۷۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت دسوداګریز مارکېټ د پرانیستې په مراسمو کې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، نړۍ دې د تحریمونو او بې‌ځایه فشارونو پر ځای له طالبانو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

د بلخ ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یاد سوداګریز مارکېټ د پرانیستې په مراسمو کې ملا عبدالغني برادرسره لوړ پوړو طالب چارواکو ګډون کړی و.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، په خپلو خبرو کې وویل: «موږ د سیمه‌ییزو هېوادونو او نړیوالو څخه غواړو چې د تحریمونو او بې‌ځایه فشارونو پر ځای له طالبانو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي. یو هوسا او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو زیان نه دی، بلکې د سیمې او نړۍ د اقتصادي ثبات او هوساینې سره مرسته کوي.»

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د سترو او اوږدمهاله پروژو پلي کېدل څرګندوي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی او پانګوال کولی شي له شته فرصتونو ګټه واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د بلخ والي، ملا محمد یوسف وفا، د ولایتي پرمختیايي پروژو یادونه وکړه او ویې ویل: «د ولایت مسولیت یوازې د ولس د سر او مال ساتنه نه ده، بلکې د خلکو د اقتصاد پیاوړتیا، د خدماتو وړاندې کول او د اسانتیاوو رامنځته کول هم د حکومت له اساسي دندو څخه دي.»

د مارکېټ د پراختیا په اړه د بلخ والي وویل: «د اوقافي سوداګریز مارکېټ پروژه به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او زرګونو نورو ته به په تجارتي برخه کې د عاید فرصتونه رامنځته کړي.»

د یادونې وړ ده چې دغه اته‌پوړیز مارکېټ چې ۸۷۰دوکانونه لري، په دوو کلونو کې به بشپړ شي او هر کال به د اجارې له لارې ۴۳ میلیونه افغانۍ د اسلامي امارت خزانې ته وسپارل شي.