• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حال‌وش: د ایراني‌ ځواکونو په ډزو کې یو افغان وژل شوی

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د «حال‌وش» په نوم د بشري حقونو اژانس د راپور له مخې، د سیستان او بلوچستان په زراباد ولسوالۍ کې یو افغان د ایراني ځواکونو له خوا د تعقیب پرمهال په ډزو کې وژل شوی دی. د وژل شوي افغان نوم قدیر د علي وزیر زوی ښودل شوی دی.

حال‌وش خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې ۵۵ کلن عبدالقدیر د پنځو اولادونو پلار و او پنجشنبې په ماښام د ایراني ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې قدیر د تیښتې پرمهال د امنیتي ځواکونو د مستقیمو ډزو موخه وګرځید او ځای پر ځای ووژل شو.

ځايي چارواکو تر اوسه د یادې پیښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ایراني ځواکونو په ډزو کې یو افغان وژل کېږي، تر دې وړاندې هم د ایران سره پر پولو د ایراني ځواکونو په ډزو کې افغانان وژل شوي‌ دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د پکتیکا والي: د نړۍ ټول انسانیت پر طالبانو بندیزونه لګولي دي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د پکتیکا والي وايي، د دنیا ټول انسانیت پر دې ډلې بندیرونه لګولي،خو بیا هم دا ډله له داخلي بودیجې څخه خدمات وړاندې کوي. عبدالخالق عابد دا څرګندونې ددې ولایت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتو ولسوالیو کې د یوې مدرسې او ښوونځیو د ودانیو پرانیستغونډې ته د وینا پرمهال کړي دي.

د طالبانو د پکتیکا د پوهنې ریاست نن جمعې په ورځ د مرغومي ۵مه ددې ډلې اړوند یوې راډیو ته ویلي، چې ددې ډلې د مشرتابه د ځانګړې بودېجې څخه د ولسونو په غوښتنه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وړممۍ، تروې، برمل، شکین او نعمت اباد ولسووالیو کې ۱ مدرسې او ۹ ښوونځیو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دوی زیاتوي، چې پر دې ودانیو ۸۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

د طالبانو د پکتیکا والي عبدالخالق عابد ددې ودانیو پرانیستغونډه کې وویل، چې پر ډلې د نړیوالو بندیزونو سربېره بیا هم توانیدلي چې له داخلي بودیجې څخه ښوونځي او مدرسې جوړې کړي.

عبدالخالق عابد وویل:« تاسې پوهیږی، چې د دونیا ټول انسانیت پر امارت اسلامي او د افغانستان پر مظلمو خلکو کومې لارې او یندیزونه چې ول هغه لګولي دي خو بیا هم دا د افغانستان د خپلې بودېجې خلکو ته خدمت لاره پرانیستلې ده.»

د طالبانو د پکتیکا والي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د طالبانو د بیا ځلي واک ته د رسېدو څخه څلور کاله تېریږي خو له ورسیې پرته دغه ډله کوم بل هېواد په رسمیت نه پېژني.

د بشري حقونو نقض، د نجونو پرمخ ښوونځی او پوهنتونونو تړل، قانون نشتون او یوه ټولګډونه حکومت نشتوالي له لامله بندیزونه پرې لګېدلي دي.

د پوهنتون استادان: طالبانو له خوا د بهرنيو استادانو ګمارل د لوړو زده کړو بنسټ ته زیان اړوي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۱ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په کابل پوهنتون کې درې تنه بهرني استادان ګمارلي دي. د طالبانو یاد اقدام ته د پوهنتون ځینو استادانو غبرګون ښودلی او وايي، د طالبانو دغه ډول کړنې د افغانستان د پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنست ته زیان اړوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یو مکتوب لېږلی، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ریاست الوزرا مقام څخه په یوه مکتب کې د درېیو تنو بهرینو استادانو د میاشتني معاش او لګښتونو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په مکتوب کې لیکل شوي« کابل پوهنتون په پام کې لري، چې د روان کال د پسرلني سمسټر لپاره د ډاکټر تازه ګل، محمد الطاف خان او افریدي په نومومو دریو تنه بهرنيو استادانو ته بلنه ورکړي ده.»

100%

د سرچینو د معلوماتو له مخې یاد درې واړه بهرني استادان پاکستاني وکړي دي، چې دوه تنه یې په حضوري او یو بل یې په انلاین بڼه په کابل پوهنتون کې عملا تدریس ورکوي.

په مکتوب کې د طالبانو د ریاست الوزرا مقام څخه غوښتنه شوي، چې یادو بهرنيو استادانو لپاره دې د څلورو کلونو لپاره د رسمي بلنې، معاش او لګښتونو د اجازې منظوري وکړل شي.

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن د یادې ډلې د لوړو زده کړو یاده غوښتنه منظور کړې ده.

پر همدغه مهال د پوهنتون ځینو استادانو د طالبانو یاد اقدام ته سخت غبرګون ښودلی دی او وايي، چې د طالبانو دغه ډول کړنې د افغانستان د پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټ ته زیان اړوي.

د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون وايي:«طالبانو د پوهنتون یو شمېر استادان په یو او بل نوم او بهانو باندې له دندې ګوښه کړې دي. ساحه یې ورته تنګه کړې ده او په قصدي ډول یې مجبوره کړې دي، چې باید استعفی وکړي. ترفیعات یې بند کړي دي. په دغه ډول طالبان اوس بهرني استادان دعوت کوي، موږ په افغانستان کې بهرنيو استادانو ته اړتیا نه لرو. او د پاکستان زده کړي تر موږ لوړي نه دې چې موږ پاکستاني استادانو ته اړتیا ولرو.»

همدارنګه محمود مرهون وايي، چې د زده کړو مرکزونه او پوهنتونونه د هېوادونو د تولید مرکزونه دي او دغه ډول مرکزونه د بهرنیانو لاس ته په لوېدو سره به تل د هېواد د راتلونکي د فکري تولید دستګاه د بهرنیانو تر اثر لاندې وي.

نوموړي زیاته کړې:«د پاکستان سره دښمني که واقعي ده، نو د فکري هستو په مرکز کې د پاکستاني استادانو مقررول څه دي؟ دا لومړۍ ځل نه دی مخکې هم پاکستاني مبلغین کابل پوهنتون ته د تبلیغ لپاره دعوت شوي وو او په اردو ژبه یې تبلیغ او دعوت کړی دی.»

په ورته مهال د پوهنتون یو شمېر نور استادان وايي، چې طالبان دې د پاکستاني استادانو ګمارلو پرځای هغه افغان استادان په دنده وګماري، چې په تېرو څلورنیمو کلونو کې طالبانو د خپلو شخصي عقدو له امله له دندې لرې کړي او اوس هم په کابل کې اوسیږي.

د طالبانو له خوا د کندهار پوهنتون منفک شوی استاد چې اوس په جرمني کې اوسیږي او نه غواړي نوم یې واخېستل شي وايي:«د دې (بهرنيو استادانو) پرځای باید د کابل پوهنتون تکړه، تکړه استادان لري چې پر کور ناست دې، تقاعد دي، یا خپله طالبانو په یو بهانه او بل بهانه لرې کړي دي، هغه دې په دنده وګماري. هم یې علمي سطحه لوړه ده او هم د محصل په ژبه پوهیږي. په دې سره به هم د استادانو اقتصادي ستونزه حل شي او هم به په کابل پوهنتون کې د استادانو د کمښت ستونزه حل شي.»

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د طالبانو له خوا ګن استادان منفک شوي او پرځای یې خپل کسان ګمارلي دي. د راپورونو له مخې په یاده موده کې سلګونه استادان له هېواده وتلي دي، خو تر اوسه یې کره شمېر نه دی په ډاګه شوی.

ایرانی ډيپلوماټ: د اکرام الدین سریع د ترور پېښې څېړلو لپاره دې یو مسلکي څېړنیز ټیم جوړ شي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا څانګې پخواني مشر، سید رسول موسوي، د جنرال اکرام‌الدین سریع د ترور پېښې د څېړلو لپاره د یوه «مسلکي څېړنیز ټیم» د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

موسوي د دې پېښې په غبرګون کې پر ایکس خواله رسنۍ کې ټینګار کړی، چې دا قضیه باید په ساده ډول، یو اړخیزه او له بیړې ډکه بڼه، او یوازې د رسنیزې فضا پر بنسټ ونه ارزول شي.

هغه زیاته کړې، چې د یاد څېړنیز ټیم له مهمو دندو څخه به یوه دا وي چې د طالبانو له لوري له اړوندو بنسټونو سره ګډې او مسلکي څېړنې ترسره کړي، تر څو د پېښې ټول اړخونه په دقیقه توګه روښانه شي.

سیدرسول موسوي همداراز پر دې ټینګار کړی، چې د دې قضیې د څېړنو د بهیر په اړه باید رسمي او شفاف معلومات له خلکو سره شریک شي، څو د اوازو او ناسم تعبیر مخه ونیول شي.

اکرام‌الدین سریع، چې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته ایران ته تللی و، د چهارشنبې په شپه د نامعلومو وسله‌والو له لوري ترور او ووژل شو. د نوموړي د وژنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

انعام الله سمنګاني: په افغانستان کې اسلامي نظام د الله په پیرزوینه بریالی شوی

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام الله سمنګاني ویلي، په نړۍ کې د اسلامي نظام د راتګ لپاره زیاتي مبارزې ترسره شوي او قربانۍ ورکړل شوي دي، خو دا هڅې په افغانستان کې د الله په پیرزوینه بریالۍ شوي دي.

طالبانو نن د جعمې په ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د “دوحې تړون” کتاب د سیالۍ مخکښه کډونوالو لپاره د ډالۍ ورکړې پروګرام په لاره اچولی و.

په یاد پروګرام کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام الله سمنګاني ویلي، چې په افغانستان کې اسلامي نظام د الله په پیرزوینه بریالۍ شوی.

نوموړي ویلي:«په نړۍ کې د اسلامي نظام د راتګ لپاره په څو لسیزو کې زیاتې مبارزې شوي او ډیري قربانۍ ورکول شوي دي، خو دا د الله پیرزوینه وه، چې په افغانستان کې دغه کوښښونه بریالي شول.

نوموړي‌ پر ځوانانو ټینګار کړی، چې د افغانستان او اسلامي نړۍ تاریخ مطالعه کړي.

سمنګاني په داسې حال کې د اسلامي نظام دعوه کوي چې د طالبانو عملي تګلاره د اسلامي نړۍ له عمومي فهم، فقهې تنوع، د انسان کرامت، عدالت او د وخت له غوښتنو سره جدي واټن لري. له همدې امله، د اسلامي همکاریو سازمان او ډېری اسلامي هېوادونه د طالبانو له سیاستونو سره ښکاره یا په پټه مخالفت لري، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې.

د جلال اباد ښار د مجبور اباد سیمې اوسیدونکو لاریون؛ طالبان مو له خپلو کورونو په زوره وباسي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د ننګرهار څلورمې ناحیې انګور باغ اړوند مجبوراباد سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې شرعي قبالې په لاس کې لري خو د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې د رییس شهاب الدین دلاور اړوند کسان یې په زوره له خپلو کورونو وباسي. دوی زیاتوی،ځیني کسان یې وهلي او زنداني کړی هم دي.

د جلال اباد ښار مجبور اباد سیمې اوسیدونکو نن د جمعې په ورځ وویل، چې شرعي قبالي نه مني او ورته ویل شوي، چې دا ځمکې د کمنیستانو په واکمنۍ کې ویشل شوي دی او د دوی دا قبالي نه منل کېږي.

ددې سیمو اوسیدونکو وویل، چې تېرو څلوېښتو کالونو راهسې یې په دې ځمکه کورونه جوړ کړي او پکې اوسیږي.

دوی همدراز وايي د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو هم د دوی په ګټه پرېکړه کړې ده او دا دعوا یې ګټلې ده خو بیا هم د دوی قبالي نه منل کېږي او د طالبانو اړوند کسان له زور څخه کار اخلي.

یو تن اوسیدونکي وویل:« د شهاب الدین دلاور اړوند وسلوالو پر جومات باندې چاپه وهله او په زوره یې د سیمې له اوسیدونکو ګوتې ولګولې او ورته یې وویل، چې ۵ ورځو کې له دې ځایه ووځی.»

د مجبور اباد سیمې اوسیدونکو نن یو اعتراضه لاریون کړی و او ګڼ شمیر کسان کوڅو ته راوتلي و.

100%

دوی وویل، چې دا جایداد د ښاورالۍ له خوا تاید شوی دی او شرعي قبالې ورکړل شوي خو بیا هم د طالبان وسلوال دوی په زوره له کورونو وباسي.

دوی وايي په ننګرهار کې د طالبانو محکمې هم د دوی په ګټه پرېکړه کړې خو اوس د محکمې پرېکړه هم نه منل کېږي.

د سیمې مشران وايي، چې ددې ستونزې حل لپاره کندهار ته هم تللي و، او د طالبانو مشر ملا ملاهبت الله دفتر هم ورته ډاډ ورکړی و چې تاسې ددې کورونو شرعي قبالي لری نو څوک حق نه لري تاسې له کورونو وباسي.

د معلوماتو له مخې د جلال اباد ښار اړوند څلورمې ناحیې مجبور اباد سیمه کې شاوخوا سل کورونه اباد دي.

د سیمې اوسیدونکي چې د خپلو کورونو شرعي قبالي یې په لاس کې وې، د طالبانو له ادارې غوښتنه وکړه، چې د سیمې د خلکو غږ دې واوري او دوی ته دې دعمري عدالت له مخې انصاف ورکړل شي.

د طالبانو په واکمنۍ د عامه افغانانو د کورونو غضبولو راپورونه زیات شوي دي او نه یوازې په ننګرهار کې بلکې په ګڼو ولایتونو کې د خلکو شکایتونه دا دي، چې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په کډون د دوی چارواکي عام خلک له خپلو کورونو وباسي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د راپورونو پر بنسټ، څو ښاریانو، شرکتونو او بنسټونو د عدلیې وزیر د ځمکې په غصب، باج‌ اخیستنې او له خپلو صلاحیتونو څخه په ناوړه استفادې تورن کړی دی.

په یوه شکایت کې ویل شوي چې شرعي څو ټوټې ځمکه د خپلې کورنۍ د غړو په نوم ثبت کړې ده. همدارنګه د « نوي کابل » پروژې په تړاو هم ویل شوي چې شپږ ټوټې ځمکه یې د «اوکسین اریانا» شرکت څخه اخیستې ده.

سرچینې وايي چې ځینې ځمکې یې د خپلې مېرمنې، اولادونو او خوېندو په نامه ثبت کړې دي.

همدارنګه ویل شوي چې وزیر د پکتیا په تیراکنډو کې یو تجارتي مارکېټ په زور تړلی او قرارداد یې خپلو نږدې کسانو ته ورکړی دی.

تراوسه د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور او د طالبانو ویاندیانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.