• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رانا ثناالله: عمران خان مذاکرات نه بلکې ګډوډي غواړي

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۳ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزير سياسي سلاکار رانا ثناالله ویلي، چې ستونزې د خبرو له لارې حل کېږي او سیاسي ګوندونه د ستونزو د حل لپاره باید خبرو ته سره کېني. هغه ویلي، د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی خبرې نه؛ بلکې ګډوډي غواړي.

نوموړي تحریک انصاف ګوند ته د شهباز شریف له‌خوا د خبرو د بلنې په اړه له جیونیوز سره په مرکه کې ویلي، چې هغه تر دې وړاندې هم څلور ځلې یاد ګوند ته د خبرو بلنه ورکړې وه.

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو وار بیا د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړه. نوموړي د کابینې غونډې ته په وینا کې ویلي و:« ما تحریک انصاف ګوند ته تر دې وړاندې هم د مذاکراتو بلنه ورکړې وه او اوس یو ځل بیا د مذاکراتو بلنه ورکوم؛ خو دغه مذاکرات یوازې د مشروع غوښتنو پربنسټ کېدای شي.»

د هغه په وینا؛ د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره باید د سیاسي ګوندونو ترمنځ همغږي رامنځته شي او د پاکستان حکومت د دې لپاره هر ډول ګام پورته کولو ته چمتو دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په کویټه کې قبايلي مشرانو د پاکستان له حکومت نه د چمن دروازې د پرانیستلو غوښتنه کړې

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۰ GMT+۰

د پښتنو يوې قبايلي جرګې د پاکستان له حکومت نه غوښتي، ژر تر ژره دې د چمن دروازه د زرګونه هغه مساپرو او سوداګرو لپاره پرانیزي چې په تېرې اکتوبر میاشت کې له طالبانو سره تر نښتو او د دروازو تړل کېدو وروسته په افغانستان کې بند پاتې دي.

قبايلي مشرانو امان‌الله خان او ملک عبدالخالق لالا غبیزي د سې‌شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې پر ډیورنډ کرښې د لارو د تړل کېدو له کبله سوداګریز فعالیتونه له دوو میاشتو راهیسې له ځنډ سره مخ شوي او په دغه کرښه ټول کاروبار بند دی.

ملک غبیزي هم وویل: «په افغانستان کې بند پاتې پاکستانيانو ته د اړوندو چارواکو له‌خوا پاکستان ته د ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي، چې دغه وضعیت د بشري اندېښنو لامل کېږي.» نوموړي غوښتنه وکړه، چې مساپرو ته دې له ځنډ پرته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

د قبايلي مشرانو په خبره؛ زرګونه کسان چې په قانوني پاسپورټ او ویزو یې افغانستان ته سفر کړی و، له څو اوونیو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي او د ډېرو مساپرو د اسناد موده هم بشپړه شوې، چې د دوی ستونزې یې لا زیاتې کړې دي.

هغوی دارنګه ویلي، زرګونه لارۍ چې د کډوالو کډې یې وړلې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بندې پاتې دي او د دغه لاریو چلوونکي د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

قبايلي مشرانو ادعا کړې، چې خلک د چمن او کویټې ترمنځ لاره کې له باج اخیستنې سره هم مخ کېږي. دوی له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې، چې د چمن اوسېدونکو ته د ازاد سفر اجازه ورکړي. د جرګې مشرانو اعلان وکړ، چې د چمن او نورو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې د څرګندولو لپاره به درې ورځنۍ جرګه هم جوړه شي.

د افغانستان په ګډون له ۹ هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر ۶.۲۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د لومړیو پنځو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په ګډون له ۹ ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۳۹.۳۳ سلنه زیات شوی او ۶.۲۲۱ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی.

د راپور له‌مخې، دغه شمېر د تېر کال په همدې دوره کې ۴.۴۶۵ میلیارد ډالر و.

یادې ورځپاڼې د سوداګرۍ د لوړ شوي کسر لامل د پاکستان د صادراتو په ځانګړې توګه چین او افغانستان ته د کمښت یادونه کړې ده.

پاکستان د اکټوبر له ۱۰مې راهيسې افغانستان ته د صادراتو په ګډون هر ډول سواګري ځنډولې ده.

د ورځپاڼې د معلوماتو له‌مخې، هند ته بیا په صادراتو کې په کمه اندازه زیاتوالی راغلی. د پاکستان د دولتي بانک د راټولو شویو معلوماتو پربنسټ، بنګله‌دېش او سریلانکا ته هم صادرات کم شوي دي.

د یادې ورځپاڼې د خبر له‌مخې، د ۲۰۲۵ مالي کال په جریان کې له نهه ګاونډيو هېوادونو سره د پاکستان د سوداګرۍ کسر د تېر کال په پرتله ۲۹.۴۲ سلنه زیات شوی، چې ۱۲.۲۹۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلي او د تېر کال په همدې دوره کې ۹.۵۰۲ میلیارد ډالر و.

د پاکستان د صادراتو ارزښت نهو هېوادونو افغانستان، چین، بنګله‌دېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوتان او مالدیف ته د مالي کال له جولای میاشتي څخه تر نومبر پوري ۱۷.۰۵ سلنه کم شوی او ۱.۶۳۵ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال په ورته موده کې ۱.۹۷۱ میلیارد ډالر و.

د ۲۰۲۶ مالي کال د لومړیو پنځو میاشتو په ترڅ کې د پاکستان واردات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۲.۰۶ سلنه زیات شوي، چې له ۶.۴۳۶ میلیارد ډالرو څخه ۷.۸۵۶ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي.

پاکستان ډېر واردات له چین، هند او بنګله‌دېش څخه کوي.

د راپور د معلوماتو له‌مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړیو میاشتو کې له چین څخه ۲۲.۹۰ سلنه زیات ورادات کړي، چې له ۶.۲۷۵ میلیارد ډالرو څخه ۷.۷۱۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي.

پاکستان د ۲۰۲۵ مالي کال کې له چین څخه ۱۶.۳۱۲ میلیارد ډالره ورادات کړي و، چې د تېر کال په پرتله ۲۰.۷۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ډاڼ ورځپاڼې د خبر له‌مخې، په ۲۰۲۶ مالي کال کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۹۴.۷۲ سلنه کم شوي او له ۴۰۸.۵۸۵ میلیونو ډالرو څخه ۲۱۰.۵۵۶ میلیونه ډالرو ته ټيټ شوي دي. د افغانستان څخه واردات یې بیا ۸.۵۲۷ میلیونه ډالره ثبت کړي، چې د ۲۰۲۵ مالي کال په پرتله ۳۴.۴۶ سلنه کموالی ښيي.

د راپورونو پربنسټ، پاکستان تر ډېره له اقتصادي بې‌ثباتۍ سره مخ دی او د دغه هېواد ډېره تکیه پر بهرنیو مرستو او پورونو ده.

د عراق د برېښنا وزارت وایي چې ایران په ناڅاپي ډول پر دې هېواد د ګازو صادرات بند کړل

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۶ GMT+۰

د عراق د برېښنا وزارت اعلان وکړ، چې ایران د یوه رسمي پیغام له لارې دې وزارت ته خبر ورکړی چې د «بېړني حالت» له امله یې بغداد ته د ګازو صادرات په بشپړ ډول درولي دي.

د عراق د برېښنا وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې له ایران څخه د ګازو لېږد په بشپړ ډول درول شوی او زیاته کړې یې ده، چې د دې کړکېچ د مهارولو لپاره یې د برېښنا د تولید په بټیو کې لنډمهاله اقدامات پیل کړي دي.

د عراق د برېښنا وزارت ویاند احمد موسی (واع) خبري اژانس ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویلي، چې د همدې لامل له امله د عراق د برېښنا په بټیو کې د ۴ زرو تر ۴۵۰۰ مېګاواټه پورې د تولید ظرفیت له لاسه وتلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د برېښنا کمښت د عراق د ځینو تولیدي فابریکو د بندېدو او د نورو د فعالیت د محدودېدو سبب شوی او دا وضعیت په مستقیم ډول د برېښنا د ټينګښت پر ساعتونو اغېز کړی دی.

د اسراییل دفاع وزیر د غزې تړانګې په څنډه کې د ښارګوټو د جوړولو له طرحې شاتګ وکړ

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۴ GMT+۰

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاټز تر هغه وروسته له خپل دریځ څخه شاتګ وکړ، چې د غزې تړانګه کې د اسراییلي ښارګوټو د جوړولو په اړه یې څرګندونې له پراخو نیوکو سره مخ شوې.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دفاع وزیر دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اسراییل حکومت په غزه کې د ښارګوټو د جوړولو هېڅ اراده نه‌لري.

د کاټز دفتر ټینګار کړی، چې د سې‌شنبې په سهار د دفاع وزیر څرګندونې «یوازې د امنیتي چوکاټ په دننه کې مطرح شوې وې.»

کاټز د سې‌شنبې په سهار د بیت‌اېل په لوېدیځه غاړه کې د ۱۲۰۰ نویو کورونو د جوړولو د مراسمو پر مهال د ښارګوټو مشرانو سره په یوه غونډه کې وویل: «د خدای په مرسته کله چې وخت راشي، موږ به په شمالي غزه کې د هغو ښارګوټو پر ځای مخکښ ګروپونه جوړ کړو چې خالي شوي دي.»

هغه زیاته کړه، چې دا کار به «په سم ډول او په مناسب وخت کې» ترسره شي او ټینګار یې وکړ، چې اسراییل د «عملي واکمنۍ یوې نوې مرحلې» ته داخل شوی او له داسې فرصتونو سره مخ دی چې له ډېرې مودې راهیسې موجود نه وو.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې په وینا د کاټز څرګندونې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د رسمي دریځونو او همدارنګه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلان سره په ټکر کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي اېکس‌پاڼه کې په ایران کې د سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې.

دې وزارت د بشري حقونو فعال رضا خندان «ناعادلانه بند» ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، هغه کسان چې د خپل غږ پورته کولو جرات لري، د ګواښ، تاوتریخوالي او غېرعادلانه سزا سره مخ کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده: «د عدالت او برابرۍ ټينګښت باید و نه‌ځنډول شي.»

تر دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خسرو عليکردي د کورنۍ د غړو نیول غندلي وو او ویلي یې وو: «لومړی هغه کسان ونیول شول چې د خسرو عليکردي د یادې غونډې ته ورغلي وو او اوس یې کورنۍ په نښه شوې ده؛ د ایران رژیم له‌خوا دا کړنې د منلو وړ نه دي.»