• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هلمند کې په ناقانونه توګه راوړل شوي درمل وسوځول شول

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو د اوومې سرحدي لوا منسوبینو د هلمند ولایت اړوند د ډیورند ګرښې په اوږدو کې ۱۶ موټره بې‌کیفیته درمل تر کشف وروسته وسوځول. دا قول اردو زیاتوي، دغه درمل په ناقانونه توګه هېواد ته را اړول شوي و.

یادې قول اردو د شنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه انساني بې‌کیفیته او تاریخ تېر درمل چې په ناقانونه توګه هېواد ته را اړول شوي و، په بهرامچه کې تر نیول کېدو وروسته ځای پر ځای وسوځول شول.

خبرپاڼه زیاتوي: «هغه انساني درمل چي بې‌کيفيته، تاريخ تېر‌ او جعلي و او همداراز په غېر قانوني ډول هېواد ته راوړل کېدل د هلمند ولايت په بهرامچه کې تر نيول کېدو وروسته وسوځول شول».

په خبرپاڼه کې د دغو درملو د وزن، د قاچاق‌کوونکو او همداراز د مبدا هېواد د نوم په تړاو جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو بهرامچه د ډیورند کرښې له لارې له پاکستان سره لاره لري.

له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو او همداراز د هر ډول سوداګرۍ له بندېدو وروسته اوس ځينې سوداګر هڅې کوي، چې په قاچاقي ډول یوې او بلې خوا ته سوداګریز توکي ولېږدوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په ارزګان کې ۸ موټر پلورنځي د «ناقانونه فعالیتونو» له امله وتړل

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې له ۲۱ موټر پلورنځیو څارنه کړې او په ترڅ کې یې ۸ موټر پلورنځي د یو شمېر ناقانونه فعالیتونو له امله وتړل. دغه وزارت د یادو «ناقانونه فعالیتونو» په تړاو نور وضاحت نه‌دی ورکړی.

د طالبانو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې څارنیز بهیر کې د یادو موټر پلورنځيو قانوني جوازونه، رسمي سټې، لوحې، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب او یو شمېر نور اړین اسناد ارزول شوي دي.

دغه وزارت د دغو تړل شویو ۸ موټر پلورنځيو د «ناقانونه فعالیتونو» په تړاو په دقیق ډول څه نه‌دي ویلي او زیاته کړې یې ده، چې د پاتې نورو موټر پلورنځيو مسوولينو ته د کاري چارو د ښه پرمخ وړولو او د خپلو موجودو ستونزو د لرې کولو په موخه لازمې توصیې وشوې.

د دغه وزارت په وینا، د عدلیې ولایتي مسوولین به په دوامداره توګه له خپلو اړوندو برخو څارنو ته دوام ورکړي.

طالبانو په کاپیسا کې د دوو ښځو په ګډون ۵ کسان په دُرو ووهل

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۸ GMT+۰

د کاپیسا د حصه اول کوهستان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ابتداییه محکمې د پرېکړې له‌مخې د دوو ښځو په ګډون ۵ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل شول. دغه کسان د «نامشروع» اړیکو له امله په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کسان هر یو یې په ۳۹ دُرو وهل شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه تعزیري سزا هم د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته تطبیق شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو څه باندې ۲۸۰ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پر بنسټ، یاد کسان «د نشه‌یي توکو د کاروبار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي».

ابراهیم صدر یو ځل بیا د رهبرۍ له اوامرو پر اطاعت کولو ټينګار وکړ

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر د شنبې په ورځ په پروان کې له طالب مسوولینو او متنفذینو سره په کتنه کې یو ځل بیا د مشرتابه له اوامرو پر اطاعت کولو، د امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او له وظیفوي تداخل څخه پر مخنیوي ټينګار وکړ.

وروسته له هغې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني تېره اوونۍ په خوست کې د طالبانو پر چلند سختې نیوکې وکړې، هبت‌الله اخوندزاده ته نږدې طالب چارواکو په پرله‌پسې ډول د مشرتابه او په ځانګړې توګه د هبت‌الله اخوندزاده له اوامرو او فرامینو د اطاعت کولو غوښتنه کړې ده.

په دې لړ کې ابراهیم صدر د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کې دا ځل په پروان کې له ځايي طالب مسوولینو سره په کتنو کې د مشرتابه له اوامرو پر اطاعت کولو، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، د یونیفورم پر مراعاتولو او د لیاقت له‌مخې پر انتصاباتو ټینګار وکړ.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت لپاره طالب والي محمد ادریس انوري هم د اوسني نظام پر ساتنې له ټينګار سربېره ویلي: «په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده، چې ټول د یووالي او پیوستون لپاره هڅې وکړو».

سراج‌الدین حقاني تېره اوونۍ د خوست په مرکزي جومات کې له خلکو سره د طالبانو پر چلند سختې نیوکې وکړې او د طالبانو مشر هبت‌الله ته د نږدې کړۍ له‌خوا ورته غبرګون وښودل شو.

نوموړی بیا تېره ورځ په کندهار کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شو او نن یې په زابل کې د هبت‌الله د فرمانونو او لارښوونو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

د افغان کرېکټ د غوره‌لیګ پر نوې لوګو نیوکې؛ مینه‌وال د ملي بیرغ نشتون «نه‌بښونکی» بولي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۰

د افغان کرېکټ د غوره‌لیګ د دویم پړاو د پیل ځانګړي مراسم په متحده‌عربي اماراتو کې ترسره شول. په مراسمو کې د افغانستان کرېکټ بورډ له خپلو ستراتیژیکو پانګه‌والو او شریکانو سره یو ځای د لیګ د دویم پړاو د پیل نېټه، کوربه هېواد، د لوبډلو شمېر او د لیګ نوې لوګو په رسمي ډول معرفي کړل.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب‌خان وویل، چې د افغانستان کرېکټ غوره‌لیګ به په ۲۰۲۶ کال کې په متحده‌عربي اماراتو کې ترسره شي.

هغه زیاته کړه: «دا لیګ به پنځه لوبډلې ولري او د افغانستان کرېکټ غوره‌لیګ لوګو هم نوې شوې ده.»

په همدې غونډه کې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف وویل، چې د افغانستان کرېکټ غوره‌لیګ یوه ستره او عایداتي پروژه ده.

نوموړي د لیګ د ګټو په اړه وویل: «دا لیګ د نویو ځوانانو لپاره مالي مرسته برابروي، تخنیکي اړخ یې پیاوړی کوي او دا یې تر ټولو مهمې ګټې دي.»

خو د غونډې پرمهال د نوې لوګو په اړه چې پکې د افغانستان د ملي بیرغ درې رنګه نښان نه و، د کرېکټ بورډ مشرانو هېڅ وضاحت ورنه‌کړ.

د خلکو غبرګونونه او سختې نیوکې

د افغان کرېکټ غوره‌لیګ د نوې لوګو له اعلان وروسته دغه پرېکړه د افغان کرېکټ مینه‌‌والو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ په رسمي ټولنیزو پاڼو سلګونو کسانو تبصرې کړي او د لوګو بدلون یې په کلکو ټکو غندلی دی.

د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکي لیکلي: «تر دې هغه مخکېنۍ لوګو ښه وه. دا باید د وطن د درې رنګه ملي بیرغ له رنګونو جوړه وای؛ خو ډارن خلک یاست.»

بل کس لیکلي: «ډېره چټي او بې‌ معنا لوګو ده.»

د کرېکټ یوه بل مینه‌وال بیا لیکلي: «د لوګو د جوړولو لپاره باید عامه سیالي ترسره شوې وای، تر څو مینه‌والو ګډون پکې کړی وای او په پای کې تر ټولو غوره لوګو ټاکل شوې وای او ګټونکي ته انعام هم ورکړل شوی وای، په دې سره به د مینه‌والو حوصله‌ افزایي شوې وای او لیګ به لا په زړه پورې شوی وای»

یو بل کس په غبرګون کې لیکلي: «دغه ټوله غونډه یوازې په یوه لوګو سره پای ته ورسېدله، بیا مو د ملت په سترګو کې خاورې ورواچولې، شرم دې وي.»

بل مینه‌وال بیا وایي: «دا داسې پیکه او سپېره لوګو ده چې د سړي زړه پرې نه خوږیږي، همداسې به افغان کرېکټ هم بې‌خونده او بې‌رنګه کړي.»

د دې نیوکو او غبرګونو پر دوام بیا د کرېکټ یوه بل مینه‌وال زیاته کړې: «طالبان پریمیر لیګ ورته ووایئ، لا به ښه وي.»

که څه هم د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي ټینګار کوي، چې د افغانستان کرېکټ غوره‌لیګ به د هېواد د کرېکټ د ودې، د ځوانانو د ملاتړ او مالي پیاوړتیا لامل شي، خو د نوې لوګو پر سر راپورته شوی ولسي غبرګون ښيي، چې د کرېکټ مینه‌وال د ملي هویت نښانونو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

تر دې مهاله د افغانستان کرېکټ بورډ د خلکو د دغو نیوکو په اړه کوم رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی او لا هم روښانه نه ده، چې ایا د لوګو په اړه به بیاکتنه کېږي او که نه.

طالبان خپلو سرتېرو ته: هېچاته اجازه مه‌ورکوئ چې سرحدونو او ځکمنۍ بشپړتیا ته بد نظر ولري

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزارت چارواکو د ستر درستیز له توپچي ریاست څخه د یو شمېر منسوبینو په فراغت غونډه کې له ګډونوالو وغوښتل، چې د هېواد له سرحدونو په کلکه دفاع وکړي او هېچا ته دې اجازه ورنه‌کړي، چې د هېواد سرحدونو او ځمکنۍ بشپړتیا ته په بد نظر وګوري.

د ډيورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان تر منځ له څو ځلي جګړو وروسته طالبان هڅې کوي، چې د دفاع لپاره ځانونه لا سمبال کړي او له یادو جګړو وروسته طالب چارواکو تل خپل لاس لاندې سرتېرو ته د هر ډول تیري پر وړاندې د کلک ځواب ورکړې سپارښتنه کړې ده.

د طالبانو دفاع وزارت چارواکو د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) د توپچي ریاست د (9M135) میلان کانکورس دستګا رهبري شوي توغندي د څلورمې دورې د سرحدي قطعاتو او ځانګړي ځواکونو په فراغت غونډه کې له هغو وغوښتل، چې د هېواد له سرحدونو [کرښو] په کلکه دفاع وکړي او ځواب ورکړې ته لاس په ماشه واوسي.

دغو طالب چارواکو چې د توپچي رييس رحمت‌الله ناظم، د جلب او جذب قوماندان تراب الهادي طیب عمر، د رهبري شویو مرمیو استاد صدیق‌الله مستري شامل و، وویل: «تاسو له خپلو سرحداتو څخه په پوره زړورتیا سره دفاع وکړئ، د بیت‌المال له وسلو سره احتیاط وکړئ، هڅه وکړئ خپل هدف په پوره دقت سره تعقیب کړئ، هېچاته اجازه ورنکړئ چې د هېواد سرحداتو او ځکمنۍ بشپړتیا ته په بد نظر وګوري او خپل ځواب ته پوره چمتو واوسئ.»

د دغه وزارت د خبرپاڼې د معلوماتو له‌مخې، د سرحدي قطعاتو او ځانګړي ځواک۲۳ منسوبین د ستر درستیز په توپچي ریاست کې د (9M135) میلان کانکورس دستګاه رهبري شوي توغندي د څلورمې دورې له یوه میاشتني عملي او نظري زده‌کړو وروسته نن فارغ شول او دوی هم خپلو مسوولینو ته د ورسپارل شویو مسوولیتونو د ادا کولو ډاډ ورکړ.