• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اشرف حیدري: یوازې ګډ سیمه‌ییز اقدام کولای شي افغانستان ته تل‌پاتې سوله راولي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۴ GMT+۰

د جمهوري نظام پرمهال په سریلانکا کې د افغانستان سفیر او د بې‌ځایه شویو سازمان مشر محمد اشرف حیدري په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د اوږدمهاله ثبات یوازینۍ لار د سیمې هېوادونو همغږې شوې ګډه پالیسي ده؛ نه جلا اقدامات.

ښاغلي حیدري پر اېکس پاڼه لیکلي، دغه ډول سیمه‌ییز اقدام باید پر سیاسي مشروعیت، څو اړخیزو بنسټونو او ګډو ملي ګټو ولاړ وي؛ څو افغانستان او ګاونډي هېوادونه د دوامداره سولې او ثبات پر لور بوځي.

هغه زیاته کړې: «له لسیزو راهیسې نیابتي سیاستونو او ټاکلي تعاملاتو ناکامې هڅې د افغانستان ژور کړکېچ نه‌دی مهار کړی.» هغه ټينګار کړی، د ستونزو د حل یوازینۍ لاره سیمه‌ییز ګډ مالکیت دی چې د ټولو ګاونډیو هېوادونو ګډه همکاري، د سیاسي مشروعیت او ګډو ګټو پر بنسټ وي.

نوموړي لیکي، چې یوازې په دې لاره کېدای شي د افغانستان او شاوخوا سیمو لپاره دوامداره ثبات او د ملي امنیت خونديتوب تضمین شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د کانګرس غړي: د افغانانو د پناه‌غوښتنې درېدلې لړۍ بیا فعالولو لپاره به عملي ګامونه واخلو

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۸ GMT+۰

د امریکا د کانګرس دوو غړو په کالیفورنیا کې د افغان کلتوري ټولنې له استازو سره ناسته کې ژمنه کړې، چې د بشردوستانه، د کورنیو د یوځای کېدو او د ځانګړې کډوالۍ ویزو (SIV) درېدلې لړۍ د بیا فعالولو لپاره به عملي ګامونه واخلي.

د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د افغان کلتوري ټولنې په کوربه‌توب، د افغان کډوالو د ویزو د ستونزو په اړه د امریکا د کانګرس غړو جاش هارډر او ادم ګرې، ځایي چارواکو، د مدني او کډوالۍ بنسټونو استازو، رسنیو او د افغان ټولنې غړو ناسته وکړه.

په یاده ناسته کې د هغو تګلارو پر اغېزو پراخ بحث شوی، چې افغان پاسپورټ لرونکو ته یې د امریکا د ویزو صادرول درولي او یا ځنډولي دي. په ناسته کې ویل شوې، چې ګڼې دوسیې سره له دې چې اوږدې امنیتي څېړنې یې بشپړې کړې دي؛ خو بیا هم درول شوې او سلګونه کورنۍ یې له رواني فشار سره مخ کړې دي.

100%

په دغه ناسته کې د افغان کلتوري ټولنې مشر عبدالنصیر یاسیني ویلي، افغان ولس د امریکا ترڅنګ درانه تاریخي لګښتونه ورکړي دي. هغه زیاته کړه: «افغانانو د سړې جګړې پرمهال او بیا د سپتمبر له ۱۱مې وروسته د افراطیت پر وړاندې درېدلي؛ خو د جګړو او ناامنۍ تر ټولو لوړه بیه یې پرې کړې ده.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانستان دا مهال له سخت بشري وضعیت، سیاسي ځپنې، د ښځو د زده‌کړو له بندیز او د بنسټیزو ازادیو له له‌منځه تلو سره مخ دی. یاسیني د کانګرس له غړو غوښتي، چې پر افغان کډوالو د ویزو عمومي ځنډ پای ته ورسوي او هغه پناه‌غوښتنې او د کډوالۍ دوسیې بېرته پرانیزي چې بې له انفرادي ارزونې درول شوې دي.

د هغه په وینا، ډېریو اغېزمنو کسانو «ټول قانوني شرایط او امنیتي څېړنې بشپړې کړې دي»؛ خو لا هم له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.

100%

په ناسته کې د کانګرس غړي جاش هارډر وویل، هغه او یو شمېر نور استازي له تېرو دوو اوونیو راهیسې د افغان ویزو د اسانتیا لپاره هڅې کوي. هغه زیاته کړه، چې د افغان ټولنې د واقعي کیسو اورېدو لپاره په خپله غونډې ته ورغلی دی.

هارډر وویل، چې د «افغان اډجسټمنټ» قانون ملاتړ کوي؛ داسې طرحه چې د ده په وینا «د قانوني کډوالۍ لارې پراخوي، د SIV نورې ویزې برابروي او افغان کورنیو ته د خوندي تګ زمینه برابروي».

هغه د افغانانو ونډه د امریکا په ټولنه کې هم وستایله او ویې ویل، چې افغانان «انجنیران، ښوونکي، اور وژونکي او مسلکي کسان» دي. بل‌خوا د کانګرس غړي ادم ګرې ټینګار وکړ، چې د امریکا ځواک په یووالي کې دی.

هغه وویل: «عدالت هغه وخت ټینګېدای شي، چې له ټولو سره له نژاد، رنګ او مذهب ته په کتو پرته د قانون تر سیوري لاندې یو شان چلند وشي.» نوموړي د افغان ټولنې د ملاتړ ژمنه تازه کړه او ویې ویل، چې د ده دفتر د یادې ټولنې پر مخ پرانیستی دی.

په ناسته کې د «Land of Opportunity» بنسټ اجرایوي مشرې فروزان نېکزاد هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې د یوه کس تېروتنه باید د ټولې ټولنې د ګډې سزا لامل نه‌شي. هغې ټینګار وکړ، چې افغان کورنۍ ملاتړ او ساتنې ته اړتیا لري؛ نه یوازې پرېښودو ته.

د کانګرس غړو ژمنه وکړه، چې انفرادي قضیې به د اړوندو ادارو سره وڅاري او پراخې پالیسۍ به کانګرس کې شریکې کړي. د غونډې په پای کې د افغان کلتوري ټولنې هم اعلان وکړ، چې دغه مدني او حقوقي هڅې به تر هغې روانې وي؛ څو د قانوني کډوالۍ بهیر بېرته عادي شي او د کورنیو یووالی خوندي شي.

دغه ناسته په امریکا کې د افغانانو پرضد د ټرمپ ادارې د کډوالۍ سختو پالیسیو په لړ کې شوې ده. په امریکا کې د افغانانو پر وړاندې وروسته له هغه اقدامات سخت شول، چې یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو برید وکړ.

هند وايي د افغانستان د درملو اوږدمهاله اړتیاوې به پوره کړي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۷ GMT+۰

نوې ډیلي ته د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د سفر تر پای‌ ته رسېدو یوه ورځ وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هېواد به د افغانستان د درملو اوږدمهاله اړتیاوې پوره کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه اقدام د دې لپاره شوی، چې افغانستان د درملو په برخه کې پر پاکستان خپله تکیه کمه کړي. همداراز د هند د بهرنیو چارو وزارت د هند او د طالبانو د عامې روغتیا وزارتونو ترمنځ د یوې ګډې کاري ډلې له جوړېدو خبر هم ورکړی دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې ویل شوي، چې هندي چارواکو د طالبانو له ادارې سره د روغتیايي همکاریو د پراخولو او د بشردوستانه مرستو د دوام پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د خپل سفر پر مهال د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال کیرتي وردان سېنګ سره لیدلي او دواړه خواوو د روغتیايي پروژو، د ګډ کاري ګروپ جوړولو، په افغانستان کې د سرطان د درملنې د مرکزونو د جوړولو او د افغان ډاکترانو د ظرفیت لوړولو لپاره د هندي ډاکترانو د یوه ټیم لېږلو په اړه خبرې کړې دي.

نور جلال جلالي (د لېندۍ له ۲۵مې تر ۳۰مې) پورې هند ته په سفر تللی و. نوموړی هلته د هند د روغتیا او درملنې د برخې د چارواکو له پراخ هرکلي سره مخ شو؛ هغه څه چې د طالبانو له ادارې سره د اړیکو د پراخولو لپاره د نوي‌ ډیلي د هڅو څرګندونه بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو اړیکې له پاکستان سره چې د هند سیال هېواد دی ترینګلې دي او دواړه خواوو څو ځله د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي نښتې هم کړې دي. د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د خپل سفر پر مهال د هند له لږ تر لږه لسو روغتونونو، روغتیايي، درملو او خوراکي بنسټونو څخه لیدنه کړې او د هندي چارواکو له لوري یې «مثبتې ژمنې» ترلاسه کړې دي.

تر دې وړاندې، په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیران هم په څو ورځني سفرونو هند ته تللي وو. نور جلال جلالي په نوي ډیلي کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې تر دې وړاندې د پاکستان درمل د افغانستان د درملو په بازار کې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه برخه جوړوله؛ خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچونو دغه ډله اړ اېستې، چې د نویو بازارونو د موندلو ارزونه وکړي.

هغه زیاته کړه، چې هند د درملو د کمښت د جبران لپاره د افغانستان له اصلي انتخابونو څخه ګرځېدلی او کابل د یادې تشې د ډکولو لپاره نوې‌ډیلي ته سترګې نیولې دي. د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې د یادې ډلې موخه له هند سره او په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې د همکاریو او مشارکت «د یوه نوي باب» پرانیستل دي.

په وروستیو میاشتو کې د هند او طالبانو تماسونه د پام وړ زیات شوي. د طالبانو د درېیو لوړپوړو چارواکو وروستي سفرونه هند ته په داسې وخت کې شوي، چې د طالبانو او پاکستان اړیکې خورا کړکېچنې شوې دي.

مولوي کبیر: په تېرو څلورو کلونو کې ۶،۸ مېلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ (د مرغومي لومړۍ نېټه) د یاد وزارت له‌خوا د کډوالۍ د دایمي حل لپاره د جوړې شوې طرحې د مسودې د چارو بشپړولو په موخه د اړوندو وزارتونو او ادارو له کاري ډلې سره په ګډه ناسته کې کړې دي.

مولوي کبیر ویلي:« د کډوالۍ د دایمي حل او د داخلي بې‌ځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې به د کډوالۍ د دایمي حل طرحه اغېزمنه اوسي او د اړوندو حکومتي او نړۍوالو ادارو تر منځ به پر همغږۍ سربېره د مرستو جلب، اړتیاوو پېژندل او کاري ساحه روښانه کړي.»

مولوي کبیر په یاده ناسته کې ادعا کړې، چې بهر ته د کډوالو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی. دا په داسې حال کې ده، چې وخت ناوخت بهر ته په ناقانونو لارو د سفر پرمهال د افغانانو د مړینې خبرونه خپرېږي.

د لېندۍ په ۳۰مه ایران ویلي و، چې ۲زره او ۱۰۶تنه ناقانونه افغانان چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې د واورو له امله بند پاتې وو؛ د ایران د وسله‌والو ځواکونو په هڅو ژغورل شوي دي. د تایباد څارنوال ویلي و، یاد کسان تر درملنې او د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته طالبانو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو نظامي محکمو په درېیو میاشتو کې له زرو ډېر کسان په بند محکوم کړي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۳ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې د روان کال له چنګاښ څخه تر وږي میاشتې پورې ۱,۱۶۳ کسان د نظامي محکمو د پرېکړو پر بنسټ زنداني شوي دي. نظامي محکمې د هغو کسانو دوسیې څېړي، چې د طالبانو په اداره کې د نظامي کارکوونکو په توګه دندې ترسره کوي.

دغه شمېرې د طالبانو د سترې محکمې د امنیتي او اجرایي ریاست د فعالیتونو په راپور کې خپرې شوې دي. په دې راپور کې د جرمونو ډول، تورونه، د بند موده، د بنديانو هویت او یا هم د هغوی د ساتنې ځای په اړه هېڅ ډول معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د طالبانو نظامي محکمو زرګونه احضاریې خلکو ته لېږلي دي. یو شمېر کسان د ټلیفوني اړیکو له لارې د طالبانو نظامي او قضایي بنسټونو ته د حاضرېدو لپاره وربلل شوي دي.

د طالبانو نظامي محکمې د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو وزارتونو د کارکوونکو د دوسیو د څېړلو صلاحیت لري.

په تېرو کلونو کې د طالبانو محکمو د انسان‌تښتونې، د اسنادو د جعل، وژنې او د کاري صلاحیتونو د ناوړه استفادې په تورونو دوسیې څېړلې دي. خو په ډېرو مواردو کې طالبانو د تورنو کسانو د هویت، د هغوی د دندو، د محاکمې د بهیر او صادرو شویو حکمونو په اړه ډېر لږ جزییات خپاره کړي دي.

د افغان ښځو غورځنګ: د ښځو له حضور پرته عادلانه راتلونکې شونې نه‌ده

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۰

د عدالت او ازادۍ لپاره د افغان ښځو غورځنګ د «یلدا شپې» په تړاو راټولېدنه کې ویلي، د طالبانو پر وړاندې د افغان ښځو مقاومت دوام لري او په وینا یې، د ښځو له معنالرونکې حضور پرته عادلانه راتلونکې شونې نه‌ده.

دغه غورځنګ د دوشنبې په ورځ (د مرغومي لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د «یلدا شپه» د تیارو پر وړاندې یو لرغونی کلتور او د هیلو او مقاومت نښه بللې او زیاته کړې یې ده، په داسې حال کې چې افغان ښځې له پراخ او سازمان شوي تبعیض او ځپنې سره مخ دي، د «یلدا شپه» د دې ښکارندويي کوي چې افغان ښځې لا هم د ژوند، انساني کرامت او ازادیو له حقونو په شا شوې نه‌دي.

دغه غورځنګ ویلي: «د یلدا شپه به تېره شي، خو د افغان ښځو مقاومت دوام لري. د ښځو له معنا لرونکي حضور پرته عادلانه او تل پاتې راتلونکې شونې نه‌ده».

له دې سره سم، د ازادۍ پر لور د افغان ښځو غورځنګ بیا په همدې تړاو په یوې اعلامیې کې ویلي، افغان ښځې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې له هر ډول انساني حقونو په سیستماتیک ډول محروم شوي او په باور یې دغه محرومیت باید د نړۍوالو له لوري د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

دوی د افغان ښځو په تړاو د نړۍوالو پر چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي: «د دغه وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې کېدل بې پرېتوب نه‌دی او دوامداراه چوپتیا د ظلم دوام شونی کوي».

دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له نړۍوالو بنسټونو او اغېزناکو هېوادونو غوښتي، چې طالبان باید په دې برخه کې ځواب ورکړې ته اړ کړي او د افغانستان د راتلونکې په تړاو په هر ډول پرېکړو کې باید افغان ښځې ګډون ولري.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له څه باندې څلورو کلونو راهیسې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو او ښځې یې له کار کولو منع کړې دي.