• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي کمېسیون د امریکا د ویزې بندیزونو پر ضد سخت غبرګون ښودلی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۹ GMT+۰

اروپايي کمېسیون د اروپايي اتحادیې پر یو شمېر غړو د امریکا د ویزو د بندیزونو پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی او وايي، اروپايي اتحادیې له امریکايي چارواکو څخه د وضاحت غوښتنه کړې ده. د ټرمپ ادارې پر ۵اروپايي وګړو ویزې بندې کړې، چې د فرانسې پخوانی اروپايي کمېشنر تیری برېټن هم پکې شامل دی.

د اروپايي ټولنې ویاند زیاته کړه: «که اړتیا وي، موږ به چټک او پرېکنده غبرګون وښیو څو د خپلې مقرراتي خپلواکۍ دفاع وکړو او د بې ځایه اقداماتو پر وړاندې ودرېږو».

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم د امریکا دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا اقدامات د اروپايي ډیجیټلي خپلواکۍ کمزوري کولو لپاره د ارعاب او فشار وسیله ده.

مکرون وویل چې فرانسه به له اروپايي کمېسیون او نورو اروپايي شریکانو سره په ګډه د ډیجیټلي خپلواکۍ او مقرراتي خپلواکۍ دفاع ته دوام ورکړي.

د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د سې شنبې په ورځ پر پنځو اروپايي وګړو ویزې بندې کړې، چې په دې کې د فرانسې پخوانی اروپايي کمېشنر تیری برېټن هم شامل دی.

امریکا ادعا کوي چې دغه کسان د بیان د ازادۍ د محدودولو هڅه کوي.

برېټن د اروپايي اتحادیې د ډیجیټلي خدماتو قانون له معمارانو ګڼل کیږي، چې د انټرنېټ د خوندي کولو لپاره د پام وړ قانون دی او امریکايي چارواکي یې نه خوښوي.

د جرمني د عدالت وزارت ویلي چې د دواړو جرمني فعالانو ملاتړ کوي او د هغوی د ویزې بندیزونه د نه منلو وړ دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ترکیې او حماس د غزې د اوربند د تړون د دوهم پړاو په اړه خبرې کړې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان په انقره کې د فلسطین د وسله والې دلې د سیاسي دفتر له چارواکو سره کتلي او د غزې د اوربند تړون د دوهم پړاو په اړه یې خبرې کړې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزرات د چارشنبې په ورځ د مرغومي درېیمه ویلي، چې حاکان فیدان په انقره کې د حماس د سیاسي دفتر له چارواکو سره کتلي او د غزې د اوربند تړون د دوهم پړاو په اړه یې خبرې کړې دي.

رویټرز اژانس د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د یادې لېدنې پرمهال د حماس غړو حاکان فیدان ته ویلي، یادې ډلې د اوربند د تړون د یوې برخې په توګه خپل شرایط پوره کړې دي، خو پر غزه د اسراییل برېدونو د تړون د بل پړاو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

سرچینې ویلي، د حماس غړو ویلي، چې غزې ته تلونکي بشري مرستې بسنه نه کوي او د غزې اوسېدونکي د درملو او تېلو په ګډون د استوګنې لپاره لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د ډله ییز امنیت سازمان تړون وايي تاجکستان د افغان پولې د امنیت لپاره مرسته نه ده غوښتې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان دا رپوټونه رد کړل، چې ګواکې تاجکستان له افغان خاورې د وروستیو وسله‌والو بریدونو د مخنیوي لپاره د بېړنۍ پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د ډسمبر پر۲۳مه اعلان وکړ، چې تاجکستان د ۲۰۲۵ کال د نومبر د ۲۶ او ۳۰مې نېټې له پېښو وروسته د سازمان له غړو هېڅ ډول بېړنۍ مرسته نه ده غوښتې. سازمان دا راپورونه «ناسم او ګمراه کوونکي» وبلل.

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان په وینا، د تاجکستان او د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ همکاري د ۲۰۲۴ کال داستانه ښار د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د امنیت شورا د تصویب شوي ځانګړي بین‌الدولتي پروګرام پر بنسټ روانه ده.

دغه پروګرام د تاجکستان ـ افغانستان د پولې د امنیت د پیاوړتیا لپاره طرح شوی او له ۲۰۲۵ کال څخه د پنځو کلونو لپاره پلی کیږي.

په همدې چوکاټ کې، تاجکستان د اړتیا وړ وسلو او امنیتي تجهیزاتو یو نوملړ د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان ته سپارلی، چې دا مهال د غړو هېوادونو له‌خوا تر ارزونې لاندې دی.

د سازمان سلاکار پاول سرکیسیان تایید کړې چې دا اقدام د منظمو امنیتي همکاریو برخه ده.

د نومبر په پای کې، د افغانستان له خاورې څخه د تاجکستان پر سرحدي سیمو دوه ځله بریدونه وشول، چې په پایله کې یې پنځه چینایي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. وژل شوي کسان د شوکین ایس ایم په نوم د یوې پروژې کارکوونکي وو.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان دا بریدونه «پاروونکي او خطرناک» وبلل او خپلو امنیتي ادارو ته یې امر وکړ چې د پولې د خوندیتوب نوې لارې چارې وڅېړي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو له ادارې وغوښتل چې د پولې د ثبات لپاره عملي اقدامات وکړي.

تاجکستان له افغانستان سره د منځنۍ اسیا تر ټولو اوږده پوله لري چې شاوخوا ۱۳۴۴ کیلومتره کیږي.

طالبانو تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د بدخشان په مرکز فیض‌اباد کې یې پر چینایي وګړو په بریدونو تورن کسان په نښه کړي او عملیات یې پرې کړي دي. د طالبانو اړوند رسنۍ «المرصاد» وویل، چې یو شکمن بریدګر ژوندی نیول شوی او د لومړنیو پلټنو له مخې برید «له افغانستان څخه بهر» پلان شوی و.

خو تر اوسه د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد او یا هم د دې ډلې د کورنیو چارو او استخباراتو ادارو په رسمي ډول دا معلومات نه دي تایید کړي.

د چینایي وګړو وژل کېدل د تاجکستان او طالبانو دواړو لپاره اندېښمنوونکې مساله ده.

بیجینګ په تاجکستان او افغانستان دواړو کې مهمې زیربنایي او د کان‌کېندنې پروژې لري او د خپلو وګړو امنیت خپله سره کرښه ګڼي.

سره له دې چې د تاجکستان حکومت او د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان ټینګار کوي، چې دوشنبې مرستې نه دي غوښتې، خو د امنیتي ګواښونو شدت مخ پر زیاتېدو دی.

هند یوه ستره سپوږمکۍ فضا ته واستوله

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۸ GMT+۰

هند په بریالیتوب سره د خپل تاریخ ترټولو ستره سپوږمکۍ فضا ته واستوله. د هند د فضايي څېړنو سازمان د LVM3-M6 توغندي پر مټ د امریکا AST SpaceMobile سپوږمکۍ چې له ۶،۱۰۰ کیلوګرامه ډېر وزن لري، فضا ته واستوله.

د هند فضايي ادارې اعلان کړی، چې دا فضا ته د هند له خاورې ترټولو ستره استول شوې سپوږمکۍ ده. دغه کارول شوی توغندی د هماغه ماډل یوه پرمختللې نسخه ده، چې هند په ۲۰۲۳کال کې سپوږمۍ ته له ستور مزلي پرته د فضايي بېړۍ د لېږلو لپاره کارولی و.

د هندوستان لومړي وزیر نرېندرا مودي د دغه بریالیتوب په اړه پر اېکس پاڼه کاږلي: «دا د هندوستان فضایي برخې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. دغه فضایي ماموریت د ځان بسیاینې په لور زموږ هڅې څرګندوي. ټولو فضایي ساینس پوهانو او انجینرانو ته مبارکي وایم.»

مودي زیاتوي، چې د یادې لاسته راوړنې سره هندوستان په نړۍواله کچه د درنو سپوږمکیو د لېږد وړتیا ترلاسه کړې او د سوداګریز فضایي بازار په پراختیا کې یې برخه لا پیاوړې کړې ده.

د روان کال په پیل کې هم د هند د فضايي څېړنو سازمان د CMS-03 سپوږمکۍ چې شاوخوا ۴۴۱۰ کیلوګرامه وزن یې لاره، فضا ته واستوله.

رانا ثناالله: عمران خان مذاکرات نه بلکې ګډوډي غواړي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۳ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزير سياسي سلاکار رانا ثناالله ویلي، چې ستونزې د خبرو له لارې حل کېږي او سیاسي ګوندونه د ستونزو د حل لپاره باید خبرو ته سره کېني. هغه ویلي، د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی خبرې نه؛ بلکې ګډوډي غواړي.

نوموړي تحریک انصاف ګوند ته د شهباز شریف له‌خوا د خبرو د بلنې په اړه له جیونیوز سره په مرکه کې ویلي، چې هغه تر دې وړاندې هم څلور ځلې یاد ګوند ته د خبرو بلنه ورکړې وه.

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو وار بیا د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړه. نوموړي د کابینې غونډې ته په وینا کې ویلي و:« ما تحریک انصاف ګوند ته تر دې وړاندې هم د مذاکراتو بلنه ورکړې وه او اوس یو ځل بیا د مذاکراتو بلنه ورکوم؛ خو دغه مذاکرات یوازې د مشروع غوښتنو پربنسټ کېدای شي.»

د هغه په وینا؛ د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره باید د سیاسي ګوندونو ترمنځ همغږي رامنځته شي او د پاکستان حکومت د دې لپاره هر ډول ګام پورته کولو ته چمتو دی.

د عراق د برېښنا وزارت وایي چې ایران په ناڅاپي ډول پر دې هېواد د ګازو صادرات بند کړل

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۶ GMT+۰

د عراق د برېښنا وزارت اعلان وکړ، چې ایران د یوه رسمي پیغام له لارې دې وزارت ته خبر ورکړی چې د «بېړني حالت» له امله یې بغداد ته د ګازو صادرات په بشپړ ډول درولي دي.

د عراق د برېښنا وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې له ایران څخه د ګازو لېږد په بشپړ ډول درول شوی او زیاته کړې یې ده، چې د دې کړکېچ د مهارولو لپاره یې د برېښنا د تولید په بټیو کې لنډمهاله اقدامات پیل کړي دي.

د عراق د برېښنا وزارت ویاند احمد موسی (واع) خبري اژانس ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویلي، چې د همدې لامل له امله د عراق د برېښنا په بټیو کې د ۴ زرو تر ۴۵۰۰ مېګاواټه پورې د تولید ظرفیت له لاسه وتلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د برېښنا کمښت د عراق د ځینو تولیدي فابریکو د بندېدو او د نورو د فعالیت د محدودېدو سبب شوی او دا وضعیت په مستقیم ډول د برېښنا د ټينګښت پر ساعتونو اغېز کړی دی.