
د طالبانو د ویاند مرستیال، له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا په اړه د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د څرګندونو هرکلی کړی او وايي چې هڅه کوي له تهران سره د باور فضا جوړه کړي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د مسعود پزشکیان څرکندونې مثبتې بللې او وايي، طالبان له ایران سره په ټولو برخو کې د باور رامنځته کولو په لټه کې دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېره ورځ د افغانستان پولې ته نږدې خراسان ولایت ته د سفر پرمهال ویلي، چې ایران به له افغانستان سره تعامل چټک او اسانه کړي.
نوموړي ویلي:« موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره پر پوله خپلې اړیکې چټکې او اسانه کړو او په دې سره به ډیری اړتیاوې پوره شي.»
همدارنګه د ایران ولسمشر د خراسان ولایت چارواکو ته لارښوونه کړې، چې له افغانستان سره د تعامل بهیر چټک کړي.
ایران پر داسې مهال له افغانستان سره د تعامل چټکتیا هڅه کوي، چې د تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې تړل شوي او افغانستان ته د ایراني توکو صادرات زیات شوي دي، دواړه لوري هڅه کوي چې د سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله نورې هم لوړې کړي.