طالبان وایي د کابل څلورمه حوزه کې یې لسګونه زره نشهيي ګولۍ نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند د څلورمې حوزې پولیسو یې د نشهيي توکو پر ضد د عملیاتو پر مهال لسګونه زره نشهيي ګولۍ کشف او ضبط کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند د څلورمې حوزې پولیسو یې د نشهيي توکو پر ضد د عملیاتو پر مهال لسګونه زره نشهيي ګولۍ کشف او ضبط کړې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل امنیه قوماندانۍ د څلورمې حوزې پولیسو د همدې حوزې په مربوطاتو کې ۳۳ زره د «زیکپ» په نوم نشهيي ګولۍ نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نشهيي توکي د پولیسو د کشفي عملیاتو پر مهال موندل شوي او په تړاو یې یو کس هم د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د نشهيي توکو د قاچاق او وېش پر ضد مبارزه به دوام ولري او نیول شوی کس به د قانوني څېړنو وروسته عدلي ارګانونو ته وسپاري.

د امریکا او روسیې لوړپوړو چارواکو په فلوریډا ایالت کې خبرې وکړې، ترڅو د اوکراین جګړه د یوې ممکنه موافقې له لارې پای ته ورسوي.
د فلوریډا په میامي ښار کې د روسیې ځانګړي استازي کیریل دمیټریېف او د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکوف د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره خبرې وکړې.
د روسي استازي په وینا، خبرې رغنده وې او د سبا لپاره هم دوام لري.
اوکراین د امریکا وړاندیز ملاتړ کړی چې درې اړخیزې خبرې د بندیانو د تبادلې او د دواړو هېوادنو د ولسمشرانو د لیدنو لپاره زمینه برابره کړي.
خو د روسیې حکومت لاهم له نرمښت څخه ډډه کوي او په خپلو غوښتنو ټینګار کوي.
د اوکراین لوړپوړي مذاکره کوونکي روستم عمرېوف وویل، امریکا او اروپایي ټیمونه د ګډو هڅو د دوام پر سر موافقه کړې، او د خبرو نتیجه یې ولسمشر زیلنسکي ته وړاندې کړې ده.
بل پلو مارکو روبیو، د امریکا ملي امنیت سلاکار، وویل چې د کال تر پایه به هڅه وشي څو د دواړو لوریو تر منځ د سولې یوه موافقه رامنځته شي.

په امریکا کې مېشت افغانان اندېښمن دي چې د یوه افغان د جرمي کړنې له امله ټول افغانان له تبعیض او زیان سره مخ نه شي. همدا ډول هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، بې برخليکه پاتې شوي دي.
په متحده ایالاتو کې هغه افغانان چې د تېرو شاوخوا شلو کلونو جګړې په ترڅ کې یې له امریکايي سرتېرو سره همکارۍ کړې، د تېرې میاشتې په ملي ګارد باندې له خونړي پېښې ورسته سخت اندېښمن شوي.
۳۱کلن افغان، چې د امریکا د شین کارت لرونکی دی، وایي: «ټول خلک وېرېدلي دي. موږ وېرېږو چې د یوه افغان د کړنې له امله به موږ ونیول شو یا به په موږ قضاوت وشي.».
په دغه پېښه کې د یو افغان تبعه له خوا د ویسټ ورجینیا ملي ګارد ۲۰ کلنه سرتېرې سارا بېکستروم ووژل شوه، او بل سرتېری، اندرو وولف، سخت ټپي شو.
د پېښې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د «دریمې نړۍ هېوادونو»، چې افغانستان هم پکې دی، کډوالي ودرول شي.
افغانان اوس وېرېږي چې کېدای شي بیرته هغه هېواد ته واستول شي چې د طالبانو تر واک لاندې دی.
مریم، ۲۷ کلنه افغانه چې په کابل کې یې د امریکا سفارت لپاره د زدهکړې پروژو کې کار کوه، د خپلې وېرې حال داسې بیان کړ: «ما په امریکا کې خپل کور جوړ کړی، اوس دا زما کور دی. که له دې ځایه لاړه شم، باید چیرته لاړ شم؟ کله چې ویده شم، زړه مې ډېر درد کوي او داسې احساس کوم چې هېچا پورې اړیکه نه لرم.»
هغې زیاته کړه چې د طالبانو د منفي تصویر د وړاندې کولو مخنیوی یې په تعلیمي پروژو کې کړی و او د ښځو د حقونو د پراختیا لپاره یې هڅې کړي وې.
دغه افغانان اندېښنه لري چې که افغانستان ته بېرته واستول شي د طالبانو له خوا به ترې غچ واخیستل شي.

د فوربس مجلې وايي، د امریکا یوې محکمې د ټېسلا د ونډو د اخیستلو پرېکړه بېرته ومنله، چې له امله یې د دې شرکت د مشر ایلن ماسک شتمني د جمعې په ورځ ۷۴۹ میلیارد ډالرو ته لوړه شوه، دا په داسې حال کې ده چې دغه امتیاز، چې ۱۳۹ میلیارد ډالر ارزښت یې درلود، تېر کال لغوه شوی و.
د ایلن ماسک د امتیازي معاش کڅوړه، چې په ۲۰۱۸ کال کې طرحه شوې وه او هغه مهال یې ارزښت ۵۶ میلیارد ډالره و، د جمعې په ورځ د ډېلاویر ایالت د سترې محکمې له لوري بېرته فعاله شوه.
دوه کاله وړاندې، یوې ابتدایي محکمې دا د معاش کڅوړه «د نه منلو وړ» بللې وه او لغوه کړې یې وه.
خو د ډېلاویر سترې محکمې اوس ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د محکمې پرېکړه «ناسمه او ناعادلانه» وه.
ایلن ماسک دا مهال د نړۍ تر ټولو شتمن کس بلل کېږي، او د هغه د شتمنۍ او د ګوګل د شریک بنسټاېښودونکي لاري پېج، چې په دې نوملړ کې دویم ځای لري، ترمنځ شاوخوا ۵۰۰ میلیارد ډالره توپیر شته.

د اوکراین ولسمشر ویلي، کییف او اروپايي متحدین یې باید د امریکا په مشرۍ له روسیې سره د سولې له خبرو چې لا هم روانې دي، خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. د نوموړي په وینا، د پرمختګ د امکان په صورت کې به له مسکو سره د درې اړخیزو خبرو لپاره د واشنګټن له وړاندیز څخه هم ملاتړ کوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) ویلي، د سولې خبرو اوسنی چوکاټ «د جنګېدو ارزښت» لري.
نوموړي همداراز څرګنده کړې: «که خبرې پایله ورنهکړي، نو موږ ټول به پر نورو لارو چارو هم فکر وکړو».
تر دې مخکې د فرانسې ولسمشر ویلي و، که د امریکا په مشرۍ د اوکراین او روسیې تر منځ د سولې هڅې له بندښت سره مخ شي، اروپا اړه ده چې بیا ځلي له مسکو سره مخامخ خبرو ته کېني.

د هند سینمايي لوبغاړې نورا فتحي نن په ممبۍ ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ژوبله شوې ده. دغه پېښه نن د «سنبرن فېسټیوال» له پیلېدو څو ساعته مخکې رامنځته شوې ده.
د هندي رسنیو د راپور لهمخې، نورا فتحي نن په ممبۍ ښار کې د «سنبرن فېسټيوال» ته د ګډون لپاره روانه وه، چې د لارې په اوږدو کې له یوې ټرافیکي پېښې سره مخ شوه. ویل کېږي مقابل لوری موټر چلوونکی د نشې په حالت کې موټر چلاوه.
ډاکټرانو د معایناتو له ترسره کولو وروسته یوازې د سر ضربه تشخیص کړې او ویلي یې دي، چې دومره جدي نهده.
سره له دې چې ډاکټرانو نورا فتحي ته د ارام کولو سپارښتنه کړې، خو هغې ټينګار کړی چې په یاد فېسټيوال کې به هرومرو ګډون کوي او هغه فېسټيوال هم نن شپه ترسره کېدونکی دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه ۳۳ کلنه فلمي لوبغاړې په لومړي سر کې د یوې نڅاګرې په توګه راڅرګنده شوه او اوس په ځينو فلمونو کې یې هم کار پیل کړی دی.
