• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امسو: په پاکستان کې د سخت کړاو له امله ځينو افغان خبریالانو ان د ځان وژنې هڅه هم کړې

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان په پاکستان او ایران کې د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د سخت، ناعادلانه او ژوند ګواښونکي وضعیت په تړاو نن په پاریس کې اعتراضي لاریون وکړ. دغه سازمان وايي، په پاکستان کې د سخت کړاو له امله ځينو افغان خبریالانو ان د ځان وژنې هڅه هم کړې ده.

په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د افغان خبریالانو له کړاو څخه د ډګ ژوند او ناهیلۍ په درشل کې د افغانستان د رسنو ملاتړ سازمان د ځینو نورو بهرنیو سازمانونو په همکارۍ او په فرانسه کې د مېشتو افغان خبریالانو په ګډون د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) په پاریس کې اعتراضي لاریون وکړ.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یا امسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، په پاکستان او ایران کې مېشت لسګونه افغان خبریالان او د هغوی کورنۍ له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

خبرپاڼه کاږي، په پاکستان کې مېشت خبریالان او کورنۍ یې په یوه امن هېواد کې د مېشتېدو په تمه له اوږد او مبهم انتظار سره مخ دي او دغه وضعیت یې ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د ځینو افغان خبریالانو د پناه غوښتنې کېسونه رد شوي یا له انټرویو وروسته د اوږدې مودې لپاره بې‌ځوابه پاتې دي او همداراز ګڼ شمېر نور لا هم انټرویو ته د بلنې په تمه دي. دا اوږد او مبهم انتظار د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړی دی.»

افغان خبریالان په پاکستان کې له سختو اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ، مالي ستونزو، شدیدو رواني فشارونو، د پولیسو له‌خوا له پرله‌پسې ځورونې، نیونې او د جبري اېستنې له ګواښ سره مخ دي او د امسو په وینا: «دغه وضعیت د ځینو خبریالانو لپاره تر دې بریده رسېدلی چې د ځان‌وژنې هڅې یې هم کړې دي».

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان زیاتوي، هغه خبریالان چې په جبري ډول او یا هم د ناچارۍ له امله افغانستان ته ستانه کړل شوي، هلته هم له جدي امنیتي ګواښونو، تعقیب، نیونو، لادرکۍ او نورو بشري سرغړونو سره مخ دي او په وینا یې دغه وضعیت نه‌یوازې د خبریالانو ژوند، بلکې د هغوی د کورنیو او ماشومانو راتلونکی هم له جدي خطر سره مخ کړی دی.

دغه سازمان له اړوندو فرانسوي او نورو نړۍوالو ادارو غوښتي، چې د افغان خبریالانو د پناه‌غوښتنې کېسونو د پروسس بهیر چټک کړي، له انټرویو وروسته اوږده او بې‌برخلیکه انتظار حالت ته د پای ټکی کېږدي، د افغان خبریالانو کېسونه د بشرپاله بېړني وضعیت پر بنسټ وڅېړي او د فرانسې په څېر امنو هېوادونو ته یې د لېږدونې زمینه برابره کړي او همداراز د انساني کرامت پر بنسټ د خبریالانو، د هغوی د کورنیو او ماشومانو ځانګړی وضعیت په پام کې ونیسي.

دغه سازمان د جینوا د ۱۹۵۱ کنوانسیون له‌مخې، د فرانسې له حکومت څخه غوښتي چې افغان خبریالانو ته پناه ورکړي.

امسو خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو پر وړاندې چوپتیا «د هغوی د مرګ په معنا ده او هر ډول ځنډ د نه‌جبرانېدونکو انساني پایلو لامل ګرځي».

د راپورونو له‌مخې، په تېرې یوې اوونۍ کې ۶افغان خبریالان له پاکستان څخه په جبري ډول افغانستان ته استول شوي او دا بهیر همداراز دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان له سخت وضعیت سره مخ دي. پاکستان له څو میاشتو راهیسې افغانانو ته د ویزې د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی او له همدې امله ډېری خبریالان او کورنۍ یې اوس ویزې نه‌لري او د هرې شېبې د نیول کېدو په وېره کې شپې او ورځې تېروي.

پاکستاني پولیس هم له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او ان په ځینو مواردو کې یې د کورونو دروازې ماتوي او له ماشومانو او ښځو سره یې یو ځای نیسي او افغانستان ته یې په زوره شړي.

له دې سره هم‌مهاله، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په ځانګړي ډول خبریالان د پاکستاني پولیسو له‌خوا تر نیول کېدو سمدستي وروسته افغانستان ته لېږل کېږي. راپورونه ښيي، چې دغه کسان له قانوني بهیر او لازمې ارزونې پرته اېستل کېږي او دا چاره د دې لامل شوې، چې د ډېرو ستنول شویو کسانو ژوند له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ شي او د ځورونې او تعقیب اندېښنې زیاتې شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، شاوخوا ۱۵۰افغان خبریالان په ایران او پاکستان کې د فرانسې ویزو ته په تمه دي او دوی هم له فرانسې څخه غواړي، چې د پناه غوښتنې بهیر چټک کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کندهار کې تر ۱۵ زیات ځوانان د ږیرې لنډېدو او خرېیلو له امله نیولي دي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۱ GMT+۰

په کندهار کې د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست له‌خوا پر ځوانانو فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي. تازه راپورونه ښيي، چې په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۱۵ تنه ځوانان یوازې د دې لپاره له رسټورانټونو او خوړنځایونو څخه وړل شوي، چې ږیرې یې لنډې یا خرېیلې وې.

د طالبانو د امربالمعروف ریاست دا ډول کړنې د کندهار ښار د اوسېدونکو له سخت غبرګون سره مخ شوي او ډېری یې دا چاره ښکاره ظلم او د شخصي ازادۍ ښکاره سرغړونه بولي.

د کندهار یوه اوسېدونکي نور احمد د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي: «تېره شپه عینو مېنه کې د پيزا پواینټ رسټورانټ ته تللي وو چې د امربالمعروف کارکوونکي راغلل او د هوټل له کارکوونکو سره یې یو شمېر مشتریان هم له ځان سره بوتلل چې ولې مو ږیري خرېیلي دي.»

د کندهار نور اوسېدونکي هم وایي، چې دا ډول چاپې اوس منظمې شوې دي او د امربالمعروف کارکوونکي نږدې هره پنجشنبه او جمعه پر رسټورانټونو او خوړنځایونو ګرځي او ځوانان د ظاهري بڼې له امله نیسي.

د کندهار پوهنتون محصل احمدالله ویاړ چې عینو مېنې ته د تفریح لپاره تللی و، وايي:«موږ د تفریح لپاره له کورونو وځو، خو د مجرمینو په شان نیول کېږو، نه محکمې شته، نه پوښتنه یوازې بندي کول دي هغه هم پر ږیره.»

د ځوانانو کورنۍ هم د دې وضعیت له امله اندېښمنې دي او د ډېری کسانو کورنۍ نه پوهېږي چې زامن یې چېرې وړل شوي او په کوم حالت کې دي.

د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه اته تنه د خپلو خپلوانو په ضمانت خوشې شوي، خو لا هم لږ تر لږه اووه تنه ځوانان په بند کې دي.

د کندهار ځوانان وایي، چې دا ډول چلند نه یوازې د هغوی شخصي ازادي تر پښو لاندې کوي، بلکې په ټولنه کې د وېرې فضا هم رامنځته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دولتي ادارو او خصوصي سکټور وروسته په عامو ځایونو کې هم د ږیرې پرېښودل جبري کړي دي. سرچیني وايي، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان په کندهار کې د ظاهري بڼې د اصلاح په موخه نږدې هره ورځ ښاریان زنداني کوي او تر ضمانت وروسته یې بېرته خوشې کوي.

د بشري حقونو د اصولو له مخې، د خلکو نیول او بندي کول باید د قانوني بهیر له لارې ترسره شي، نه د ظاهري بڼې پر بنسټ.

د کندهار اوسېدونکي ټینګار کوي، چې د امربالمعروف تر نامه لاندې دا ډول کړنې د ظلم ښکاره بېلګه ده او که دا وضعیت دوام وکړي، د خلکو او واکمنو ترمنځ بې‌باوري به لا زیاته شي.

د طالبانو له زندانه خوشې شوی بندي؛ زنداني وم چې لور مې سرطاني ناروغۍ مړه کړه

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۰

د ټولنیزو رسنیو يو مخکښ فعال خطاب الله بنګش، چې طالبانو د دې ډلې پر ضد د تبليغاتو په تور بندي کړی و، له خوشې کېدو وروسته یې د بند پر مهال د خپلې ماشومې لور د مړينې خبر ورکړی. هغه وایي: «زه زنداني وم چې لور مې سرطاني ناروغۍ مړه کړه».

بنګش، چې د لغمان ولایت د قرغيو ولسوالۍ اصلي اوسيدونکی دی، د تیر اګسټ مياشتې په اوولسمه یې طالب استخباراتو يوه ويډيو خپره کړه.

په دې ویډیو کې بنګش منلې وه، چې په مستعار نوم یې د طالبانو خلاف لیکنې کولې.

معلومه نه ده، چې طالبانو بنګش محاکمه کړی او که پرته له محاکمې یې تر اوسه زنداني کړی و.

بنګش چې له زندانه تر خلاصېدو وروسته یې د خپلې مړې شوې لور انځور د خپل فيسبوک خواله رسنې پر پروفايل ځړولی او ورسره ليکلي يې دي، چې لور یې« یاسمین» هغه مهال چې دا په زندان کې و، د وینې د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوه.

نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، بنګش په خپله سیمه کې یوه کلیوالي هټۍ لرله او تر څنګ یې په ټولنیزو رسنیو کې په مستعار نوم طنزيه اوانتقادي لیکنې کولې، چې د طالبانو استخباراتو ددې ډلې خلاف په تبليغاتو تورن او زنداني کړ.

طالبان په رسمي ډول د داسې زندانیانو نیول او خوشې کېدل نه تاییدوي، خو د استخباراتو اړوندې نارسمي رسنۍ یې د نیول شویو کسانو هغه ویډیويي اعترافونه خپروي، چې په جبري توګه یې د اخيستل کېدو ادعاوې کېږي.

د طالبانو د استخباراتو د ادارې تر څنګ، د دوی د امر بالمعروف وزارت هم وخت پر وخت د ټولنيزو رسنيو مشهور فعالان ورغواړي او د هغو خپرونو له امله، چې د دوی نه خوښيږي، د پښېمانۍ ویډیوګانې پرې خپروي.

تېره اوونۍ، په دې لړ کې د کونړ ولايت يو ټولنيز فعال احسان الله کریاب هم د پښېمانۍ ورته ويډيو خپره کړې وه، چې ويل کېږي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د فشار پایله وه.

د کندهار له سفر وروسته؛ سراج الدین حقاني د ملا هبت الله د فرمانونو پر عملي کېدو ټینګار کړی

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۵ GMT+۰

سراج الدین حقاني له کندهار وروسته زابل ته د سفر پرمهال د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله د فرمانو پر عملي کېدو ټینکار کړی او وايي:«د مشر امیرالمومنین او زموږ و ستاسو د رهبرۍ په فرامینو او هدایاتو کې به انشالله په داسې ځای کې بند نه راځو چې موږ په دې کې د چا څخه د هدایت غوښتنه وکړو.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له کندهار وروسته نن د شنبې په ورځ زابل ولایت ته سفر کړی او د یاد ولایت له سیمه ییزو طالب چارواکو سره په غونډه کې یې د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.

سراج الدین حقاني ویلي:« د مشر امیرالمومنین او زموږ او ستاسو د رهبری په فرامینو او هدایاتو کې به انشالله په داسې ځای کې موږ بند نه راځو چې موږ په دې کې د چا څخه د هدایت غوښتنه وکړو.»

پر همدغه مهال نوموړي یوځل بیا پر یووالي ټینګار کړی او زیاتوي:«یووالي او وحدت په افرادو کې نه راځي، دا د مشرتابه سره په پوره تعهد او ژمنتیا سره، په ښه اخلاص سره راځي.»

سراج الدین حقاني د افغانستان د امنیت، حریم ساتنې او یووالي ساتنه د ټولو افغانان وجیبه بللي ده.

سره له دې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل وروستي راپور کې د ۹۷ سلنې افغانانو ژوند د فقر تر کرښې لاندې بللی، خو سراج الدین حقاني ویلي، چې د افغانستان وضعیت د پرمختګ په لور روان دی او ستونزې ورځ تر بلې کمیږي.

حقاني زیاته کړې:«زموږ او ستاسو ملي پروژي په کار لوېږي او عواید مو هم د خپل هېواد دي. دې ته په کتو چې جنګ ځپلی هېواد مو دی، ستونزې لرو، خو ورځ تر بلې په ځان بسیا کېږو او د هېڅ چا څخه پورړوي نه یوو.»

سراج الدین حقاني یوه اونۍ وړاندې د خوست په مرکزي جومات کې له خلکو سره د طالبانو پر چلند سختې نیوکې وکړي او د طالبانو مشر هبت الله ته د نږدې کړۍ له خوا ورته غبرګون وښودل شو.

نوموړي تېره ورځ په کندهار کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شو او نن یې په زابل کې د هبت الله د فرمانونو او لارښوونو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

چين ته د کانونو په ورکړې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د زوی نیوکې

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د وژل شوي پخواني مشر مولوي اختر محمد منصور زوی مولوي فتح الله منصور پر ایکس خواله رسنۍ کې د طالبانو د واکمنۍ پر ځينو کړنو او چین ته د افغانستان د کاني زیرمو پر ورکړې سختې نيوکې کړې دي.

نوموړی، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملياتي مرستيال هم دی، پر ایکس خواله رسنۍ کې په بېلابېلو پیغامونو کې د طالبانو د کورنيو چارو د وزیر سراج الدين حقاني او د دوی د رياست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ملاتړ لیکل کړي دي.

د چین ښکېلتیا « ظالمانه» ده

د طالبانو دغه چارواکي په يوه لنډه ليکنه کې چینایانو ته د کانونو د کيندلو او سپړلو پر تړونونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې له پراخې وزګارتیا سره - سره چینایانو د کانونو د سپړلو پر انجينرانو او ماشينونو سربېره ان ډوډۍ پخوونکي، موټر چلوونکي او نور ټول کارکوونکي له ځانه سره له چين څخه راوستي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ستنیدونکو کډوالو ته پر نه پاملرنې نیوکه

ملا فتح الله منصور، په یوه بله لنډه ليکنه کې له پاکستان څخه ايستل کېدونکو افغان کډوالو ته د طالبانو د حکومت پر نه پاملرنې هم نيوکه کړې او په کنایوي ډول یې پوښتلي، چې د دغو کډوالو د ايستولو د بهیر له شدت سره ايا دوی ته د سرپناه، بېړنیو مرستو او يا هم د کور جوړولو اجازه شته او که نه؟

دغه طالب چارواکي تر دې وړاندې، د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت لپاره د طالبانو د وژل شوي وزير خليل الرحمان حقاني ځينې ویډیو ګانې خپرې کړې وې او د راستنیدونکو کډوالو د پالنې لپاره یې د هغه هڅې ستایلې وې.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت اوسنيو چارواکو د ملا فتح الله منصور نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده څو ځلې د خپلې ډلې غړو ته امر کړی، چې د خپلو مشرانو پر کړنو او د حکومتولۍ پر چارو یې له ښکاره نیوکو ډډه وکړي.

له بیا- بیا غوښتنو سره د طالبانو یو شمېر چارواکي او په ځانګړي ډول د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني دا امر مات کړی او بيا- بیا یې ولس سره د خپل حکومت پر چلند نیوکې کړې دي.

هغه د تېرې اوونۍ له تازه نیوکو وروسته د ملا هبت الله د واکمنۍ مرکز کندهار ته تللی و.

معلومه نه ده چې هغه دا سفر په خپله خوښه کړی او که د ملا هبت الله اخندزاده له خوا احضار شوی دی. خو تراوسه د ملا فتح الله منصور د نیوکو برخلیک هم نه دی معلوم.

له بندیزونو او لوږې تېښته؛ طالبان وايي د ایران پر پوله یې سلګونه ځوانان نیولي دي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۳ GMT+۰

د طالبانو ۲۰۷ قول اردو وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران سره په سرحدي سیمو کې یو شمېر کسان چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي نیولي دي. طالبانو د نیول شویو کسان شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو د ایران “ایرنا” رسنی د نیول شویو کسانو شمېر ۵۳۰ تنه ښودل دی.

د طالبانو ۲۰۷ الفاروق قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یو شمېر انساني قاچاق وړونکو چې غوښتل یې یو شمېر افغانان په ناقانونه ډول ایران ته انتقال کړي نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبانو د سړي هوا له امله د څلورو مړه شویو کسانو جسدونه هم ترلاسه کړي دي.

د راپورونو له مخې یادو کسانو هڅه کوله، چې د هرات د کوهسان ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه د هوا د سوړوالي او پر پوله د کمې څارنې څخه په استفاده ایران ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په هرات کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د افغان کډوالو یوه ډله چې ایران ته په لاره و، د سړې هوا له امله د ایران په خاوره کې مړه شوي دي. سرچینو ویلي و، د ۱۵ کسانو جسدونه د هرات د کهسان او ادرسکن ولسوالیو ته لیږدول شوي دي. ځینو سرچینو د مړه شویو کسانو شمېر لسګونه ښودلی.