• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا عبدالغني برادر: نړۍ دې د تحریمونو پر ځای له مونږ سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سیمي او نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې، چې پر یادې ډلې لګېدلي تحریمونه او فشارونه پای ته ورسوي او له طالبانو سره دې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د شنبې په ورځ، د لېندۍ ۲۹مه په بلخ ولایت کې د یو سوداګریز مرکز د کار د پیل په مراسمو کې د سیمي او نړۍ پر هوادونو غږ کړی، چې د یادې ډلې سره دې خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

نوموړي ویلي:«د سیمې او نړۍ هېوادونو څخه مو غوښتنه ده، چې د تحریمونو او بې ځایه فشارونو پرځای دې له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.»

همدارنګه عبدالغني برادر ویلي، چې د افغانستان پیاوړتیا د نورو هېوادونو په زیان نه، بلکې د نورونو هېوادونو له هوساينې او پیاوړتیا سره مرسته کوي.

برادر زیاته کړې:«طالبان د سیمه ییز او نړیوال مشارکت په برخه کې په هر اخیز اقتصادي او سیاسي اصالت باور لري؛ خو دا چې لویو ارزښتونو او اصولو ته متقابل احترام شتون ولري.»

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې یې د داخلي او بهرنۍ پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې او پانګوال کولی شي، له دې فرصتونو څخه غوره استفاده وکړي.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي پر داسې مهال د سیمې او نړۍ له هېوادونو د تحریمونو او فشارونو د لرې کولو او اقتصادي پراختیا غوښتنه کړې چې د څه باندې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوي او طالبان هڅه کوي، چې د ایران، ازبکستان، تاجکستان او نورو هېوادونو له لارې د سوداګرۍ فرصتونه چمتو کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

فضل محمود فضلي: طالبان خپله واکمني د ناپوهۍ او فکري کنټرول پر بنسټ ساتي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۴ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي ویلي، طالبان خپله واکمني د ناپوهۍ پر پراخېدو او د خلکو د فکري کنټرول پر بنسټ ټینګه کړې او هېڅکله به د ناپوهۍ له دې وسلې لاس وانخلي.

فضلي په خپل تازه ایکس پوسټ کې لیکلي، د طالبانو افراطي دیني تعبیر، فرهنګي لید او سیاسي ګټو د زده کړو پر وړاندې ښکاره دښمني رامنځته کړې ده.

د هغه په وینا، دا ډله د همدې تګلارې له لارې پر خلکو واک چلوي او د پوهې مخنیوی د واک د دوام یوه اساسي وسیله بولي.

هغه زیاته کړې، که څه هم د طالبانو ځینې ټیټ پوړي چارواکي لا هم راتلونکي ته خوشباوره دي او د «امر ثاني» په نوم د ژمنو د پوره کېدو تمه لري، خو دا هیلې تر پنځو کلونو وروسته هم یوازې تخیلي پاتې شوې دي.

فضلي ټینګار کړی چې دا ډول چارواکي نه د پرېکړې واک لري او نه هم د اصلي تصمیم‌نیونکو په کړۍ کې شامل دي.

فضل محمود فضلي د طالبانو د تعلیمي سیاستونو پر دوام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې تر هغې چې واک د ناپوهۍ پر بنسټ ولاړ وي، د بدلون تمه بې‌ځایه ده.

ملګري ملتونه: زلزلې، اقلیمي ناورینونو او اقتصادي ستونزو د راستنېدونکو ژوند اغېزمن کړي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره(IOM) وایي زرګونه افغان کورنۍ له کلونو بهرني ژوند وروسته خپل هېواد ته راستنې شوي، خو د اقتصادي ستونزو، اقلیمي ناورینونو او زلزلو له امله بیاځلې بې‌ځایه شوي دي. دغه اداره وایي چې د دوی مرستو د بې ځایه شویو لپاره حیاتي رول لوبولی.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې په خپور کړي راپور کې ویلي چې د مهاجرت او راستنېدنې هره کیسه یوازې د ځای بدلولو په معنا نه ده، بلکې د هویت، مهارت، امید او د ژوند د نوې پیل یوه نښه ده.

په راپور کې د دیبا په نامه د یوې افغانې کیسه یاده شوې، چې له کلونو وروسته خپل هېواد ته ستنه شوې.

نوموړې ویلي: «راستنېدل اسانه نه وو، خو زه د خپل کلتور او قوت سره کور ته راستنه شوم ترڅو د خپلې کورنۍ لپاره یو روښانه راتلونکی جوړ کړم.»

اې او ایم په دغه راپور کې د هغو افغانانو نظرونه هم راخیستي چې په افغانستان ته له اوږدې ګډوالۍ وروسته راستانه شوي او د ملګرو ملتونو له مرستو برخمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې دوی د راستنېدونکو کورنیو لپاره عاجله مرسته برابره کړې، چې پکې د روغتیايي سکرینینګ، لنډمهاله سرپناه، د ټرانسپورټ اسانتیاوې او د خوندي ژوند لارښوونې شاملې دي.

د ک ډوالو اړوند دغه اداره ټینګار کوي چې کډوالي او راستنېدنه باید خوندي، باعزته او د حکومتونو، ټولنو او نړیوالو شریکانو په ملاتړ ترسره شي، ځکه دا نه یوازې د کورنیو د ژوند ښه کولو لپاره مهم دی، بلکې د ټولنې او سیمه‌ایزو اقتصادونو د پراختیا یوه ستره سرچینه هم ده.

یاده دې وي چې د ای او ایمافغانستان د فعالیتونو ملاتړ د افغانستان د بشري مرستو صندوق، اروپایي اتحادیې، ګیټس فاونډیشن، اسلامي پرمختیایي بانک، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت، جاپان، هالینډ او نورو نړیوالو شریکانو له خوا کېږي.

تېره ورځ تر۵ زرو زیات کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستانه شوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۰۶۳ کورنۍ چې ټول‌ ۵۰۲۸ کسان کېږي، افغانستان ته جبري ستانه شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې (د لېندۍ ۲۹مه)، دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۴۳۱۶تنه، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۵۵۱تنه، د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۳۷ تنه، او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۲۸ تنه افغانستان ته ستانه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان نه ۵۷۸۰ تنه افغانستان ته جبري ستانه کړی شوی وه.

یاده دې وي چې، په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

مرزایف: افغانستان باید په سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کې فعاله برخه ولري

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۶ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف د "منځنۍ اسیا + جاپان" لومړنۍ سرمشریزې ته په وینا کې د افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره د ګډو اقداماتو اهمیت یاد کړ او د جاپان له اوږدمهاله مالي او پراختیایي ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

د ازبکستان ولسمشر شاوکت میرزایف د جاپان په توکیو کې د "منځنۍ اسیا جمعه جاپان" لومړنۍ سرمشریزې پر مهال وویل چې د منځنۍ اسیا هېوادونه غواړي افغانستان په سوله ییز، مستحکم او پراختیايي لوري کې وویني.

هغه د جاپان له دوامداره موقف څخه قدرداني وکړه چې د افغان ولس د ملاتړ په برخه کې یې د کلونو راهیسې مهم رول لوبولی دی.

میرزایف زیاته کړه: «زه باوري یم چې زموږ ګډې هڅې به د افغانستان د خلکو د ژوند کیفیت، د بنسټیزو زیربناوو او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم مثبت اغیز ولري او دغه هېواد به په سیمه ییزو اقتصادي پروژو کې فعال ګډون ولري.»

ولسمشر د منځنۍ اسیا د هېوادونو او جاپان تر منځ د همکارۍ د پراختیا لپاره د څو کلونو پلانونه وړاندې کړل، چې پکې د اقلیم ساتنې، انرژۍ بدلون، ترانسپورت او ښوونې برخې شاملې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د جاپان صنعتي او ټیکنالوژیکي ظرفیتونه د سیمې په پراختیایي پروژو کې د پام وړ اغیز لرلی شي او د سیمه ییزو اقتصادي همغږیو د پیاوړتیا لپاره به د ګډو ابتکاراتو ملاتړ وشي.

ولسمشر میرزایف پای کې وویل چې د دې اقداماتو عملي کول به د منځنۍ اسیا او جاپان تر منځ د ډیالوګ کیفیت لوړ کړي او د هېوادونو او خلکو د ګډ پرمختګ لپاره به زمینه برابره کړي.

فرانسوي رسنۍ: د واشنګټن له برید وروسته افغانان په ناڅرګند وضعیت کې دي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۰

فرانسوي رسنیو راپور ورکړی، چې د یو افغان له خوا د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو له برید وروسته، افغانان د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او ګڼ شمېر یې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

فرانس ۲۴ په نامه رسنۍ په خپل خپرو کې راپور کې ویلي، هغه افغانان چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې یې د امریکایي ځواکونو تر څنګ کار کړی، یو وخت ورسره ژمنه شوې وه چې په امریکا کې به خوندي ژوند ولري او د طالبانو له سخت‌دریځۍ به وژغورل شي. اوس دوی وېرېدلي چې ښایي بېرته هغه هېواد ته واستول شي چې د طالبانوله لوري اداره کېږي.

راپور زیاتوي چې ډېری افغانان له ۲۰۲۱ کال راهیسې اوږدې امنیتي پروسې تیرې کړې او وروسته له کمپونو او دریمو هېوادونو څخه امریکا ته رسېدلي دي.

تېره میاشت په واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو سرتېرو برید وشو، په دغه برید کې د لوېدیځ ورجینیا ۲۰ کلنه سرتېرې سارا بکسټروم د «کمین‌ډوله برید» له امله ووژل شوه او بل سرتېری، اندرو وولف، ټپي شو.

تر دې پېښې یوه ورځ وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې له هغو هېوادونو څخه چې ده «درېیمه نړۍ» وبلله، د افغانانو په ګډون ټوله کډوالي به وځنډوي.

ولسشمر ټرمپ همدارنګه د ۱۹ هېوادونو د شاوخوا ۱.۶ میلیونه کسانو د اوسیدلو اسنادو د بیاکتنې اعلان یې وکړ.