• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لندن کې دوه افغانان د همجنس‌ګرایانو کورونو ته د ننوتلو او غلا په تور په بند محکوم شول

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۶ GMT+۰

د رحمت‌خان محمدي او محمد بلال هوتک په نومونو دوه افغان کډوال په لندن کې د «ګرېنډر» (Grindr) اپلیکیشن په کارولو سره د یو شمېر همجنس‌ګرایانو کورونه لوټ کړي، چې د محکمې له‌خوا په بند محکوم شول.

د محکمې په حکم محمدي ته پنځه کاله او هوتک ته درې نیم کاله بند ورکړل شوی. محمدي په پنځه میاشتو کې ۱۱ کسان هدف ګرځولي او هوتک هم څو ځلې ورته جرم کړی دی.

د افغان کډوالو دغې ډلې د همجنسګرایانو له کورونو موبایلونه او نور تخنیکي وسایل غلا کړي او وروسته یې په انلاین ډول پیسې هم تر لاسه کړې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د درملو شدید کمښت؛ زرګونه ناروغان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۸ GMT+۰

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، چې په په روغتونونو کې د درملو شدید کمښت د زرګونو ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی. چارواکي وايي، د درملو د کمښت له امله د ناروغانو د درملنې چارې له جدي ستونزو سره مخ دي او همدارنګه د لابراتوار ټېسټونو او د وینې بانک لپاره ۵۹ سلنه اړین توکي کم شوي.

په غزه کې د روغتونونو ډاکټران وایي، چې د ناروغانو د ژوند ژغورلو لپاره اړین درمل بشپړ ختم شوي.

سره له دې چې په سیمه کې جګړې بندې شوي، خو د بشري مرستو رسونه له اړتیا سره سم نه‌ده شوې. د روغتیا وزارت په غزه کې د بېړنۍ مرستې ترڅنګ د درملو، لابراتوار ټېسټونو او وینې بانک د توکو د ژر تر ژره برابرولو غوښتنه کړې ده.

د الجزیرې د راپور له‌مخې، د جګړې پر مهال د اسراییلي پوځ له‌خوا په غزه کې د ۳۴ روغتونونو په ګډون ۱۲۵ روغتیايي مرکزونه په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

همدارنګه د اوربند د موافقې له‌مخې، پرون له اسراییلي توقیف څخه ۶ فلسطینی بندیان د دېرالبلح روغتون ته رسول شوي، خو لا هم له ۱۰ زرو زیات فلسطیني بندیان د اسراییلي زندانونو په حبس کې دي.

امریکا: ۲۰۲۵ کال کې ۱۸۲ د ملي امنیت ګواښونه او د محکمې کابو ۲۰۰ زره خبرتیاوې ترلاسه شوي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰

د امریکا د کډوالۍ ادارې ویلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د کډوالۍ د سختو تګلارو په لومړي کال کې ۱۸۲ داسې قضیې تشخیص شوې چې د ملي امنیت له پلوه خطر بلل کېږي او په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱۹۶ زره کسانو ته د محکمې د حاضرېدو رسمي خبرتیاوې صادرې شوې دي.

د امریکا د کډوالۍ ادارې فاکس نیوز ته ویلي، له هغه وخت راهیسې چې ټرمپ ولسمشر شوی، تر ۱۴ زرو ډېرې د کډوالۍ قضیې د ملي امنیت او درغلیو د اندېښنو له امله د امریکا د کډوالۍ ادارې ته راجع شوې دي. د دې قضیو له ډلې ۱۸۲ یې یا تایید شوي او یا هم مشکوک دي او د ملي امنیت خطرونه بلل شوي دي.

د دې ادارې د درغلیو د کشف او ملي امنیت ریاست په راپور کې راغلي، چې له ۱۹ زره څخه ډېرې د درغلیو قضیې څېړل شوې او نږدې ۶۵ سلنه کې درغلي ثابته شوې ده. دغه راز، زرګونه میداني لیدنې ترسره شوي او د احتمالي کډوالو لسګونه زره د ټولنیزو رسنیو حسابونه هم ارزول شوي دي.

د امریکا د کډوالۍ ادارې مشر جوزف بي اېډلو ویلي، دغه اداره د «امریکا لومړی» تګلارې پر بنسټ د کډوالۍ نظام ته نظم، امنیت او حساب‌ورکونه بېرته راګرځولې او د امریکا د وګړو ګټې یې لومړیتوب ګرځولې دي.

په همدې لړ کې، د امریکا د کورني امنیت وزارت د تابعیت ازموینه هم سخته کړې ده. د نویو بدلونونو له‌مخې، د پوښتنو شمېر زیات شوی او د بریالیتوب لپاره د سمو ځوابونو شرط له شپږو څخه ۱۲ ته لوړ شوی دی.

چارواکي وایي، دا اقدامات د ټرمپ د هغه انتخاباتي ژمنې برخه ده چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د «ناکامو کډوالۍ تګلارو» د اصلاح لپاره یې کړې ده. د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم ویلي، حکومت به خپلې هڅې تر هغه وخته جاري ساتي چې د امریکا پولې بشپړ خوندي شي او ناقانونه کډوالۍ مهار نه‌شي.

ډونالډ ټرمپ: ګرینلنډ باید د امریکا برخه شي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، چې ګرینلنډ باید د متحده ایالاتو اړوند شي. نوموړي وویل، دغه سیمه د معدني زېرمو لپاره نه‌غواړي، بلکې د ملي امنیت لپاره ورته اړتیا لري. د ټرمپ دغې غوښتنې یو ځل بیا د ډنمارک او ګرینلنډ نیوکې راپارولې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د لوزیانا ایالت والي جېف لېنډري د ګرینلنډ لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

د ټرمپ دغې پرېکړې یو ځل بیا د ډنمارک او ګرینلنډ نیوکې راپارولې دي.

ټرمپ بیاځلي ولسمشرۍ ماڼۍ ته له رسېدو سره سم د ګرینلنډ سیمې ته سترګې نیولې دي، ځکه له معدني زېرمو بډایه سیمه ده.

د یادونې وړ ده، چې ګرینلنډ د شمالي امریکا په لویه وچه کې موقعیت لري، خو له سیاسي پلوه د ډنمارک تر واک لاندې یوه خودمختاره سیمه ده.

هېګسټ: د امریکا پوځ به یو ځل بیا د ځواکمن او مخنیوی‌کوونکي ځواک په توګه بیا رغول کېږي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۷ GMT+۰

د امریکا د متحده ایالاتو د جګړې وزیر پیټ هېګسټ وایي، چې واشنګټن د خپل پوځ د بیا رغونې په لړ کې د غښتلي مخنیوي‌کوونکي ځواک سیاست بېرته پیاوړی کوي، څو د کورنیو او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې اغېزناک ځواب ولري.

هېګسټ ویلي، د امریکا مخنیوی‌کوونکی سیاست (بازدارندګي) به په بېلابېلو برخو کې ټینګ شي؛ که هغه د هېواد په پولو کې وي، که د «طلایي ګنبد» دفاعي سیستم له لارې او که د هغو پوځي عملیاتو په بڼه چې نوموړي د «نیمه‌شپې چکش» په نوم یاد کړل.

د امریکا د جګړې وزیر همداراز ټینګار کړی، چې ایران د دغو اقداماتو پیغام ترلاسه کړی او واشنګټن به د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد د سمندري بېړیو پر وړاندې او همداراز د یمن د حوثي وسله‌والې ډلې پر ضد خپلو پوځي اقداماتو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې د دغو عملیاتو هدف د نړۍوالو سمندري لارو بیا پرانیستل او د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ‌راتګ ټینګول دي.

هېګسټ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې امریکا د سیمې او نړۍ په بېلابېلو برخو کې د خپلو پوځي حضور او دفاعي ستراتیژیو د بیا ارزونې بهیر پیل کړی دی.

ټرمپ د «امریکا لومړی» تګلارې په چوکاټ کې شاوخوا ۳۰ امریکایي ډېپلوماټان بېرته راغواړي

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۳ GMT+۰

د ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان کړی، چې نږدې ۳۰ سفیران او نور لوړپوړي مسلکي ډېپلوماټان به له بهرنیو ماموریتونو څخه بېرته واشنګټن ته وغواړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د امریکا سفارتونه د «امریکا لومړی» له تګلارې سره سم فعالیت کوي.

خو منتقدان وایي، دا پرېکړه به په نړۍواله کچه د امریکا اعتبار کمزوری کړي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو ډېپلوماټانو د نوملړ له خپرولو ډډه کړې چې بېرته غوښتل شوي دي. د دغه وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې دا اقدام «په هره اداره کې یو عادي بهیر» دی، خو منتقدان دا ادعا ناسمه بولي.

یاد چارواکي وویل: «سفیر د ولسمشر شخصي استازی وي او دا د ولسمشر حق دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې په بېلابېلو هېوادونو کې داسې کسان لري چې د امریکا لومړی اجنډا پر مخ یوسي.»

د موضوع له جزییاتو خبر کسانو ویلي، چې شاوخوا ۳۰ لوړپوړي ډېپلوماټان د هغو کسانو له ډلې دي چې ورته واشنګټن ته د ستنېدو امر شوی. د دوی په وینا، دغه ډېپلوماټان په هغو کوچنیو هېوادونو کې ګومارل شوي وو، چې هلته په دودیز ډول د امریکا تر ټولو لوړ استازی د بهرني خدمت له مسلکي کارکوونکو څخه وي؛ هغه کسان چې له کوم سیاسي ګوند سره تړاو نه‌لري.

یو بل امریکایي چارواکي زیاته کړې، چې بېرته غوښتل شوي ډېپلوماټان هڅول شوي چې د بهرنیو چارو وزارت دننه دې نوې دندې ولټوي.