• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له بندیزونو او لوږې تېښته؛ طالبان وايي د ایران پر پوله یې سلګونه ځوانان نیولي دي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۶ GMT+۰

د طالبانو ۲۰۷ قول اردو وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران سره په سرحدي سیمو کې یو شمېر کسان چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي نیولي دي. طالبانو د نیول شویو کسان شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو د ایران “ایرنا” رسنی د نیول شویو کسانو شمېر ۵۳۰ تنه ښودل دی.

د طالبانو ۲۰۷ الفاروق قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یو شمېر انساني قاچاق وړونکو چې غوښتل یې یو شمېر افغانان په ناقانونه ډول ایران ته انتقال کړي نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبانو د سړي هوا له امله د څلورو مړه شویو کسانو جسدونه هم ترلاسه کړي دي.

د راپورونو له مخې یادو کسانو هڅه کوله، چې د هرات د کوهسان ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه د هوا د سوړوالي او پر پوله د کمې څارنې څخه په استفاده ایران ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په هرات کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د افغان کډوالو یوه ډله چې ایران ته په لاره و، د سړې هوا له امله د ایران په خاوره کې مړه شوي دي. سرچینو ویلي و، د ۱۵ کسانو جسدونه د هرات د کهسان او ادرسکن ولسوالیو ته لیږدول شوي دي. ځینو سرچینو د مړه شویو کسانو شمېر لسګونه ښودلی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: میانمار د افغانستان په پرتله دوه چنده زیات تریاک تولیدوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر وروستی راپور ښیي، چې میانمار کې په ۲۰۲۵ کې د اټکل له مخې۱,۰۱۰ ټنه مواد تولید شوي دي. راپور زیاتوي، چې د افغانستان په پرتله په میانمار کې د تاریکو تولید دوه چنده زیات شوې دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر «یو اېن او ډي سي» ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۰۲۳ کال څخه د کوکنارو د کښت بندیز امله د تریاک تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.

دا راپور زیاتوي، چې په دې وضعیت کې میانمار د کورنیو شرایطو له امله دغه هیواد د نړۍ د غیرقانوني تاریاکو د تولید مخکښ سرچینه ګرځولې ده.

راپور دا هم ویلي، چې د مخدره توکو نړیوال کمښت، په شمول د هیروینو، په هغو بازارونو کې چې په دودیز ډول د افغانستان لخوا چمتو کېدل، کولی شي په میانمار کې د تاریکو بیې لوړې کړي.

د راپور له مخې، دا شمېره په ۲۰۲۴ کال کې د میانمار د ناخالص کورني تولید له ۰.۹ څخه تر ۱.۴ سلنې پورې ده.

افغانستان شاوخوا دوه لسیزې د نړۍ په کچه د تاریکو تر ټولو لوی تولیدونکی و.

پر افغانستان بیا ځلي د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته، طالبانو د کوکنارو په ګډون د هر ډول مخدره توکو کښت، تولید او سوداګري بنده کړه خو د تاریکو د کښت د لمنځه وړلو راپورونه اوس هم ورکول کېږي

که څه هم د طالبانو کړنو د کوکنارو کښت او د تاریکو تولید کم کړی دی، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر راپورونه ښیي چې په افغانستان کې د صنعتي مخدره توکو تولید په شمول د میتامفیتامین ډېر شوي دي.

د اریانا سینما بیارغونکی فرانسوي انجینر وايي بلډوزر مې زړه ویجاړ کړ

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د ژان مارک لالو په نوم فرانسوی معمار چې په ۲۰۰۴ کال کې یې د کابل د اریانا سینما په بیارغولو کې برخه اخیستي وه، د طالبانو له خوا د اریانا سینما نړولو ته غبرګون ښودلی دی. یاد فرانسوي انجینر اریانا سینما د هیلو نښه بللي ده او وايي:«داسې انګیرم چې بیلډوزر زما زړه ویجاړ کړی وي.»

طالبانو څو ورځې وړاندې د کابل په پښتونستان څلورلاري کې د اریانا سینما ودانۍ ونړوله او وايي، پر ځای یو عصري ودانۍ جوړوي.

یاده سینما د ۱۹۹۰ لسیزې د کورنیو جګړو پرمهال ویجاړه او لوټ شوه، وروسته د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال پکې تفریحي پروګرامونه منع شول او د سینما ودانۍ پر پخواني حال پرېښودل شوه.

د اریانا سیمنا په ۲۰۰۴ کال کې د ې ژان مارک لالو او فریدریک نامور په نومونو د فرانسوي معمارانو له خوا بیا ورغول شوه. د سینما د بیارغونې پروژه د “د کابل لپاره سینما” په نوم ټولنې له خوا تمویل شوه، چې مشري یې د فرانسوي فلم جوړوونکي کلود للوش له خوا کېدل، نوموړي د “یو سړی او یوه ښځه” فلم لپاره د کن مشهوره جایزه هم ګټلي ده.

د اریانا سیمنا د ۲۰۰۴ کال د می په ۲۳مه نېټه د فرانسې د هغه وخت د کلتور وزیر رنیو دونودیو دو وابر او ځینو نورو فلم جوړوونکو له لوري بیا پرانېستل شوه.

هغه مهال د مشهور افغان فلم جوړونکي عتیق رحیمي یو فلم هم په یاده سینما کې نندارې ته وړاندې شو.

د اریانا سینما چې په ۱۹۶۰ کال کې جوړه شوې وه، د کابل یو له خورا مشهورو کلتوري ځایونو څخه ګنل کېده او د کابل ګڼو اوسېدونکو هلته د نړۍ مشهور فلمونه ننداره کول.

د کابل یو ۶۵ کلن اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې د امنیتي دلایلو له امله خپور شي د فرانسې خبرې اژانس ته وویل:« د اریانا سینما د نړولو خبر زما زړه مات کړ. مو له دې سینما څخه ډیرې خاطرې درلودي.»

نوموړي ویلي، چې ۱۹۷۰ کلونو کې د یادې سینما پر پرده هندي او ایراني فلمونه نندارې ته وړاندې کېدل او وروسته بیا روسي، انګلیسي، فرانسوي او نور اروپايي فلمونه هم نندارې ته وړاندې کېدل.

طالب وزیر د روغتيا نړيوال سازمان له مشر څخه د روغتیا په برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتيا وزير نور جلال جلالي د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مشر ټيډرس ادهانوم سره په هند کې لیدلي او په افغانستان کې د پوليو ناروغۍ د تشخيص معياري لابراتوار، روغتيايي سيستم د پياوړتيا او همکاریو د پراختیا لپاره د بدیلو سرچینو په اړه غږېدلي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن شنبه، د لیندۍ ۲۹مه ویلي، چې په دې ناسته کې په نړيوالو روغتيايي کنفرانسونو او غونډو کې د افغان روغتيايي مسؤلينو د ګډون په اړه هم خبرې شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت لیکلي، چې د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مشر ټيډرس ادهانوم وویل، د نړۍ د روغتیايي سیسټمونو د پیاوړتیا په اهمیت ټینګار کوم او ډاډ ورکوم، چې روغتيا نړيوال سازمان به له ټولو غړو هېوادونو سره د روغتیايي خدمتونو د برابرۍ، د ناروغیو د مخنیوي او د ټولنې د روغتیا لا ښه کولو لپاره خپل ملاتړ او همکاري جاري وساتي.

په همدې حال کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوه بله جلا اعلامیه کې ویلي، چې ددې ډلې د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د خوړو او درملو سټنډرډ ادارو له مسؤلینو سره جلا ناستې ترسره کړې.

دوی همدراز ویلي، چې د درملو د وارداتو برخه کې باید کیفیت، معیاري توب او مناسب قیمت ته ځانګړې پاملرنه وشي.
بل لوري د هند هېواد د خوړو او درملو اتحادیو مسؤلینو د خوړو او درملو د کیفیت او قیمت برخه کې تخنیکي ټیم ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، د معیاري درملو د تولید او صادراتو ترڅنګ چمتو دي، چې د درملو په برخه کې تخنیکي همکاري او هم په افغانستان کې پانګونه وکړي.

طالبانو د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په اړه د پزشکیان د څرګندونو هرکلی وکړ

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د ویاند مرستیال، له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا په اړه د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د څرګندونو هرکلی کړی او وايي چې هڅه کوي له تهران سره د باور فضا جوړه کړي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د مسعود پزشکیان څرکندونې مثبتې بللې او وايي، طالبان له ایران سره په ټولو برخو کې د باور رامنځته کولو په لټه کې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېره ورځ د افغانستان پولې ته نږدې خراسان ولایت ته د سفر پرمهال ویلي، چې ایران به له افغانستان سره تعامل چټک او اسانه کړي.

نوموړي ویلي:« موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره پر پوله خپلې اړیکې چټکې او اسانه کړو او په دې سره به ډیری اړتیاوې پوره شي.»

همدارنګه د ایران ولسمشر د خراسان ولایت چارواکو ته لارښوونه کړې، چې له افغانستان سره د تعامل بهیر چټک کړي.

ایران پر داسې مهال له افغانستان سره د تعامل چټکتیا هڅه کوي، چې د تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې تړل شوي او افغانستان ته د ایراني توکو صادرات زیات شوي دي، دواړه لوري هڅه کوي چې د سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله نورې هم لوړې کړي.

طالبان: د زیاتې واورې د ورښت له امله هرات ته وارداتي برېښنا پرې شوې ده

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو ولایتي چارواکي وایي چې د ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا لین د رباط سنګي ولسوالۍ په بندر بغرچر سیمه کې د درنو واورو له امله پرې شوی دی. دوی زیاتوي، چې د برېښنا ریاست تخنیکي ټیم سیمې ته لیږل شوی ترڅو ستونزه حل او د برېښنا مزي وصل وکړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ترکمنستان څخه هرات ته وارد شوې برېښنا د لیندۍ ۲۹مه شاوخوا ۲:۳۰ بجې د شپې پرې شوه.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر مخکې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان کړی و چې د واورې اورښت او د نامناسبې هوا د شرایطو له امله، د هرات - تورغونډۍ په لاره کې د لویو موټرو تګ راتګ، په ځانګړې توګه د بغرچر بندر په برخه کې، مناسب نه دی.

د افغانستان د برېښنا له اویا سلنې څخه زیاته برخه وارداتي ده او د اړتیا وړ برېښنا له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردیږي.