• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره میاشت؛ له ایران، ترکیې او پاکستان نه تر ۲۴۱زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

همدا تېره ورځ هم له ایران او پاکستان نه ۷۴۵ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم تر دې وړاندې ویلي و، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

له بل پلوه د ترکیې د کډوالۍ ادارې تېره ورځ خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې له ۱۵۲زرو زیات پناه‌غوښتونکي نیول شوي، چې له دې ډلې ۴۲زره او ۲۰۲ یې افغانان دي.

دغه شمېرې داسې مهال خپرېږي، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

تازه د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان هم له ایران نه افغانستان ته د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د پخوانیو افغان پوځيانو د جبري ستنولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې سملاسي دې د پخوانیو افغان پوځیانو جبري ستنونه ودروي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو نږدې ۵۰ افغانان خوشې شوي دي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۵۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

پرون تر ۷۰۰ ډېرې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۲ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۷۴۵ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور راغلي، چې له دې ډلې ګڼې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، له دې ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۸۰ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۹ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۲۹ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۳ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

تازه د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان هم له ایران نه افغانستان ته د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د پخوانیو افغان پوځيانو د جبري ستنولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې سملاسي دې د پخوانیو افغان پوځیانو جبري ستنونه ودروي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان: ګاونډي هېوادونو دې د پخوانیو افغان پوځیانو جبري ستنونه ودروي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۳ GMT+۰

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له ایران نه افغانستان ته د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د پخوانیو افغان پوځيانو د جبري ستنولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې سملاسي دې د پخوانیو افغان پوځیانو جبري ستنونه ودروي.

د یاد سازمان په وینا؛ د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه د غچ‌اخیستنې، ناقانونه وژنو، خپل‌سرو نیونو، شکنجو او جبري ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

د راپور له مخې؛ یوازې د ۲۰۲۵کال د جون له ۲۴مې د جولای تر ۹مې پورې، له ۵۰۰ زرو زیات افغان کډوال په جبري توګه له ایران نه اېستل شوي دي. ویل کېږي، چې یو شمېر یې سره له قانوني اسنادو نیول شوي، وهل شوي او د خوړو، اوبو او روغتیايي خدمتونو له نشتوالي سره مخ شوي دي. دغه اداره خبرداری ورکوي، چې افغانستان ته د پخوانیو پوځیانو ستنول د هغوی لپاره د مرګ معنا لري.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ راپورونو ته په اشارې ویلي، چې طالبان لا هم په سرحدي لارو کې د پخواني حکومت اړوند کسان نیسي.

یادې ادارې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ هم غوښتي، چې د بېړنیو ثبت او ساتنې ډلې وګوماري؛ څو پخواني افغان امنیتي ځواکونه د «لوړ ګواښ» ډلې په توګه ثبت کړي او د هغوی لپاره د خوندي استوګنې او درېیمو هېوادونو ته د لېږد لارې برابرې کړي.

همدا راز له ایران او پاکستان نه غوښتنه شوې، چې د افغان کډوالو جبري اېستنې ودروي. دغه ادارې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د ډیپلوماټیک فشار او بشري مرستو په زیاتولو سره، د دغه بشري ناورین د لا پراخېدو مخه ونیسي.

د طالبانو د کرنې ریاست: کندهار کې د چرګانو یو فارم د ورځې ۳۵۰زره هګۍ او ۶۵ټنه غوښه تولیدوي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۲ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په عصري ټېکنالوژۍ او نړۍوالو معیارونو جوړ شوی د چرګانو یو فارم د ورځې ۳۵۰زره هګۍ او ۶۵ټنه غوښه تولیدوي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وایي، چې دغه ولایت اوس د غوښې او هګۍ له پلوه پرځان بسیا شوی او بهرنیو وارداتو ته اړتیا نه‌لري. هغه وایي، دامهال د چرګانو دانه هم په کندهار ولایت کې تولیدېږي.

د دغه فارم مسوولین وایي، چې په دغه فارم کې شاوخوا ۱۵۰ مېلیون ډالره پانګونه شوې ده. دوی وایي، په ورځني ډول شاوخوا ۳۵زره هګۍ او ۶۵زره غوښه تولیدوي؛ خو دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

د یاد فارم مسوول محمداغا وایي، چې په دغه فارم کې شاوخوا ۱۲۰ کسان په کار بوخت دي. په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دا مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۲۰۰ د چرګانو فارمونه فعال دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې په هرات ولایت کې اوس‌مهال هره ورځ ۲.۵ مېلیونه هګۍ تولیدېږي. د دغه وزارت په وینا؛ په هرات کې د هګیو، غوښې او د چرګانو په تولید کې له ۱۲۰ مېلیون ډالرو څخه ډېره پانګونه شوې ده.

نصیراحمد اندېشه: ایران کې د جنرال اکرام الدین سریع وژل کېدل یو «پلان شوی ترهګریز »برید دی

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۳ GMT+۰

په جینیوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد اندېشه د جنرال اکرام‌الدین سریع وژنه غندلې او دغه پېښه یې د ایران په پلازمېنه کې یو «پلان شوی ترهګریز برید» بللی دی. نوموړي د یادې پېښې د جدي څېړنې، د عاملانو د پېژندنې او نیونې غوښتنه هم کړې ده.

هغه پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي، چې د پخوانیو پوځیانو او مدني څېرو پرله‌پسې وژنې یو څرګند پیغام لري: «یا به ټول سره یو کېږو او یا به یو په بل پسې حذف کېږو.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان او د طالبانو د مخالف جنرال اکرام‌الدین سریع ترور پراخ غبرګونونو راپارولي دي. جنرال اکرام‌الدین سریع د چهارشنبې په ورځ په تهران کې خپل کور ته نږدې د مخ پټو وسله‌والو له‌خوا ترور شو.

د مقاومت جبهې د نوموړي د ترور په غبرګون کې له ایران نه غوښتي، چې دغه پېښه په شفاف، جدي او خپلواک ډول وڅېړي. یادې جبهې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې دغه برید «ښکاره جنایت» او «هدفمند ترهګریز اقدام» بللی او د عاملینو پر حساب‌ورکولو یې ټینګار کړی.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور، د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د متحدې جبهې مشر سمېع سادات، د اسلامي جمعیت ګوند او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان اکرام‌الدین سریع ترور غندلی او د هغه کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.