حامد کرزی: افغانستان ښځینه ډاکټرانو، انجنیرانو او د نورو برخو متخصصینو ته اړتیا لري

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، هېواد د ځان بسیاینې لپاره په سلګونو زره نارینه او ښځینه ډاکټرانو، انجنیرانو، اقتصاد پوهانو، د تکنالوژۍ او نورو برخو متخصصینو ته اړتیا لري. هغه زیاتوي، چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.





