• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نورالحق انور: طالبان د بل چا د فرمایشونو او مداخلو پروا نه ساتي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور وايي، چې یادې ډلې خپلې داخلي او بهرنۍ پالیسۍ خپلو ګټو او لومړیتوبو ته په کتو جوړې کړي دي او د بل چا په فرمایشونو او مداخله کوونکو نظرونو غوږ نه ګوروي.

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور د جمعې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د ازادۍ ساتنې، پرمختګونو او ځان بسیاینې لپاره فکر استقلال او په خپلو ظرفیتونو باندې باور اړین دی.

نوموړي ویلي، چې په تېرو سلو کلونو کې د افغان حکومتونو د کمزورۍ لامل د افغانستان د پرمختګ لپاره د ځینو بهرنیو د فرمایشونو عملي کول بللي دي.

خو نوموړي ویلي، چې طالبان د بل چا د فرمایشونو او مداخلو پروا نه ساتي.

نورالحق انور زیاته کړې:« اسلامي امارت هغه حکومت دی چې د بل چا په فرمایشونو او مداخله کوونکو نظرونو غوږ نه ګوري، خپلې داخلي او بهرنۍ پالیسۍ یې خپلو ګټو او اولیتونو ته کتو ترتیب کړې او له مخې سنجیده مزل کوي.»

نوموړي د کوم هېواد له نوم یادولو پرته ویلي، چې ځینې ناراضه بهرني جهتونو د نارضیاتۍ لامل همدا دی، چې په بین الافغاني قضایاوو کې یې غیر مجاز فرمایشونو ته اعتبار نه ورکول کېږي.

نورالحق انور ویلي، چې د ازادۍ ساتنې، ځان بسیاینې او لازمو پرمختګونو لپاره ټینګ عزم ته اړتیا ده چې نورو ته طمعې او انتظار پرته خپل کاروان مخته روان وساتي.

نوموړي دا خبرې پرداسې مهال کړې دي،‌ چې په وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ټولي اړیکې تر بل هر وخت په خراب وضعیت کې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

بې پولې ډاکټران: په افغانستان کې سره له بحرانونو لا هم روغتیایي خدمات روان دي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۸ GMT+۰

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وایي، چې افغانستان یو بل د بحرانونو څخه ډک سخت کال هم تیر کړ، خو د دې سازمان روغتیایي ټیمونو په خورا سختو شرایطو کې عامه خلکو ته خدمات وړاندې کړي او لا هم دوام لري.

د دې سازمان په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې د مور او ماشوم د مراقبتونو څخه نیولې د عاجلو حالاتو د ځواب ویلو، د ټبرکلوز (سل) ناروغانو درملنې او د شدیدو ټپيانو خدماتو پورې، د دوی ټیمونه په بېلابېلو صحي برخو کې فعال وو.

دغه سازمان زیاته کړې، چې لرې پرتو سیمو ته د صحي خدماتو رسول د دوی د فعالیتونو یو لومړیتوب دی، هغه سیمې چې ځینې وختونه خلک تر دوه ساعتونو پورې پیاده‌ مزل کوي ترڅو نږدې روغتیایي مرکز ته ورسیږي.

سازمان ټینګار کړی چې د لروپرتو سیمو د اړتیا لرونکو کورنیو او زیانمنو ټولنو لپاره د صحي خدماتو وړاندې کول به روان وساتي.

اوس مهال، بې پولې ډاکټراند خوست، قندز، هلمند، قندهار، هرات، بلخ، بامیان او کنر ولایتونو په ګډون څو نورو ولایتونو کې د صحي مرکزونو ملاتړ کوي، او هر کال زرګونه ناروغان له نږدې ولایتونو څخه دې مرکزونو ته د درملنې لپاره مراجعه کوي.

د ملاهبت الله د نوي حکم له مخې به د مدرسو ازموینه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه اخلي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د حکم پر اساس دې ټول مدارس یوازې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو په عمومي ازموینه بسنه وکړي. دوی زیاتوي که د مدرسې لخوا سند ورکول کيږي نو د یادو وزارتونو د ازموینې نومرې په کې ولیکل شي.

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت نن جمعې ورځ د مرغومي پر ۵مه پر اېکس خواله رسنۍ کې ددې وزارت د وزیر ندامحمد ندیم غږیزې څرګندونې خبرې کړي دي.

ندیم د طالبانو د مدرسو له مسوولینو غوښتنه کړې، چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د ازموینې پرته نشي کولی د مدرسو فارغینو ته په خپل سر ممتاز ولیکي او د مدرسې په سند کې به تقدیر د وزارتونو د ازموینې پر اساس لیکل کېږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر وویل، چې د جعلي سندونو مخه نیول کېدو لپاره دا اقدامات شوي دي او د مدرسو له مسوولینو څخه یې غوښتنه کړې، چې له دې وروسته هغه سندونه منل کېږي، چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو په ډیټابېسونو کې ثبت وي.

د یاونې وړ ده، چې له دې وړاندې د طالبانو دیني مدرسو په خپل سر ازموینې اخیستې او بیا به یې د خپلو اوصولو له مخې ټول ممتاز اعلانول خو په دې چارې سره کېدلی شي چې ددې خپلسریو مخه ونیول شي.

په هند کې د ال قاعده شبکې سره تړاو لرونکي شکمن کس له افغانستان سره اړیکه درلوده

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د هندي چارواکو ویلي، چې د ال قاعده شبکې د یو شکمن غړی د ډیجیټلي وسایلو له پلټنې وروسته یې داسې معلومات ترلاسه کړي چې د شکمن کس د انټرنیټ ای اپي ادرسونه له افغانستان سره تړاو لري. د هند د پونه ایالت څارنوالۍ ویلي، چې یاده قضیه دې د هند د ترهګرۍ ضد څانګه په بشپړ ډول وڅېړي.

د هند د پونې ایالت څارنوالۍ د چارشنبې په ورځ یوې ځانګړې سیمه ییزې محکمې ته ویلي، چې د زبیر الیاس د موبایل، لیپټاپ او برېښنايي وسایلو له پلټلو وروسته په ډاګه شوې چې د هغه د ټیلیګرام حساب، ګوګل او یوټیوب لټون تاریخچه د اعتراض وړ او شکمن مواد لري.

د پونې عدلي چارواکو ویلي، چې د ټولنیزو شبکو شرکتونو له خوا څارنوالۍ ته په واک کې ورکړل شوي معلوماتو څرګنده کړې، چې دري پټ آی پي (IP) ادرسونه د مشکوکو انلاین فعالیتونه لپاره کارکول شوي چې تړاو یې له افغانستان سره دی او د یوې بلې آی پي ادرس پته هانکانګ ته منسوبه شوې ده.

چارواکو ویلي، چې دا موندنې د پولي ها غاړي اړیکو د اړخونو د روښانه کېدو لپاره ژورې او کره څېړنې ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې، زبیر الیاس د ټیکنالوژۍ د یوې کمپنۍ کارکوونکی او د پونې ښار د کندهاوا سیمې اوسېدونکی دی، چې د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د القاعده شبکې په ملاتړ د جهاد تبلیغ په تور نیول شوی دی.

د نوموړي فعالیتونه غیرقانوني بلل شوي او د هند ملي امنیت ته د ګواښ تور پرې لګول شوی دی.

د پونه عدلي چارواکي وایي، چې د انلاین تلیغاتي فعالیتونه، له سختدریځه ډلو سره اړیکې او د ډیجیټلي پلاټفارمونو کارولو او د افراطي مفکوري ترویج د الیاس زبیر د قضیې د څېړنو مهمه برخه ده.

د‌ پونې څارنوالۍ ویلي، چې د زبیر سره د یوه بل شکمن همکار د برېښنايي وسایلو د څېړنې پرمهال یې نور شکمن معلومات هم ترلاسه کړې دي او اړینه ده چې له نیول شویو کسانو په اړه لا زیاتې پلټنې وشي.

د هبت الله له فرمان څخه نافرماني؛ شهاب الدین دلاور د خپلې لور خسر په لوړ بست کې ګمارلی

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د سندونو له مخې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین دلاور د خپلې لور خسر «مولوي حفیظ الله» په سره میاشت ټولنه کې په لومړی بست کې د خپل مشاور په توګه ټاکلی دی. سرچینې وايي، چې مولوي حفیظ الله د سرې میاشتې د قراردادونو په فساد کې پراخ لاس لري.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې د عمومي مشر شهاب الدین دلاور له خوا د خپلې لور خسر مولوي حفیظ الله د ګومارل کېدو او د هغه غیرقانونی امتیازاتو لاسته راوړولو په اړه سندونه ترلاسه کړي دي.

100%

د ترلاسه شو سندونو له مخې د طالبانو سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین دلاور ددې ډلې د تقویم پر بنسټ تېر کال د ۱۴۴۶ قمري کال د ۱۲مې میاشتې پر ۲۰مه نتېټه د خپلې لور خسر «مولوي حفیظ الله» په لومړی بست کې په خپل لاسلیک مشاور ټاکلی دی.

د طالبانو په سرې میاشتې ټولنه کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې ددې ادارې په ټولو قرارادادونو کې د ورکړې پر مهال مولوی حفیظ الله موجود وي او د غونډې رهبري کوي او د شهاب الدین دولاور او د قرادادي شرکتونو ترمنځ د کمیشنکار رول ادا کوي او مالي امکاناتو په بدل کې مشخصو شرکتونو ته قراردادونه ورکوي.

100%

سرچینې د مولوي حفیظ الله هغه انځور هم شریک کړ، چې نوموړی رسمي جلسه کې ویده دی او د شهاب الدین دلاور د لور د خسر او خپلوۍ پر اساس د سرې میاشتې ټولنې رییسانو او مامورینو سره بد چلند هم کوي.

یو بل سند چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړی، د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور پر خپل لاسلیک د خپلې لور خسر «حفیظ الله» ته د میاشتې ۲۰۰ لیټره تېل ورکوي، چې د قانون له مخې مشاور د تېلو اخیستلو حق نه لري.

د روان کال د مرغومي پر ۲مه افغانستان انټرنشنل - پښتو داسې سندونه ترلاسه کړل، چې له مخې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین لاور خپل زوم شکرالله شاکر په خپله اداره کې د یوه کال په موده کې څوځله پر بېلابېلو څوکیو ګومارلی دی. په یوه مکتوب کې لیدل کیږي چې شکرالله شاکر ځان پخپله د خپل خسر د دفتر رییس ټاکلی دی.

له وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو سندونو کې ښودل شوي، چې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور خپل څو تنه نژدې کسان له کانونو وزارت نه بېولي او په دې ټولنه کې یې مقرر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، « د خپلوۍ او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري».

په دغه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته هم رسېدلی و، ویل شوی وو، چې «د خپلوۍ له مخې د اشخاصو ګومارل د الله د نارضایتۍ او عذاب سبب کیږي»

حال‌وش: د ایراني‌ ځواکونو په ډزو کې یو افغان وژل شوی

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د «حال‌وش» په نوم د بشري حقونو اژانس د راپور له مخې، د سیستان او بلوچستان په زراباد ولسوالۍ کې یو افغان د ایراني ځواکونو له خوا د تعقیب پرمهال په ډزو کې وژل شوی دی. د وژل شوي افغان نوم قدیر د علي وزیر زوی ښودل شوی دی.

حال‌وش خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې ۵۵ کلن عبدالقدیر د پنځو اولادونو پلار و او پنجشنبې په ماښام د ایراني ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې قدیر د تیښتې پرمهال د امنیتي ځواکونو د مستقیمو ډزو موخه وګرځید او ځای پر ځای ووژل شو.

ځايي چارواکو تر اوسه د یادې پیښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ایراني ځواکونو په ډزو کې یو افغان وژل کېږي، تر دې وړاندې هم د ایران سره پر پولو د ایراني ځواکونو په ډزو کې افغانان وژل شوي‌ دي.