• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پرون تر ۷۰۰ ډېرې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۲ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۷۴۵ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور راغلي، چې له دې ډلې ګڼې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، له دې ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۸۰ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۹ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۲۹ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۳ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

تازه د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان هم له ایران نه افغانستان ته د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د پخوانیو افغان پوځيانو د جبري ستنولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې سملاسي دې د پخوانیو افغان پوځیانو جبري ستنونه ودروي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

•
•
•

نور کیسې

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان: ګاونډي هېوادونو دې د پخوانیو افغان پوځیانو جبري ستنونه ودروي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۳ GMT+۰

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له ایران نه افغانستان ته د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د پخوانیو افغان پوځيانو د جبري ستنولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې سملاسي دې د پخوانیو افغان پوځیانو جبري ستنونه ودروي.

د یاد سازمان په وینا؛ د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه د غچ‌اخیستنې، ناقانونه وژنو، خپل‌سرو نیونو، شکنجو او جبري ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

د راپور له مخې؛ یوازې د ۲۰۲۵کال د جون له ۲۴مې د جولای تر ۹مې پورې، له ۵۰۰ زرو زیات افغان کډوال په جبري توګه له ایران نه اېستل شوي دي. ویل کېږي، چې یو شمېر یې سره له قانوني اسنادو نیول شوي، وهل شوي او د خوړو، اوبو او روغتیايي خدمتونو له نشتوالي سره مخ شوي دي. دغه اداره خبرداری ورکوي، چې افغانستان ته د پخوانیو پوځیانو ستنول د هغوی لپاره د مرګ معنا لري.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ راپورونو ته په اشارې ویلي، چې طالبان لا هم په سرحدي لارو کې د پخواني حکومت اړوند کسان نیسي.

یادې ادارې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ هم غوښتي، چې د بېړنیو ثبت او ساتنې ډلې وګوماري؛ څو پخواني افغان امنیتي ځواکونه د «لوړ ګواښ» ډلې په توګه ثبت کړي او د هغوی لپاره د خوندي استوګنې او درېیمو هېوادونو ته د لېږد لارې برابرې کړي.

همدا راز له ایران او پاکستان نه غوښتنه شوې، چې د افغان کډوالو جبري اېستنې ودروي. دغه ادارې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د ډیپلوماټیک فشار او بشري مرستو په زیاتولو سره، د دغه بشري ناورین د لا پراخېدو مخه ونیسي.

د طالبانو د کرنې ریاست: کندهار کې د چرګانو یو فارم د ورځې ۳۵۰زره هګۍ او ۶۵ټنه غوښه تولیدوي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۲ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په عصري ټېکنالوژۍ او نړۍوالو معیارونو جوړ شوی د چرګانو یو فارم د ورځې ۳۵۰زره هګۍ او ۶۵ټنه غوښه تولیدوي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وایي، چې دغه ولایت اوس د غوښې او هګۍ له پلوه پرځان بسیا شوی او بهرنیو وارداتو ته اړتیا نه‌لري. هغه وایي، دامهال د چرګانو دانه هم په کندهار ولایت کې تولیدېږي.

د دغه فارم مسوولین وایي، چې په دغه فارم کې شاوخوا ۱۵۰ مېلیون ډالره پانګونه شوې ده. دوی وایي، په ورځني ډول شاوخوا ۳۵زره هګۍ او ۶۵زره غوښه تولیدوي؛ خو دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

د یاد فارم مسوول محمداغا وایي، چې په دغه فارم کې شاوخوا ۱۲۰ کسان په کار بوخت دي. په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دا مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۲۰۰ د چرګانو فارمونه فعال دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې په هرات ولایت کې اوس‌مهال هره ورځ ۲.۵ مېلیونه هګۍ تولیدېږي. د دغه وزارت په وینا؛ په هرات کې د هګیو، غوښې او د چرګانو په تولید کې له ۱۲۰ مېلیون ډالرو څخه ډېره پانګونه شوې ده.

نصیراحمد اندېشه: ایران کې د جنرال اکرام الدین سریع وژل کېدل یو «پلان شوی ترهګریز »برید دی

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۳ GMT+۰

په جینیوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد اندېشه د جنرال اکرام‌الدین سریع وژنه غندلې او دغه پېښه یې د ایران په پلازمېنه کې یو «پلان شوی ترهګریز برید» بللی دی. نوموړي د یادې پېښې د جدي څېړنې، د عاملانو د پېژندنې او نیونې غوښتنه هم کړې ده.

هغه پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي، چې د پخوانیو پوځیانو او مدني څېرو پرله‌پسې وژنې یو څرګند پیغام لري: «یا به ټول سره یو کېږو او یا به یو په بل پسې حذف کېږو.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان او د طالبانو د مخالف جنرال اکرام‌الدین سریع ترور پراخ غبرګونونو راپارولي دي. جنرال اکرام‌الدین سریع د چهارشنبې په ورځ په تهران کې خپل کور ته نږدې د مخ پټو وسله‌والو له‌خوا ترور شو.

د مقاومت جبهې د نوموړي د ترور په غبرګون کې له ایران نه غوښتي، چې دغه پېښه په شفاف، جدي او خپلواک ډول وڅېړي. یادې جبهې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې دغه برید «ښکاره جنایت» او «هدفمند ترهګریز اقدام» بللی او د عاملینو پر حساب‌ورکولو یې ټینګار کړی.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور، د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د متحدې جبهې مشر سمېع سادات، د اسلامي جمعیت ګوند او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان اکرام‌الدین سریع ترور غندلی او د هغه کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.

واشنګټن‌پوسټ: د ټرمپ حکومت غواړي ۸۰زره پناه‌غوښتونکي په لویو ګودامونو کې وساتي

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۱ GMT+۰

واشنګټن‌پوسټ د امریکا د کډوالۍ ادارې اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت په پام کې لري د نیول شویو پناه‌غوښتونکو د ساتنې او شړلو لپاره ۷ لوی مرکزونه جوړ کړي. د راپور له مخې؛ د کډوالۍ اداره غواړي صنعتي ګودامونه تر ۸۰زرو ډېرو نیول شويو پناه‌غوښتونکو د ساتنې لپاره ورغوي.

د یادې طرحې له مخې؛ دغه کډوال به د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د تشو ځایونو پر ځای، په ځانګړو ټاکل شویو ځایونو کې راغونډ شي او وروسته به له دغه هېواده واېستل شي.

دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) خپور شوی، ښيي هغه کډوال چې تازه نیول کېږي؛ د څو اوونیو لپاره د ثبت او قانوني پړاوونو په مرکزونو کې ساتل کېږي او وروسته به له اوو لویو ګودامونو څخه یوه ته ولېږدول شي. یاد ګودامونه هر یو له ۵زرو څخه تر ۱۰زره کسانو د ساتلو ظرفیت لري او د کډوالو د اېستلو د چمتووالي لپاره به ترې کار واخیستل شي.

دغه لوی ګودامونه به د وېرجینیا، ټېکساس، لوییزیانا، ارېزونا، جورجیا او میسوري ایالتونو کې د مهمو لوژستیکي مرکزونو ته نږدې موقعیت ولري. سربېره پر دې، په دغه طرحه کې ۱۶ کوچني ګودامونه هم شامل دي چې هر یو تر ۱۵۰۰ کسانو پورې د ساتلو وړتیا لري.

د یوه کورني برېښنالیک له مخې چې واشنګټن‌پوسټ ترلاسه کړی، د امریکا د کډوالۍ اداره غواړي دغه طرحه روانه اوونۍ له هغو خصوصي شرکتونو سره شریکه کړي چې د کډوالو د نیولو په چارو کې فعالیت کوي؛ څو د هغوی لېوالتیا وارزوي او طرحه وروستۍ کړي.

دا مهال د کډوالو تر ټولو لوی د ساتنې مرکز یو لنډمهاله پنډغالی دی، چې د روان کال په اوړي کې د ټېکساس ایالت د فورټ بلیس په پوځي اډه کې جوړ شوی. دغه پنډغالی چې اوس په‌کې شاوخوا ۳زره کسان ځای پر ځای شوي؛ تمه کېده چې د کال تر پایه یې ظرفیت ۵زرو ته ورسېږي.

نصیراحمد فایق: په تبعید کې د پخوانیو نظاميانو ترور یو منظم جنایت او د خطر نښه ده

۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق په تهران کې د پخواني قومندان جنرال اکرام‌الدین سریع او محمد امین الماس ترور ته په اشارې ویلي، دا یو تنظیم شوی جنایت او جدي د خطر زنګ دی. نوموړي ټینګار کړی، چې د دې «جنایت» پر وړاندې چوپتیا له عاملینو سره همکاري ګڼل کېږي.

نصیراحمد فایق د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قومندان جنرال اکرام‌الدین سریع او محمد امین الماس تر ترور وروسته پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «دا ترور د تهران په زړه کې یو تنظیم شوی جنایت او د جدي خطر زنګ دی».

نوموړي زیاته کړې، چې ان په تبعید کې د پخوانیو نظامیانو له‌منځه وړل دوام لري او عاملین یې له بشپړ معافیت څخه برخمن دي.

فایق د برید د غندلو ترڅنګ غوښتنه کړې: «د دې جنایت پر وړاندې چوپتیا له هغوی سره همکاري ده».

هغه د دې پېښې د عاملینو او امرکوونکو د عاجلو، شفافو څېړنو او حساب‌ورکونې غوښتنه کړې ده.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار پخوانی امنیه قوماندان او د طالبانو مخالف جنرال اکرام‌الدین سریع نن ماښام د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې له یوه بل ملګري سره د ناڅرګندو کسانو په ډزو وژل شوی دی.