طالبانو په فاریاب کې له ایران څخه راستون شوی پخوانی سرتیری وژلی

په فاریاب کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یو پخوانی سرتېری د ایران څخه له راستنېدو وروسته د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې په ډزو ووژل شو. سرچینو ویلي چې دا سړی د کولیان په کلي کې د طالبانو د قوماندان طیب صداقت د کسانو لخوا وژل شوی دی.