• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

د تخار پخوانی امنیه قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع په تهران کې ترور شوی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار پخوانی امنیه قوماندان او د طالبانو مخالف جنرال اکرام الدین سریع نن ماښام نامعلومو کسانو د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې په ډزو وژلی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی. د سریع کورنۍ تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې وايي، چې پر نوموړي د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې له مېلمستون نه د وتلو پرمهال ډزې شوې او یو بل تن هم ورسره وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، جنرال سریع روغتون ته پر لاره سا ور کړې او مړی یې دمګړۍ په روغتون کې دی.

اکرام‌الدین سریع د تخار د پولیسو پخوانی قوماندان و او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و.

هغه د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د لنډ وخت لپاره ایراني ځواکونو نیولی و او وروسته یې بېرته خوشی کړی و.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې د ۱۲ زره متقاعدینو اسناد یې ارزولي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د طالبانو ماليې وزارت ویلي، چې د ۳۰ ادارو ۱۲ زره متقاعدین د تقاعد وړ بلل شوي. د طالبانو د مالي وزارت ویاند ویلي، چې د یادو کسانو اسناد ارزول شوي‌ او د ځینو ادارو متقاعدینو خپل حقوق ترلاسه کړي هم دي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې څلور میاشتې وړاندې یې د متقاعدینو د اسنادو د ارزونې لړۍ پیل کړې او تردې مهاله د ۳۰ ادارو ۱۲ زره متقاعدین د تقاعد وړ پیژندل شوي دي.

د طالبانو د مالي وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر وايي:«د متقاعدینو د حقوقو د ورکړي پروسې له پیله تردې مهاله د ۳۰ ادارو متقاعدین په پنځو کټګوریو کې اعلان شوي دي. د ۱۲ زره متقاعدینو اسناد پروسس شوي او د یو شمېر ادارو متقاعدینو خپل حقوق ترلاسه کړي دي.»

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې متقاعدینو ته د معاشونو د ورکولو لړۍ به تر هغو دوام لري تر څو ټولو ته خپل حقوق ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مالیې وزارت د لېندۍ پر ۲۵مه اعلان کړی و، چې د مرغومي میاشتې تر ۲۰مې نیټې به په نوبتي ډول د مالیې وزارت، برېښنا شرکت، د ښاري اوبو رسونې کانالیزاسیون عمومي ریاست، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، ملي ټلویزیون ریاست او کورنیو چارو وزارت د معتقاعدینو معاشونه ورکړي.

ایران په دوغارون پوله کې د افغانانو ګوتې او سترګې بایومتریک کوي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۰ GMT+۰

ایراني چارواکي وايي، چې د هېواد په کچه یې د لومړي ځل لپاره د بهرنیو اتباعو د بایومتریک سیسټم په دوغارون کې فعال کړی. د بایومتریک ازموینو په ترڅ کې د افغانانو د ګوتو نښې، د سترګو عنبیه او د څېرې معلومات ثبتېږي، چې له ایستلو وروسته یې بېرته ایران ته د داخلېدو مخه ونیول شي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د امنیتي او انتظامي چارو مرستیال امیرالله شمقدري ویلي، چې د دې طرحې د تطبیق لومړني پړاوونه د روان کال په اوړي کې په بریالیتوب سره بشپړ شوي دي.

د هغه په وینا، دغه پروژه د خراسان رضوي ولایت او تایباد ولسوالۍ د ټولو اجرایي او امنیتي ادارو په همغږۍ عملي شوې ده.

شمقدري زیاته کړه چې د بایومتریک سیسټم پلي کېدل به د دوغارون له رسمي لارې ایران ته د بهرنیو اتباعو د داخلېدو او وتلو په تنظیم کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي وویل، چې دوغارون د افغانانو د تګ راتګ تر ټولو مهمه پوله ده، چې له همدې امله د دې طرحې اهمیت په دې سیمه کې څو برابره دی.

د خراسان رضوي د والي مرستیال همدارنګه وویل چې دا بایومتریک سیسټم به ډېر ژر د ایران په نورو سیمو کې هم فعال شي، چې د ټولو بهرنیو وګړو تګ راتګ په بشپړه توګه وڅارل شي.

هغه دا هم وویل چې د غیرقانوني افغان کډوالو بېرته ستنېدل د دوغارون له لارې د اړوندو ادارو په همغږۍ روان دي او چارې په عادي ډول پر مخ ځي.

د معلوماتو له مخې، د بایومتریک ازموینو په ترڅ کې د افغانانو د ګوتو نښې، د سترګو عنبیه او د څېرې معلومات ثبتېږي، چې له ایستلو وروسته یې بېرته ایران ته د داخلېدو مخه ونیول شي.

د خوړو نړیوال پروګرام په جوزجان کې پر زرګونو کورنیو خوراکي مرستې ووېشلې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي)وایي، چې په جوزجان ولایت کې یې د خپلو همکارو بنسټونو په همکارۍ د ژمي د سړې هوا تر رارسېدو وړاندې شاوخوا ۱۴زره کسانو ته خوراکي مرستې وېشلې دي.

د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې غنم، دال او مغذي خوراکي توکي شامل دي، چې د زیانمنو او اړمنو کورنیو ترمنځ وېشل شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی، چې هره مرسته د خلکو په ژوند کې مهم بدلون راولي او له کورنیو سره مرسته کوي چې د افغانستان سخت ژمی وزغمي او ماشومان یې له خوارځواکۍ خوندي پاتې شي.

د مرستندویه ادارو په وینا، افغانستان دا مهال د بشري ناورین له جدي ګواښ سره مخ دی او په ځانګړي ډول د ژمي له رارسېدو سره، د خوړو او لومړنیو اړتیاوو کمښت د خلکو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دا ډول بیړنۍ مرستې د زرګونو کورنیو د بقا لپاره حیاتي ارزښت لري او هڅې روانې دي چې مرستې لا پراخې او دوامدارې شي.

محمود خان اڅکزی: افغانان چې په کومه بې عزتۍ اېستل کیږي دا یوازې کرکې ډېروي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۵ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو جبري او په بې عزتۍ ایستل د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرکه او نفرتونه لا ډېروي. نوموړي پر پاکستاني پوځ غږ وکړ چې د دغو اقداماتو پایلې وارزوي.

اڅکزي د چارشنبې په ورځ، د مرغومي درېیمه، د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کېدو په تړاو جوړې شوې دوه ورځنۍ ناستې ته د وینا پر مهال وویل، ډېری افغان ماشومان په پاکستان کې زېږېدلي، همدلته لوی شوي او زده‌کړې یې کړې دي، خو اوس په سپک او غیر اخلاقي ډول له هېواده ایستل کېږي، چې دا چاره به جدي منفي پایلې ولري.

نوموړي پر پاکستاني پوځ غږ وکړ چې د دغو اقداماتو پایلې وارزوي او زیاته یې کړه: «یو هېواد چې له چین سره له شک او اندېښنو سره مخ وي، له هند سره په جګړه کې وي، او بیا غواړي افغانستان د پنځمې صوبې په توګه تصور کړي؛ دا امکان نه لري. که دا لاره تعقیب شي، نو پایله به یې یوازې تباهي وي».

د محمود خان اڅکزي څرګندونې په داسې حال کې دي چې نږدې درې میاشتې کېږي د پاکستان پولیسو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو پر ضد د پلټنو، نیونو او جبري ایستلو پراخ عملیات پیل کړي دي. همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې تړل شوې دي، چې دې وضعیت د بشري او سیاسي اندېښنو کچه لوړه کړې ده.

په کابل کې د ګیروګرومن پهلوانۍ سیالۍ په رسمي ډول پیل شوې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش اداره وایي، چې په کابل کې د شپږو ولایتونو په ګډون د «ګیروګرومن» غېږ نیونې سیالۍ په رسمي ډول پیل شوې.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ به د څلورو ورځو لپاره دوام کوي او پکې به د هېواد له شپږو ولایتونو څخه شاوخوا پنځه سوه ورزشکاران ګډون وکړي.

په دې سیالیو کې به غېږباسي د لويانو په عمري کچه کې، د لسو بېلابېلو وزني کټګوریو په چوکاټ کې یو له بل سره سیالي وکړي.

د طالب مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو موخه د غوره استعدادونو پېژندنه او د ملي لوبډلې پیاوړتیا ده. د سیالیو په پای کې به د ګډونوالو له ډلې څخه څلوېښت تنه غوره ورزشکاران د هېواد د ګیروګرومن پهلوانۍ لوبډلې ته د غړیتوب لپاره وټاکل شي.