د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ پر ۳۰مه، په یوه اعلامیه او مرکه کې د افغانستان انټرنشنل وروستي راپور ته غبرګون وښود.
په دغه راپور کې پر نوموړي د ځمکو د غصب، ناقانونه نیونو او پر خپلو او خپلوانو د کورونو د وېش او دوه ګوني چلند تورونه لګېدلي دي.
شرعي په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د کورنۍ د غړو لهخوا د ځمکو لرل په شریعت کې هېڅ ممانعت نه لري، خو زیاته کړې یې ده چې که دا شتمنۍ د ظلم، غصب یا د نورو د حقونو د تر پښو لاندې کولو له لارې تر لاسه شوې وي، نو «محاکم شرعي هم شته، نظام شرعي هم شته».
د لیندۍ په ۲۶مه، سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د طالبانو د عدلیې وزیر د پکتیا ولایت د تیرا کنډو په سیمه کې یو سوداګریز مارکیټ تړلی او قرارداد یې په ناقانونه ډول خپلو خپلوانو ته سپارلی دی. د سرچینو په وینا، دغه مارکیټ څلور کاله وړاندې میرزا کټوازي له قانوني مراحلو وروسته جوړ کړی و.
د یاد راپور په ځواب کې، شرعي ادعا کړې چې د اسنادو د جعل له امله د محمد میرزا کټوازي د حاجي رحیم خان د زوی، د عبدالکریم د لمسي، په حق کې د نیولو حکم صادر شوی و.
هغه ویلي چې د همدې مکتوب پر بنسټ، د عدلیې وزارت ټولو «امارتي وزارتونو» او ادارو ته یو متحدالمال مکتوب ولېږه، چې له نوموړي سره د پانګونې او اجارې ټول قراردادونه فسخ کړي.
شرعي همدارنګه ویلي چې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له کټوازي څخه په بګرامۍ ولسوالۍ کې قراردادي ځمکه بېرته واخیسته او د تیرا کنډو ځمکه یې هم واپس کړه او بیا یې د خپلو اصولو له مخې په قرارداد ورکړه.
هغه ټینګار کړی چې دا د یاد وزارت صلاحیت دی او له عدلیې وزارت سره مستقیم تړاو نه لري او زیاته یې کړه چې که څوک ادعا کوي چې د ده ورونه په نوي قرارداد کې شریک دي، «خپله دې له نوي قراردادي څخه پوښتنه وکړي».
په کابل ښار کې د شپږمې ناحیې د سناتوریم سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د عدلیې وزیر شاوخوا ۸۰ شخصي کورونه دولتي اعلان کړي، په داسې حال کې چې په یوه کې خپله اوسیږي او نور یې خپلو خپلوانو او ملګرو ته په ټیټه کرایه وېشلي دي.
شرعي دغه تورونه رد کړي او وايي چې نوموړي په سناتوریم سیمه کې درې کورونه په کرایه نیولي دي. د هغه په وینا، د ملا هبتالله د فرمان پر اساس، د یوه کمېسیون تر نظارت لاندې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دغه ځایونه د بېلابېلو ولایتونو او ادارو خلکو ته په کرایه ورکړي او د ده ورونه هم په همدې سیمه کې په کرایه اوسیږي.
هغه همدارنګه ویلي چې په سناتوریم سیمه کې د اهل تشیع د کورونو، مقبرو او جومات اړوند ځمکې غصب شوې وې او طالبانو یې د بېرته اخیستلو پرېکړه کړې ده.
د طالبانو د عدلیې وزیر ومنله چې د ځینو خیریه بنسټونو جوازونه د قانون د سرغړونې له امله لغوه شوي او دفترونه یې تړل شوي دي.
په همدې لړ کې، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمن حکمتیار د افغانستان انټرنشنل راپور په خپلو شخصي ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی و. د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د هغه په اړه ویلي: «د علماوو دښمني چې څوک کوي، دوی به له دوو حالتونو خالي نه وي، یا به مرګ په کفر ورته راځي او یا به ولدالزنا وي».
دا ناندرۍ په داسې حال کې راپورته کېږي چې تر دې وړاندې هم یو شمېر کسانو، شرکتونو او خیریه موسسو، د طالبانو د عدلیې پر وزیر د ځمکو د غصب، باج اخیستنې او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې تورونه لګولي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې عبدالحکیم شرعي د نوي کابل پروژې په چوکاټ کې د اوکسین اریانا شرکت له لارې شپږ ټوټې ځمکې په باج اخیستې دي. د دغو ادعاوو له مخې، یوه ۱۲ بسوې تجارتي ځمکه د وزیر د مېرمنې په نوم ثبت شوې، درې نورې د هغه د دریو زامنو او دوه ټوټې د وزیر د وروڼو په نوم ثبت شوې دي.