• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له روسیې څخه د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې مرسته غوښتې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معیین، عبدالرحمن منیر د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف سره په لیدنه کې د مخدره توکو د مخنیوي او بزګرانو ته د بدیل معیشت د برابرولو په برخه کې د مسکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت معیین زیاته کړې، « موږ (طالبان) د روسیې هېواد څخه هیله لرو چې د نورو همکاریو ترڅنګ د روږدو کسانو د حمایوي مرکزونو او درملنې په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي».

‏خبرپاڼه زیاتوي چې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف له نشه‌يي توکو سره په مبارزه کې د طالبانو اقدامات ستایلي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

عربستان او اماراتو ته د افغانستان جوړې بیټرۍ صادرې شوې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۰

په هرات کې ځایي طالب چارواکي وایي چې د «لومړي ځل لپاره» د افغانستان له هرات صنعتي ښارګوټي څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته لس کانتینره بیټرۍ صادرې شوې.

د طالبانو د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه لومړنۍ جوپه، چې شاوخوا۴۰ زره امریکایي ډالر ارزښت لري، د اړوندو طالب مسوولینو په حضور کې یادو هېوادونو ته ولېږدول شوه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت معیین د دې صادراتو د پیل په مراسمو کې وویل چې په تېرو څو کلونو کې د هېواد د صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د کورنیو تولیداتو لپاره د پانګونې مناسبه فضا رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، د کورني صنعت ملاتړ او د صادراتو پراختیا د طالبانو مهمه موخه ده.

د هرات ولایت د طالبانو سیمه‌ییزې ادارې ویلي دي چې د کورنیو تولیداتو صادرات د سیمې او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.

یادې ادارې ډاډ ورکړی چې له صنعت‌کارانو به هر اړخیز ملاتړ کوي، لازمې اسانتیاوې به برابرې کړي او د تولید او صادراتو پراختیا به د دوی د کاري لومړیتوبونو له ډلې وي.

طالب چارواکي وایي، نړیوالو بازارونو ته د هرات د صنعتي ښارګوټي د تولیداتو لار موندل به د کارموندنې، اقتصادي ودې او د افغانستان د صادراتي ظرفیت د لوړېدو لامل شي.

طالبان وايي چې په افغانستان کې به زر د سرطان ځانګړی روغتون پرانیستل شي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به په افغانستان کې د سرطان د درملنې ځانګړی روغتون پرانېستل شي. نوموړي وویل، چې هند له افغانستان سره د سرطان ناروغۍ اړوند پنځو ټنو درملو مرسته کړې ده.

نورجلال جلالي د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې افغانستان تر دې وړاندې د خپلې اړتیا وړ له ۶۰څخه تر ۷۰سلنه درمل له پاکستان څخه واردول او د هېواد د درملو بازار تر ډېره په پاکستان متکي و، خو د هغه په وینا، دا مهال د بدیلو سرچینو د موندلو لپاره جدي کار روان دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هند ته خپل وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل، چې د طبابت، درملو د تولید او طبي تجهیزاتو په برخو کې د هند وړتیاوو ته په کتو، دغه هېواد کولای شي د ظرفیت لوړونې، د درملو د اړتیا پوره کولو او د طبي وسایلو د برابرولو په برخه کې پراخه همکاري ولري.

جلالي له پاکستان سره د سوداګرۍ ځنډېدو ته په اشارې وویل، چې دا مهال د هېواد په بازارونو کې د درملو کموالی نشته او کافي اندازه درمل شته، خو د هغه په وینا، یو شمېر واردوونکي او پلورونکي د احتکار هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د درملو پر بازار جدي څاري او هغه کسان چې په احتکار لاس پورې کوي، له قانوني چلند سره مخ کیږي.

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې هند ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بولي چې څو اونۍ وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له پاکستان سره د سوداګرۍ د ځنډولو امر وکړ، چې له دې سره سم هېواد ته د پاکستاني درملو په راوړلو او ګمرک کولو بندیز ولګېد.

طالبانو په هرات کې د یوه هوټل دوه مسوولان د ږېرې خرېیلو او نېکټايي اچولو له امله نیولي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۳ GMT+۰

طالبانو د هرات د یوه نړیوال هوټل رییس او د هرکلي مسوول د نېکټايي اچولو او ږیرې خرېېلو او ددې چارې د «هڅونې» په تور نیولي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو مخکې هوټل ته خبرداری ورکړی و چې کارکوونکي یې نېکټایي وانچوي او ږیرې ونه خرېیي.

محلي سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هوټل رییس امین‌الله عزیزي په دې تورن دی، چې خپل څو کارکوونکي یې د ږیرې خرېیلو او نېکټايي اچولو ته اړ اېستي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو د هوټل رییس امین الله عزیزي او د هرکلي د برخې مسوول فواد بارکزی د سې شنبې په ورځ له ځان سره یووړل.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو له دې پېښې یوه ورځ مخکې هم هوټل ته مراجعه کړې وه او د هوټل د مسوول د موندلو هڅه یې کوله.

د سرچینو په وینا، طالبانو مخکې هوټل ته خبرداری ورکړی و چې کارکوونکي یې باید نېکټایي وانچوي او ږیرې ونه خرېیي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته، پر ښځو د محدودیتونو تر څنګ، پر نارینه وو هم پراخ بندیزونه لګېدلي دي.

له دې وړاندې په خوست ولایت کې د بېلابېلو دولتي ادارو یو شمېر پخوانيو مامورانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست له لوري د ږېرو د بڼې له امله لومړی ۲۴ ساعته زنداني کیږي او بیا یې په دې پلمه له له دندو ګوښه کوي، چې ږیرې یې د «سنت مطابق» نه دي.

دوی زیاته کړې وه، چې په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف نوی ټاکل شوی رییس هڅه کوي، پخواني مسلکي مامورین په بېلابېلو پلمو له دندو لرې کړي.

ددغو مامورانو په وینا، د همدې ریاست محتسبان د رییس په لارښوونه په دفترونو ګرځي او د پخوانیو مامورینو پلټنې کوي.

امربالمعروف ریاست د خوست د ادارو د ویاندویانو پر تصویري مرکو بندیز لګولی

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۰

په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه ولایت د امربالمعروف ریاست ددې ډلې ټولو ادارو له مطبوعاتي مسوولانو او ویاندویانو غوښتي، چې له دې وروسته دې له رسنیو سره تصویري مرکې نه کوي. دوي زیاتوي، چې له دې وروسته د ادارو د ناستو انځورونه او ویډیوګانې هم نه خپروي.

په خوست کې ځايي سرچینو نن سې شنبه، د مرغومي ۲مه وویل، چې په خوست کې د محلي رسنیو خبریالانو ته د طالبانو د والي ویاند او امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د امربالمعروف ریاست د امر پر اساس له دې وروسته رسنیو ته خپلې ویډیوګانې او د ساکښو انځورونه نه ور کوي.

100%

له څو ورځو راهیسې د طالبانو د خوست والي ویاند ترڅنګ ددغه ولایت امنیه قوماندانۍ په ټولنیزو رسنیو کې د ساکښو د انځورونو خپرول بند کړي دي.

خوست ۲۴ ولایت دی، چې د ساکښو انځورونو پر خپرېدا پکې بندیز په رسمي ډول پلی کېږي.

طالبان دا بندیز د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ پلی کوي.

د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د یاد بندیز د پلي کېدو د لړۍ له پیل راهیسې، تر دې دمه پر خوست سربېره په ۲۴ نورو ولایتونو پکتیا، کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل، بلخ او هرات کې هم یاد بندیز په رسمي ډول اعلان او پلي شوی دی.

نیویارک پوسټ: له افغانستان نه د تخلیې پرمهال ځینې نـجونې «جبري ودونو» ته اړ اېسـتل شوې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د امریکايي خپرونې نیویارک پوسټ د رپوټ له مخې، د افغانستان د تخلیې په بهیر کې د ماشومانو د قاچاق او جنسي ځورونې جدي پېښې شوې دي. رپوټ وايي، څو افغانې نجونې چې ابوظبۍ ته لېږدول شوې وې، ادعا کوي چې د تخلیې پر مهال هغو زړو نارینه ووجنسي ځورولې چې جبري ودونو ته ورسره اړ ایستل شوې وې.

ځینو ویلي چې د تخلیې الوتنو کې د ځای موندلو لپاره په جبري ودونو مجبورې شوې دي.

ورته رپوټونه د هغو کډوالو په اړه هم خپاره شوي چې د امریکا د ویسکانسین ایالت فورټ مک‌کوي پوځي اډې ته لېږدول شوي وو.

نیویارک پوسټ همدارنګه لیکي، پخوا هم داسې رپوټونه وو چې ښيي ځینو افغانانو، چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ جنګېدلي وو، درانه جنایتونه ترسره کړي دي. په دې کې د هلکانو ساتل هم شامل دي.

د رپوټ له مخې، د امریکا حکومت د دغو جرمونو د څېړنې او د عاملانو د مجازات په برخه کې کافي لېوالتیا نه ده ښودلې.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه داخلي رپوټ کې راغلي چې د فورټ مک‌کوي د منلو مرکز کارکوونکي له څو داسې کم‌عمره نجونو سره مخ شوي چې د سترعمره افغانانو د «مېرمنو» په توګه معرفي شوې وې.

خو د جدي پلټنو پر ځای، د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه رپوټونه «انفرادي او غیررسمي» بللي او په عملي توګه یې له پامه غورځولي دي.

نیویارک پوسټ زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د بیا مېشتېدو دفتر په دې بې‌پروايي کې مهم رول لوبولی دی.

افشا کوونکي وايي، نه یوازې د ماشومانو قاچاق جدي ونه نیول شو، بلکې ګڼ شمېر عادي امنیتي پلټنې هم ونه شوې.