• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د زیاتې واورې د ورښت له امله هرات ته وارداتي برېښنا پرې شوې ده

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو ولایتي چارواکي وایي چې د ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا لین د رباط سنګي ولسوالۍ په بندر بغرچر سیمه کې د درنو واورو له امله پرې شوی دی. دوی زیاتوي، چې د برېښنا ریاست تخنیکي ټیم سیمې ته لیږل شوی ترڅو ستونزه حل او د برېښنا مزي وصل وکړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ترکمنستان څخه هرات ته وارد شوې برېښنا د لیندۍ ۲۹مه شاوخوا ۲:۳۰ بجې د شپې پرې شوه.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر مخکې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان کړی و چې د واورې اورښت او د نامناسبې هوا د شرایطو له امله، د هرات - تورغونډۍ په لاره کې د لویو موټرو تګ راتګ، په ځانګړې توګه د بغرچر بندر په برخه کې، مناسب نه دی.

د افغانستان د برېښنا له اویا سلنې څخه زیاته برخه وارداتي ده او د اړتیا وړ برېښنا له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردیږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزی: افغانستان ښځینه ډاکټرانو، انجنیرانو او د نورو برخو متخصصینو ته اړتیا لري

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۴ GMT+۰

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، هېواد د ځان بسیاینې لپاره په سلګونو زره نارینه او ښځینه ډاکټرانو، انجنیرانو، اقتصاد پوهانو، د تکنالوژۍ او نورو برخو متخصصینو ته اړتیا لري. هغه زیاتوي، چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن شنبه، د لیندۍ ۲۹مه پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې سږنی تعلیمي کال پای ته ورسېد او د دولسم ټولګي فارغین د کانکور د ازموینې لپاره چمتووالی نیسي. څرګنده ده چې علم او پوهه د هرې ټولنې د ترقۍ او عزت اصلي وسیله ده.

نوموړی زیاتوي، چې د هېواد د ځان بسیاینې لپاره په سلګونو زره نارینه او ښځینه ډاکټرانو، انجنیرانو، اقتصاد پوهانو، د تکنالوژۍ او نورو برخو متخصصینو ته اړتیا شته نو پدې اساس له ټولو زده‌کونکو غواړم چې زیات کوشش وکړي او په ساینسي او اجتماعي علومو کې عالي درجاتو ته ځانونه ورسوي.

حامد کرزي هیله‌ ښودلې، چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو مکتبونه او پوهنتونونه دې پرانیستل شي، څو زموږ لوڼې پر خپلو پښو ودریږي او هېواد ته د خدمت جوگه شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر تر دې دمخه هم څو، څو ځله له طالبانو غوښتي و، چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې پرانیزی. د هغه یوه لور ملالې کرزۍ هم څو میاشتې وړاندې په کابل کې شپږم ټولګی بشپړ کړ او اوس په کور دننه د طالبانو د بندیز له مخې په ښوونځي کې تر دې پورته د زده‌کړو حق نه‌لري.
طالبانو د خپل دویم ځلې واکمنۍ له پیل راهیسې هم د لومړۍ دورې په څېر د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي. دغه ډله د همدې سختدریځه تګلارو له کبله په نړۍواله کچه ډیره منزوي شوې او پرې سخت فشارونه هم راوړل شوي؛ خو د نجونو د زده‌کړو په تړاو د ملاهبت الله په افراطي دریځ کې لا څه بدلون نه‌دی راغلی.

امرالله صالح: طالبانو ته د امریکا ډالري کڅوړو د ورکړې تر شا ښایي ناپاکه معامله شتون ولري

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امریکا طالبانو ته د بشري مرستو په نوم هره اوونۍ له ۴۵ تر ۶۰ میلیونو ډالر ورکوي. نوموړي ویلي، ښايي طالبانو ته له قید او شرط پرته د میلیونونو ډالرو ورکړې تر شا یو پټه او ناپاکه معامله شتون ولري.

امرالله صالح پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې امریکا طالبانو ته د بشري مرستو په نوم هره اوونۍ د ۴۵ څخه تر ۶۰ میلیونه ډالرو نغدې پیسې ورکوي. نوموړي پوښتلي چې «ایا د بشردوستانه اصطلاح خپله اصلي مانا بدله کړې ده؟ او یا داسې هم ښايي چې طالبانو ته له قید او شرط پرته د ډالري کڅوړو ورکړې تر شا یو بله پټه او ناپاکه معامله شتون لري؟»

صالح ویلي، چې بشري مرستې ډیری وخت د نفوذ وسیله ګرځي.

نوموړي زیاته کړې:« کله چې بشرپاله بنسټونه د روان وضعیت سره همغږي شي، دوی د مرستو ملاتړ او مشروعیت ورکوي»

امرالله صالح د امریکا له خوا طالبانو ته د میلیوني ډالري کڅوړو ورکړې ته په اشاره ویلي، چې د دوحې په تړون کې پټې ضمیمې موجودي دي.

ښاغلي صالح تردې وړاندې هم ادعا کړې وه، چې امریکا یوازې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشتې کې طالبانو ته ۸۵ میلیونه ډالر ورکړي دي.

د طالبانو وزیر په نوي ډیلي؛ له پاکستان سره زموږ اړیکې ورځ تر بلې کمزورې کېږي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي په نوي ډیلي کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې ورځ تر بلې کمزوري کېږي. هغه زیاتوي، د هېواد په بازارونو کې ۷۰ سلنه درمل پاکستاني دي او هڅه کوو چې بدیلي لارې پیدا کړو، جعلي درملو خلک بې باوره کړي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي نن شنبه، د لیندۍ ۲۹مه د هند په پلازمینه نوي ډيلي کې خبریالانو ته وویل، چې طالبانو او هند ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیستل شوی دی.

جلالي وویل، نړۍ ته معلومه ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ورځ تربلې کمزوري کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې عامه روغتیا یو دوښمن لري، او هغه هم مرض دی.

جلالي په دې سفر کې روغتیا نړیوال سازمان د دودیزو درملو د دویمې نړیوالې سرمشریزه پای غونډه کې ګډون وکړ.

ددې سرمشریزې موخه د دودیزې درملنې معیاري کول،نړیواله همغږي، د تجاربو تبادله او د خلکوروغتیا ته د دودیزو درملو اغېزمنې لارې موندل ښودل شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هند ته د خپل سفر پرمهال د درملیزو فابریکو، صادرونکو شرکتونو او دودیزو درملو ټولنو له مسوولینو سره لیدلي دي.

نوموړي په دې لیدونو کې افغانستان ته پر معیاري درملو واردولو، د قیمت او کیفیت برخې ته ځانګړې پاملرنې، په افغانستان کې پر پانګونې او ځینو نورو موضوعاتو باندې خبرې تر سره کړي دي.

هندي چاراواکو هم په یادو برخو کې د همکارۍ د پراختیا ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د درملو د وارداتو د اسانتیا لپاره هند ته سفر کړی دی. طالبانو تر دې وړاندې له پاکستان نه د درملو واردات درولي او هڅه کوي، چې هندي او ایراني درمل د پاکستاني درملو پر ځای وکاروي.

ملا عبدالغني برادر: نړۍ دې د تحریمونو پر ځای له مونږ سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سیمي او نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې، چې پر یادې ډلې لګېدلي تحریمونه او فشارونه پای ته ورسوي او له طالبانو سره دې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د شنبې په ورځ، د لېندۍ ۲۹مه په بلخ ولایت کې د یو سوداګریز مرکز د کار د پیل په مراسمو کې د سیمي او نړۍ پر هوادونو غږ کړی، چې د یادې ډلې سره دې خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

نوموړي ویلي:«د سیمې او نړۍ هېوادونو څخه مو غوښتنه ده، چې د تحریمونو او بې ځایه فشارونو پرځای دې له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.»

همدارنګه عبدالغني برادر ویلي، چې د افغانستان پیاوړتیا د نورو هېوادونو په زیان نه، بلکې د نورونو هېوادونو له هوساينې او پیاوړتیا سره مرسته کوي.

برادر زیاته کړې:«طالبان د سیمه ییز او نړیوال مشارکت په برخه کې په هر اخیز اقتصادي او سیاسي اصالت باور لري؛ خو دا چې لویو ارزښتونو او اصولو ته متقابل احترام شتون ولري.»

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې یې د داخلي او بهرنۍ پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې او پانګوال کولی شي، له دې فرصتونو څخه غوره استفاده وکړي.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي پر داسې مهال د سیمې او نړۍ له هېوادونو د تحریمونو او فشارونو د لرې کولو او اقتصادي پراختیا غوښتنه کړې چې د څه باندې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوي او طالبان هڅه کوي، چې د ایران، ازبکستان، تاجکستان او نورو هېوادونو له لارې د سوداګرۍ فرصتونه چمتو کړي.

فضل محمود فضلي: طالبان خپله واکمني د ناپوهۍ او فکري کنټرول پر بنسټ ساتي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۴ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي ویلي، طالبان خپله واکمني د ناپوهۍ پر پراخېدو او د خلکو د فکري کنټرول پر بنسټ ټینګه کړې او هېڅکله به د ناپوهۍ له دې وسلې لاس وانخلي.

فضلي په خپل تازه ایکس پوسټ کې لیکلي، د طالبانو افراطي دیني تعبیر، فرهنګي لید او سیاسي ګټو د زده کړو پر وړاندې ښکاره دښمني رامنځته کړې ده.

د هغه په وینا، دا ډله د همدې تګلارې له لارې پر خلکو واک چلوي او د پوهې مخنیوی د واک د دوام یوه اساسي وسیله بولي.

هغه زیاته کړې، که څه هم د طالبانو ځینې ټیټ پوړي چارواکي لا هم راتلونکي ته خوشباوره دي او د «امر ثاني» په نوم د ژمنو د پوره کېدو تمه لري، خو دا هیلې تر پنځو کلونو وروسته هم یوازې تخیلي پاتې شوې دي.

فضلي ټینګار کړی چې دا ډول چارواکي نه د پرېکړې واک لري او نه هم د اصلي تصمیم‌نیونکو په کړۍ کې شامل دي.

فضل محمود فضلي د طالبانو د تعلیمي سیاستونو پر دوام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې تر هغې چې واک د ناپوهۍ پر بنسټ ولاړ وي، د بدلون تمه بې‌ځایه ده.