په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د افغان خبریالانو له کړاو څخه د ډګ ژوند او ناهیلۍ په درشل کې د افغانستان د رسنو ملاتړ سازمان د ځینو نورو بهرنیو سازمانونو په همکارۍ او په فرانسه کې د مېشتو افغان خبریالانو په ګډون د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) په پاریس کې اعتراضي لاریون وکړ.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یا امسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، په پاکستان او ایران کې مېشت لسګونه افغان خبریالان او د هغوی کورنۍ له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.
خبرپاڼه کاږي، په پاکستان کې مېشت خبریالان او کورنۍ یې په یوه امن هېواد کې د مېشتېدو په تمه له اوږد او مبهم انتظار سره مخ دي او دغه وضعیت یې ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د ځینو افغان خبریالانو د پناه غوښتنې کېسونه رد شوي یا له انټرویو وروسته د اوږدې مودې لپاره بېځوابه پاتې دي او همداراز ګڼ شمېر نور لا هم انټرویو ته د بلنې په تمه دي. دا اوږد او مبهم انتظار د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړی دی.»
افغان خبریالان په پاکستان کې له سختو اقتصادي ستونزو، بېکارۍ، مالي ستونزو، شدیدو رواني فشارونو، د پولیسو لهخوا له پرلهپسې ځورونې، نیونې او د جبري اېستنې له ګواښ سره مخ دي او د امسو په وینا: «دغه وضعیت د ځینو خبریالانو لپاره تر دې بریده رسېدلی چې د ځانوژنې هڅې یې هم کړې دي».
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان زیاتوي، هغه خبریالان چې په جبري ډول او یا هم د ناچارۍ له امله افغانستان ته ستانه کړل شوي، هلته هم له جدي امنیتي ګواښونو، تعقیب، نیونو، لادرکۍ او نورو بشري سرغړونو سره مخ دي او په وینا یې دغه وضعیت نهیوازې د خبریالانو ژوند، بلکې د هغوی د کورنیو او ماشومانو راتلونکی هم له جدي خطر سره مخ کړی دی.
دغه سازمان له اړوندو فرانسوي او نورو نړۍوالو ادارو غوښتي، چې د افغان خبریالانو د پناهغوښتنې کېسونو د پروسس بهیر چټک کړي، له انټرویو وروسته اوږده او بېبرخلیکه انتظار حالت ته د پای ټکی کېږدي، د افغان خبریالانو کېسونه د بشرپاله بېړني وضعیت پر بنسټ وڅېړي او د فرانسې په څېر امنو هېوادونو ته یې د لېږدونې زمینه برابره کړي او همداراز د انساني کرامت پر بنسټ د خبریالانو، د هغوی د کورنیو او ماشومانو ځانګړی وضعیت په پام کې ونیسي.
دغه سازمان د جینوا د ۱۹۵۱ کنوانسیون لهمخې، د فرانسې له حکومت څخه غوښتي چې افغان خبریالانو ته پناه ورکړي.
امسو خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو پر وړاندې چوپتیا «د هغوی د مرګ په معنا ده او هر ډول ځنډ د نهجبرانېدونکو انساني پایلو لامل ګرځي».
د راپورونو لهمخې، په تېرې یوې اوونۍ کې ۶افغان خبریالان له پاکستان څخه په جبري ډول افغانستان ته استول شوي او دا بهیر همداراز دوام لري.
د یادونې وړ ده، چې په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان له سخت وضعیت سره مخ دي. پاکستان له څو میاشتو راهیسې افغانانو ته د ویزې د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی او له همدې امله ډېری خبریالان او کورنۍ یې اوس ویزې نهلري او د هرې شېبې د نیول کېدو په وېره کې شپې او ورځې تېروي.
پاکستاني پولیس هم له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او ان په ځینو مواردو کې یې د کورونو دروازې ماتوي او له ماشومانو او ښځو سره یې یو ځای نیسي او افغانستان ته یې په زوره شړي.
له دې سره هممهاله، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په ځانګړي ډول خبریالان د پاکستاني پولیسو لهخوا تر نیول کېدو سمدستي وروسته افغانستان ته لېږل کېږي. راپورونه ښيي، چې دغه کسان له قانوني بهیر او لازمې ارزونې پرته اېستل کېږي او دا چاره د دې لامل شوې، چې د ډېرو ستنول شویو کسانو ژوند له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ شي او د ځورونې او تعقیب اندېښنې زیاتې شي.
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، شاوخوا ۱۵۰افغان خبریالان په ایران او پاکستان کې د فرانسې ویزو ته په تمه دي او دوی هم له فرانسې څخه غواړي، چې د پناه غوښتنې بهیر چټک کړي.