• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي چې د کډوالۍ د «دایمي حل» لپاره پر یوې طرحې کار کوي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو وزیر په مشرۍ د دې ډلې د پوهنې، کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو، عامې روغتیا وزارتونو، افغان سرې میاشتې او د کابل ښاروالۍ معینانو د کډوالۍ دایمي حل د طرحې د مسودې په اړه ناسته کړې ده. عبدالکبیر وايي، دا طرحه به له حکومتونو او نړیوالو سازمانونو سره شریکه شي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه، د لیندۍ ۳۰مه اعلان وکړ، چې د یاد وزارت وزیر عبدالکبیر ویلي، د کډوالۍ د دایمي حل او د داخلي بیځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په برخه کې به د کډوالۍ د دایمي حل طرحه اغیزناکه واوسي او د اړوندو حکومتي او نړیوالو ادارو تر منځ به پر همغږۍ سربېره د مرستو جلب، د اړتیاوو پيژندل او کاري ساحه روښانه کړي.

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، د یادې مسودې د بډاینې په موخه جوړې شوې کمیټې ته دنده وسپارل شوې، چې د مسودې متن له ادارو سره شریک کړي او د راتلونکې ناستې لپاره چمتووالی ولري.

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو وزیر وايي، چې ددې ډلې له بیا واکمنېدو راپه دې خوا ۶،۸ میلیونه افغانان له ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو په جبري او داوطلب ډول راستانه شوي او دغه شمېر د لوړېدو په حال کې دی او همدارنګه په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ۱،۳ میلیونه افغانان د طبیعي پيښو له امله په داخل کې بیځایه شوي دي.

عبدالکبیر ادعا کوي، چې ددې ډلې له «بري» وروسته بهر ته د کډوالو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

دغه ادعا داسې مهال کیږي، چې ایران تازه اعلان کړی ۲۰۰۰ هغه افغان کډوال یې طالبانو ته بېرته وسپارل چې له افغانستان نه ددغه هېواد پولو ته اوښتي او په واورو کې بند پاتې وو.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپل اېکس لیکلي، چې تېره ورځ شنبه، د لیندۍ ۲۰مه له یران او پاکستان څخه له بېلابېلو لارو افغانستان ته ۹۴۱ کورنۍ چې ۵ زره ۴۱۲ افغان کډوال کیږي، را ستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

ایران وايي په واورو کې بند پاتې ۲۰۰۰ افغان کډوال یې ژغورلي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۰

ایران وايي، چې دوه زره او ۱۰۶تنه ناقانونه افغانان چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې د واورو له امله بند پاتې شوي وو، د ایران د وسله‌والو ځواکونو په هڅو ژغورل شوي دي. د تایباد څارنوال وايي، یاد کسان تر درملنې او د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته طالبانو ته وسپارل شول.

حجت صدیقي د یکشنبې په ورځ ایرنا خبري اژانس ته وویل چې دغه ناقانونه افغانان د درنې واورې او سخت واورین توپان له امله په دغو سیمو کې بند پاتې شوي وو.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دا ناقانونه اتباع د ایران خاورې ته له ننوتلو مخکې، د ایران او افغانستان په پوله کې په پېچلو سیمو کې وسله والو ځواکونو تعقیب کړي وو.

هغه زیاته کړه چې د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې، هغو افغانانو ته چې یخ او شدیدې سړې هوا ځپلي وو، د درملنې او هوساینې خدمات برابر شول او درملنه یې شوې ده.

د نوموړي په وینا، یاد کسان تر درملنې او د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته طالبانو ته وسپارل شول.

له دې وړاندې هم یو شمېر افغانان له ایران سره پر پوله په واورو کې د بند پاتې کېدو له امله مړه شوي وو.

د طالبانو عدلیې وزیر د افغانستان انټرنشنل له رپوټ خپرېدو وروسته وضاحت ور کړی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۰

د طالبانو عدلیې وزیر د افغانستان انټرنشنل راپور ته غبرګون ښودلی او وايي، چې د کورنۍ غړي یې د ځمکو او کورونو په غصب او سوداګریزو قراردادونو کې لاس نه لري. عبدالحکیم شرعي ویلي:«زما په خاندان کې د زنانه په نامه باندې نه ځمکه ثبت وه او نه ثبت ده او نه د ما میرمن کومه ځمکه لري».

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ پر ۳۰مه، په یوه اعلامیه او مرکه کې د افغانستان انټرنشنل وروستي راپور ته غبرګون وښود.

په دغه راپور کې پر نوموړي د ځمکو د غصب، ناقانونه نیونو او پر خپلو او خپلوانو د کورونو د وېش او دوه ګوني چلند تورونه لګېدلي دي.

شرعي په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د کورنۍ د غړو له‌خوا د ځمکو لرل په شریعت کې هېڅ ممانعت نه لري، خو زیاته کړې یې ده چې که دا شتمنۍ د ظلم، غصب یا د نورو د حقونو د تر پښو لاندې کولو له لارې تر لاسه شوې وي، نو «محاکم شرعي هم شته، نظام شرعي هم شته».

د لیندۍ په ۲۶مه، سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د طالبانو د عدلیې وزیر د پکتیا ولایت د تیرا کنډو په سیمه کې یو سوداګریز مارکیټ تړلی او قرارداد یې په ناقانونه ډول خپلو خپلوانو ته سپارلی دی. د سرچینو په وینا، دغه مارکیټ څلور کاله وړاندې میرزا کټوازي له قانوني مراحلو وروسته جوړ کړی و.

د یاد راپور په ځواب کې، شرعي ادعا کړې چې د اسنادو د جعل له امله د محمد میرزا کټوازي د حاجي رحیم خان د زوی، د عبدالکریم د لمسي، په حق کې د نیولو حکم صادر شوی و.

هغه ویلي چې د همدې مکتوب پر بنسټ، د عدلیې وزارت ټولو «امارتي وزارتونو» او ادارو ته یو متحدالمال مکتوب ولېږه، چې له نوموړي سره د پانګونې او اجارې ټول قراردادونه فسخ کړي.

شرعي همدارنګه ویلي چې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له کټوازي څخه په بګرامۍ ولسوالۍ کې قراردادي ځمکه بېرته واخیسته او د تیرا کنډو ځمکه یې هم واپس کړه او بیا یې د خپلو اصولو له مخې په قرارداد ورکړه.

هغه ټینګار کړی چې دا د یاد وزارت صلاحیت دی او له عدلیې وزارت سره مستقیم تړاو نه لري او زیاته یې کړه چې که څوک ادعا کوي چې د ده ورونه په نوي قرارداد کې شریک دي، «خپله دې له نوي قراردادي څخه پوښتنه وکړي».

په کابل ښار کې د شپږمې ناحیې د سناتوریم سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزیر شاوخوا ۸۰ شخصي کورونه دولتي اعلان کړي، په داسې حال کې چې په یوه کې خپله اوسیږي او نور یې خپلو خپلوانو او ملګرو ته په ټیټه کرایه وېشلي دي.

شرعي دغه تورونه رد کړي او وايي چې نوموړي په سناتوریم سیمه کې درې کورونه په کرایه نیولي دي. د هغه په وینا، د ملا هبت‌الله د فرمان پر اساس، د یوه کمېسیون تر نظارت لاندې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دغه ځایونه د بېلابېلو ولایتونو او ادارو خلکو ته په کرایه ورکړي او د ده ورونه هم په همدې سیمه کې په کرایه اوسیږي.

هغه همدارنګه ویلي چې په سناتوریم سیمه کې د اهل تشیع د کورونو، مقبرو او جومات اړوند ځمکې غصب شوې وې او طالبانو یې د بېرته اخیستلو پرېکړه کړې ده.

د طالبانو د عدلیې وزیر ومنله چې د ځینو خیریه بنسټونو جوازونه د قانون د سرغړونې له امله لغوه شوي او دفترونه یې تړل شوي دي.

په همدې لړ کې، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمن حکمتیار د افغانستان انټرنشنل راپور په خپلو شخصي ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی و. د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د هغه په اړه ویلي: «د علماوو دښمني چې څوک کوي، دوی به له دوو حالتونو خالي نه وي، یا به مرګ په کفر ورته راځي او یا به ولدالزنا وي».

دا ناندرۍ په داسې حال کې راپورته کېږي چې تر دې وړاندې هم یو شمېر کسانو، شرکتونو او خیریه موسسو، د طالبانو د عدلیې پر وزیر د ځمکو د غصب، باج اخیستنې او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې تورونه لګولي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې عبدالحکیم شرعي د نوي کابل پروژې په چوکاټ کې د اوکسین اریانا شرکت له لارې شپږ ټوټې ځمکې په باج اخیستې دي. د دغو ادعاوو له مخې، یوه ۱۲ بسوې تجارتي ځمکه د وزیر د مېرمنې په نوم ثبت شوې، درې نورې د هغه د دریو زامنو او دوه ټوټې د وزیر د وروڼو په نوم ثبت شوې دي.

طالبان: د سالنګ لويه لاره د سختې واورې او طوفان له امله تړل شوې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، د واورې اورښت سخت او طوفاني هوا له امله د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، ویلي چې د خرابې هوا له امله پر یادې لارې تګ راتګ تر بل امر پورې درول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د سالنګ په سیمه کې د ۵۸۰ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او ۴۴ نور ټپیاندي.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

ملګري ملتونه: افغان ښځو له سختو محدودیتونو سره خپلو کوچنيو کاروبارونو ته دوام ورکړی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو اېن ډي پي) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو لخوا پر افغان ښځو د پراخو محدودیتونو سربېره، ډېری افغان ښځې د کوچنیو کاروبارونو له لارې نه یوازې خپله عایداتي سرچینه ساتلې، بلکې لسګونو نورو ښځو ته یې هم د کار زمینه هم برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د راپور له مخې، کوچني کاروبارونه دا مهال د افغان ښځو لپاره د اقتصادي فعالیت یوازینۍ پاتې لاره ده.

یو اېن ډي پي ویلي، چې په افغانستان کې یې له څه باندې ۸۹ زره کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کړی، چې ۹۱ سلنه یې د ښځو له‌خوا پر مخ وړل کېږي او تر اوسه یې له ۴۳۹ زرو څخه زیات کاري فرصتونه یې رامنځته کړي دي.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې څلور سلنه افغان ښځې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی لري او د پور ترلاسه کول هم د څو تضمین کوونکو د اړتیا له امله د ډېرو لپاره ستونزمن دي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې اندیښنه څرګنده کړې چې که څه هم افغان ښځې د اقتصادي بقا لپاره هڅې روانې ساتي، خو د نجونو د زده‌کړو محدودیت او د مالي زده‌کړو نشتوالی د دې کاروبارونو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کولای شي.

یو اېن ډي پي په پای کې د افغان ښځو دغه فعالیتونه ستایلي او ویلي دي چې له ننګونو سره سره، بیاهم افغان ښځې هڅه کوي چې په ټولنه کې خپل رول وساتي او له عامه ژوند څخه د بشپړ حذف کېدو مخه ونیسي.

که څه هم اوس مهال ښځې په دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او حتی د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کار کولو منع دي، خو بیا هم ډېرو ښځو په هغو دودیزو برخو کې خپل فعالیت ته دوام ورکړی چې ټولنیز منل شوي ګڼل کېږي، لکه ګنډل، غالۍ اوبدل، د خوړو تولید او د ښځو ځانګړي رستورانتونه.

په ایران کې د غیر قانوني تګ پر مهال د یخنۍ له امله د مړو شویو افغانانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۲ GMT+۰

محلي سرچینې تاییدوي، چې د سخت ژمي په منځ کې د ایران په لور د غیر قانوني تګ هڅو پر مهال د یخنۍ له امله تر ۴۰ زیات افغان کډوال مړه شوي دي. ددغه افغانانو یو شمېر جسدونه د هرات ولایت کوه‌سان او ادرسکن ولسوالیو ته انتقال شوي دي.

د کډوالو د مړینې تازه راپورونه ښيي، چې مخکې شاوخوا ۳۰ مړي راپور شوي وو، خو د سرحدي سیمو د څېړنو او د افغانستان او ایران د د مړو سړخونو د کتنو وروسته شمېر د ۴۰څخه اوښتی دی.

سرچینې وایي، د پېښو زیاتره قربانیان په سخته یخنۍ کې د ایران پر لور د غیر قانوني تګ هڅو کولو پر مهال مړه شوي دي.

راپورونه وایي، ځینې مړي د هرات ولایت کوه‌سان او ادرسکن ولسوالیو ته د کورنیو او محلي ادارو په هڅو انتقال شوي دي.

دا پېښه د افغان کډوالو د سختو شرایطو او د غیر قانوني تګ د خطرونو بیلګه بلل کېږي، چې د ژمي په موسم کې هېواد پرېږدي.