• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا مېشتي افغانان: د یو افغان جرمي کړنې له امله باید په ټولو افغانان قضاوت ونشي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰

په امریکا کې مېشت افغانان اندېښمن دي چې د یوه افغان د جرمي کړنې له امله ټول افغانان له تبعیض او زیان سره مخ نه شي. همدا ډول هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، بې برخليکه پاتې شوي دي.

په متحده ایالاتو کې هغه افغانان چې د تېرو شاوخوا شلو کلونو جګړې په ترڅ کې یې له امریکايي سرتېرو سره همکارۍ کړې، د تېرې میاشتې په ملي ګارد باندې له خونړي پېښې ورسته سخت اندېښمن شوي.

۳۱کلن افغان، چې د امریکا د شین کارت لرونکی دی، وایي: «ټول خلک وېرېدلي دي. موږ وېرېږو چې د یوه افغان د کړنې له امله به موږ ونیول شو یا به په موږ قضاوت وشي.».

په دغه پېښه کې د یو افغان تبعه له خوا د ویسټ ورجینیا ملي ګارد ۲۰ کلنه سرتېرې سارا بېکستروم ووژل شوه، او بل سرتېری، اندرو وولف، سخت ټپي شو.

د پېښې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د «دریمې نړۍ هېوادونو»، چې افغانستان هم پکې دی، کډوالي ودرول شي.

افغانان اوس وېرېږي چې کېدای شي بیرته هغه هېواد ته واستول شي چې د طالبانو تر واک لاندې دی.

مریم، ۲۷ کلنه افغانه چې په کابل کې یې د امریکا سفارت لپاره د زده‌کړې پروژو کې کار کوه، د خپلې وېرې حال داسې بیان کړ: «ما په امریکا کې خپل کور جوړ کړی، اوس دا زما کور دی. که له دې ځایه لاړه شم، باید چیرته لاړ شم؟ کله چې ویده شم، زړه مې ډېر درد کوي او داسې احساس کوم چې هېچا پورې اړیکه نه لرم.»

هغې زیاته کړه چې د طالبانو د منفي تصویر د وړاندې کولو مخنیوی یې په تعلیمي پروژو کې کړی و او د ښځو د حقونو د پراختیا لپاره یې هڅې کړي وې.

دغه افغانان اندېښنه لري چې که افغانستان ته بېرته واستول شي د طالبانو له خوا به ترې غچ واخیستل شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

ایلن ماسک په تاریخ کې لومړنی کس شو چې شتمني یې ۷۰۰ میلیارد ډالرو ته ورسېده

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۹ GMT+۰

د فوربس مجلې وايي، د امریکا یوې محکمې د ټېسلا د ونډو د اخیستلو پرېکړه بېرته ومنله، چې له امله یې د دې شرکت د مشر ایلن ماسک شتمني د جمعې په ورځ ۷۴۹ میلیارد ډالرو ته لوړه شوه، دا په داسې حال کې ده چې دغه امتیاز، چې ۱۳۹ میلیارد ډالر ارزښت یې درلود، تېر کال لغوه شوی و.

د ایلن ماسک د امتیازي معاش کڅوړه، چې په ۲۰۱۸ کال کې طرحه شوې وه او هغه مهال یې ارزښت ۵۶ میلیارد ډالره و، د جمعې په ورځ د ډېلاویر ایالت د سترې محکمې له لوري بېرته فعاله شوه.

دوه کاله وړاندې، یوې ابتدایي محکمې دا د معاش کڅوړه «د نه منلو وړ» بللې وه او لغوه کړې یې وه.

خو د ډېلاویر سترې محکمې اوس ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د محکمې پرېکړه «ناسمه او ناعادلانه» وه.

ایلن ماسک دا مهال د نړۍ تر ټولو شتمن کس بلل کېږي، او د هغه د شتمنۍ او د ګوګل د شریک بنسټ‌اېښودونکي لاري پېج، چې په دې نوملړ کې دویم ځای لري، ترمنځ شاوخوا ۵۰۰ میلیارد ډالره توپیر شته.

فوزیه کوفي: افغانستان عادلانه تعلیمي فرصتونو ته اړتیا لري

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۹ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، د افغانستان روان تعلیمي کال پای ته رسېدو سره د دولسم ټولګي فارغان د کانکور ازموینې ته چمتووالی نیسي، خو طالبان لا هم نجونې له زده‌کړو بې‌برخې ساتي او له هغوی یې یو بنسټیز حق اخیستی دی.

فوزیه کوفي په ایکسلیکلي، نننۍ نړۍ د علمي زېرمو او د پوهې د پرمختګ پر مټ «حتی تر ټولو ستونزمنې لارې هم اسانه کړې دي»، خو د نوموړې په وینا، افغانستان لا هم له دې فرصتونو بې‌برخې دی.

هغې ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو وګړو لپاره «عادلانه او برابر تعلیمي فرصتونو» ته اړتیا لري، خو زیاته کړې یې ده چې دا حق اوس مهال د طالبانو له‌خوا د نجونو څخه اخیستل شوی دی.

کوفي ویلي: «زموږ هېواد عادلانه او برابر تعلیمي فرصتونو ته اړتیا لري، خو له بده مرغه دا حق طالبان زموږ له لوڼو څخه اخیستی دی.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له ۲۰۲۱ راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، دغه ډلې د نجونو پر مخ د منځنیو او لوړو زده‌کړو دروازې تړلې دي؛ هغه پرېکړه چې د کورنیو او نړیوالو پراخو غبرګونونو سره مخ شوې، خو لا هم پر ځای پاتې ده.

زېلېنسکي: اوکراین او متحدین یې باید د امریکا په مشرۍ د سولې خبرو له بهیر څخه ملاتړ وکړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ویلي، کییف او اروپايي متحدین یې باید د امریکا په مشرۍ له روسیې سره د سولې له خبرو چې لا هم روانې دي، خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. د نوموړي په وینا، د پرمختګ د امکان په صورت کې به له مسکو سره د درې اړخیزو خبرو لپاره د واشنګټن له وړاندیز څخه هم ملاتړ کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) ویلي، د سولې خبرو اوسنی چوکاټ «د جنګېدو ارزښت» لري.

نوموړي همداراز څرګنده کړې: «که خبرې پایله ورنه‌کړي، نو موږ ټول به پر نورو لارو چارو هم فکر وکړو».

تر دې مخکې د فرانسې ولسمشر ویلي و، که د امریکا په مشرۍ د اوکراین او روسیې تر منځ د سولې هڅې له بندښت سره مخ شي، اروپا اړه ده چې بیا ځلي له مسکو سره مخامخ خبرو ته کېني.

د هند سینمايي لوبغاړې نورا فتحي په یوې ټرافیکي پېښه کې ژوبله شوې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۱ GMT+۰

د هند سینمايي لوبغاړې نورا فتحي نن په ممبۍ ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ژوبله شوې ده. دغه پېښه نن د «سنبرن فېسټیوال» له پیلېدو څو ساعته مخکې رامنځته شوې ده.

د هندي رسنیو د راپور له‌مخې، نورا فتحي نن په ممبۍ ښار کې د «سنبرن فېسټيوال» ته د ګډون لپاره روانه وه، چې د لارې په اوږدو کې له یوې ټرافیکي پېښې سره مخ شوه. ویل کېږي مقابل لوری موټر چلوونکی د نشې په حالت کې موټر چلاوه.

ډاکټرانو د معایناتو له ترسره کولو وروسته یوازې د سر ضربه تشخیص کړې او ویلي یې دي، چې دومره جدي نه‌ده.

سره له دې چې ډاکټرانو نورا فتحي ته د ارام کولو سپارښتنه کړې، خو هغې ټينګار کړی چې په یاد فېسټيوال کې به هرومرو ګډون کوي او هغه فېسټيوال هم نن شپه ترسره کېدونکی دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه ۳۳ کلنه فلمي لوبغاړې په لومړي سر کې د یوې نڅاګرې په توګه راڅرګنده شوه او اوس په ځينو فلمونو کې یې هم کار پیل کړی دی.

په هلمند کې په ناقانونه توګه راوړل شوي درمل وسوځول شول

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو د اوومې سرحدي لوا منسوبینو د هلمند ولایت اړوند د ډیورند ګرښې په اوږدو کې ۱۶ موټره بې‌کیفیته درمل تر کشف وروسته وسوځول. دا قول اردو زیاتوي، دغه درمل په ناقانونه توګه هېواد ته را اړول شوي و.

یادې قول اردو د شنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه انساني بې‌کیفیته او تاریخ تېر درمل چې په ناقانونه توګه هېواد ته را اړول شوي و، په بهرامچه کې تر نیول کېدو وروسته ځای پر ځای وسوځول شول.

خبرپاڼه زیاتوي: «هغه انساني درمل چي بې‌کيفيته، تاريخ تېر‌ او جعلي و او همداراز په غېر قانوني ډول هېواد ته راوړل کېدل د هلمند ولايت په بهرامچه کې تر نيول کېدو وروسته وسوځول شول».

په خبرپاڼه کې د دغو درملو د وزن، د قاچاق‌کوونکو او همداراز د مبدا هېواد د نوم په تړاو جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو بهرامچه د ډیورند کرښې له لارې له پاکستان سره لاره لري.

له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو او همداراز د هر ډول سوداګرۍ له بندېدو وروسته اوس ځينې سوداګر هڅې کوي، چې په قاچاقي ډول یوې او بلې خوا ته سوداګریز توکي ولېږدوي.