• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جلال اباد ښار د مجبور اباد سیمې اوسیدونکو لاریون؛ طالبان مو له خپلو کورونو په زوره وباسي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۱ GMT+۰

د ننګرهار څلورمې ناحیې انګور باغ اړوند مجبوراباد سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې شرعي قبالې په لاس کې لري خو د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې د رییس شهاب الدین دلاور اړوند کسان یې په زوره له خپلو کورونو وباسي. دوی زیاتوی،ځیني کسان یې وهلي او زنداني کړی هم دي.

د جلال اباد ښار مجبور اباد سیمې اوسیدونکو نن د جمعې په ورځ وویل، چې شرعي قبالي نه مني او ورته ویل شوي، چې دا ځمکې د کمنیستانو په واکمنۍ کې ویشل شوي دی او د دوی دا قبالي نه منل کېږي.

ددې سیمو اوسیدونکو وویل، چې تېرو څلوېښتو کالونو راهسې یې په دې ځمکه کورونه جوړ کړي او پکې اوسیږي.

دوی همدراز وايي د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو هم د دوی په ګټه پرېکړه کړې ده او دا دعوا یې ګټلې ده خو بیا هم د دوی قبالي نه منل کېږي او د طالبانو اړوند کسان له زور څخه کار اخلي.

یو تن اوسیدونکي وویل:« د شهاب الدین دلاور اړوند وسلوالو پر جومات باندې چاپه وهله او په زوره یې د سیمې له اوسیدونکو ګوتې ولګولې او ورته یې وویل، چې ۵ ورځو کې له دې ځایه ووځی.»

د مجبور اباد سیمې اوسیدونکو نن یو اعتراضه لاریون کړی و او ګڼ شمیر کسان کوڅو ته راوتلي و.

100%

دوی وویل، چې دا جایداد د ښاورالۍ له خوا تاید شوی دی او شرعي قبالې ورکړل شوي خو بیا هم د طالبان وسلوال دوی په زوره له کورونو وباسي.

دوی وايي په ننګرهار کې د طالبانو محکمې هم د دوی په ګټه پرېکړه کړې خو اوس د محکمې پرېکړه هم نه منل کېږي.

د سیمې مشران وايي، چې ددې ستونزې حل لپاره کندهار ته هم تللي و، او د طالبانو مشر ملا ملاهبت الله دفتر هم ورته ډاډ ورکړی و چې تاسې ددې کورونو شرعي قبالي لری نو څوک حق نه لري تاسې له کورونو وباسي.

د معلوماتو له مخې د جلال اباد ښار اړوند څلورمې ناحیې مجبور اباد سیمه کې شاوخوا سل کورونه اباد دي.

د سیمې اوسیدونکي چې د خپلو کورونو شرعي قبالي یې په لاس کې وې، د طالبانو له ادارې غوښتنه وکړه، چې د سیمې د خلکو غږ دې واوري او دوی ته دې دعمري عدالت له مخې انصاف ورکړل شي.

د طالبانو په واکمنۍ د عامه افغانانو د کورونو غضبولو راپورونه زیات شوي دي او نه یوازې په ننګرهار کې بلکې په ګڼو ولایتونو کې د خلکو شکایتونه دا دي، چې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په کډون د دوی چارواکي عام خلک له خپلو کورونو وباسي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د راپورونو پر بنسټ، څو ښاریانو، شرکتونو او بنسټونو د عدلیې وزیر د ځمکې په غصب، باج‌ اخیستنې او له خپلو صلاحیتونو څخه په ناوړه استفادې تورن کړی دی.

په یوه شکایت کې ویل شوي چې شرعي څو ټوټې ځمکه د خپلې کورنۍ د غړو په نوم ثبت کړې ده. همدارنګه د « نوي کابل » پروژې په تړاو هم ویل شوي چې شپږ ټوټې ځمکه یې د «اوکسین اریانا» شرکت څخه اخیستې ده.

سرچینې وايي چې ځینې ځمکې یې د خپلې مېرمنې، اولادونو او خوېندو په نامه ثبت کړې دي.

همدارنګه ویل شوي چې وزیر د پکتیا په تیراکنډو کې یو تجارتي مارکېټ په زور تړلی او قرارداد یې خپلو نږدې کسانو ته ورکړی دی.

تراوسه د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور او د طالبانو ویاندیانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ترکیه: په روان کال کې مو ۱۵۲ زره ناقانونه کډوال نیولي چې ۴۲ زره یې افغانان دي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د ترکیې د کډوالو ادارې وایي، چې په تېر یو کال کې په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله ۱۵۲زره کډوال نیول شوي، چې تر ۴۲ زرو ډېر یې افغان وګړي دي.

د یادې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یوازې د روان ۲۰۲۵میلادي کال له پیله تر اوسه پورې په ترکیه کې ۱۵۲زره غیرقانوني کډوال نیول شوي دي. دغه اداره زیاتوي، چې له دې شمېرې څخه له ۴۲زرو څخه زیات نیول شوي کسان د افغانستان وګړي دي.

د ترکیې د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، له افغانانو وروسته، په دغه هېواد کې تر ټولو ډېر نیول شوي ناقانونه کډوال د سوریې، اوزبکستان، ترکمنستان او ایران وګړي دي.

بل‌خوا، د یوې نوې څېړنې له مخې، افغان کډوال دا مهال د نړۍ په څه باندې سلو هېوادونو کې ژوند کوي او د ثبت شوو افغان کډوالو شمېر له شپږو میلیونو څخه اوښتی دی.

د راپور له مخې، دا شمېرې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د بېلابېلو هېوادونو د رسمي سرشمېرنو پر بنسټ راټولې شوې دي.

په دې څېړنه کې ویل شوي، چې ایران، پاکستان او جرمني د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېوادونه دي. د معلوماتو له مخې، په ایران کې نږدې دوه نیم میلیونه ثبت شوي افغان کډوال مېشت دي، خو ایراني چارواکي وايي چې د افغانانو واقعي شمېر تر دې هم لوړ دی.

راپور زیاتوي، چې له ایران وروسته پاکستان د افغان کډوالو دویم لوی کوربه هېواد دی، چې شاوخوا یو میلیون او اووه سوه زره افغان کډوال په کې ژوند کوي.

امرالله صالح: ایران دې د خپلو ظرفیتونو په کارولو سره د جنرال سریع د وژنې قضیه وڅېړي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تهران کې د جنرال اکرام‌الدین سریع وژنه غندلې ده. ښاغلي صالح د ایران له حکومته غوښتي، چې د خپلو امنیتي ظرفیتونو په کارولو سره دې د نوموړي د وژنې قضیه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، جنرال سریع یو مخکښ پوځي او ولسي څېره وه چې د طالبانو پر ضد یې مبارزه کوله. صالح زیاته کړې، د افغانستان د خلکو او په ځانګړي ډول د طالبانو ضد کړیو باور دا دی چې د دغه وژنې تر شا د طالبانو لاس دی؛ ځکه د یادې ډلې پخوانۍ کړنې او سیاستونه له ورته جنایتونو سره تړلي دي. د هغه په وینا؛ تمه لري چې ایراني چارواکي د یادې پېښې ټول اړخونه په جدي او رڼه توګه وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان او د طالبانو د مخالف جنرال اکرام‌الدین سریع ترور پراخ غبرګونونو راپارولي دي. جنرال اکرام‌الدین سریع د چهارشنبې په ورځ په تهران کې خپل کور ته نږدې د مخ پټو وسله‌والو له‌خوا ترور شو.

د مقاومت جبهې د نوموړي د ترور په غبرګون کې له ایران نه غوښتي، چې دغه پېښه په شفاف، جدي او خپلواک ډول وڅېړي. یادې جبهې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې دغه برید «ښکاره جنایت» او «هدفمند ترهګریز اقدام» بللی او د عاملینو پر حساب‌ورکولو یې ټینګار کړی.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور، د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د متحدې جبهې مشر سمېع سادات، د اسلامي جمعیت ګوند او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان اکرام‌الدین سریع ترور غندلی او د هغه کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.

طالبان وایي په کندهار کې د کډوالو لپاره د دویم ښارګوټي د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو رییس عبدالمتین سعید خبر ورکړی، چې د دغه ولایت ژړۍ ولسوالۍ کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د هغه په وینا؛ دغه ښارګوټی ۳زره جریبه ځمکه لري، چې په ۴زره کورنیو به ووېشل شي.

هغه وایي، چې په دغه ښارګوټي کې روغتیایي، ښوونیزې او سوداګریزې اسانتیاوې موجودې دي.

له بل پلوه په کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست ویلي، چې په دې وروستیو کې د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستان نه تر ۱۶زره ډېرې کورنۍ راستنې شوې دي. د دغه ریاست مرستیال نعمت‌الله الفت ویلي، چې د کډوالو لپاره د تخته پل، دامان او ژړۍ ولسوالۍ ښارګوټو کې به شاوخوا ۱۵زره کورنۍ ځای پرځای شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کندهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شوې او په نورو ولایتونو کې بیا دغه لړۍ چټکه شوې ده.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په جاپان کې د افغانستان سفارت خپل فعالیتونه ودرول

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۱ GMT+۰

په توکیو کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې روان وضعیت ته په پام او د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له مشورو وروسته د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له ۳۱مې نېټې وروسته خپل ټول فعالیتونه دروي.

په جاپان کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه سفارت به تر بلې خبرتیا پورې خپل ټول سیاسي، کونسلي، اقتصادي او فرهنګي فعالیتونه ودروي.

د اعلامیې له مخې؛ دغه پرېکړه د جاپاني چارواکو سره په همغږۍ او د ۱۹۶۱کال د ویانا د ډیپلوماټیکو اړیکو کنوانسیون پر بنسټ شوې ده. په اعلامیه کې راغلي، چې د یاد کنوانسیون پر بنسټ د جاپان حکومت د دغه ماموریت د «سفارت، ملکیت او ارشیف» ساتنې ته دوام ورکوي.

په خبرپاڼه کې دارنګه د جاپان له مرستو او ملاتړ هم مننه شوې ده. د یادونې وړ ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په جاپان کې د افغانستان سفارت تر اوسه پورې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی و.

تېره ورځ تر ۳زره ډېر کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون جمعه (د مرغومي ۵مه) خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۳۲ کورنۍ چې ټول‌ټال ۳۴۰۱ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور کې راغلي، چې له دغه کډوالو سره ۶۰۸زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۱۶ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۰ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۹ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۷ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.