• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ د «ټرمپ کلاس» په نوم د نړۍ ترټولو لویو او خورا پیاوړو جنګي بېړیو د جوړولو اعلان وکړ

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۰

ټرمپ د «ټرمپ کلاس» په نوم د نړۍ ترټولو لویو او خورا پیاوړو جنګي بېړیو د جوړولو اعلان وکړ. هغه ویلي، دغه نوې جنګي بېړۍ به تر دې دمه د ټولو جوړو شویو بېړیو پرتله «سترې، ګړندۍ او ۱۰۰ چلنده پیاوړې» وي.

هغه دغه څرګندونې د دوشنبې په ماښام (د مرغومي لومړۍ نېټه) په فلوریډا کې د خپلې کابینې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره په ناسته کې کړې دي. د امریکا د ولسمشر په وینا؛ دغه پروګرام به د دوو بېړیو په جوړولو سره پیل شي او تمه کېږي، چې تر پایه پورې به یې شمېر له ۲۰ تر ۲۵ بېړیو لوړ شي. د یادې ډلې لومړۍ بېړۍ به د «یواېس‌اېس دیفاینټ» په نوم ونومول شي.

100%

ټرمپ، چې تر دې وړاندې یې د ځینو امریکایي جنګي بېړیو په بڼه نیوکې کړې وې، د دغه بېړیو په ډیزاین کې به برخه واخلي. هغه ويلي، چې دغه بېړۍ به له ۳۰زره ټنو زيات وزن ولري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: له واک څخه د مادورو لاس په سر کېدل به د وېنزوېلا په ګټه وي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د وېنزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو لپاره به دا «هوښیار کار» وي، چې واک پرېږدي. ټرمپ په دې وروستیو کې پر مادورو د فشار راوړلو په موخه د تېلو څو بېړۍ هم ضبط کړې دي.

ډونالډ ټرمپ د وېنزوېلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو د فشارونو په لړ کې تېره اوونۍ د هغه حکومت د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په نوملړ کې شامل کړ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا د مادورو حکومت «ناقانونه» وباله او زیاته یې کړه، چې د هغه حکومت له ترهګرو سره همکاري کوي.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د مرغومي لومړۍ) په یوې خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې غواړي مادورو له واک څخه لرې کړي، وویل: «ښه، زه فکر کوم ښايي همداسې وي... دا په ده پورې اړه لري چې څه غواړي. زما په اند دا به د هغه لپاره هوښیار کار وي. خو بیا هم، موږ به وګورو چې څه کېږي».

د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو ورځو کې په ارام او کارایب سمندرونو کې د وېنزوېلا اړوند د تېلو پر بېړیو په دې تور چې نشه‌يي توکي قاچاق کوي، بریدونه کړي او ځينې له تېلو ډکې بېړۍ یې هم راګرځولې دي.

ټرمپ یو ځل بیا د مادورو په اړه وویل: «هغه د متحده ایالاتو دوست نه دی. هغه ډېر بد دی، ډېر بد سړی دی. هغه باید خپل ځان ته پام وکړي، ځکه هغه کوکاین تولیدوي او امریکا ته یې لېږي».

ډونالډ ټرمپ د وېنزوېلا د ضبط کړیو تېلو په تړاو وویل، دا د واشنګټن حق دی چې هغه پلوري او یا یې هم ځان لپاره ساتي.

د وېنزوېلا د تېلو پر بېړیو د امریکا عملیاتو ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي او د واشنګټن دغه چاره یې د نړۍوالو اصولو خلاف بللې ده.

د وېنزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو لا تر اوسه د ټرمپ د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

اسټرالیا له وروستي وسله‌وال برید وروسته د وسلو لرلو په تړاو سخت قوانین تصویبوي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۵ GMT+۰

اسټرالیا د بونډای له وسله‌والې پېښې وروسته چې په‌کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول، د تر ټولو ډېر مېشتي ایالت نیوساوت وېلز ایالتي جرګې په یوې بېړنۍ غونډه کې د وسلو لرلو د څرنګوالي په تړاو یوه لایحه تصویب کړه. دغه لایحه به سبا پارلمان ته د تصویبېدو لپاره واستول شي.

د دې لایحې له‌مخې، د ترهګرو د نښو نښانو د نندارې وړاندې کول به بند شي او همداراز به پر لاریونونو هم محدودیتونه ولګول شي. دغه لایحه به د سې‌شنبې په ورځ پارلمان ته د تصویب لپاره واستول شي.

له دې سره سم، یوه ګوند بیا حکومت ته وړاندیز کړی چې شخصي کسانو ته د وسلو ورکړه تر ۴ او کروندګرو ته تر ۱۰ وسلو محدود شي.

لس ورځې مخکې په بونډای سیمه کې د یهودانو پر یوه مذهبي مراسمو د دوو وسله‌والو په برید کې ۱۵ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول. دغې پېښې ګڼ غبرګونونه راوپارول.

په دې پېښه کې د ساجد اکرم او نوید په نومونو دوه وسله‌‌وال چې پلار او زوی و، ښکېل و. د پولیسو په ځوابیه ډزو کې ۵۰ کلن ساجد اکرم چې ۶ وسلې یې درلودې ووژل شو او ۲۴ کلن زوی یې له نیول کېدو وروسته له ۵۹ تورونو سره مخ شوی دی.

کرملین: د اوکراین د سولې خبرې پرمختګ نه بلل کېږي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۰

کرملین وايي، هغه خبرې چې د اوونۍ په پای کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د روسیې او امریکا ترمنځ په میامي ښار کې شوي، باید د کوم بنسټیز بدلون یا «ماتې ورکونکي پرمختګ» په توګه ونه ګڼل شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د کرملین ویاند د سې‌شنبې په ورځ ویلي چې دا خبرې یوازې یو کاري بهیر دی او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د کوم مهم بدلون نښه نه‌ده.

هغه زیاته کړې، کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا د ډسمبر له ۲۰ تر ۲۱ پورې په میامي کې ترسره شوې خبرې د بدلون ټکی بلل کېدای شي، هغه ځواب ورکړ: «دا یو کاري بهیر دی».

د راپور له مخې، د امریکا چارواکو د اوونۍ په پای کې په میامي کې جلا-جلا ناستې کړي، څو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو احتمالي شرایط وڅېړي. په دغو خبرو کې د اوکراین او اروپايي هېوادونو استازي هم شامل وو او همداراز د کرملین ځانګړی استازی کېریل ډیمیټریېف چې د روسیې د ملي پانګونې صندوق مشري کوي، په جلا ناسته کې ګډون درلود.

د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف دا خبرې «ګټورې او رغنده» بللي، خو ویلي یې دي چې لا هم مهم اختلافات شته، په ځانګړي ډول د خاورې او امنیتي تضمینونو په اړه.

د کرملین ویاند همداراز ویلي، تمه ده چې دا خبرې په تخنیکي او د کارپوهانو په کچه په ډېر دقت سره دوام ومومي. د هغه په وینا، د مسکو لومړیتوب دا دی چې له واشنګټن څخه د هغو هڅو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي، چې امریکا یې له اروپايي هېوادونو او اوکراین سره د احتمالي هوکړې لپاره ترسره کوي.

په لندن کې دوه افغانان د همجنس‌ګرایانو کورونو ته د ننوتلو او غلا په تور په بند محکوم شول

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۶ GMT+۰

د رحمت‌خان محمدي او محمد بلال هوتک په نومونو دوه افغان کډوال په لندن کې د «ګرېنډر» (Grindr) اپلیکیشن په کارولو سره د یو شمېر همجنس‌ګرایانو کورونه لوټ کړي، چې د محکمې له‌خوا په بند محکوم شول.

د محکمې په حکم محمدي ته پنځه کاله او هوتک ته درې نیم کاله بند ورکړل شوی. محمدي په پنځه میاشتو کې ۱۱ کسان هدف ګرځولي او هوتک هم څو ځلې ورته جرم کړی دی.

د افغان کډوالو دغې ډلې د همجنسګرایانو له کورونو موبایلونه او نور تخنیکي وسایل غلا کړي او وروسته یې په انلاین ډول پیسې هم تر لاسه کړې دي.

په غزه کې د درملو شدید کمښت؛ زرګونه ناروغان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۸ GMT+۰

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، چې په په روغتونونو کې د درملو شدید کمښت د زرګونو ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی. چارواکي وايي، د درملو د کمښت له امله د ناروغانو د درملنې چارې له جدي ستونزو سره مخ دي او همدارنګه د لابراتوار ټېسټونو او د وینې بانک لپاره ۵۹ سلنه اړین توکي کم شوي.

په غزه کې د روغتونونو ډاکټران وایي، چې د ناروغانو د ژوند ژغورلو لپاره اړین درمل بشپړ ختم شوي.

سره له دې چې په سیمه کې جګړې بندې شوي، خو د بشري مرستو رسونه له اړتیا سره سم نه‌ده شوې. د روغتیا وزارت په غزه کې د بېړنۍ مرستې ترڅنګ د درملو، لابراتوار ټېسټونو او وینې بانک د توکو د ژر تر ژره برابرولو غوښتنه کړې ده.

د الجزیرې د راپور له‌مخې، د جګړې پر مهال د اسراییلي پوځ له‌خوا په غزه کې د ۳۴ روغتونونو په ګډون ۱۲۵ روغتیايي مرکزونه په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

همدارنګه د اوربند د موافقې له‌مخې، پرون له اسراییلي توقیف څخه ۶ فلسطینی بندیان د دېرالبلح روغتون ته رسول شوي، خو لا هم له ۱۰ زرو زیات فلسطیني بندیان د اسراییلي زندانونو په حبس کې دي.