• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: زلزلې، اقلیمي ناورینونو او اقتصادي ستونزو د راستنېدونکو ژوند اغېزمن کړي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره(IOM) وایي زرګونه افغان کورنۍ له کلونو بهرني ژوند وروسته خپل هېواد ته راستنې شوي، خو د اقتصادي ستونزو، اقلیمي ناورینونو او زلزلو له امله بیاځلې بې‌ځایه شوي دي. دغه اداره وایي چې د دوی مرستو د بې ځایه شویو لپاره حیاتي رول لوبولی.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې په خپور کړي راپور کې ویلي چې د مهاجرت او راستنېدنې هره کیسه یوازې د ځای بدلولو په معنا نه ده، بلکې د هویت، مهارت، امید او د ژوند د نوې پیل یوه نښه ده.

په راپور کې د دیبا په نامه د یوې افغانې کیسه یاده شوې، چې له کلونو وروسته خپل هېواد ته ستنه شوې.

نوموړې ویلي: «راستنېدل اسانه نه وو، خو زه د خپل کلتور او قوت سره کور ته راستنه شوم ترڅو د خپلې کورنۍ لپاره یو روښانه راتلونکی جوړ کړم.»

اې او ایم په دغه راپور کې د هغو افغانانو نظرونه هم راخیستي چې په افغانستان ته له اوږدې ګډوالۍ وروسته راستانه شوي او د ملګرو ملتونو له مرستو برخمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې دوی د راستنېدونکو کورنیو لپاره عاجله مرسته برابره کړې، چې پکې د روغتیايي سکرینینګ، لنډمهاله سرپناه، د ټرانسپورټ اسانتیاوې او د خوندي ژوند لارښوونې شاملې دي.

د ک ډوالو اړوند دغه اداره ټینګار کوي چې کډوالي او راستنېدنه باید خوندي، باعزته او د حکومتونو، ټولنو او نړیوالو شریکانو په ملاتړ ترسره شي، ځکه دا نه یوازې د کورنیو د ژوند ښه کولو لپاره مهم دی، بلکې د ټولنې او سیمه‌ایزو اقتصادونو د پراختیا یوه ستره سرچینه هم ده.

یاده دې وي چې د ای او ایمافغانستان د فعالیتونو ملاتړ د افغانستان د بشري مرستو صندوق، اروپایي اتحادیې، ګیټس فاونډیشن، اسلامي پرمختیایي بانک، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت، جاپان، هالینډ او نورو نړیوالو شریکانو له خوا کېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ تر۵ زرو زیات کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستانه شوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۰۶۳ کورنۍ چې ټول‌ ۵۰۲۸ کسان کېږي، افغانستان ته جبري ستانه شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې (د لېندۍ ۲۹مه)، دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۴۳۱۶تنه، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۵۵۱تنه، د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۳۷ تنه، او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۲۸ تنه افغانستان ته ستانه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان نه ۵۷۸۰ تنه افغانستان ته جبري ستانه کړی شوی وه.

یاده دې وي چې، په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

مرزایف: افغانستان باید په سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کې فعاله برخه ولري

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۶ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف د "منځنۍ اسیا + جاپان" لومړنۍ سرمشریزې ته په وینا کې د افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره د ګډو اقداماتو اهمیت یاد کړ او د جاپان له اوږدمهاله مالي او پراختیایي ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

د ازبکستان ولسمشر شاوکت میرزایف د جاپان په توکیو کې د "منځنۍ اسیا جمعه جاپان" لومړنۍ سرمشریزې پر مهال وویل چې د منځنۍ اسیا هېوادونه غواړي افغانستان په سوله ییز، مستحکم او پراختیايي لوري کې وویني.

هغه د جاپان له دوامداره موقف څخه قدرداني وکړه چې د افغان ولس د ملاتړ په برخه کې یې د کلونو راهیسې مهم رول لوبولی دی.

میرزایف زیاته کړه: «زه باوري یم چې زموږ ګډې هڅې به د افغانستان د خلکو د ژوند کیفیت، د بنسټیزو زیربناوو او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم مثبت اغیز ولري او دغه هېواد به په سیمه ییزو اقتصادي پروژو کې فعال ګډون ولري.»

ولسمشر د منځنۍ اسیا د هېوادونو او جاپان تر منځ د همکارۍ د پراختیا لپاره د څو کلونو پلانونه وړاندې کړل، چې پکې د اقلیم ساتنې، انرژۍ بدلون، ترانسپورت او ښوونې برخې شاملې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د جاپان صنعتي او ټیکنالوژیکي ظرفیتونه د سیمې په پراختیایي پروژو کې د پام وړ اغیز لرلی شي او د سیمه ییزو اقتصادي همغږیو د پیاوړتیا لپاره به د ګډو ابتکاراتو ملاتړ وشي.

ولسمشر میرزایف پای کې وویل چې د دې اقداماتو عملي کول به د منځنۍ اسیا او جاپان تر منځ د ډیالوګ کیفیت لوړ کړي او د هېوادونو او خلکو د ګډ پرمختګ لپاره به زمینه برابره کړي.

فرانسوي رسنۍ: د واشنګټن له برید وروسته افغانان په ناڅرګند وضعیت کې دي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۰

فرانسوي رسنیو راپور ورکړی، چې د یو افغان له خوا د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو له برید وروسته، افغانان د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او ګڼ شمېر یې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

فرانس ۲۴ په نامه رسنۍ په خپل خپرو کې راپور کې ویلي، هغه افغانان چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې یې د امریکایي ځواکونو تر څنګ کار کړی، یو وخت ورسره ژمنه شوې وه چې په امریکا کې به خوندي ژوند ولري او د طالبانو له سخت‌دریځۍ به وژغورل شي. اوس دوی وېرېدلي چې ښایي بېرته هغه هېواد ته واستول شي چې د طالبانوله لوري اداره کېږي.

راپور زیاتوي چې ډېری افغانان له ۲۰۲۱ کال راهیسې اوږدې امنیتي پروسې تیرې کړې او وروسته له کمپونو او دریمو هېوادونو څخه امریکا ته رسېدلي دي.

تېره میاشت په واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو سرتېرو برید وشو، په دغه برید کې د لوېدیځ ورجینیا ۲۰ کلنه سرتېرې سارا بکسټروم د «کمین‌ډوله برید» له امله ووژل شوه او بل سرتېری، اندرو وولف، ټپي شو.

تر دې پېښې یوه ورځ وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې له هغو هېوادونو څخه چې ده «درېیمه نړۍ» وبلله، د افغانانو په ګډون ټوله کډوالي به وځنډوي.

ولسشمر ټرمپ همدارنګه د ۱۹ هېوادونو د شاوخوا ۱.۶ میلیونه کسانو د اوسیدلو اسنادو د بیاکتنې اعلان یې وکړ.

د مسکو د برید بریدګر په ترکیې او افغانستان کې روزل شوي وو

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۷ GMT+۰

د روسیې دولتي خبري اژانس د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د تېر کال د مسکو په څنډه کې د «کروکوس» تالار پر مرګوني برید تورن کسان له روسیې بهر، د ترکیې او افغانستان په ګډون، ځانګړې پوځي روزنې ترلاسه کړې وې.

د راپور له مخې، یادو بریدګرو د وسلو په مسلکي کارولو کې لوړه وړتیا لرله. د روسیې د پوځي محکمې یوه سرچینه وايي چې ټول تورن کسان روزل شوي وو او د برید لپاره یې بشپړ چمتووالی درلود.

په راپور کې ویل شوي چې له تورنو څخه یو، شمس‌الدین فریدوني، د برید د همغږۍ، د ځای د پېژندنې، د موټر د برابرولو او د وسلو د ترلاسه کولو مسوولیت درلود.

همدارنګه ویل شوي چې بریدګر د مالي انعام ژمنه هم ترلاسه کړې وه.

دغه برید د تېر کال وري میاشتې په ۳مه د مسکو په څنډه کې وشو، چې پکې ۱۴۹ کسان ووژل شول او له ۶۰۰ډېر ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت هغه مهال داعش ډلې منلی و.

د دې پېښې قضايي بهیر له اوړي راهیسې پیل شوی وه او اصلي تورن کسان اوس محکمې ته حاضر شوي دي.

فوزیه کوفي: د ښځو پر وړاندې بې‌عدالتي او سیاسي جریانونو عادي ګڼل د افغانستان بحران ژوروي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۸ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د پارلمان غړې فوزیه کوفي، پر طالبانو انتقاد کړی چې د ښځو پر وړاندې یې څلور کلنه جګړه پیل کړې او ویلې یې دي چې د ښځو بې‌عدالتي عادي ګڼل د هېواد روان بحران نور هم ژوروي.

فوزیه کوفي په ایکس لیکلي:«اوس داسې ښکاري چې ښځې د ترازو په یوه خوا کې د افغانستان د روان بحران د حل یوې برخې په توګه ځای پر ځای شوي دي، او همداسې طالبان د دوی پر وړاندې ښکاره او څلور کلنه جګړه پیل کړې ده.»

هغې همدارنګه زیاته کړې چې د بحران حلیوازې ښځې نه دي، بلکې سیاسي جریانونه هم د مسلې یوه مهمه برخه جوړوي چې باید پاملرنه ورته وشي.

نوموړې زیاتوي: «زه په دې نظر بشپړه موافقه لرم چې سیاسي جریانونه، په ځانګړې توګه هغه چې په وروستیو کلونو کې د ولس د غږ سره سمون کې دي، د افغانستان د قضیې یوه اصلي برخه جوړوي.»

کوفي خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ټولنې هرې برخې حذف یا نادیده کول «بې له شکه به د بې‌ثباتۍ او د بحران د ژورتیا سبب شي».

هغې په څرګنده توګه پر ټولو خواوو غږ کړی چې د ښځو حقونو ته پام وکړي او د سیاسي جریانونو ګډون پرته د بحران حل ناشونی دی.

د فوزیه کوفي په وینا، د ښځو د حقونو نادیده کول یوازې ټولنیز ظلم نه دی، بلکې د هېواد د سیاسي او اقتصادي وضعیت د خرابېدو لامل هم دی، او دا وضعیت د نړیوالو ټولنو پام او هڅو ته هم جدي اړتیا لري.